د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د تونس بهار؛ که د عربي نړۍ لپاره د والبعث بعد الموت ویښتابه!

ahmad bilal
26.06.2012

د تونس بهار؛ که د عربي نړۍ لپاره د والبعث بعد الموت ویښتابه!

تونس یو د عربي او اسلامي نړۍ واحد هېواد دې چې د ټول نفوس ۹۵ سلنه یې مسلمانان دي، دغه هیواد د افریقا په قحط وهلې براعظم کې په یوه داسې ستراتیژیکي موقعیت کې واقع دی، چې د یوی خوا د الجزائر سره سرحد او د بلې خوا یې د لیبیا سره شریکه پوله او نوره غیږه یې د مدیترانې سمندر ته خلاصه نیولې، پرته ده چې تل د صلیبیانو، او د فرانسوي استعمار د یرغال لاندی پاتی شویده.

همدا سیمه، تونس، هغه ځای دی چې د کوم ځای څخه مسلمانانو په اروپايي اطالیه باندې بریدونه پیل کړل او داسې تونس په مشهورو سیاحتي ښارونو، نیپلز او سیسلي، باندی د لانچنګ پیډ launching paid په توګه استعمال شو.

مخکي له دی چې د تونس د بهار په هکله څه ولیکم، اړینه بلم چې دلته د تونس د تاریخ په هکله هم څه ولیکم :

تونس د اسلامي تاریخ په پړاو کې:

د تونس سیمه د اسلام په دائره کې هله داخله شوه کله چې د حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه زرین دور په خپل اوج کې وه، تونس د حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه د خاله زوی، عبدالله بن سعد بن ابی سرح په قومنده په ۲۷ هجري کې د لیبیا د طرابلس له لیارې فتح کړای شو.
د فتح په وخت کې تونس ته الافریقیه ویل کیده، او د الافریقیه فتحې ته جنګ عبادله هم وايي، ځکه په دغه جګړه کې اوه (۷) عبدالله نامي صحابیانو برخه اخستلې وه چې له جملې څخه یې : عبدالله بن مسعود، عبدالله بن عمر، عبدالله بن عمرو بن عاص، عبدالله بن عباس، عبدالله بن زبیر، عبدالله بن جعفر او عبدالله بن سعد بن ابی سرح شامل ول.
تونس هغه هېواد دی په کوم ځای کې چې د اسلامي نړۍ د لومړې جامعه، د زیتونې پوهنتون، بنیاد په ۷۹ هجري کال کې د حسان بن نعمان په حکم سره کېښودل شو.

تونس باندې صلیبي یرغلونه :

د هجرت په نیمايي اومه پیړۍ کې چې کله د فرانسې صلیبي بادشاه لويي نهم په تونس قبضه وکړه خو دغه تیرۍ هله ناکام شو کله چې په تونس کې یوه خونړۍ وبايي مرض خپور شو نو دغسې دغه د صلیبیانو هځه ناکامه شوه.
په ۹۴۴ هجري ۱۵۳۷ ع کې عثماني خلافت تونس په خپل خلافت کې داخل کړ، په لسمه هجري پيړۍ کې، چې کله هسپانوي صلیبي بادشا چارلس پنځم په تونس کې وینه توینه پيل کړه نو د عثماني خلافت مشهور جنرال او امیر البحر خیر الدین بربروسا ورته غاښ ماتونکې ځواب ورکړ.
په ۱۶۶۵ ع کې یو ځل بیا فرانسویانو په تونس باندی بحري حمله پيل کړه خو یو ځل بیا دغه برید په شا تمبه کړای شو.
خو په ۱۸۸۲ ع کې فرانسویانو د خپلو عصريو اسلحو او ټکنالوژۍ په زور بلاخره تونس په خپلو لاسونو کې واخسته او تر ۱۹۵۶ع پوری ورسره وه.

اوس به راشو خپلې اصلي موضوع ته، او د دغه بهار په شالید کې به ولاړ شو چې هغه څه وه چې دغه بهار ته یې لیاره آسانه کړه.

د مسلمانانو تونس ۲۰۱۲-۱۹۵۶ د دوو لبرال فاشستانو په ولکه کې:

د فرانسې استعمار تر ۱۹۵۶ ع پوری تیار نه و ترڅو د تونس خلکو ته آزادي او د خپل د استعمار de-colonization عمل پیل کړي، خو کله چې د نړیوالو اړیکو په اصطلاح jingoism فرانسې خپل ځان ناستی پیدا کړ نو هله یې خپل استعمار پرېښود او د تونس خلکو ته یې یوه ظاهري خپلواکي ورکړه.

مولانا سید ابو الاعلی مودودي رحمة الله علیه په خپل یو خط کې مریم جمیلې ته لیکي :
دغه مغرب پرسته مسلمانان د چا په روحاني مرګ چې تاسو دومره زیات غمجن یاستئ، په اسلامي نړۍ کې د غربي استعمار بد ترینه پیداوار دي. استعماري نظام چې مونږ ته څومره تلفات په روحاني او ذهني ډګر کې راکړي دومره نقصان هغوي مونږ ته په سیاسي او اقتصادي مېدان کې هم نه دی راکړی. غربي سامراج زمونږ په لیکو کې داسې ذهني غلامان پیدا کړل د چا چې ذهنونه او زړونه د آزادۍ نه پس هم د غرب په ولکه کې ول او لا تر اوسه یې د خپلو اروپايي آقاؤ د غلامۍ پټې (طوق) په خپلو غاړو کې په ډيره وفا اچولي!!!
د دی پلوه که مونږ وګورو او اکثره زما په ذهن کې هم دا خبره راځي چې لا زمونږ د آزادۍ جګړه پای ته نده رسیدلې او مونږ به د یوه اوږده وخته پوری د دغو وطني سامراجیانو خلاف مبارزه کوو!

د آزادۍ اخستلو سره د تونس د واکمنې په تخت باندی یو سیکولار او لبرال فاشست حبیب بورقیه کیښناست چې تقریباً تر ۳۳ کلونو پورې یې ځان د څوکۍ سره نښلولې وه چې بیا په ۱۹۸۷ ع کې د زین العابدین بن علي په مټ سره د څوکۍ څخه بیرته کړای شو او د هغه په ځای زین العابدین، چې د تونس په مسلمانانو کې د زین الفاسقین په نوم یادیږي، تر ۲۰۱۱ پورې واکمني وکړه.

د حبیب بورقیه اسلام دښمني او روښان فکري!

تونس کې د روښان فکرۍ پيل ، چې همدغه روښان فکري په اسلامي نړۍ کې د روښان فکرانو په قاموس کې د اسلام سره د دښمنې په معنی سره وي، د حبیب بورقیه د واکمنۍ سره پيل شوه.

یو کال په تونس کې د رمضان روژۍ د اوړي په سختې کې راغلې نو د تونس حبیب بورقیه د تلویزون په پرده راښکاره شو او قام ته یې خطاب په لاندی الفاظو کې وکړ :

زه د صدر اعظم په توګه د ټولو مسلمانانو د کارونو ذمه وار او د هغوي د ګټو محافظ یم، د ګرمۍ د زیاتوالي له امله د خلکو د کار قوت متاثر کېږي نو لهاذا زه د مسلمانانو د ولی امر المسلیمن په توګه اعلان کوم چې خلک دی د سږکال روژۍ نه نیسي !

په دی اعلان کولو جناب حبیب بورقیه څه وخوړل او د روژو پرېښودلو عملي مظاهره یې وکړه.

دا هم هغه حبیب بورقیه وه، چې ذکر یې د آغلې مریم جمیلې د مودودي رحمة الله علیه سره په خطونو کې شوی دی، مریم جمیله لا هغه وخت د اسلام په دین مشرف شوی نه وه خو په خپلو خطونو کې یې مودودي رحمة الله علیه ته ډیری ګیلې کړی وی، د علامه محمد اقبال رحمة الله علیه د هغه شعر په مصداق چې :

یه مسلمان هې جنهې دیکهې تو شرمائیې یهود!
(دا مسلمانان دي، که دوي وویني نو وبه شرمیږي یهود)

مریم جمیله په خپل خط کې مولانا مودودي رحمة الله علیه ته لیکي :

ما د تونس د اولس مشر حبیب بورقیه هغه بیان هم د نقد لاندی راوستې ، کوم چې تیر کال د رمضان د روژو په هکله هغه ورکړی وه چې روژې د تونس په اقتصادي پرمختګ کې خنډ دي(!)

حبیب بورقیه د مسلمانانو د ولی امر المسلمین په توګه یو بل تاریخي کار (!) هم وکړ او د اسلامي وراثت په اصولو کې یې ګوتې ووهلې، د هغه په اند چونکه پخوا به ښځو په معاشي ژوند کې ونډه نه اخسته نو ځکه قرآن د ښځو لپاره نیمې برخې ورکړي او اوس خو ښځۍ په اقتصادي پرمختګ کې ستره ونډه لري نو ځکه باید په وراثت کې هم دوي ته برابره برخه ورکړل شي.

د حبیب بورقیه روښان فکري د خپلو اسلام دښمنې تر اخري پولو پوری وغزیده، د سړیو په څلورو ښځو یې هم بندیز ولګوه ځکه د هغه په اند دا د مساوات خلاف وه چې ولې ښځو ته هم د څلورو میړونو اجازه نده ورکړل شوی(!)
وايي حبیب بورقیه په یو مجلس کې ناست وه نو هلته یو څو ښځو حجاب کړی وه، د مسلمانانو ولی امر المسلمین (!) دغه سرتوری سټیج ته راوبللې او د هغوي د سرونو څخه یې حجابونه په چټکوالي بیرته کړل او ورته یې وویل :
بیا د دغه تنګ نظرۍ ارتکاب ونه کړئ!

د زین العابدین د اسلام دښمنۍ کړه وړه او د بغاوتي پاڅون یوه بهاري څپه!

یو وخت زین العابدین بن علي د حبیب بورقیه وزیر داخله هم وه او په دغو اسلام دښمنۍ کې یې ستر رول لوبولې وه په ۷ نومبر ۱۹۸۷ کې یې د خپل آقا تخت په بل واړوه او د خپل اقتدار او فلسفې لپاره یې لیاره پرانیزله.
بن علي په خپل ټول ۲۳ کلونو کې د دری نیم لکو څخه زیات خلک د هغوي په اسلامپالنې په تور باندی د تورو تمبو شاته غورځولي ول. د تونس د اسلامي خوځښت مشران لکه شیخ راشد الغنوشي صېب دی ته اړ شوي ول چې د هېواد څخه وتښتیږي.
د اسلامي خوځښت ډیر مشران او په زرهاو غړي د طاغوت په تورو زندانونو کې ولویدل په دوی کې یو هم د همدغی جملې څخه د تونس د اسلامي نهضت یو پخوانې مشر محمد عاشور هم وه چا چې په تونسي جیلونو کې لس کاله د جبر سره تېر کړل، د انقلاب څخه دری کاله دمخه سپین ږیرۍ محمد عاشور راخلاص کړی شو، د خلاصېدو نه یو څو ورځې پس یو صحافي تری وپوښتل چې آيا تاسو به د لس کالو قید نه پس هم اسلامي تحریک سره تړاو او رابطه ټینګه کړئ؟
د سپین ږیري محمد عاشور ږیره د طاغوت خلاف په مبارزه کې سپینه شوی وه خو عزم او جذبه یې لا هم هغه د ويښو بدري ځوانانو په شان ځوانه وه، هغه ورته په ځواب کې وویل :
د اسلامي خوځښت سره زما تړاو او رابطه د نړۍ هیڅ د جزا او سزا په پریکړه نه بدلیدونکي ده، دغه سودا خو ما د کائنات ستر پیداکوونکي او خالق سره کړی ده.

په بله ورځ د اسلامي خوځښت سره تړاو لرونکې دغه ځوان مرده سپین ږیرۍ بیا په پنجرو کې ولوید او دوه نیم کاله یې نور هم په جیل کې تېر کړ ل او د تونس د پاڅون نه یوه میاشت پس د بند څخه آزاد کړای شو.

د پاکستان د اسلامي خوځښت یو تکړه لیکوال او په منځني ختیځ کې متخصص عبدالغفار عزیز په خپل یو مضمون کې د زین العابدین بن علي د اسلام دښمنې په هکله لیکي :

په محبس کې به پر مونږ تشدد کېده خو تر ټولو زیات به هله کېده کله به چې مونږ پر لمانځه ولاړ وو، د تونس د زندان څخه خلاصېدونکي ځوان خپله کیسه. ما په حیرانتیا ورسره وپوښتل :
په یو مسلمان هېواد کې لمونځ کول څه ډول جرم وګڼل شو؟!
هغه ځوان وویل :
په مجموعي توګه لمونځ کول خو څه ګناه نده خو لمونځ د دین دارې یوه نښه ګڼل کېږي او که کوم ځوان کې دغه نښې وليدل شي نو دا بیا د ترهه ګرې او بنیاد خوښۍ علامت دی. نو ځکه د ځوانانو لمونځ کول جرم دی.

لیکوال مخکې لیکي :
یو داسې وخت هم راغئ چې د مسجدونو په دروازو کې به د پولیسو موټرونه ودریدل او د لمونځ ګذارو څخه به یې ځوانان دغه موټرونو ته غورځول، او کله به داسې هم کېدل چې د سهار (فجر) په وخت کې به د کورونو جاج اخستل کېده او کوم کور کې به چې ګروپ لګېدلې وه نو هغه به د تهجد او لمانځه لپاره پورته کېدونکې او په یقیني ډول د یو کټر بنیاد خوښې نښه ګڼل کېده!!!!

د تونس بهار او که د عربي نړۍ لپاره د والبعث بعد الموت ويښتابه!

چا به دا انګیرلئ شوه چې د یو فارغ التحصیل ځوان کراچۍ په اړولو به په عربي نړۍ کې دومره ستر ستر بدلونونه رامنتځ ته شي! دغه ځوان چې د پوهنتون څخه خلاص او د بی روزګارې له امله یې په سړک خپله کراچۍ ودرولې وه ، د هغه ځای څخه د پولیسو یو ټولې تېریده نو دغه ځوان ته یې د کراچۍ لائسینس ښودلو او د بی ځایه اودریدلو پوښتنه وکړه، دغه ځوان چې لا یې ژوند د ځوانې د نیشيي شېبو څخه تېریده په ډیره غصه ځواب ورکړ :
اوس دی سرسبیلي ریړۍ ته هم لائسینس واخلم؟!! او څه نور زیات یې هم ورته وویل.
پولیس چې لا يې په لاسونو کې د رومي دور د واک ډنډې وی په ډیره غصه د دغه ځوان د سبزۍ کراچۍ په بل مخ واړوله هم هغه رنګه لکه څرنګه چې عربي ځوانانو د بن علي، حسني مبارک او قذافي د صدراعظمې څوکۍ واړولې!
دغه ځوان چې د خولې څخه یې لا مظلومانه آه! نه و وتلې دمخه څخه یې عرش ولړځوه او دغه لبرال فاشستي واکمنان د خلکو د قهر په سیلاب کې داسې لاهو شول چې ډیرو پکې بیا نعری وهلې :
خیر دی بچۍ! زه خو دی د پلار په ځای یم! (قذافي!!)
دغه ځوان د سړک په منځ کې، په هم هغه ځای کې چې څه ورځې دمخه د هغه کراچۍ پکې اوختې وه، په دی ورځ دغه ځوان د ځان سره تیل هم راوړي وه او هملته یې ځان ته تیلې ورکړ او د اور په لمبو کې وسوځېد، په هغو اورجنو او ګرمو لمبو کې چې نه یوازې د تونس انقلاب لپاره یې رڼا ورکړه بلکه په خپلو ګرمو لمبو یې د خپل قام جذبۍ هم راوپارولې...... دغه هر څه منظر د کامرو په سترګو کې ثبت کړای شو او خلکو کې په ډيره چټکتیا خپاره شول او په خلکو کې یې هم هغه ډول اثرات خپاره کړل لکه څه ډول چې پورته بیان کړل شوي.

په بله ورځ یو بل ځوان چې نور ورته ژوند د بن علي په دکتاتورې کې تریخ ښکاره کېده، دغه ځوان چې لا قام ورته په درانده خوب ویده بريښیده، دغه ځوان چې نور یې د وسه څه نشوای کېدی بلاخره د سختې غصې څخه د برق یوی پایې ته وښوت او هلته يې ځان د برق بی رحمه جهټکو ته ورکړ، هغه جهټکو ته چې د بن علي د ظلمونو څخه په سلهاو ځله بهتره وه، هغه جهټکو ته دغه ځوان پناه ویوړه چې د هغه د قام لپاره یې یو نیک پال درلود!

اوس..... اوس خلک راپاریدلي ول، اوس خلک د بغاوت په نشه کې مست شوي وه، اوس خلکو یوازی یو څه پیژانده : آزادي! د تونس لپاره آزادي! نور دغه خلک د بن علي په هغو بیانونو هم نه دهوکه کیده چې هغه به په ۲۰۱۴ کې مستعفي شي، خلکو خپل مقصد او موخه ټاکلې وه، د بن علي ځخه تونس ژغورل او آزادي!

دغه جدوجهد چې د ۲۰۱۰ کال د ۱۷ سپتمر باندی پيل شوی وه بلاخره په ۲۵ جنوري ۲۰۱۱ کې د بن علي
واکمنې ړنګه کړه!

دغه پاڅون چې په سپتمبر کې پیل شو، وروسته یې خپلې اغیزې په مصر او بیا په عربي نړۍ کې هم خپری کړی، ځکه دغه ټول عربي حکومتونه تقریباً په یو ماډل او په یو بنیاد ولاړ وو او هغه و:
لبرال فاشستي او اسلام دښمني!

په تونس کې انقلاب کامیابېدل یو څو وجهې درلودی چې هلته فوځ یو ډير غوره رول ولوباوه او تقریباً همدی ته ورته تجربه بیا په مصر کې هم وشوه او هلته هم پاڅون کامیاب شو، خو په لیبیا کې فوځ هغه ډول رول ونه لوباوه کوم ډول چې په مخکینیو عربي هیوادونو کې فوځ ولوباوه او هغه وه : د غیر جانبداری رول!

وايي کله چې یو قام د ژوند تېرولو پریکړه وکړي نو تقدیر هم ورسره ټینګه دوستي کوي او د ژوند په هره ژوندۍ شېبو کې ورته په شا د ډاډ ټپول او د ملګرتوب غېږه ورکوي.
د تونس مسلمانانو هم د نړۍ اکثرو مظلومو خلکو او اسلامي نړۍ ته بالخصوص یو ستر پیغام ورکړ چې د هغوي تقدیر د هغوي په خپلو لاسونو کې ده!

الله رب العزت هم په خپل قرآن کې فرمايي :
نه بدلوم تر هغه پوری د کوم قام تقدیر ترڅو یې چې خپل ځان نه وي بدل کړی!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more