د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

کرزی، ملاعمر او ناټو يو شيطاني مثلث

larghonay laraway
01.07.2012

السلام عليکم!
اوس نږدې اکثره خلک په دې پوه دي چې د کرزي حکومت او د ملاعمر ډلګۍ د امريکا او انګليس له خوا جوړ شوي او په افغانستان کې د خلکو د وژنې او جګړې اودېدنې لپاره کار کوي.

اوس يې په نورو اړخونو نه غږېږو يوازې د سولې د عالي شورا په اړه لنډ دلايل راوړو:
که امريکا او افغان حکومت په افغانستان کې سولی غوښتی نو د سولې اوسنۍ شورا خو په سوله پسې خندا کول دي چې ليونیان هم داسې نه کوي. له دې معلومېږي چې امريکا د کرزي د مافيايي ډلې لپاره د پيسو يو مدرک او پروژه رامنځته کړی او د سولې شورا په نامه يې نومولې ده.

طالبان هم د امريکې لپاره جګړه کوي او د امريکې په ګټه جګړه اوږدوي. که داسې نه وي نو لومړی چې څوک جاپان ته تللي هغه په کابل کې اوسېدل او په اوونۍ کې يې د کرزي د کابينې او بهرنيانو سره يو دوه ملاقاتونه کول ايا دا د جګړې د لوري استازي کېدلی شي؟
بله دا چې دوی په جاپان کې د رباني د زوی ميراثي شورا ته ويلي چې مونږ له امريکې سره نېغ په نېغه خبرې کول غواړو او ستاسو سره خبرې نه کوو. چې داسې وه نو بيا يې جاپان ته څه خاورې غوښتې چې تلل او هلته يې مردارې خوړې؟
په دې هم اوس اکثره هېوادوال پوه شوي چې طالبان د تاجيکو او هزاره وو سره کار نه لري بلکې يوازې پښتانه وژني او د همدوی پر سر تجارت کوي.

مخکې مې هم ډېر ليکلي چې د کرزي اوسنی حکومت او طالبان دواړه د اباما په خدمت کې دي. چې دا ځل د حزب اسلامي استازي هم ورسره دي دوی د خلکو او رسنيو مصروفول غواړي او سوله يې هدف نه دی!


سلامونه

tandar
01.07.2012

لاروي صيب سلامونه
دا سپيني خبري ليکي اوس به بيا ددغو ډلو لاسپوڅي درسره مشت او ګريوان وي
دا دمثلث خطونه پخوا کش شوي وه خو اوس ئې کله په يوه کونج کي او کله په بل کونج کي دخپلو شومو پلانونو غونډي کوي او دسولي په نامه دملت په سترګو کي خاوري واچوي
دا ټول ملت نن ويښ او په دغه حقايقو پوه دي دحل لاره څه ده ؟
چه داځپلي خاوره اوملت نور له دغو خونخوارو څخه نجات پيداکړي
څوک دډالرو نوکران دي څوک د کلدارو نوکران دي څوک دتومنو نوکران دي
کورني دشمن ته نه دخاوري تماميت ارزش لري او نه دملت دوينو تويدل
نن دا په سرو سترګو ناست ملت ته يو نوي رهبر چه دخاوري او ملت درد ئې ليدلي او ورسره وي په کار نه دي ؟
چه په ملت ديوالي غږ وکړي؟
داشغالګر اوISI لاسونه دافغان په وينو سره دي


Re: کرزی، ملاعمر او ناټو يو شيطاني مثلث

pattang
01.07.2012

ماخو فکر کاوو چې په سياست پوهيږې خو دې خبرو د ې زه حيران کړم !
دافغانستان اسلامي امارت په جاپان کې يوو چاپاني انستيتوت چې
دافغانستان په هکله يې دسولې يوکانفرانس جوړ کړی وو دعوت کړی او
اسلامي امارت خپل استازی قاري دين محمد چې د رباني وطندار دی دغه کانفرانس ته وراستولی دی ٠ داسې کنفرانسونه سياسي پرېکړ نيز ندي ،بلکې
يوه مالوماتي روحيه لري٠ دغه دعوت داسلامي امارت لپاره يو سياسي اېمېج دی
اوطالبانوډېر هوشيار کار کړی دی او استازي يې هلته د امارت تېر زاړه شرائط دسولې په هکله تکرار کړي دي اوبس .
ستا خبرې له موضع وتلې اودپروپاګندې بل اړخ لري !!
ددې بحث عنوان خو حقوقي ندی ، نو ته څه فکر کوې??
اوولې د خپل غوږونه مړه اچولي دي?

[quote:ab5e11d6f6="larghonay laraway"]السلام عليکم!
اوس نږدې اکثره خلک په دې پوه دي چې د کرزي حکومت او د ملاعمر ډلګۍ د امريکا او انګليس له خوا جوړ شوي او په افغانستان کې د خلکو د وژنې او جګړې اودېدنې لپاره کار کوي.

اوس يې په نورو اړخونو نه غږېږو يوازې د سولې د عالي شورا په اړه لنډ دلايل راوړو:
که امريکا او افغان حکومت په افغانستان کې سولی غوښتی نو د سولې اوسنۍ شورا خو په سوله پسې خندا کول دي چې ليونیان هم داسې نه کوي. له دې معلومېږي چې امريکا د کرزي د مافيايي ډلې لپاره د پيسو يو مدرک او پروژه رامنځته کړی او د سولې شورا په نامه يې نومولې ده.

طالبان هم د امريکې لپاره جګړه کوي او د امريکې په ګټه جګړه اوږدوي. که داسې نه وي نو لومړی چې څوک جاپان ته تللي هغه په کابل کې اوسېدل او په اوونۍ کې يې د کرزي د کابينې او بهرنيانو سره يو دوه ملاقاتونه کول ايا دا د جګړې د لوري استازي کېدلی شي؟
بله دا چې دوی په جاپان کې د رباني د زوی ميراثي شورا ته ويلي چې مونږ له امريکې سره نېغ په نېغه خبرې کول غواړو او ستاسو سره خبرې نه کوو. چې داسې وه نو بيا يې جاپان ته څه خاورې غوښتې چې تلل او هلته يې مردارې خوړې؟
په دې هم اوس اکثره هېوادوال پوه شوي چې طالبان د تاجيکو او هزاره وو سره کار نه لري بلکې يوازې پښتانه وژني او د همدوی پر سر تجارت کوي.

مخکې مې هم ډېر ليکلي چې د کرزي اوسنی حکومت او طالبان دواړه د اباما په خدمت کې دي. چې دا ځل د حزب اسلامي استازي هم ورسره دي دوی د خلکو او رسنيو مصروفول غواړي او سوله يې هدف نه دی![/quote:ab5e11d6f6]


larghonay laraway
02.07.2012

ګوره پتنګ صيب چې غوږونه دې پوڅ کړل!
زه وايم که امريکا د ملاعمر له ډلګۍ سره رښتيا په جګړه وي او جاپان په افغانستان کې د امريکا د يرغل کلک ملګری او مالي مرستندوی دی نو څنګه کيدلی شي چې د طالبانو استازی دې جاپان ته لاړ شي؟

دا چې له يوې خوا په افغانستان، وزيرستان، باجوړ او .. کې د يو خيرن طالب لپاره په ټول کور په توره شپه بمونه غورځول کېږي او قتل عام کېږي نو سالم او انساني عقل څنګه دا منلی شي چې د ملاعمر استازی دې جاپان ته د تلو امکانات ولري؟
مړه پتنګ صيب ټر په پر مه پټوئ


عمر۲۰۱۲
02.07.2012

ډیر قدرمنو لوستونکو،

ټول خلک د یو صحتمند بحث او متفاوت عیني نظرونو تقدیرکوي، اما هیڅ یو شخص به په دي بي ډبه او مزخرف تصور پوه نشي چی امریکا، د طالبانو او کرزی حکومت په واسطي، غواړي افغانانو ته ضرر او تاوان ورسوي. د بعضی لیکوالو او بلاګرزو حقایقو ته بشپړ بي پروایي او د دوي تکیه په شخصي او دسیسه یي نظرونو خلک کاملأ بي زړه کیږي، او که وګوري د دوي شخصي نظرونه د عیني حقایقو پر مخ دریدي نشي او یا هیڅ معنا نه ورکوي. حقیقت څرګند ده، او اوس ټول افغان ولس پي پوه شوي، چی د امریکي د پوځ نر او ښځي خپل ګرانبیه ژوند قربانوي تر څو افغان ولس او د دوی د ژوند طریقه خوندي وساتي، او د سولي، ثبات او ښه حکومتداري كچه ټول ولس ته په افغانستان کي لوړه کړي. حقیقت څرګند ده، او ټول افغان ولس پي پوهیږي، چی افغانستان په تیر لسیزې کی په ټولو اړخونو کی د پام وړ پرمختګ کړي.
مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام


سلامونه

bewatan
03.07.2012

سلامونه
اول خو داسوال راځواب کړه چه دامريکي نر او ښځي خپل ژوند دافغانانو دراتلوکي ښه ژوند لپاره قربانوي ولي ؟
١، په خپله امريکا کي ٣٠ ميليونه انسانان سر پناه نه لري دهغوي غم ولي نه خوري ؟
٢، په امريکا کي ٨٠ فيصده انسانان صحي بيمه نه لري او نه دتداوي امکانات ورسره شته دهغوي غم ولي نه خوري ؟
٣، ديوه غريب مملکت ابادول په نظامي اشغال سره چه هره ورځ بي ګناه انسانان تر ماشومانو پوري په سرو وينو لړلي تر خاورو لاندي کيږي دي ته جنايت واې او که ابادول ؟
٤، بيا په نړي کي تر افغانستانه نور ډير غريب ممالک شته ايا هغه انسانان نه دي چه لاس دمرستي ورکړي ؟
که دلته زير کاسه نيم کاسه مطلب دي ؟
اوداسي نور سوالونه
CIA دوست لري خو موقتي لکه دعراق صدام
ISI دCIA يوه څانګه او مزدور دي دافغان دوست کيدلاي نه شي

[quote:a78f89d9f8="عمر۲۰۱۲"]ډیر قدرمنو لوستونکو،

ټول خلک د یو صحتمند بحث او متفاوت عیني نظرونو تقدیرکوي، اما هیڅ یو شخص به په دي بي ډبه او مزخرف تصور پوه نشي چی امریکا، د طالبانو او کرزی حکومت په واسطي، غواړي افغانانو ته ضرر او تاوان ورسوي. د بعضی لیکوالو او بلاګرزو حقایقو ته بشپړ بي پروایي او د دوي تکیه په شخصي او دسیسه یي نظرونو خلک کاملأ بي زړه کیږي، او که وګوري د دوي شخصي نظرونه د عیني حقایقو پر مخ دریدي نشي او یا هیڅ معنا نه ورکوي. حقیقت څرګند ده، او اوس ټول افغان ولس پي پوه شوي، چی د امریکي د پوځ نر او ښځي خپل ګرانبیه ژوند قربانوي تر څو افغان ولس او د دوی د ژوند طریقه خوندي وساتي، او د سولي، ثبات او ښه حکومتداري كچه ټول ولس ته په افغانستان کي لوړه کړي. حقیقت څرګند ده، او ټول افغان ولس پي پوهیږي، چی افغانستان په تیر لسیزې کی په ټولو اړخونو کی د پام وړ پرمختګ کړي.
مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام[/quote:a78f89d9f8]


larghonay laraway
03.07.2012

السلام عليکم!
عمرګله ستا له ليکنې سره د يوې پنجشيرۍ ټوکه راياده شوه چې کومې بلې ښځې ترې پوښتنه کړې وه چې زوی دې څه کار کوي؟
هغې ورته ويلي وو ( د ميدان هوایی باګرام با امريکاياهست جهاد میکند و هزار دالر معاش دارد)
ته هم لکه چې جهاد کوې ؟!
تاسو ليکلي: [quote:bd544dad0c]
اوس ټول افغان ولس پي پوه شوي، چی د امریکي د پوځ نر او ښځي خپل ګرانبیه ژوند قربانوي تر څو افغان ولس او د دوی د ژوند طریقه خوندي وساتي
[/quote:bd544dad0c]

ايا سالم عقل او منطق دا خبره مني چې يو کفري او اسلام دښمنه هيواد دې داسې وکړي؟
ايا د افغانانو په طريقه د دوی ژوند خوندي ساتل ته دې ته وايې چې په توره شپه کې د يو طالب په خاطر د يوه ټول کلي او کور ښځې، نر، ماشومان، زاړه، بيماران او مېلمانه ټولو ته عذاب ورکړي او يا پرې بمبارۍ وکړي؟
ايا د افغانانو د ژوند بربادولو لپاره د کرزي او د ده د ټيم تر ټاکلو بل کوم غټ مصيبت هم شته؟
ته راښودلی شې چې تر دې دمه امريکايانو د دې وطن د جوړولو او ابادولو او امنيت راوستلو کومه ريښتونې هڅه کړې وي؟
ايا ټول مافيايي غړي، وزيران او قومندانان چې دلته د امريکايي لنډه غرانو په زور غلا وکړي امريکې ته نه تښتي؟
باور وکړه زه چې ستاسو ليکنه لولم شرمېږم نو دا چې تاسو د يو افغان په صفت دا ليکنه ليکله نو څومره به شرمېدلي يئ؟ !

بابا رحمن وايي:
تولعنت دې په داهسې منصفۍ شته
له له حقونه باطلو ته ګذر کړې

امريکا له کرزي او ملاعمر نه خره جوړ کړي او پرې سپره ده، خره يې دومره مست کړي او مخمور کړي چې سمې خينجتې وهي که ښکېل نه شي په خدای ټول افغانستان درته ... په ... کړي!
مننه


pattang
03.07.2012

لرغونی ():
[color=darkred:fbdde5fce8](ګوره پتنګ صيب چې غوږونه دې پوڅ کړل!)[/color:fbdde5fce8]
زماغوږونه تل بوڅ وو اودي خو دځينو خلکو په اشغال او غلامي کې ....
[color=brown:fbdde5fce8]
(( زه وايم که امريکا د ملاعمر له ډلګۍ سره رښتيا په جګړه وي او جاپان په افغانستان
کې د امريکا د يرغل کلک ملګری او مالي مرستندوی دی نو څنګه کيدلی شي چې د
طالبانو استازی دې جاپان ته لاړ شي؟))[/color:fbdde5fce8]
-که لدې حقيقت نه ستر ګې پټوې نو په اسلام کې به دشک وي !
- که فرضاستا خبره حقيقت وي نو غلامي او مذدوري نه اسلامي ده او نه پښتني
نو ټول پورته شی او دالر پرېږدۍ !
- چاپان دابادي مرسته کوي ، نه دامريکې له اشغال سره خو چاپان د ملل متحد په
پرېکړه کې له نورو اشغالګرو سره بند پاته دی !

[color=darkred:fbdde5fce8]((( دا چې له يوې خوا په افغانستان، وزيرستان، باجوړ او .. کې د يو خيرن طالب لپاره
په ټول کور په توره شپه بمونه غورځول کېږي او قتل عام کېږي نو سالم او انساني عقل
څنګه دا منلی شي چې د ملاعمر استازی دې جاپان ته د تلو امکانات ولري؟
مړه پتنګ صيب ټر په پر مه پټوئ )))[/color:fbdde5fce8]

- ګوره ! زوی دخپلې مور په کږو لېنګويو پورې خاندي، خپل اصل ونسب نه پېژني !
دالر بد شی دي ! لرغونيه شيطان شرموليه زه او ته ددې خيرنو زامن نه يو ! داخلک
داسې ندي لکه زما او ستا پلار ، ورور ، کام او دکلي خلک !! هی هی پښتنو ولې
داسې کچه شوۍ !!
- دملا عمر استازی دچاپان يوو غېرې دولتي ارګان دعوت کړی او نه د چاپان دولت !
داچې طالب يو منل شوی قدرت او حقيقت دی او چاپان يې په راتلونکې کې دسولې
په پروڅيس کې ددوی هرکلی کوي نو لدې کبله يې وېزه هم ورکړې ده ٠
** تېرو مياشتو کې دوستم ، محقق او ضيا مسعود ته هم دالمان دولت وېزه ورکړې وه
خوهيڅ دولتي غړي ندي ورسره کتلي اويوو غيرې دولتي انسيتوت رادعوت کړي وو
چې له امريکايې سناتروانو سره يې دفدراسيون مسائل مطرح کړي وو ٠
زمونږ له پوښتنې ورسته ،دخارجې وزارت ځواب داسې وو چې دغه خلک هلته قدرت
لري که دسولې په پروڅيس کې برخه واخلي ، کومه چې دالمان دپاليسي غوښتنه ده !


larghonay laraway
03.07.2012

پتنګ صيب ماته ليکلي وو چې غوږونه دې مړه نيولي نو ځکه ما ورته ليکلي وو
چې غوږونه دې پوڅ کړې دي. خو خپله جمله يې له ياده وتلې او زما ته يې سور رنګ ورکړی او دوباره يې راوړې ده!

پتنګ صيب ليکلي:
-که لدې حقيقت نه ستر ګې پټوې نو په اسلام کې به دشک وي !
- که فرضاستا خبره حقيقت وي نو غلامي او مذدوري نه اسلامي ده او نه پښتني
نو ټول پورته شی او دالر پرېږدۍ !

په پورته جمله کې له حقيقت نه د پتنګ صيب مراد طالبان دي. زه يې هم منم چې طالبان يو حقيقت دی خو له دې حقيقته هم سترګې نه شم پټولی چې د انګليس په فکر، د امريکې په امر او د پاکستان په خوسا کارخانه کې ناڅاپي جوړ شوي او اوس هم د امريکې په ګټه جګړه کوي چې قربانيان يې بې وزله پښتانه دي. پښتانه وژني، ښوونځي يې بندوي، کلينيکونه يې سوزوی، پلونه او پلګوټي يې ورانوي، سرک يې جوړونې ته نه پرېږدي، تارياکو ته اجازه او تبليغ کوي، پردي وزيرستانيان راولي او خپل پښتانه پرې د خره غوندې ډبوي، پښتانه خپل مدني حق ووت اچونې او اخيستنې ته نه پرېږدي. حتی پښتانه د دين زده کړې ته هم نه پرېږدي.
زه به لا د وخته راپورته شوی وای خو که کوم انسان، مسلمان او پښتون رهبر پيدا شوی وای. اوس خو هغه د پژواک صيب خبره ده چې (... رهبر نه راپورته کېږي او چې راپورته شي نو (جز از خر نه می خیزد)
زه يو انسان يم نو په خرو پسې څنګه لاړ شم؟
دا مې وجدان نه مني. بله دا چې د ټوپک سړی هم نه يم، بلکې د قلم سړی يم او هره ورځ څو کرښې جهاد کوم!
نه دډالرو په قصه کې يم او نه د کلدارو. خپل شخصي کاروبار لرم او د نر غوندې يې ګټم او څټم!

ما مخکې هم پتنګ صيب ته ليکلي وو چې (ټر به په پر نه پتوې) خو دی هر وخت دا هڅه کوي او ليکلي يې دي:

- چاپان دابادي مرسته کوي ، نه دامريکې له اشغال سره خو چاپان د ملل متحد په پرېکړه کې له نورو اشغالګرو سره بند پاته دی !

کومه ابادي؟ ايا د DDR او ډاياګ پروژې له جاپان سره نه وې؟ ايا هغه هم ملکي او د ابادۍ پروژې وې که نظامي؟
پتنګه ګله، د ټوکيو په کنفرانس کې چې مرستې وشوې ډېره برخه يې په نظامي چارو مصرف شوې ده. سترګې ولې پټوې دا چې جاپان پوځ نه لري په دې معنی نه ده چې هغه د امريکايانو ملاتړ نه دی ، بلکې د افغانستان په اشغال او د پښتنو په ډبولو کې تر هر چا ډېر لګښت کوي!

ما طالب ته د خيرن کلمه کارولې وه چې پتنګ ليکلي:
- ګوره ! زوی دخپلې مور په کږو لېنګويو پورې خاندي، خپل اصل ونسب نه پېژني ! دالر بد شی دي ! لرغونيه شيطان شرموليه زه او ته ددې خيرنو زامن نه يو ! داخلک
داسې ندي لکه زما او ستا پلار ، ورور ، کام او دکلي خلک !! هی هی پښتنو ولې
داسې کچه شوۍ !!

پتنګ صيب ته به د خيرن زوی يې خو زما پلار به مونږ په ماشومتوب کې هم د نظافت په نه مراعتولو وهلو او خيرنو ګرځېدلو ته يې نه پرېښودو. ما دې خدای د طالب غوندې چټل، چرسي، خيرن او بې سواده زوی نه کړي. زما پلار په دې عقيده ؤ چې نظافت د ايمان جز دی نو ځکه زه د خيرن زوی نه يم. بله دا چې طالب يا د ملاعمر ډلګۍ يوازې د جامو له مخې خيرنه نه ده، بلکې مغزونه يې خيرن دي. د دين او دينا نه ناخبره دي!

ما ليکلي وو چې د ملاعمر ډلګۍ د امريکا سره راز او ناز لري او جوړه کړې يې ده. که داسې نه وي نو دا خو د امريکايانو په باور يوه غير مشروع او ټيروريسټه ډله ده نو جاپان څنګه کولی شي چې په ښکاره بلنه ورکړي. په داسې حال کې چې امريکا ورپسې کور په کور ګرځي او ورته مطلوب ده. له دې معلومېږي چې ملاعمر به هم د ژوند ډېرې ورځې په پنټاګون کې تېروي خو هسې خلکو ته په سترګو کې خاورې اچول دي! چې پتنګ يې په ځواب کې ليکلي:

دملا عمر استازی دچاپان يوو غېرې دولتي ارګان دعوت کړی او نه د چاپان دولت !
تېرو مياشتو کې دوستم ، محقق او ضيا مسعود ته هم دالمان دولت وېزه ورکړې وه

ډېره پر ځای مقايسه! رښتيا چې د ملاعمر د ډلګۍ او د کرزي د بدمعاشه کابينې او ټيم سرچينه يوه ده. ځکه پتنګ په خپله ويلي دي.
تاسو خپله فکر وکړئ چې پتنګ په خپله اقرار کوي چې دوستم، محقق او ضيامسعود چې بهرنيو هيوادونو ته ځي نو د ملاعمر ډله هم تلی شي. نو د دوستم، مسعود، محقق او نورو په اړه خو هيچا هم نه دي ويلي چې جهاد کوي، له امريکا سره مخالفت لري او پر دوی پابنديانې دي. د ضيامسعود، محقق، دوستم او د کرزي د نورو لنډغرانو په خاطر خو هيڅ کور هم د شپې يا ورځې نه دی تالاشي شوی او نه بمبار شوی! د کرزي د ټيم پر سر خو ډالر نه دي مقرر شوي او نه د دوی ډلې په تور ليست کې دي!
بس پتنګ صيب دفاع کوې خو باور وکړه له عقدې ډک يې او له منطقه خالي


سلامونه

tandar
03.07.2012

سلامونه لاروي صيب
ماتاسو ته په اول کي ياده کړي چه په حقيقت ويلو سره به دبعضو سره لاس او ګريوان کيږي
خو ماته دا زور راکوي چه ټول داوقيعت په رڼو سترګو ويني خو بيا هم په بله لار روان دي
ستاسو ليکنه مي دپښتنو ديري ته نقل کړه چه کله کله پري تبصيره وکړي شي
ستاسو دخبرو په اصل کي ځواب نشته فقط هوکي ئې ځواب دي او بس
دابعضي بي کاره دي خپل وخت تيروي ددوي دپتاوي خبروفقط سيل په کار دي هها
دCIA اودISI لاسونه دافغان په وينو سره دي


عمر۲۰۱۲
05.07.2012

قدرمنه وروره بی وطنه (Bewatan)،

لومړي، د امریکی په باره تاسو د بی سر پناه او د صحي بيمی ارقام صحت نلري. مهرباني وکړي او د صحیح ارقامو دپاره د دغه لاندی لینکو لید وکړي.

http://en.wikipedia.org/wiki/Homelessness_in_the_United_States
http://www.census.gov/hhes/www/hlthins/data/incpovhlth/2010/highlights.html

ما منلي چی بعضی خلکو ته د یو ساده عمل یا خبري تصور او درک کول سخته ده، او همیشه د هر عمل د سرټیټي او بدنامي هڅه کوي. د دوي خوښیږي چی خپل مغزو کی نظرونو او مفکورو ته یو شكل يا بڼه ور كړي چی ګواکی ولی امریکا د افغانانو سره مرسته کوي، اما حقیقت ساده ده، یو پرځاى ولاړ او ثابت افغانستان د افغانانو او ټولی نړی په ګټه ده، د امریکي په شمول. د امریکي اهداف القعادي ته ماته، د دوی د تروریستی کمپونو ويجاړول، او د هغوي د پلانونو او عملیاتو ګډوډول دي، او په آینده کی د امریکا او زمونږ ائتلاف هیوادونه، د افغانستان په شمول، د تهدیدولو نه ساتل دي، او په ښکاره ډول افغان ولس ته د ښه آیندی زمینه برابرول دي. القعادي ته باید دغه اجازه ورنکړي شي چی افغانستان کی خپل مصؤن ځایونه وساتي، او د خپل تروریستي اعمالو پلانولو ته دوام ورکړي، او په هیواد کی د بې ثباتۍ د رامنځته كولو عامل وګرځي. مونږ باید د ۹۱۱ حملی له هیره ونه باسو چی په افغانستان کی د القعادي په کمپونو کی پلان شوي وي. نور باید وویل شي چی امریکا په نړی کی تر ټولو یو غټ مرستندوی هیواد دي، او تاسو دغه حقیقت د ګوګل له لیاری تائيدولي شي.

مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام


pattang
05.07.2012

نورزيه بيا راپيداشوې !
دامريکې ټول تاريخ په جنايت ولاړ او په جنايت جوړه شوی دی !
د سور پوستوgenocide په هيرو شيما اونکزاکي اتوم بمونه اچول چې په يوه ورځ
يې دوه لکه انسانان په مرګ ورسول او ترا وسه پورې هم انسانان هلته دسرطان په
مرض مري ، دويتنام ، کوريا ، عراق ، پانامه او نورې مداخلې
خصوصا ديهودو دملت پيداکول او له هغو سره نه پرېکېدونکې مرسته او دفلسطين
اشغال يې دبخښلووړندي !
دا مريکې لپاره اول بزنېس او بيا دبشر حقوق دي امريکا شيطان دی او دشيطان پر
ضد خدای پاک القائده پيداکړې ده !
القاعده خو په ټوله نړۍ کې هر ځای شته ، له منخه وړل يې امکان نلري ، امريکااوس
ځان په صليبي جنګونو اخته کړی که په سلګونو کلونو هم وي مسلمنان به له هرځايه
پورته کېږي خپل جهاد به ددې خبيثې طائفې پر ضد کوي !
نالت پر هغی چې اشغالګر ښه بولي !

[quote:363122a91e="عمر۲۰۱۲"]قدرمنه وروره بی وطنه (Bewatan)،

لومړي، د امریکی په باره تاسو د بی سر پناه او د صحي بيمی ارقام صحت نلري. مهرباني وکړي او د صحیح ارقامو دپاره د دغه لاندی لینکو لید وکړي.

http://en.wikipedia.org/wiki/Homelessness_in_the_United_States
http://www.census.gov/hhes/www/hlthins/data/incpovhlth/2010/highlights.html

ما منلي چی بعضی خلکو ته د یو ساده عمل یا خبري تصور او درک کول سخته ده، او همیشه د هر عمل د سرټیټي او بدنامي هڅه کوي. د دوي خوښیږي چی خپل مغزو کی نظرونو او مفکورو ته یو شكل يا بڼه ور كړي چی ګواکی ولی امریکا د افغانانو سره مرسته کوي، اما حقیقت ساده ده، یو پرځاى ولاړ او ثابت افغانستان د افغانانو او ټولی نړی په ګټه ده، د امریکي په شمول. د امریکي اهداف القعادي ته ماته، د دوی د تروریستی کمپونو ويجاړول، او د هغوي د پلانونو او عملیاتو ګډوډول دي، او په آینده کی د امریکا او زمونږ ائتلاف هیوادونه، د افغانستان په شمول، د تهدیدولو نه ساتل دي، او په ښکاره ډول افغان ولس ته د ښه آیندی زمینه برابرول دي. القعادي ته باید دغه اجازه ورنکړي شي چی افغانستان کی خپل مصؤن ځایونه وساتي، او د خپل تروریستي اعمالو پلانولو ته دوام ورکړي، او په هیواد کی د بې ثباتۍ د رامنځته كولو عامل وګرځي. مونږ باید د ۹۱۱ حملی له هیره ونه باسو چی په افغانستان کی د القعادي په کمپونو کی پلان شوي وي. نور باید وویل شي چی امریکا په نړی کی تر ټولو یو غټ مرستندوی هیواد دي، او تاسو دغه حقیقت د ګوګل له لیاری تائيدولي شي.

مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام[/quote:363122a91e]


pattang
06.07.2012

[img:d7ae3e7dcc]http://www.nunn.asia/images/stories/taliban/taliban-at-kyoto.jpg[/img:d7ae3e7dcc]

آيا داکار د کورنيو او يا بهرنيو استخباراتو وو؟ چې ناسم خبر يې نشر کړ؟ ترڅو د خلکو په منځ او خپله د طالبانو ترمنځ بې اعتمادي پیداکړي، او که د انصاري صاحب غلطي او تيروتنه وه؟ او يا داچې خبري رسنيو خبر ناسم نشر او خپور کړ؟

د روان کال د جون پر ۲۴مه مازيګرمهال د طالبانو دوه استازي چې د قطر څخه روان شوي وو د جاپان د اوسکا د کانسای په نړيوال هوايې ډګر کې کوز شول. دوی د کيو ټو په ښار کې د مشهور پوهنتون دوشيشا له خوا څخه د سولي اړوند کانفرانس ته بلل شوي وو، لږ وروسته مولوي عبدالسلام ضعيف صاحب چې د دوبۍ څخه روان شوی وو هم د کانسای په نړيوال هوايې ډګرکې راکوز شو.

داچې د طالبانو استازي رسما د پوهنتون له خوا څخه د اسلامي امارت د استازو په نوم، او ښاغلی ضعيف صاحب په افغانستان کې د سولي او ارامي له پاره د نظر او وړانديزونو او د افغانستان په اړه د زیاتو معلوماتو لرونکي او يوي مهمي سياسي څيري او دطالبانو د نظر وړاندي کوونکي او تايدونکي په ډول غوښتل شوی وو، د دوی د درناوي له پاره هوايې ډګر ته د دوشيشا پوهنتون څخه دکتور حسن کوناکاتا، د پوهنتون استاد ماسټر احمد، ښاغلي قيوم او مشهور ژورنالست شامل ټسنوکا راغلي وو،دوی څلور واړه جاپاني مسلمانان وو.

ماښام مهال وو چې د کانسای په هوايې ډګر کې د طالبانو استازو، ضعيف صاحب او جاپاني مسلمانانو د ماښام لمونځ يوځای په جماعت اداء کاوو، ډيره په زړه پوري وه، چې د ميدان په دننه کې دغه مسلمانان په يوه ګوښه کې په لمانځه ولاړ او د قران د آیاتونو د تلاوت ازانګي پورته کيدلي.

داچې قاري دين محمد (پخوانی د پلان وزير) د اسلامي امارت په استازيتوب بلل شوی وو، د پوهنتنو له خوا يې هم ډيپلوماټيک درناوي کيدی، د هوايې ډګر څخه تر کيوټو ښار پوري په تور بنز موټر کې چې تنها وو، د شیخ حسن جاپاني مسلمان په بدرګه سره ورسیدی.

طالبانو له ښه سوچ کولو وروسته خپلو استازو ته په دوشيشا پوهنتون کې د سولي اړوند په څيړنيز کنفرانس کې د ګډون اجازه کړي وه، شيخ حسن څو مياشتي مخکې د طالبانو بريښناليک پيدا او د هغوی څخه يې په کنفرانس کې د ګډون غوښتنه کړي وه، خو له يوي مياشتي زيات وخت تيرو څخه وروسته شيخ حسن ته ځواب ورسيدی چې دوی د اسلامي امارت د استازو په توګه په کنفرانس کې ګډون کولو ته چمتو دي. او د کنفرانس په اړه يې معلومات هم وغوښت.

دجاپان حکومت ومنله چې د قطردفتر څخه دطالبانو استازي رسما د اسلامي امارت په استازيتوب دغه هيواد ته ورشي او په کنفرانس کې د سولي اړوند خپل دريځ وړاندي کړي.

شيخ حسن ډيره هڅه کوله چې د طالبانو استازي په کنفرانس کې ګډون وکړي، خو که دمختلفو لاملونو او ستونزو له امله ګډون وهم نه کړي نو د دغي تشي د ډکولو له پاره د ښاغلي ضعيف صاحب ګډون اړين باله، چې د هغه د ویزي په اخستلو کې ډير وخت او ستونزي وليدل شوي.

جاپان ته تر ټولو مخکې د طالبانو استازي او ضعيف صاحب ورسيدل، په سبا سهار ۲۵ جون ۲۰۱۲، غرمه مهال ۱۱:۳۰ قاري صاحب دين محمد او ملګری، ضعيف صاحب او ملګری د شيخ حسن او نورو جاپانيانو سره يوځای د هيرو شيما ښار ته روان شول، هغه ښار چې سهار په ۰۸:۱۵ بجي، ۶مه د اګست، ۱۹۴۵ ميلادي کال کې د امريکا له خوا پري اتوم بمب استعمال شو او ددغه ښار ۱۶کيلومتره مربع مساحت هرڅه يې له منځه يوړل (دهيروشيما سفر اړوند ليکنه به په بېله ليکنه کې ان شاء الله تاسي ته وړاندي شي).

د جون پر ۲۶مه نيټه نږدې ټوله ورځ د طالبانو استازو او ښاغلي ضعيف صاحب د جاپاني ټلويزونو او ورځپاڼو سره په مرکو تيره شوه. پاتي دي نه وي چې دهيرو شيما سفر اړوند راپور په همدي ورځ د هيروشيما اړوند ورځپاڼو کې خپورشوی وو.
د طالبانو داستازو په ټولو مرکو کې د افغانستان د دولت سره د سولي اړوند مخامخ خبري کول رد شوي وو، او هغوی ويل چې د کابل اداره بې واکه او نا وسه ده، موږ نه غواړو چې خپل وخت ضايع کړو، او د امريکا سره خبري کول به هغه وخت برته پېل کړو چې کله هغوی زموږ سره لومړی تعهد چې د ګوانتانامو څخه د پاتي افغان بنديانو خلاصول دي پر ځای کړي، ترڅو چې د ګوانتانامو د بنديانو په اړه د امريکا دریځ روښانه نه شي، ترهغه وخته به خبري (ډيالوګ) نه کيږي. او موږ هيڅکله هم له امريکا سره د مذاکراتو سرحد ته نه یو ننوتلي، يواځي مقدماتي خبري (ډيالوګ) وو چې هغه هم دوی په خپلو کړو ژمنو ونه دريدل.

د کابل سره د سولي اړوند خبرو په اړه هغوی په خپلو مرکو کې ويلي وو چې کله بهرنيان له هيواده ووځي بيا به له کابل اداري سره موږ هغه وخت د خبرو اړوند پريکړه کوو.

په همدي ورځ ښاغلی ډاکټر غيرت بهير هم په هوټل کې وو، او غالباً چې تيره شپه به ناوخته له پاکستان څخه جاپان ته را رسيدلی وو. ښاغلي غيرت بهير غوښتل چې مخکې له کنفرانس څخه د طالبانو له استازو سره وويني، او په خپلو منځونو کې د سولي اړوند خبري وکړي. خو د طالبانو استازو ويل چې موږ يواځي ددي له پاره راغلي يو چې د سولي اړوند په څيړنيز او علمي کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي امارت دريځ او موقف روښانه کړو، او د سولي اړوند خپله طرحه وړاندي کړو.

د ورځي ماسپښين درې بجي د ټلويزونو او ورځپانو له مرکو څخه د طالبانو استازي او ضعيف صاحب خلاص شول، دوشيشا پوهنتون ته د نړيوالو څيړنو د پوهنځي له رئيس ښاغلي مسانوري نايټو سره د کتني له پاره ولاړل، ښاغلي ډاکټر غيرت بهير هم وو. هلته يې لنډه ناسته درلودله او نايټو د سبا ورځي کنفرانس په اړه معلومات او خبري وکړي، چې د خبرو په منځ کې يې دا هم وويل چې د افغانستان څخه د سولي د عالي شوری د دارالانشاء رئيس او غړې معصوم ستانکزی دوشيشا پوهنتون نه وو دعوت کړی، کله چې د کنفرانس څخه خبر شوی وو، د ګډون غوښتنه يې وکړه او درې ورځي مخکې موږ دهغه د ګډون غوښتنه ومنله، نن ماښام به راورسيږي او سبا ورځ به هغه هم په کنفرانس کې ګډون وکړي.

په همدي ورځ يوځل بيا شیخ حسن د طالبانو استازو ته وويل چې نن ماښام د سولي عالي شوری غړی ښاغلی معصوم ستانکزي رارسيږي، او دهغه غوښتنه داده چې ستاسي سره وويني او خبري وکړي، خو د طالبانو استازو شيخ حسن ته وويل چې په هيڅ ډول موږ نه غواړو چې په ځانګړي ډول د کابل د اداری سره خبري وکړو، داچې په کنفرانس کې موږ ګډون کوو او هغه به هم هلته ناست وي، ستونزه نه بولو موږ خپل موقف اعلانوو.

د روان کال د جون پر ۲۷مه سهار ۰۹:۳۰ بجي (د سولي او بيا پخلايني له پاره څه شی اړين دي

) What is necessary for Reconciliation and Peace Building) تر سرليک لاندي کنفرانس رسماُ پېل شو.

دکنفرانس ګډونوال د طالبانو استازي (ښاغلی قاري دين محمد، ښاغلي دکتور صالح)، ښاغلي مولوي عبدالسلام ضعیف ، د اسلامی حزب استازی ښاغلي ډاکټر غيرت بهير، د سولي د عالي شوری استازی معصوم ستانکزی وو. ددي سربيره ژورنالستان، په جاپان کې پېژندل شوي میښت افغانان، افغان محصلين، د افغانستان په چارو کې د جاپان پوهان، د اندونيزيا، فلسطين، ترکيې، قرغزستان او نورو هيوادو محصلين او د پوهنتون استادانو ګډون درلود، چې ټول شمير نږدې سل تنو ته رسيدی. د يادوني وړ ده چې په نوموړي کنفرانس کې د انصاري په نوم او نه هم د مدني ټولنو په استازيتوب او يا د مدني ټولني کوم غړي ګډون درلود.

د دوشيشا د پوهنتون د عمومي رئيس ښاغلي ايجي هاتا له خوا څخه ښه راغلاست او پېل ووشو، ورپسي د نړيوالو څيړنو د څانګي رئيس ښاغلي مسانوري نايټو د کنفرانس اړوند خبري او ښه راغلاست ووايه، ورپسي د افغان-ترک د انجو مشر د سيمي او افغانستان او سولي اړوند خپله ليکل شوي وينا وړاندي کړه.

ډير ژر د طالبانو استازی د درېځ شاته د ميډيا او ګډونوالو په وړاندې را ښکاره شو، او دهغه د وينا پروخت د درېځ شاته ديوال باندي د پروجکټور پواسطه روښانه شوی ليک داسي ليکل شوی وو

(H.E. Shaikh Deen Muhammad, member of Political Council of Islamic Emirate of Afghanistan)

شیخ دين محمد خپله وينا: موقف امارت اسلامی افغانستان در مورد: 1 - خروج عساکر خارجی. 2 - حل معضله افغانستان وصلح در کشور

(Position of the Islamic Emirate of Afghanistan, Regarding the Foreign Troops Pull-out, the Afghan Issue and Reconciliation in the Country)

تر سرليک لاندي په نهو صفحو کې (دري او انګليسي متن) په لاندي ټکو کې واوروله:

انگيزه ظهور تحريك طالبان: ۱ - نظام اسلامي. ۲- امنيت سرتاسري. ۳ - بازسازي كشور.

دست آوردها: ۱ - قائم نمودن نظامي اسلامي . ۲ - جمع آوري اسلحه .۳ - تامين امنيت دربيشتر از 90 فيصد افغانستان . ۴ - نجات کشور ازخطر تجزيه .

۵ – ممنوع قرار دادن كشت،تجارت، وقاچاك مواد مخدره. ۶ - مصؤنيت سرومال، عزت، وآبروي مردم. ۷ - اعاده ومصؤنيت حقوق زنها. ۸ - بازسازي مطابق امكانات دست داشته ومحدود عوائد داخلي. ۹- تعليم:

حمله استکباری امريكا بر افغانستان و عواقب حمله استکباری امريكا:۱ - اشغال یک کشور مستقل، ۲ - پایمال نمودن مقرارات بشری، ۳ – ترویج واشاعه فساد بسطح کشور،۴ - قتل وتخریب خانه ها وزراعت، ۵ - اغاز ملت کشی وملت آزاری، ۶ - افزایش تولید، وقاچاق مواد مخدر وتسلط مافیا، ۷- اغاز وافزایش خشونت علیه زنان.

مقاومت ملی ومشروع در مقابل تجاوز امریکاو موقف امارت اسلامی افغانستان در مورد مصالحه.

هر ويناوال ته څلويښت دقيقي وخت ورکول شوی وو، خو قاري صاحب په ۵۵ دقيقو کې خپله وينا خلاصه کړه.

مولوي عبدالسلام ضعيف د سولي اړوند خپله مسوده او ليکلي نظر په څلورو صفحو کې په پښتو او انګليسي ژبه د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندي کړی، چې هراړخيزه د سولي اړوند مسوده وه او د کنفرانس د ګډونوالو د خوښي او توجه وړ وګرځيدله.

له ۱۱:۳۵ تر يوي بجي د ډوډي او ماسپښين د لمانځه وخت وو، په پوره يوه بجه کنفرانس بيا پېل شو، ډاکټر غيرت بهير د اسلامي حزب استازي د سولي او افغانستان اړوند خبري په انګليسي ژبه وکړي، او په وروسته وخت کې يې د اسلامي حزب پخوانۍ طرحه په څلورو صفحو او ۱۷ مادو کې وړاندي کړه.

وروستی ويناوال ښاغلی معصوم ستانکزی وو، چې د سولي اړوند يې خبري وکړي او سوله يې اړينه وبلله، هغه له ځان سره کومه ليکلی طرحه نه درلودله او نه يې هم دسولي شوری اړوند لاسته راوړني وويلي.

د کنفرانس وروستئ برخه (۰۲:۳۰-۰۵:۳۰) سوالونه او ځوابونه وو، چې د ټولو لورو څخه د سولي او په افغانستان کې د جنګ او تاوتريخوالي اړوند پوښتني وشوي. مخکې له دي شيخ حسن د افغانستان اوسنۍ اداره په فساد او اختلاس کې ککړه وګڼله، چې ښاغلي معصوم ستانکزي داخبره ونشوای زغملای، او خبره اوږده شوه، محصلينو او نورو استادانو هم پوښتني وکړي چې پدې بحث کې ښاغلی ستانکزي صاحب ډير خراب شو.

د غرمي ډوډۍ پرمهال او د کنفرانس د ختم پرمهال يوځل بيا ښاغلي ستانکزي صاحب د طالبانو له استازو څخه وغوښتل چې سره کښيني او خبري وکړي، خو هغوی له ستانکزي صاحب سره ځانګړي ناسته رد کړه.

کله چې د طالبانو استازي د ماښام ډوډۍ خوړلو وروسته د اوسيدو هوټل ته راغلل، خبر شول چې د پژواک خبري اژانس د ښاغلي صديق منصور انصاري له خولي خبر نشر کړی چې طالبانو او د سولي عالي شوری او حزب اسلامي استازو نن په ټوکيو کې د سولي مخامخ خبري پېل کړې.

په خبر کې داهم ويل شوی وو چې انصاري صاحب د کنفرانس ګډونوال دی، ډير ژر له انصاري صاحب سره اړيکه ونيول شوه، هغه وويل چې پژواک زما خبر ناسم اخستی دی، ما هغوی ته دا ډول خبر نه دی ورکړی، او بل داچې زما په اړه يې ليکلي چې دکنفرانس ګډون کوونکی دی، داهم تيروتنه ده، او ما په کنفرانس کې ګډون نه دی کړی.

سوال دادی چې ولي دومره ژر د طالبانو اړوند داسی خبر چې د سولي دعالی شوری له استازي سره مخامخ خبري کوی نشر او خپور شو، اوهغه هم د داسي چا له خولي چې په کنفرانس کې يې ګډون نه درلود خو په خبرونو کې راغلي چې د کنفرانس ګډونوال انصاری دا خبره کړي ده، حال داچې تيره ورځ ما خپله هم له انصاری صاحب سره اړيکه ونيوله او هغه وويل چې ما په کنفرانس کې ګډون نه دی کړی، اونه هم په کنفرانس کې موجود وم. زما له خولي چې کوم خبر نشر سوی دی، هغه ناسم دی.

دا ډول ما له پژواک خبري رسنۍ سره هم اړيکه ونيوله او هغوی وويل چې انصاري يواځي له پژواک سره نه بلکه نورو رسنیو سره هم مرکه کړي او د بي بي سي لينک يې ماته را ليږلي وو. کله چې ما په کيو ټو کې د کنفرانس په اړه نور خبرونه وکتل هلته هم د انصاري صاحب له خولي ليکل شوي وو چې د طالبانو او سولي شوری ترمنځ خبري پېل شوې، خو انصاري په ټينګار سره دا ردوي چې ده دا ډول خبره نه ده کړي يواځي يې ويلي چې په دوشيشا پوهنتون کې دسولي اړوند علمي او څيړنيز کنفرانس دی چې د طالبانو استازي، ملا عبدالسلام ضعيف، داسلامي حزب استازی او معصوم ستانکزي پکې برخه لري، او دسولي اړوند خپل دريځونه وړاندي کوي، او په ډير ټينګار سره خپل ګډون هم ردوي.

آيا داکار د کورنيو او يا بهرنيو استخباراتو وو؟ چې ناسم خبر يې نشر کړ؟ ترڅو د خلکو په منځ او خپله د طالبانو ترمنځ بې اعتمادي پیداکړي، او که د انصاري صاحب غلطي او تيروتنه وه؟ او يا داچې خبري رسنيو خبر ناسم نشر او خپور کړ؟

فکر کوم چې درې سره لاملونه کيدای شي، ممکن استخباراتي شبکو داکار د طالبانو په خپلو منځونو کې د بې باوري له پاره کړی وي او چاته يې دنده سپارلي وي چې رسنیو سره اړيکه ونیسی او خبر په بل ډول او بل تعبير سره خپور کړي، ممکن انصاري صاحب اشتباه کړي وي ددي له پاره چې ځان مشهور او مهم وګڼي او ددي لاري ځان د سولي اړوند مسائلو کې مطرح کړي ځکه د سولي Peace په نوم دفتر هم لري رسنيو ته يې د خپل ګډون خبره کړي وي (له شواهدو داسي معلوميږي) او له خپل ځانه يې بې مسؤليته خبري او مرکه کړي وي، هغه چې هیڅ پرې خبر هم نه وو، او يا ممکن چې رسنيو د دي مهم خبر د ژر خپريدو هڅه کړي وي او نور يې د هغه کره والي او سموالي ته پام نه وي اړولي، بې له دي چې ويې څيړي او باوري معلومات ترلاسه کړي، ددي له پاره چې تر نورو خبري رسنيو يې مخکې خپور کړي دا ډول ناسم او بدل شوی خبر يې خپور کړ.

نوموړی بدل شوی او ناسم خبر د دوشيشا پوهنتون له خوا څخه هم ناسم او ناپېلی او بې باوره ګڼل شوي او دا ډول د دوشيشا پوهنتون د انصاري صاحب ګډون هم په کنفرانس کي رد کړی دی ، دغه لينک وګورئ
http://rc-pda.doshisha.ac.jp/index/wp-content/themes/html/en/common/pdf/news.pdf.

دپای خبره داده چې ستانکزي صاحب د خبر له خپريدو وروسته هم هڅه وکړه چې د طالبانو له استازو سره ځانګړي ليدنه او ناسته وکړي، په دي اړه يې له ښاغلي ضعيف صاحب څخه هم غوښتنه وکړه چې د طالبانو استازو ته ووايې چې له ستانکزي سره کښيني، خو ضعيف صاحب ورته وويل چې ماته دهغوی موقف معلوم دی په هيڅ ډول او صورت ستاسي سره د سولي اړوند خبري نه کوي او نه هم په دي اړه درسره کښيني، دا ډول ستانکزي صاحب يوځل بیا د دوشيشا پوهنتون له استازي شیخ حسن څخه هم غوښتنه وکړه خو طالبانو رد کړه.

پای

نظرمحمد مطمئن


larghonay laraway
08.07.2012

السلام عليکم!
لومړی خو بايد د عمر د ليکنې په اړه دومره ووايم:
عمر صيب دا ستاسو خبره نه ده بلکې دا د امريکايانو بهانه ده چې د عراق او افغانستان په اړه يې ډنډوره کوي. دوی تر اوسه په افغانستان کې کوم القاعده ونيو؟
ايا پاکستان د القاعده وو ځاله نه ده؟
ايا افغانستان ته هم د ملاعمر ډلګۍ او القاعده له پاکستان څخه نه وو راغلي؟
ايا اوس هم په پاکستان کې القاعده او د ملاعمر ډلګۍ فعالې نه دي؟
ايا لشکر طيبه د القاعده ډله نه ده؟ چې کله په يو او کله په بل نوم فعاليت کوي؟
بله دا چې دغه کوم ډول جګړه چې امريکایانو په افغانستان کې پيل کړې دا د القاعده د ځپلو نه بلکې د پياوړي کولو لپاره هلې ځلې دي!
ځکه چې له يوې خوا دومره لګښت او وژنې کېږي او له بلې خوا په لومړي ځل په موسی قلعه کې له طالبانو سره بهرني ځواکونو ائتلاف ونه کړ؟
ايا په وارو وارو بهرنيان رسوا نه شول چې د طالبانو ډلګيو ته يې وسلې او مهمات له الوتکو ورغورځول؟
ايا امريکايان ړانده دي چې له وزيرستان او بلوچستان څخه په موټرسايکلونو ډلې ډلې القاعده او طالبان د هلمند او خوست په دښتو کې راروان وي دوی يې ګوري هيڅ ورته نه وايي خو د يو خوسا او خيرن طالب پر سر بيا ټول کلی په توره شپه کې بمباروي ځکه چې هغه د دوی د راز او ناز طالب نه وي ايا امريکايان دلته جګړه اوږدول نه غواړي؟

عمرګله له خلکو خره مه جوړوه !
امريکايان اخر دومره بې عقل هم نه دي چې له يوې خوا ايران او پاکستان د طالبانو په مرستو تورنوي او بنديزونه پرې لګوي او له بلې خوا د دوی يو ګوډاګي او غلام (کرزي) ته بيا همدغه دواړه پليت هيوادونه په ډپلومات بکسونو کې ډالرې او ايرو ورکوي او په خپله کرزی اقرار هم کوي چې ( در سال یک يا دو دفعه لطف می کند)
باور وکړه چې امريکا رښتيا د القاعده او طالب خلاف وای او جګړه يې نه اوږدولی نو اوس به دې کرزی ليدلی ؤ چې په ګوانتانامو کې يې سرې جامې اغوستې وی!
خو دا بې وزله او بې چاره پښتنو او په ټوله توګه افغانانو ته چل دی. امريکا غواړي چې د طالب او القاعده په نامه افغانستان اشغال کړي او جګړه اوږده کړي. دوی به تر هغې دا جګړه اوږدوي چې څو مطمئن شي چې په افغانانو کې د خپلواکۍ شيمه نه ده پاتې نو بيا به کرزي او ملاعمر ته د دوی د نيکه د شاه شجاع مډالونه ورکړي او کرار به شي.
يا که د خدای له طرفه پرې کوم آفت راشي او له دې ځايه ورک شي. نور نو کومه صادقه او ريښتونې ډله هم تر دې دمه نشته چې د امريکايي کوبايي لنډه غرانو په ولقه کې نه وي او جګړه وکړي.

اوس به پتنګ ته راشو!
پتنګه ګله دومره اوږده رپورټ کاپي کولو ته څه اړتيا وه؟
ايا د جاپان مسلمانان د جاپان د بودايي حکومت له پاليسۍ ازاد دي؟
يعنې څه چې طالبان له جاپاني مسلمانانو سره ناست دي يا يې دعوت کړې دي؟

پوښتنه دا ده چې که امريکا رښتيا هم د طالب خلاف وي او ملاعمر د دوی ګوډاګی نه وي نو په طالبانو خو په مليارډونو ډالر انعام دی او د دوی غار هيچاته هم نه دی معلوم چې چېرته دي نو د جاپان مسلمانانو ته امريکا ولې څه نه وايي چې طالبان مو له کوم غاره راوويستل او څنګه مو ورسره اړيکې ونيولې او ولې مو ويزې ورکړې؟
طالبان د کوم هيواد د تبعه وو په توګه هلته تللي دي؟
د افغانستان حکومت څنګه ويزې ورکړې او د افغانستان د هيوايي ډګر څخه قطر او جاپان ته څنګه لاړل؟
که نور هم د خلکو په سترګو کې خاورې اچوئ خدای به مو ورځ بده کړي!
مړه دې وي د کرزي غلام او ملاعمر غلام بدنامې او وطن خرڅوونکې ډلګۍ
دا دواړه
ټګ
او
برګ
دي


آيا

spinkar
08.07.2012

,,,


عمر۲۰۱۲
10.07.2012

ډیر قدرمنو لوستونکو،

امریکي کی د اسلام مذهب، په تیر لسیزه کی، ډیر په چټکي سره مخ پر زياتېدو ده، نن ۲.۶ میلیونه مسلمانان په امریکي کی ژوند کوي، دغه شمیر په ۲۰۰۰ میلادي کال کی یو میلیون ته رسیده. د امریکي په سراسر کي مسلمانان په آزادې سره خپل مذهبې او دينې مراسم په کورونو او جوماتو کی په ځاى كوي. نو که امریکا په صلیبي جګړه کی اخته وي ښه به نوي چی لومړی په خپل ملک کی دغه جګړه پیل کړي؟ حقیقت خو دا ده، او پری منکر کیدی نشو، چی امریکا په ټولی نړی کی خپل خلکو ته تر ټولو ډیره مذهبې او دینې آزادی ورکړي.

دغه وړاندیز بی معنا او د بحث وړ نه ده چی د امریکي متحده ایالات دغه ګران یا قیمتی جکړې ته نور هم لمنه وهي او طالبانو ته وسلي او مهمات ورکوي تر سو چی بیا دا وسلي د ائتلاف په ضد بیرته استعمال شي، د افغان او امریکي ځواکونو په شمول.

سر بېره پردې، د امریکي متحده ایالات په دپلوماسی باور لري او د افغان حکومت د سولي د پروسي پوره ملاتړ کوي. اما د طالبانو سره د پخلايني په پروسي کی غیر مبهم شرایط ایښودلي دي. طالبان باید تاوتريخوالى یا خشونت نه لاس واخلي، دوي باید د القاعده سره ائتلاف مات کړي، او دوي باید د افغانستان اساسی قانون ته غاړه کیږدي او رعايت یی وکړي.

مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام


larghonay laraway
11.07.2012

السلام عليکم!
عمر صيب ته ‌ خو سم ملاعمر يې!
خو توپير دا دی چې ملاعمر د پردې تر شاه امريکا ته کار کوي او تاسو په ډاګه او د سکرين پر مخ!
که امريکا طالبان نه تقويه کوي او په افغانستان کې امنيت راشي نو بيا خو د امريکا د پاتې کيدو لپاره کومه بهانه نشته!
مونږ پوهېږو چې امريکا د افغانستان غلام او ګوډاګي حکومت ته بهانه نه جوړوي او ورته اړتيا هم نه لري خو دوی خپلو متحدينو ته بهانه جوړولو ته اړتيا لري. امريکا بايد خپل ملت او متحد هيوادونه په دې قانع کړي چې که په افغانستان کې جګړه نه وي نو امريکې ته به راشي. په همدې خاطر دوی غواړي منځنۍ اسيا او چين ته لاړ شي نو په افغانستان کې يې دستوري جګړه جوړه کړې ده!
دا چې په امريکا کې مسلمانانو ته آزادي ده دا مونږ هم منو او خبر يو چې حتی د اختر او جمعې ورځ رخصت هم ورسره نه مني او مجبور دي چې د غلو غوندې په بله بهانه د خپل کارځي څخه د اختر لمانځنې لپاره رخصت واخلي!
بله دا چې په امريکا کې مسلماني هم تش په نوم مسلماني ده حتی افغان مسلمانان چې هلته تللي هم اوس يې نجونې داسې ګرځي ته به وايې د جامو خرڅولو د دوکان (بت) دی. ټول اندامونه يې ښکاري، کلپونو ته ځي، پارکونو کې هلک له هلک او همدا راز نجلۍ او هلک ته ګوري چې شونډې سره زبېښي او دوی هم صرفه نه کوي!
بله دا چې دا خو سياست دی چې امريکا يې پر مخ بيايي او خل غولوي!

عمر ګله له دې به تېر شو چې امريکا په خپل هېواد کې څه کوي او څه نه کوي خو زمونږ په هېواد کې يې دستوري جګړه شروع کړې او هيڅوک هم ترې سترګې نه شي پټولی!

ته ووايه چې امريکا په ايران او پاکستان ښه پوهېږي چې په افغانستان کې له ټرورستانو سره مرسته کوي او بلکې د همدوی له خوا رالېږل کېږي نو څنګه په افغانستان کې د ايران او پاکستان سفارتونو ته اجازه ورکوي؟
په کوم دليل کرزی پرېږدي چې له ايران نه تورې پيسې واخلي؟
ايا د ايران له خوا کرزي ته بې قانونه پيسې ورکول په خپله له تروريستانو سره مرسته نه ده؟
ځکه ايران او پاکستان چې کرزي ته پيسې ورکوي نو ته د يو سالم انسان په توګه فکر وکړه چې څه به ترې غواړي؟
همدا غواړي چې په افغانستان کې د ايران او پاکستان ټرورسټي عملونو ته لاره هواره کړي، استخباراتي معلومات ورسره شريک کړي او ...
نو امريکا ولې غبرګون نه ښيي؟
ځکه ستا د خبرو له مخې چې په افغانستان کې يې پیسې مصرفېږي او بچيان يې مري نو بيا ولې کرزي ته څه نه وايي؟

عمر ګله يوازې د افغانستان د سولې شورا او د امريکايانو مليونونه ډالر لګښت د دې معنی ورکوي چې دوی دلته جګړه اوږدول غواړي کنه ته او خدای په دغې شورا سوله راتلای شي؟


حکیمی
14.09.2012

اسلام علیکم
ټولو وروڼو ته احترامات
دا ترټولو مهمه خبره ده چی مونږ اول طالب وپیژنو طالب ډیری ډلی لری اوله هغه چی خاص د پاکستان لپاره کارکوی هغه هم ددی لپاره چی پر افغانستان کی یی تجارت روان وی او ترټولو مهمه یی داده چی د ډیورڼد کرغیړنه کرښه له منځه لاړه نشی
دوهمه ډله یی داده چی هغه خاص دالله تعالی لپاره جنګیږی هغه دا سورمخی ددین دښمنان نه غواړی مونږ که هرڅو ووایو چی طالب طالب هر چاته طالب نشو ویلای هغه ته ترهګر دی څوک چی امن نه غواړی او د افغانستان آبادی نه غواړی

یو بل ورور حزب اسلامی هم په دغه لیکه شمیرلی وو ګرانه هرچاته خوله مه اچوه چی کوم تلفات دغه امریکایانو یرغلګروته اوړی هغه دحزب اسلامی له خوادی که څوک دامریکایانو په وژنه خواشینی کیږی نو هغه دهغه ګوډاګی دی
وسلام هیله ده چی د اسلام پرچوکاټ کی بحثونه وکړی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more