د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

اخوان المسلمین د لوېدیځ لاسپوڅي دي!

حمید هڅــاند
24.06.2012

په دې وروستیو کې یو لړ لیکنې مې تر سترګو شوې چې په اصطلاح د اسلامي بنسټپالو ډلو په اړه وې، لکه، د لیبیا اسلامي جنګیالي (LIFG)، مجاهدین خلق (MEK)، اخوان المسلمین او نور. د دغو لیکنو له مخې، د دغو ډلو په رامینځته کولو او د کړنو په چینل کولو کې د امریکا څارګرۍ (سې ای اې) لاس لري. ځینې لینکونه یې له دې ځایه کتلی شئ:
http://www.opednews.com/articles/1/U-S-Implementing-Afghanis-by-Rick-Rozoff-120618-233.html
http://landdestroyer.blogspot.com/2011/09/west-point-terror-center-confirms-al.html

http://landdestroyer.blogspot.com/2012/04/confirmed-terrorist-organization.html

http://aangirfan.blogspot.ca/2012/06/who-loves-muslim-brotherhood.html

په یو ځای کې خو لا د عوه شوې چې د اخوان المسلمین نژدې ملګري بل څوک نه بلکې موساد او سې ای اې دي.

کاشکي وهاج افغان مو لا ترڅنګ وای چې په موضوع یې رڼا اچولې وای. زه له هغو ملګرو څخه په ځانګړې توګه هیله کوم چې په عربو کې میشت دي چې موضوع روښانه کړي.

درنښت


ډاکتر څپاند
24.06.2012

سلامونه
كه وهاج صيب پخپل موقف كى وى نو ستا ليكنه به ىي رنكه كرى وى 8)
خو زما په اند CIAاو موساد دخپل اقتصادي موقف له امله كولى شي چى په اسلامي
او غير اسلامي جنبشونو او حتى دهغو په رهبرى كى نفوذ وكري.
مثال: كرزى!!!!


larghonay laraway
24.06.2012

السلام عليکم!
لومړی خو به دا دعا وکړو چې خدای جل جلاله دې بېرته وهاج افغان صيب راولي!
که له چا سره يې بريښناليک وي ماته يې راکړئ زه به هم ورته زارۍ وکړم!

په دې کې خو شک نشته چې د عربي هېوادونو په انقلابونو او حکومتونو له منځه وړلوو کې د امريکا لوی لاس ؤ.
له همددې کبله د مصر د اخوانيانو په اړه دوه ډوله تحليلونه ددي:
لومړی: یا خو به د مصر اخوانيان د امريکايانو پر خلاف وي چې په دې صورت کې امريکا غواړي په مصر کې اخوانيان قدرت ته ورسېږي او بيا يې له پښو وغورځوي. بنديزونه په ولګوي او بدنام يې کړي چې بيا غږ راپورته نه کړي! ځکه د امريکاپليتې يو سياست دا هم دی چې لومړی خپل دښمن ډاګيزه کوي او بيا يې وهي.
که اخوانيان د امريکا دوستان وي نو بيا به د هغوی په خوښه حکومت جوړوي او په نورو اسلامي هېوادونو کې به د دوی په وسيله اړدوړ راولي څو د امريکا د خوښې حکومت هلته جوړ شي او يا په کې ګډوډي راشي.
بيا هم ډېر معلومات نه لرم
مننه
ستاسو لرغونی لاروی


pattang
25.06.2012

دري و اړو وروڼو هڅاند، څپاند او لرغوني صيب ښې معقولې تبصرې او نظر يې
ورکړې دي .
زه به هم خپل نظر درته وليکم !
دټولنيز پروڅيس د ارزيابي تله او لابراتواري تحليل يې يواځې وخت او زمان دي
څکه چې دپروڅيس رهبري د پروڅيس په اوږدو کې دپټو شبکو او دولتي پټو رازونو
په لاس کې وي خو وخت او زمانه يې دداخلي خنډونو ، انساني ضعف او مختلفو
سياسي او اقتصادي ګټوله کبله رسوا کوي ، داکومه فلسفي پټه خبره نده ،لکه چی
وايې چای به چکو ، څشو او انتظار به باسوچې څه کيږي !
لکه تاسو چې ليکلي دي واقعت هم ددغو ټولو شعوري او غېرې شعوري اخ اودوړ
محرکه قوه په عربي ممالکو کې د CIA او موسدMossad دلاس مېوه ده ، ګنډي يې
هم دوی او څيروي يې هم دوی !
ددغو ممالکوکلچر او دين د غربي فساد ګرو دديموکراسي سره چې ديوه
black box په دود يې پرې خرڅوي هيڅ سر نخوري ، خو داسې فکر کيږي چې
ديموکراسي به دوی ټولوته کالي ،کور او ډوډۍ ورکوي ، خو له منځه يې هيڅ خبر
ندي !
* زه پردې عقيده يم چې په مصر کې مسلمانانو په پاکه وګټله خو که داسرائلو سره خپل
روبط .. داسې ونه ساتي لکه حسني مبارک او پالنه ته يې دوام ورنکړي نو بيا به د CIA
او موسد له خوا دارژيم دمصر د عسکري قوې له خوا ړنګيږي !
اوس هم د رئيس ددولت په سر اول عسکري شورا ه چې له امريکې څخه پيسې اخلي او
درئيس دولت لاسونه يې ډېر لنډ او تړلي دي ٠
* دلرغوني صيب په غوښتو، زه ګمان نکوم چې په د عربي ممالکو اوسېدونکي
کتحليل ګر به اوس بله نږدې ژوره او حقيقي څېړنه وکولی شي !
* داټول که قذافي ، بن علي,..... او مبارک دي له امريکې اونورو غربي متحدينو له خوا
څخه يې تر يوه وخته پورې حمايه کېدل دغسې عناصروته په کميا کې
Katalysatorsوايې چې ددې عناصر ه په واسطه يوه عمليه اجراکېږي پروڅيس سر
ته رسيږي خو دی خبله بې خبره وي او پر ځان خبر نوي او کوم وخت چې ضرورت ورته
نوي نو بيا يې ايسته
اچوي !
* په پانامه کې cia جنرالManuel Antonio Noriega Moreno لس کاله لکه زمونږ
کرزی ته معاش ور کاوو او ساته يې خو کله يې چې نور په کار نه وو نو په 1992 کې يې
بندي که اوتر اوسه پورې هلته او دلته په بنديخانو کې پروت دی!
*دغه مملکتونه يوو خپلواک اقتصادي سيستم او يوو اقتصادي او سياسي پاک او
هراړخيزه ځيرک منجمت ته اړ تيا لري تر څو چې دانوي منځ ته راغلی همداسې
بدبختيبه رانوي !
دبحث دتودوالي لپاره !
ستا سوپه نظر کوم اسلامي ګروپ ، پارټۍ ..... ددې منافقيونو په شيطاني پوهېدلي دي
او بې له خرڅلاوه يې في سبيل الله ددوی په مخ کې توره اخيسې ده !!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more