د موضوعګانو سرپاڼه

فلسفه او ارواپوهنه

د ډارون د ارتقاء نظریه؛ یوه دوکه او یو فریب!

ahmad bilal
18.06.2012

د ډارون د ارتقاء نظریه؛ یوه دوکه او یو فریب!
څېړنه : طارق اقبال
ژباړن : احمد بلال خلیلي

د انسان پېداېښت د کومې ارتقاء پایله نده، څرنګه چې د ارتقاء نظریه نن سبا زمونږ په لېسو او پوهنتونونو کې لوستل کېږي او رسنې یې هم په پلوې کې اکثره خبرونه خپروي، ځکه نو د دغې نظریې څخه بعضې مسلمانان هم مرعوب شوې دي. ورسره دغې نظریې په مذهبي نړۍ کې هم یوه ګډوډي (اضطراب) رامنځته کړی. ښکاره دې وي چې د انسان او د نورو حیواناتو د تخلیق په اړه دوه ډوله نظریات وجود لري:
یوه دا چې څښتن انسان په حیث د انسان پېدا کړی، د قرآن او د احادیثو څخه په ښکاره ډول جوته کېږي چې څښتن (ج) سیدنا حضرت آدم (ع) پېدا کړ، بیا یې د هغه د پوښتیو څخه د آدم (ع) مېرمن حضرت حوا ته ژوند ورکړ، بیا د همدغې جوړې څخه درست انسانېت په نړۍ کې خپور شو. د آدم (ع) وجود چې کله څښتن جوړ کړ نو په هغه کې یې خپل روح پو کړ او دا ډول روح په کوم بل څه کې نه وه پو شوې. دا د همدغې روح اثر دی چې په انسانانو کې د نورو ځناورو سره په پرتله کې زیات عقل او شعور، د ارادې وړتیا او اختیار او د خبرو اترو صفات موجود دي. د دغې نظریې منونکي که څه هم په زیاته توګه د آسماني مذهبونو په لار تلونکي دي خو بعضې د لویدیځ مفکرین هم د دغې نظریې سره هم غږې دي.

دویمه ډله د ماده پرستو ده کوم چې انسان د یوی خالص ارتقايي پروسې پایله ګڼي. د دغې نظریې په اند ژوند بلیونونو کاله دمخه د یو سمندر تر غاړې خپل ځان راڅرګند کړی وه بیا د دې څخه نباتات او د نباتاتو مختلف ډولونه رامنځته شول او بیا د نباتو څخه په پرمختګ کولو دغه بڼه د حېواناتو په شکل واوخته. د همدغو حېواناتو څخه انسان د غیر انساني او د نیم انساني په حالت کې د مختلفو درجو څخه په تېریدو د انسانیت لوړې مرتبې ته ورسید. په دغه مرحلیز او د ارتقايي سفر په دوران کې داسې کومه پوله نشي ټاکل کېدای چې د نیمچه انسان ختمېدل او د اوسني ډوله انسان پیل ومني.

د تاریخ د مطالعې څخه څرګندېږي چې دغه نظریه په لومړي ځل ارسطو (۳۲۲-۳۸۴ ق م) وړاندې کړه. په لرغونې وختونو کې تهیلیس، عناکسي میندر، عناکسی مینس، ایمپی ووکل او جوهر خوښیه فلسفیان هم د ارتقايي ستونزې منونکي ول. په مسلمانو مفکرینو کې ابن خلدون، ابن مسکویه او حافظ مسعودی هم د کائنات په څېزونو کې یووالې (مشابهت) په لیدلو تر څه حده د دې د ارتقاء نظریه حمایت کړی.

آیا انسانان د بیزو اولاد دي؟

د عیسوي نولسمې پيړۍ څخه دمخه دغه د ارتقاء نظریه یوه پټ نومې نظریه وه. په ۱۸۵۹ء کې سرچارلس ډارون (۱۸۱۸-۱۸۸۲) یو کتاب
The origin of species by Means of Natural Selection
(یعنی، د فطری انتخاب په واسطه د انواعو ظهور) په لیکلو د دغې نظریې بنسټ کېښود. د دغې نظریې په منونکو کې هم خورا ډېر اختلافات وشول، ډارون بیزو او انسان یوه ډول وګڼل ځکه د حس او د ادراک د غاړې په دغو دواړو کې ډېر یورنګ والې شتون دی ګویا د ډارون د نظریې په مطابق انسان د بیزو تربور دی، خو یو څو انتهاخوښیو انسانان د بیزو اولاد وګڼل، بعضې د دغو څخه هم مخکې ولاړل او ویې ویل:
چې ټول سپین پوسته انسانان خو د چېمپینزي Chimpanzy څخه پېدا شوي، د تور پوستو جد امجد ګوریلا بیزو او سور رنګه د اوږدو لاسونو والا انسانان د تګنان بیزو اولاد دي.
تاریخ پوهاندان خو دغه مختلف ډوله انسانان د سیدنا حضرت نوح (ع) د ځامنو حام، سام او د یافث اولاد ګڼي خو دغه خلک یې د چيمپینزی، ګوریلا او تګنان اولاد ګڼي.
د بعضو مفکرینو بیا دا خیال هم دی چې انسان د بیزو اولاد نه بلکه بیزو د انسان اولاد دي، د دغې خبری مثالونه هم په دی نړۍ کې موجود دي او د قرآن له پلوه هم تر څه حده د دغې نظریې تائید کېږي لکه په څه ډول چې خدای پاک وفرمایل:
کونوا قرده خاسین(۲-۶۵)

د کائنات د تخلیق او د انسان متعلق دریمه نظریه د آفت ګیرۍ Catastrophism
نظریه ده چې بنسټ ایښودونکي یې کوپیر (۱۷۹۶-۱۸۳۲) (Cupier) دی، څوک چې د فرانسې اوسیدونکي او د تشریح الاعضاء ماهر وه. د دغې نظریې په اند ټول ډولونه ځان ځانته تخلیق شوي دي، دغه په ځمکنیز او په آسماني آفتونو کې په ګیریدو ورک او ختم شول، بیا یو څه نور ځناور پیدا شول دا هم بیا د یو څه وخت وروسته ختم شول، همدا ډول په هره دوره کې نوي ځناور پېدا او بیا ختم کېږي
(اسلام اور نظریه ارتقاء، ص ۸۵، از احمد باشمیل - اداره معارف اسلامی کراچی، مطبوعه البدر پبلی کیشنز لاهور)

د ډارون د نظریې مطابق د ژوند پیل د سمندر پر غاړۍ د موجودو اوبو څخه وشو. د اوبو په سطحه شین بوټې را څرګند شو بیا د دغې شین بوټي لاندی تحریک پېدا شو همدغه د ژوند ابتدا وه بیا د همدغه بوټي مختلف ډولونه جوړېدل، بیا د ژوند جراثیمو په پرمختګ کولو حیوانچه جوړه شوه، بیا دا حیوان جوړ شو، دغه حیوان په پرمختګ کولو په لاس لرونکي حیواناتو کې بدل شو، بیا دغه ځناورو فقری ځناورو(هغه چې حرام مغز ولري‏) په بڼه واوختل، بیا د انسان مشابه یو حیوان جوړ شو بیا د دې نه وروسته انسان اول جوړ شو کوم کې چې عقل ، فهم، او د خبرو اترو صلاحیت نه وه، خو وروسته بیا هغه د فهم او د عقل خاوند هم جوړ شو.
دغه ټول د بدلونو، تغیریدلو او د ارتقايي سفر د دورانیې اندازه څه دا ډول ورکول کېږي.

ارتقايي انسان په څومره وخت کې منځ ته راغئ؟

د نن څخه دوه بلیونه کاله دمخه د سمندر تر غاړۍ په موجودو اوبو کې شین بوټۍ په پېدا کېدو سره د ژوند پیل وشو. ۶۰ کروړه کاله مخکې یو خلوی ځناور پېدا شو، بیا ۳ کروړه کاله وروسته اسفنج او دری خلوی ځناور پېدا شول. ۴۵ کروړه کاله مخکي د پاڼو نه بغیر ونې را څرګندی شوی او په همدغه موده کې فقری ځناور هم پېدا شول. ۴۰ کروړه کاله مخکې د ماهیانو نسل رامنځته شو. ۳۰ کروړه کاله دمخه لوی لوی دلدلي ځناور پېدا شول ، دغه ستر ځناور ۴ فوټه اوږده او ۳۵ ټنه وزني ول، ۱۳ کروړه کاله وروسته یا د نن څخه ۱۷ کاله وړاندې بی لکۍ (Ape) بیزو په نیغتوب ګرځېدل پیل کړل (یعني هغه بیزو د کومې په متعلق چې د انسانانو د پلار خیال کېږي) د دې څخه ۳۰ کروړه کاله وروسته یا د نن څخه ۷۰ لکه کاله وړاندې د دغه بی لکۍ د بیزو د یو ډول، تپهکن تهروپس، څخه لومړۍ انساني نسل پېدا شو. یو پنځوس لکه کاله وروسته یا د نن څخه ۲۰ کاله وړاندې لومړۍ باشعوره انساني نسل پېدا شو چا چې د تیږي اسلحه پورته کړه، ۲ لکه کاله وروسته په دغه انسان کې ذهني ارتقاء وشوه او انساني نسل په غارونو کې اوسیدل پیل کړل
(زرین معلومات مطبوعه فیروز سنز ص ۷ نه تر ۹)

ډارون خپل لومړۍ کتاب د انواعو اصل Origin of species په ۱۸۵۹ء کې ولیکه بیا د انسان اصل Origin of man او بیا یې د انساني تسلسل decent of man
په لیکلو د خپلې نظریې تائید زیات کړ. د ډارون نظریه په لاندې څلورو اصولونو ولاړه ده:

۱- تنازع للبقاء Struggle for existence

د دې څخه مراد د ژوند د بقاء لپاره یو کشمکش دی، په کومو کې چې یوازې هغه هغه ژوندي اوسیدونکي پاتې کېدای شي کوم چې زیات مکمل او تر ټولو زیات طاقتور وي او کمزوره ژوندي اوسیدونکي ختم کېږي. د بیلګې په ډول په کوم ځنګل کې وحشي میخې یو ځای سریږي په دوي کې چې کومه طاقتوره وي هغه په وښو باندې خپله قبضه اچوي او همداسې نوره هم طاقتوره کېږي خو کمزورې بیا د خوراک د نشتون له امله نوری هم کمزورې او په اخر کې مړی شي، د همدغې کشمکش نوم تنازع للبقاء دی.

۲- دویم اصول: طبعي ټاکل یا natural selection

د بیلګې په توګه په پورتني بیلګه کې همغه د وحشي میخی یوه ډېره اوږده لیاره پل په پل سر ته رسوي، کومې چې طاقتوری وي او ځان د خطراتو څخه وژغوري او کمزورې پخپله ختم شي ګویا فطرت ( دلته مطلب خدای (ج) ندی) خپله طاقتوره او کلکه باقي پرېږدوي او کمزورې او بیکاره میخه ختموي.

۳- د ماحول سره هم غږي یا adaption

د دې مثال داسې واخلئ چې یو زمری غوښه خوړونکي ځناور دی، فطرت ورته هم د ښکار لپاره پنجی او د غوښۍ خوړلو لپاره تیره غاښونه ورکړي دي اوس که دغه زمري ته تر ډیرې مودی څه غوښه پېدا نه شي نو دغې زمري سره بیا دوه لیاری دي:
یا خو دی د ولږې څخه ومري او یا دی نباتات خوړل پیل کړي.
په دغه دویم صورت کې به په ورو ورو د زمري پنجې او غاښونه ختم شي او داسې نوي اعضاء به منڅ ته راشي کوم به چې د هغه وخت د شرائطو په شان وي. همداسې که د زمري د خوراک صورت یوازې په اونه ختل وي نو د وخت په تېریدو سره به داسې اعضاء پېدا شي کوم به چې زمري سره په ونه ختلو کې مرسته کوي.

۴- د وراثت قانون یا law of heritance

د دې معنی دا ده چې د اصول ۲ یعنی د ماحول د اختلاف څخه بدلونونه رامنځته کېږي او دا بیا نسلاً په نورو نسلونو کې منتقلېږي ترڅو چې دا اختلافات فروعی نه بلکه نوعی شي او بیا داسې ښکاري چې دواړه بیل بیل نسلونه دي لکه په څه ډول چې خر او آس د یوی نوع ځناور دی خو خر د آس څخه ځکه مختلف وي ځکه د هغه معاشي صورت حال هم بدل شوی او د ګټۍ په اخست کې یې هم زیارونه زیات شوي.

د ډارون دغه نظریات په بعضو خصوصي نظریاتي او سیاسي ډلو کې ډیر خوښ کړل شول، هغوي د ډاروین حوصله ورزیاته او په پایله کې يې دغه خیالات (د ارتقاء نظریه) ډېره زیاته قبوله کړای شوه. د دغې مقبولیت اهمه وجه دا وه چې په هغه وخت کې د علم سویه دومره لوړه نه وه چې د ډارون په تصوراتي منظرنامه کې پټ پوښتل شوي دروغ خلکو ته څرګند کړي. کله چې ډارون د ارتقاء په هکله خپل اټکل شوي څېزونه وړاندې کړل نو هغه وخت جینیاتGenetics
, Microbiology او,biochemistry په شان مضامین شتون نه درلود. که دغه مضامین د ډارون په وخت کې وای نو ډیر ژر او په اسانې په معلومه کړای شوی وه چې د ډارون نظریه غیر سائنسي ده او دعوی یې بی مقصده. د کومې نوعې د ښودلو لپاره ټول معلومات دمخکې څخه د هغه په جین Genes کې پراته وي. د فطري ټاکلو په ذریعه، په جینونو کې بدلون راوستل او د یوی نوع څخه یې په بله نوع کې بدلول قطعاً ناممکنه دي. په کوم وخت کې چې د ډارون پورتني کتاب (کوم ته به چې اوس مونږ په مختصره توګه د انواع اصل وایو) د مشهورتیا په عروج کې وه په همدی وخت کې د آسټریا یو د نباتاتو ماهر، ګریګر مینډل، په ۱۸۶۵ء کې د توارث Inheritance قوانین پېدا کړل، که څه هم دغو مطالعاتو ته تر ۱۹ مه پېړۍ پوری مشهورتیا حاصله نشوه خو په ۱۹۰۰ء کې کله چې د حیاتیاتو یو نوی څانګه جینیات وپېژندل شوه نو د مینډل دغه پېدا کوونکي نظریې ډیر اهمیت حاصل کړ.
یو څه وخت وروسته د جین جوړیدا او کروموسوم هم وپيژندل شول. په ۱۹۵۰ کې ډی این ای وپېژندل شوه، په کوم کې چې ټول جینیاتي معلومات پټ وي. د همدغه ځای څخه د ارتقاء نظریه یوی توندی بحراني څپی وواهه ځکه په دومره وړوکي څېز کې بی اندازه معلومات وي کوم چې په هیڅ ډول هم د اتفاقي پېښۍ په مرسته ښکاره کېدای نشي. د دغو ټولو سائنسي زیارونو څخه صرف نظر، د ډیرو کوښښونو باوجود هم د یو داسې درمیانوي شکل داسې کوم سوری نه دی پېدا شوی چې د ډارون د ارتقاء د نظریې په رڼا کې هرو مرو موجود وي. په اصولي توګه خو د دغو نویو پیدا شویو معلوماتو په بنسټ د ډارون د ارتقاء نظریه په کثافت خانه کې غورځول شوی وای، خو داسې ونه کړل شول ځکه بعضې د مخصوصو ډلو خاوندانو په دی باندی د دویم نظر، د بیا احیاء، او په سائنسي مېدان کې د یو لوړ مقام ورکولو اصرار(او فشار) روان کړ. د دغو زیارونو موخې یوازې په هم هغه وخت کې پوهېدل کېږي کله چې مونږ د ارتقاء د نظریې نظریاتي رجحانات محسوس کړو نه د سائنسي غاړو څخه د هغې جاج واخلو.
د ارتقاء په نظریه باندې ښه په کلکه ټینګار او د یقین کولو په بشپړه زیار دوي بیا هم یوی بندی کوڅې پوری ورسیدل. اوس هغوي یو نوی ماډل وړاندی کړ چې د جدید ډارونیزم په نوم یادېږي.

نور بیا...........


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more