د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

نسواريان دي خبر وي.


Adil watanmal
03.10.2004

=====================[color=indigo:2de02ad6ad]نسواريان دي خبر وي[/color:2de02ad6ad].======================

محترمو او د قدر وړ لوستونكو او ګرانو نسواريانو ، غټ غټ لكه غرونه سلامونه مې ومنې.

څو ورځي وړاندي مې د ګودر په مجله كې د تمباكو او خاص بيا د نسوارو د استعمال په اړوند يوه ليكنه ولوسته چې نسوار ئې ډير تاوني شي خودلي نو له ځان سره مي فكر وكړه چې په يو كار كې د سړي مالي او بدني تاوان وي نو بيا ئې ولي كوي؟
خو خير دادي دلته ستاسي په وړاندي هغه مضمون ټكې په ټكې رانقلوم:

(( تمباكو په هغه توكو كې استعماليږي چې اول خو ئې بنده د شوق په توګه استعمالوي، چې بيا ورو ورو پرې روږدى شي او د ژوند يوه برخه يې وګرځي، تمباكو د سګريټ، چلم ، نسوارو او پان په شكل كې په درسته نړۍ كې استعماليږي. زمونږ په سيمه كې تمباكو د نسوارو په ډول په خوله كې ايښودل كيږي، چې ډيره مهمه برخه نېكوټين يې د لاړو سره يو ځاي كيږي او تر ژبې لانديې وړو وړو سوريو په ذريعه حذب كيږي او به وينه كې ګډيږي. په لنډ مهاله ډول په بدن كې چستۍ او سكون غوندې تاثير پيدا كوي او چې څرنګه يې په وينه كې اندازه كمه شي نو د انسان د نورو تمباكو استعمال ته زړه كيږي. په دې ډول انسان د لنډ مهاله سكون لپاره په دغه زهرجن توكې عادت كيږي. لكه څنګه چې نسوار د سګريټو نه ارزانه او په پټه هم استعماليداي شي نو په كليوالو سيمو كې يې استعمال مخ په زياتيدو دي، چې د خولې د روغتيا لپاره يې يو ستر خطر راولاړ كړي دي. ځينې خلك په دې اند دي، چې په خوله كې د تمباكو استعمال د سګريټو غوندې لوګې نه جوړوي او په دې ډول د سګريټو هومره خطرناك نه دي او د سګريټو يو نعم البدل يې ګڼي خو دوي دې ته پام نه كوي، چې نسوار د سږو د سرطان پرځاي سړي د خولي د سرطان له خطر سره مخامخوي.
د تمباكو يا نسوارو استعمالوونكي له لاندې ناورغيو سره مخامخيداي شي:
• د شونډو ، ژبې او اوريو په ګډون د خولې سرطان په هغه ځاي كې جوړيږي چېرته چې نسوار يا تمباكو ايښودل كيږي.
• ليكوپلېكيا: د خولې په كومه برخه كې ، چې تمباكو ايښودل كيږي هغه ځاى سوليږي او په لږ پړسيدلي سپين رنګ بدليږي، چې ليكوپلېكيا يې بولي او په مختلفو كچو او بڼو منځ ته راتلاي شي، چې دا د سرطان ابتدايي شكل دى او كه علاج يې وشي نو د سرطان مخنيوى كېداى شي.
• د زړه او رګونو ناورغۍ: په وينه كې د نېكوټين شته واليى د زړه د حملې په ګډون د زړه او رګونو ګڼي ناورغۍ رامنځته كوي.
• نسوار يا تمباكو د خوراك د مرۍ اومعدې د ناورغيو سبب هم كيږي.
• د نسوارو له استعمال سره د غاښونو رنګ خرابيږي او اورۍ كمزورې كېږي او خولې بدبويي هم پيدا كوي. لنډه يې دا ، چې د سګريټو غوندې په خوله كې د تمباكو استعمال هم د روغتيا لپاره ډير تاوانونه لر او خوشې چټي كار دي، چې د كور او حجري چاپيريال او ور بوي هم ګنده كوي. ))

د نسواريانو اوس نو خپله خوښه ده چې نور هم نسوار كوي او كنه.
د پام وړ:
د نسوارو او سګريټو استعمالول جائز دي او كنه . پدي اړوند د محترم مولوي صاحب طالب جان ليكنه په همدي فورم كې لوستلي شي. نو د بيا تكرار ته ئې كوم ضرورت نشته.

-----------------د ازاد سلامي افغانستان په هيله

-------------------------------------------عادل وطنمل


لونګين
04.10.2004

افرين زړګيه اوس ډاکتر هم در نه جوړ شه او ډيري ښی خبری او نصيحت دي لېکلی
دي، خداي پاک داجر درکړي ٠ دي لاندی پا ڼي ته لاړ شه اوهلته به ډيری ښی
کليوالي طبي لار ښوني ولوستلي شی٠
/ http://members.aol.com/tnoorzai

ستا سو ورور لونګ



Adil watanmal
05.10.2004

محترم لونګين صاحب او ګرانو لوستونكو
------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

لونګينه وروره له نظر څرګندونې څخه دي يو عالم مننه. او محترمه بايد يوځل بيا څرګنده كړم چې دغه موضوع د ګودر مجلي د څلورمي ګڼي په ٣٨ مخ كې په ګوته شوي .
د عزت وړه كوم پيوند چې تاسي په ګوته كړي هغه ما وه كتلو د روغتيا په اړوند ئې ښه معلومات پكي بيان كړي، الله پاك ديي كړي خدمت په خپل دربار كې قبول وه ګرځوي.

-------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------------------------عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more