د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

موږ (افغانان) او مصریان !!

رښتینی
24.06.2012

السلام علیکم

دي انځور ته ښه ځیرشئ !

د مصر دالقاهري په میدان التحریر نومي ځای کې په سلهاو زره
مصریان دشکر په سجده پراته دي !! داڅو میاشتي مخکي مصریان
په دي میدان التحریر (دازادی ډګر) کې د وخت دمستبد واکمن حسني مبارک پرخلاف راپورته شول نن یې هغه پاڅون ثمر ته
ورسید ، داکثریت دخوښي ولسمشر مرسي په بریالیتوب سره
نن په همدي میدان التحریر کې دشکر او خوشالي په سجده پراته دي !!

موږ له څولسیزو راهیسي په اخ او ډب بوخت یو په دي څولسیزو کې د څوڅو کلونو له پاره داسې وخت هم پرموږ راغلی دی چې یرغلګربه نه و وخوموږ بیا هم په خپلو کې سره لاس او ګریوان یامرمۍ اوسینه وو !!

د مصریانوپه دي بریالیتوب مې زړه ښه شو خوپه خپل حال مې غونی زیږ او ژړا راغله ددي انځور په لیدلو سره تاسو څه احساسوئ لطفا یواځي مې مه پریږدئ خپل احساسات او نظرونه راسره شریک کړئ ؟

http://a3.sphotos.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-snc6/179931_383251888405081_1532524905_n.jpg[img][/img]


larghonay laraway
25.06.2012

السلام عليکم!
ريښتينی صيب رښتيا هم په زړه پورې تصوير دی چې د مسلمان زړه په وجد راولي او ژړا ورولي.
که زما ليکنې مو لوستې وي زه هر وخت دا وايم چې جهاد او مبارزه بايد شعوري وي خو له بده مرغه چې زمونږ د جهاد مشران يا خرڅ شوي ټګان وي او يا بی سواده ملاعمر وي چې هغه نه په شکر پوهېږي او نه شعوري مبارزه کوي، بلکې له کبره او جهله ډکه جګړه کوي چې هيڅ وخت يې هم سمه نتيجه نه ده ورکړې او هر وخت د افغانانو له وينې توييدو او وژل کېدو نورو ګټه اخيستې ده.
د شعوري مبارزې په هيله
ستاسو لرغونی لاروی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more