د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

د پښتنو یووالی

مومند
20.06.2012

ګرانو قدرمن هیوادوالو او ټول پښتنو ته د زړه له کومی سلامونه او نیکی هیلی

یو خبر په اساس د وزیرستان په میرام شاه سیمه کی یو ځل بیا د بی پیلوته الوتکو برید شوی دي، دا د یو ډیر خواښینی خبر دئ. زړه می ډیر خپه شو. مونږ پښتانه دغو ډاراچوونکي القاعدې ډلی غړو ته خپل په کلیو او کورو کی پناه او ځای ورکړئ دئ. مونږ به تر کوم وخت پورې د دوی له کبله قرباني ورکوو؟ د دوی له لاسه زمونږ کور، کلی او ژوند ویجاړ شوی او پردي خلک زمونږ کور او کلی ته راغلي او زمونږ په سیمو باندې بمونه غورځوي. مونږ ولی دغو خلکو ته پناه ورکوو؟ ولی خپل کلی او کور د دوی د شر څخه نه خلاصوو؟ آیا مونږ په دغه واقیعت تر هوسه پورې نه یو پوه شوي چی که د دغه ډلې غړي زمونږ کلي او کور پریږدي نو د بیګانه قوواوې به مونږ هم آرامه پریږدي او زمونږ د کلیو او کورونو څخه ووځي. نور به دوی سره هیڅ دلیل نوی چی د بې پیلوته الوتکو سره زمونږ په سیمو کې بمونه وغورځوي.
ای پښتانه خلک! راځئ چی لاس سره یو کړو او دغه خلکو ته خپل په کورونو او کلییو کی پناه ورکول بند کړو او د دغو خلکو د شر څخه خپل ځانونه خلاص کړو او خپل کور، کلی او هیواد په ګډه سره جوړ کړو او خپل ماښومانو لپاره د یو ښه هوسا، نیکمرغه، روښانه او د مینې نه ډک راتلونکی ژمنه وکړو. مونږ به تر کومه وخت پوری د نورو د خودغرضی او ډار ماری قربانې کیږو؟ او په داسی وخت کی چی د نړئ نور هیوادونه او خلک یی د پرمختګ په لور روان دي او صنعت او زده کړی ښه والی په لورنوی اختراع ګانی په مونډل زیار باسی او د خپل ماښومانو لپاره د یو روښانه راتلونکی ژوند چمتو کولو کی بوخت دی، مونږ پښتانه خلک د هسی پردی خلکو دفاع او خوندیتوب لپاره چی خپل هیوادونو څخه شړل شوی دی او خپل په هیوادونو کی څوک ځای نه ورکوی ټوپک په اوږه د جګړو په ډګرونو کی خپل او خپل د ماښومانو راتلونکی سره لوبی کوو.

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more