د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

نن دا په ډاګه شوه ٠ چه طالبان د فلسطينانو په غم کي دي ٠ نه د افغان !!!!


ع کريم حليمي
02.10.2004

درنو پښتنو ! خويندواو وړونو ٠ السلام عليکم و رحمته الله و برکاته !
تر کومه ځايه چه زه معلومات لرم ٠ په هيڅ اصولو د فلسطين خلګ نن پر موږ حق د حقو نه لري ٠
خپل سپين پښتانه په اور کي ولاړ ٠ او موږ د 3000 مايله لري خلګو دحل لاره لټوو ٠
او د خپل د تره ،کاکا،ماما اولاده مو بې دوا،بې کفنه دي
ماشومان مو په مياشت دوه ګيلاسه شيدي ندي چښلي ٠
دا کوم اسلام دۍ ،کومه شرعه ده ،د چا سنت دۍ ٠ جواب ئې د چاسره سته ؟؟؟؟؟؟
زموږ هغه عالم دانا،دانشمند طالب جان داسي ليکي
د ليکنې نېټه : جمعه اکتوبر 01, 2004 11:52 am
[color=red:6202f76d66]اې مسلمانه وروره ,اې افغانه وروره, اي غرواله وروره , اې پښتونه ميړنيه :همداستا په لور ځما سترګي دي چي ته به راشي اوماته به له راپيښي بي عزتي او بي عفتي څخه نجات راكړې. نو اوس ته ووايه غروال صيب چي پداسي حالت كي درسول اكرم صلى الله عليه وسلم له (المسلم اخواالمسلم) مسلمان دمسلمان وروردى _ وينا سره سم په مونږ باندي ددې مايوسۍ په حالت كي ددې خويندو اوميندو دفاع فرض نه ده ؟؟؟ [/color:6202f76d66]

ډېر محترم غروال صاحب ، طالب جان صيب چه تاسو د فلسطينانو وغم ته ور وډانګي ٠ نو د افغان يتيمانو ته
به مري بلوڅان راسي ٠ او که تورانګريز رااستوئ ٠
دا کوم مذهب دي کوم سياست دي ٠
محترمو لطفأ خپل نظر څرګند کړۍ ٠ دا څه وينم داڅه لولم يا الله


م ن غروال
02.10.2004

راته محترم حليمي صاحب!
سلامونه مې ومنئ!
خوشحاله سوم چي دا بحث مو پرانيستئ اما، ما داسي ليکلي دي:
[color=yellow:8b687e8183]((او بيا عرب؟ دلته څه چی تاسو ليکلي کاملا د منلو وړ او زه درسره موافق يم٠ زما مطلب هم د فلسطيني عربو څخه نه وؤ او ددوئ درد زمونږه درد دي او د هر مسلمان ورور درد د بل مسلمان درد! بې له شکه! او تر اوسه له دغه ټکي په ټول افغان کي چا هم (( نه )) ندي ويلي اما:
دا بل بحث دي چي مونږه افغانان د فلسطين چرچينيا او کوسوفو او... او.... سره مرسته وسله وال ( نظامي)، يا اقتصادي، يا سياسي يا...... يا ...... وکړو او که نه؟ زمونږ (افغانانو) لپاره په اوسني مهال کي دا امکانات شته او که نه؟ داسي حالت چی د افغان در په در او حقير او فقير، آواره او ګدا ملت ورسره لاس په ګريوان دي آيا مونږه هاغه لري پراته فلسطين سره بيا هم مرسته وکړو او له غمه يي خپل غم او د خيمو لاندې وږي تږي په زرګنو يتمي کورنۍ هېرې کړو؟ که دا ډول نورې پوښتنې ځوابول غواړئ نو غوره يي بولم چی بل بحث به پرانيزو او درانه ليکوالان به پرې بحث وکړي٠ ))[/color:8b687e8183]
او اوس هم داسي غواړم عرض کړم:
مونږه افغانان داسي په غم او بې چاره ګۍ او بدبختۍ او کړاؤ او د ملي او اسلامي بې اتفاقۍ مرض سره لاس په ګرېوان يو چی له نورو مسلمانانو سره په غم کي له بده مرغه خواخوږي نشو کولاي٠ البته د يوه مسلمان په صفت ولې نه، کولاي شم ووايم چی د فلسطين او د هر بل مسلمان غم زما غن دۍ اما لکه څمګه چی تاسو هم دغه ڼکي ته اشاره کړې ده زه بايد ړومبۍ د خپلو هغو خويندو او يتيمو زرګونو بې وزله او در په در افغان مسلمانو کونرنيو ته د خدمت وسيله وګرځم او خواږي ورسره وکړم چې تر فلسطسنيانو او نورو مسلمانانو پر ما په لومړي ګام کي حق لري٠
هيلمن يم چی په مطلب رسيدلي واست٠ مننه
په درناوې
تاسو ورور غروال[color=#444444:8b687e8183][/color:8b687e8183]



طالب جان
03.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره حليمي صيب :

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

عزتمنه تاسي ليكلي چي ((تر کومه ځايه چه زه معلومات لرم ٠ په هيڅ اصولو د فلسطين خلګ نن پر موږ حق د حقو نه لري )) ښه شو چي تاسي ورسره ليكلي چي (تر كومه ځايه چي زه معلومات لرم ) نوووروره په ډير احترام ښايي ستاسي په درانه حضوركي عرض كړم چي! پدې اړه ستاسي معلومات ناكافي دي, تاسي څيړني ته ضرورت لرۍ . دهيڅ انسان پوهه پوره كيداي نشي انسان تر خپله ژونده څيړني ته اړين دى . ستاسي معلومات كومه شرعي فتوى نشي كيدلاي آيا ددې خبري ځواب راكولاي شۍ چي ولي به صحابۀ كرام رضي الله عنهم له يوه هيواده بل هيواد ته دجهاد لپاره استول كيدل ؟؟؟ آيا دهغوي موخه دانه وه چي دخپلو ضعيفو مسلمانو وروڼو مرسته وكړي او دكفارو له منګولو يي راخلاص كړي ؟؟؟

تاسي وړاندي ليكلي (دا کوم اسلام دۍ ،کومه شرعه ده ،د چا سنت دۍ ٠ جواب ئې د چاسره سته ؟؟؟؟؟؟ )

وروره اسلام ډولونه نه لري او نه هم دشرعي اطلاق په نورو شريعتونو كيږي شرعه همدا يوه شرعه ده (محمدي شرعه ) اسلام همدا يواسلام دى (دخداي جل جلا له له لوري راليږل شوى حق مذهب )

پاتي شو سنت نو دادرسول الله صلى الله عليه وسلم سنت دي چي فرمايلي دي چي مسلمانان ټول ديوه بدن مثال لري په بدن كي كه په يوه عضوه درد شي نو ټول بدن ورڅخه دتكليف احساس كوي نوهمداراز كچيري په يوه مسلمان كه هغه عرب وي كه عجم څه تكليف ورشي نوښايي دهغه دتكليف له كبله ټول مسلمانان په تكليف شي او په تكليف لري كولو كي له نوموړي مسلمان سره مرسته وكړي .

دعزت څښتنه : تاسو به تعجب كوۍ خو زه په ډير افتخار سره دا خبره كوم چي (هوكې) وروره! فلسطينى هم زما ورور دى په درد يي درديږم په غم يي غميږم دهغه غم خپل غم بولم او هر ډول مرسته چي مي له لاسه وشي ورسره كوم به يي او دې څه ته به نور مسلمانان هم رابولم .

دعزت څښتنه: تاسي كوښښ كړى چي وښاياست چي ګواكي مونږ دافغانانو غم خپل غم نه بولو:

وروره تاسي په ما الزام لګوۍ چي دافغانانو غم دي پريښى اود فلسطينيانو غم دي راپورته كړى , حال داچي تاسي په تيرو ليكنو كي په ګران او سپيڅلي هيواد دامريكايانو بريد يو روا بريد بللى وو .

قدرمنه : مونږدټولو مسلمانانو غمونه خپل غمونه بولواو دقوميت په لحاظ راته هيڅ توپير نلري ځكه خو په افغانستان كي دباطل په خلاف داوسني روان جهاد پوره پوره ملاتړ كوم .نواوس تاسي وواياست چي دامريكا بريد ته روا ويل اولخ هغوي سره دجهاد نه كولو فتوا وركول له افغانانو سره كوم ډول همكاري ده چي تاسي يي كوۍ؟؟؟



طالب جان
03.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره غروال صيب : السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

وروره په ځواب ويلو دي خورا خوښ شوم . ژوندى اوسى .

تاسي ليكلي ((مونږه افغانان داسي په غم او بې چاره ګۍ او بدبختۍ او کړاؤ او د ملي او اسلامي بې اتفاقۍ مرض سره لاس په ګرېوان يو چی له نورو مسلمانانو سره په غم کي له بده مرغه خواخوږي نشو کولاي٠ البته د يوه مسلمان په صفت ولې نه، کولاي شم ووايم چی د فلسطين او د هر بل مسلمان غم زما غم دۍ اما لکه څنګه چی تاسو هم دغه ټکي ته اشاره کړې ده زه بايد ړومبۍ د خپلو هغو خويندو او يتيمو زرګونو بې وزله او در په در افغان مسلمانو کورنيو ته د خدمت وسيله وګرځم او خواږي ورسره وکړم چې تر فلسطسنيانو او نورو مسلمانانو پر ما په لومړي ګام کي حق لري٠ ))

پتمنه وروره : چي تاسي داسي نظر لرۍ نوبيا ځما اوستاپه اندكي اختلاف له كومه راغى زه هم داوايم چي فلسطينيان زمونږ وروڼه دي او په مونږ حق لري چي هر ډول مرسته ورسره وكړو داچي في الحال ستاسي دمرستي لاس تر هغوي نه وررسيږي او دخپلو افغانو مسلمانو چوپړ ته دي مټي رانغښتي دي داهم ډير لوي او ښه كار دى پداسي مهال كي چي صليبيانو زمونږ په ټاټوبي بريد كړى اوپه افغانانو ډول ډول تيري كوي او هغوي يي بې عزته كړي نو دافغانانو سمي لاري ته رابلل تر عبادت كم كار نه دى .پدې مهال چي تاسي دخپلو افغانانو دزخمونو په مرهمولو اخته ياست نوتاسي خپل فلسطينيان اونور هغه مسلمان وروڼه چي دكفارو لخوا ظلمونه ورباندي كيږي اوپه اوس مهال مونوره همكاري له لاسه نه ورسره كيږي له دعاو مه هيروۍ. بس دا هم له هغوي سره لويه خواخوږي ده .


پښتون ځلمی
03.10.2004

سلامونه
زۀ نۀ پوهېږم چې مونږ افغانان هرې خبرې او هرې موضوع ته د سياست والو پۀ سترګه ولې ګورو او ولې هر شي ته سياسي بڼه ورکوو.
زۀ فکر نۀ کوم چې دا ځای د داسې بحثونو لپاره دی. دلته مونږ راځو چې د اسلام پۀ اړه څۀ زده کړو، نۀ د دې لپاره چې پۀ هره يوه موضوع کې ستاسو دا نۀ ختمېدونکي بحثونه ولولو.
دا نو اوس څۀ خبره شوه چې مونږ ته فلسطين نژدې دی کۀ افغانستان؟ پۀ دې خو بايد هر مسلمان پوه شي چې د يو مسلمان درد د ټولو درد دی. او پۀ دې هم پوهېږو چې عملا چې مونږ د هر چا مرستې ته وړومبی رسېدای شو هم هلته ورځو. بحث ته څۀ ضرورت؟
مونږ کوم داسې فلسطين ته پوځيان، توغندي او الوتکې ور لېږلي دي چې حليمي صيب داسې خبرې کوي؟


خاټول
04.10.2004

استاده ! او درنو ګډون كونكو سلامونه
استاده ! تاسو ليكلي :تر کومه ځايه چه زه معلومات لرم ٠ په هيڅ اصولو د فلسطين خلګ نن پر موږ حق د حقو نه لري .
استاده ! كه اجازه راكړى درنه وبه پوښتم چي ولي ؟؟؟ ايا هغوي انسانان نه دي ؟ ايا هغوي مسلمانان نه دي ؟ او كه تاسو خداي مكړه اسلام ته په ثانوي حيثيت قائل ياست .
ايا له هغوي سره د لااله الاالله په مزي نه يو تړل شوي ؟ او كه خداي مكړه دا مزي ډير ومړی دی ؟
استاده ! كه درته زحمت نه وي دامام محمد رحمه الله تأليف شرح سير كبير در واخلى او هغه اړوند بابونه به پکي وګورى چي كله په مسلمنانو جهاد فرض كيږي , د دي كار به دوه ګټي په لاس درشي يو به مو په معلوماتو كي اضافه وشي , اوبل به مو داستونزه حل شي پر كومو اصلو فلسطينيان په مونږ حق لري .
تاسو كښليي :خپل سپين پښتانه په اور کي ولاړ ٠ او موږ د 3000 مايله لري خلګو دحل لاره لټوو ٠
او د خپل د تره ،کاکا،ماما اولاده مو بې دوا،بې کفنه دي
ماشومان مو په مياشت دوه ګيلاسه شيدي ندي چښلي ٠
دا کوم اسلام دۍ ،کومه شرعه ده ،د چا سنت دۍ ٠ جواب ئې د چاسره سته ؟؟؟؟؟؟ .
استاده! پښتانه ولي په اور كي ولاړ دي ؟ هلته خو اوس له خيره ازادي ده , ډيموكراسي ده , امن دى , امريكاده , دښاغلي كرزي مشروع حكومت دى , شراب دي كباب دى, رباب دى , پاي كوبونه دي , انجي اوز دي , راشنونه دي ,كلبونه دي , وامو نه اوريدل چي وړمه ورځ په كابل كي دالمانيانو په كلب كي دالماني شامپاينو يوه لويه ميلمستا دهمدغو شرابو دپيژندني دپاره ترتيب شوي وه , په سلګونو جامونه سره وتړنګيدل , وغړپيدل , خماري رقاصي وي البته دپراك او بلاوز داغستلو زحمت يي ايستلى وو نازونه يي پلورل , دمچكو خرپا يي دكابلي چارواكو دايمان خوني لړزولي , ړنګولي , وجدانونه پلوركيدل او دصليبيانو مهربانى اوشاباشونه اخستل كيدل , نه پښتانه په اور كي سوزيدل , نه كونډي وي نه يتيمان وو, نه سلګى وي اونه ويرونه , دا نن ويرونه او اورونه لكومه شول ؟
استاده ! په يوه اوږده ليكنه كي مو ليكلي وو چي : په طالبانو امريكايي يرغل مشروع او په عراقيانو نا مشروع .
هلته خو تاسو دعراقيانو له غمه ژړل او په افغانانو صليبي تيرى مو مشروع ګاڼه , نو كه نن طالبانو پري وژړل ولي ګناه ګاردي ؟
استاده ! تاسو ليكلي چي :٠ نو د افغان يتيمانو ته
به مري بلوڅان راسي ٠ او که تورانګريز رااستوئ ٠
استاده ! ولي دا سره انګريزان نه ويني چي تل زمونږ ديتيمانو اوښكي پاكوي , زمونږ دابرو اوعزت ساتنه كوي او دهيواد دودانولو ژوندي مثالونه خويي وينى ,سړکونه يي جوړ كارخاني يي وداني , بندونه يي وتړل , نو ځکه ډير ګرم مكوي .
استاده ! تاسو وليدل چي ناولي بوش کروسيډ وار اعلان كړل نو ټول صليبييان ورسره اشر شول په افغانستان او عراق يي يرغل وكړ او پايلي يي تاسي وينې , نو كه مونږ مسلمانان دخپل لوي خداي په امر ديوبل مسلمان ورور په وير وژاړو او يا مرسته ورسره وكړو نو ولي بايد ته راته په قارشي ؟ او ولي بايد ته راته بد رد وواي ؟ .
استاده ! كه مي بد ويلي وي نو زما ليكنه مي ترور ته وروښيه او په هغي به فيصله وكړو خوښه دي نه ده ؟.
يو ځل بيا مينه اودرنښت
وريره دي:خاټول


لونګين
04.10.2004

حليمي صيب سلام !
ښه ښوروا پخه وی خو مالګه ئي دومره درنه ډيره شي چې له خوراکه ووزي او دخوړلو
وړ نه وي . وروره ! دفلستين خلک بشر ندي او دخپلې ارادي حق نلري ؟
وروه دا پنځوس کاله کيږي چې ديهودو او امريکايانو له خوا څخه لکه پسونه حلاليږي او دغه غربي چټله نړي هيڅ سر هم نه پري خلا صوي ٠
نو په دي اساس وايم چې خداي پاک دي هغو مسلمانانو ته نور هم قدرت ورکړي
چې ددي چټلو په مقابل کي وجنګيږي ٠ دوي خو مونږ ته وائې تاسو خپل دين او
مذ هب پريږدۍ او زمونږ غوندي چراغ کشه شي نو به ټول کارونه روغ شي خو
مسلمان ورته وائي چې ستا خپله لار او زمونږ خپله . خداي پاک دي د جنوبي وزيرستان وزيرو او مسودو پښتنو ته لانور قدرت هم ورکړي ؟
او داهم بايد زياته شي چې په هغه کوم قسم سياست اولار ښوونه کومه چې طالبانو لرله بايد تکرار نشي او زه ئي جدي مخالفت کوم٠
خو زه يو شی درته وايم که مسلمانان څوک په ارامه پريږدي نو ددوي له خوا به نور هيڅ ډ ول جنګ ونشي او الله دي دوي ته اوس قدرت ور کړي او زمونږ طالبان دي خداي پاک لږ څه پښتنولې ته هم متوجه کړي او ا لله. دي دوي پر دي پوه کړي
چې دال خور تور لينګی زمونږ اساسي دښمن دي او خوشي د اسلام په نوم زمونږ طالبان غلطه وي او استعماله وي٠

په در ناوي ستا سو لونګ .



Adil watanmal
05.10.2004

د قدر وړ لوستونكو او ګرانو ليكوالانو
----------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

زه ددي موضوع په اړوند فقط دومره وايم چې الحمد لله مونږ او تاسي مسلمانان يو او اسلام مونږ ته دا لار ښونه كړي چې مسلمانان ټول سره وروڼه دي او لكه وروڼه چې د يو بل په غم غمجن كيږي او په خوشحالي ئې خوشحاله كيږي نو همداسي به مسلمانان هم وي . او څنګه چې يو ورور د بل ورور د مشكل پر وخت ورسره كومك كوي نو همداسي يو مسلمان بايد د بل مسلمان سره هم كومك وكړي.
نو اوس هغه څوك چې وايي د فلسطين مسلمانان پر مونږ هيڅ حق نلري چې د مشكل په حل كې ورسره كومك وكړو نو زه نه پوهيږم چې دغه وروڼه د فلسطين مظلوم ملت مسلمانان نه ګڼي او كنه بله څه مسئله ده.
مونږ خو همدغي ځان ځاني دي ورځي ته راوستلو او دومره ئې بيغيرته كړو چې كفار نن په مسلمانانو باندي د مسلمانانو په هيوادونو كې ملنډي وهي ، وژني ئي، كورنه ئې ورانه وي ، د مسلمانانو په پتمنو ښځينه وو باندي جنسي تيري كوي او اوس لا په سړو ئې هم كوي. او مونږ بيا د همدغه كافر او وحشي قوم څخه دفاع هم كوو . ډير د افسوس ځاي دي ډير د افسوس ځاي دي!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!.
[color=darkblue:c3419b62df]لږ بايد فكر وكړو چې د مسلمانانو د دي بيغيرتي اسباب څه دي؟ او مسلمانان ولي دمره ذليله شول؟[/color:c3419b62df]
زما په نظر ددي بغيرتي اسبابو څخه د [color=blue:c3419b62df]دنيا سره محبت، د مرګ نه وريدل. د جهاد لاره پريښودل . هر قسم كوشش كول چې جهاد بند شي، دين ته شا كول، او په بدل كې ئې كفري فلسفي خوښول، قوميت ته دعوت چلول، د كفارو تابع كيدل.[/color:c3419b62df] [color=white:c3419b62df]كه د مسلمانانو حاكمان د سپيني ماڼړي د محبت پر ځاي و بيت الله ته په سجده شي او دبوش لعين د توصيف پر ځاي سبحان ربي اعلى وواي نو مسئله به حل شي[/color:c3419b62df]. كنه نو بيا به همدغسي ذليله وي.

----------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

------------------------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
05.10.2004

دانشمندي ، قدرداني غاټول او درنو لوستونکو سلامونه په ګېډيوګېډيو !
د غوايي تر غوبل ورته چه علما کرام ملک ته داخل سوه ٠ يوه ډله دعلما کرامو به پر قدرت سوه ٠ او د يو څو
د علماکرامو ډلي به مخالفت کي وې ٠ تر هغه وخته چه د طلابو حزب ئې جوړولي ٠
کله چه طلاب راووتل ټوله ئې لمنځه يو وړه ٠ او په شمال کي بعضي افغانانو وکولايسوای چه ځانونه ټنګ کړي ٠
هر يو د توپک په زور راغلۍ او دتوپک په زور ايستل کېدل ٠
ايا غواړو چه دغه دعلماوو جنګ تر سل کاله جاريوای ٠ يواري 7000 طالبان په شمال کي ٠
چه ملا محمد غوث په امر تللي وه٠ تر خاورو لاندي سوه ٠ تر دې لمخه د هرات او کندهار د لوئ لاري جنګ چه
ګرشک د بازاره نيولې بيا تر هرات تر ښاره ٠ د سړک پر دواړو طرفو مړي پراته وو٠ او اسماعيل خان ناکامه
سوو ٠ شمال ته ولاړۍ ٠ تقريبأ طالبانو 6 کاله تير کړه ٠ او جنګ خلاص نه سو ٠
دغه د طالبانو په دوره کي هره ورځ 6 کله جنګ و سو ٠
نن چه د کرزي حکومت راغلۍ ٠ بيله طالبه ، يو څو نفره د حزب اسلامي او اعرابو بل څوک مخالف پاته ندي ٠
تاسو څه فکر دۍ ؟ داستاد سياف ،رباني، اشيخ اصيف ،ګېلاني ، مجددي،حاجي دين محمد ، ٠٠٠٠٠٠٠٠
چه هريو ئې د حزب خوندان يا رئيسان وه يا دي ٠
زما خبره د سره مه منه ٠ ايا دغو کسانو ايمان په ترخه کي ايښۍ دۍ ٠ که د دغو کسانو خبره ملت ونه مني
ايا ستاسو د طالبانو خبره به څرنګه د منلو وي ٠ او د عربو ٠ چه د کرزي حکومت مشروعيت نه لري ٠
ايا مشروعيت لکۍ لري ٠ چه وئې ښوروي ؟؟؟

دوهم ٠ ايا طالبانو په خپل لاسو خپل ځانونه مرګ ته وندرول ٠ چه ځانونه د مړي په بستر نه ورننه ايستل٠
اوهغه ورځ چه بن لادن د جنګ اعلان امريکاته وکړۍ ٠ نو ولي طلبانو ږغ نه کاوه چه دغه اعلان د طالبانو له طرفه
ندۍ ٠ داخو ئې خير ٠
بيا چي امريکا کروز وه اورول ولي طالبانو ږغ نه کاوه ٠ چه بن لادن دي ولاړ سي ٠
ايا سوډان حکومت اسلامي ندۍ ٠ هغو ونسواي کولای ٠ چه بن لادن وساتي ٠ چه هم عرب وه هم ئې اسلامي
حکومت اعلان کړي ٠
دا څرنګه اسلام اصول دۍ ٠ چه يوازي طالب ښه په پوهېدۍ ٠ او نور د دنيا ټول اسلامي ملکونه يوازي په نامه اسلام وه او دي ٠ اما طالب په نامه او عمل اسلام تطبق کوي ٠
زه هيڅ دانسم منلای ٠ چه دا د اسلامي اصولو عيب دۍ ٠ بلکي يواي او يوازي د طالب د حزب سادکي ئې بللای سم ٠

راځم د ښرابو خوړلو ته په کابل کي ٠
مشروعيت د حکومت يو شئ دۍ ٠ او په ملک کي د خلګو بدداخلاقۍ بل شئ دي ٠
ولي د دې پر ځای چه و انتخاباتو ته خنډونه پلان کيږي ٠ ولي يو څو مسلمانان نه راولاړيږي ٠ چه پر وزارت عدليه
نه عارض کيږي ٠ چه د شرابو ممانعت ته ملا وتړي ٠ دغه شرعي کار دي ٠ اخلاقي دي
د دې پرځای چه بمان ښخوي ٠ نهه عن المنکر دي وکړي ٠ يا لابيست

سوکال ډېمکراتان په دې هيڅ وخت نه يو خوشحاله په هغه اندازه متأثيره يم لکه طالبان٠
خو دمره متأثير نيم لکه هره ورځ چه مسلمان مسلمان وږني ٠ او خوشحاله دي يم چه هرات مي د کفر د لاسه خلاص
کړۍ ٠ ولي چه امير ئې اسماعيل خان وو او حافظ د قرأن هم دۍ ٠

څه فرمايي الله
بسمه تعالی : [color=red:7f179f2233]ان الذين امنوا و عملو ا الصلحت سيجعل لهم الرحمن ودا ٠ [/color:7f179f2233]
ترجمه ٠ بيشکه هغه کسان چه ايمان ئې راوړۍ دي او کړۍ ئې دي ښه عملون ژر به و ګرځوي دوی ته رحمان دوستي محبت (په زړونو د خلګو کښي )

او محمد صلى الله عليه وسلم فرمايي

حدثنا عفان، قال حدثنا ابو عوانة، قال حدثنا سهيل، عن ابيه، عن ابي هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال ان الله عز وجل اذا احب عبدا دعا جبريل صلى الله عليه وسلم فقال [color=red:7f179f2233]يا جبريل اني احب فلانا [/color:7f179f2233]فاحبه قال فيحبه جبريل عليه السلام قال ثم ينادي في اهل السماء [color=darkred:7f179f2233]ان الله يحب فلانا [/color:7f179f2233]قال فيحبه اهل السماء ثم يوضع له القبول في الارض وان الله عز وجل اذا ابغض عبدا دعا جبريل فقال يا جبريل اني ابغض فلانا فابغضه قال فيبغضه جبريل ثم ينادي في اهل السماء ان الله يبغض فلانا فابغضوه قال فيبغضه اهل السماء ثم توضع له البغضاء في الارض‏.‏

لنډه ترجمه ٠ که الله ج ته کوم بنده مخبوب وي ٠ نو اول به جبرايل ع خبره وي چه زه د فلاني سړي سره محبت کو م
نوته هم د هغه سره محبت و لره او جبرايل به په اسمانو کي ناره وکړي

ايا داحديث درواغ دۍ ٠ که موږ د خلګو يا طالبانو محبت د خپلو خپلوانو يعني د افغانانو سره وای
نو دغسي حال پر راتلۍ لکه پرون ٠ نه نه

او بيا الله ج فرمايي ................... و همسايه په باره کي ٠ اول همسايه دي افغان دي نه فلسطين ٠
.....................................................زما خبره نه ده د الله کلام دي ٠ چه همسايه
بسمه تعالی ٠ آيه و ترجمه
وَ اعـْبـُدُوا اللَّهَ وَ لا تُشرِكُوا بِهِ شيْئاً وَ بِالْوَلِدَيْنِ إِحْسناً وَ بِذِى الْقُرْبى وَ الْيَتَمَى وَ الْمـَسـكـِيـنِ وَ[color=red:7f179f2233] الجَْارِ ذِى الْقُرْبى [/color:7f179f2233]وَ الجَْارِ الْجُنُبِ[color=darkred:7f179f2233] وَ الصاحِبِ بِالْجَنبِ [/color:7f179f2233]وَ ابْنِ السبِيلِ وَ مَا مَلَكَت أَيْمَنُكُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يحِب مَن كانَ مخْتَالاً فَخُوراً(36)
ترجمه :
36 - و خدا را بپرستيد! و هيچ چيز را شريك او قرار ندهيد! و به پدر و مادر، نيكى كنيد؛ [color=blue:7f179f2233]و هـمچنين به خويشاوندان[/color:7f179f2233] و يتيمان و مسكينان ، [color=brown:7f179f2233]و همسايه نزديك [/color:7f179f2233]، و همسايه دور، [color=red:7f179f2233]و دوست و هـمـنـشـين[/color:7f179f2233] و واماندگان در سفر و بردگانى كه مالك آنها هستيد، زيرا خداوند، كسى را كه متكبر و فخرفروش است ، (و از اداى حقوق ديگران سرباز مى زند،) دوست نمى دارد.

دادۍ معلومه ده چه اول حق د همسايه دي [color=red:7f179f2233]بالجنب[/color:7f179f2233] ئې ياد کړي دي ٠
هو زه نيم پښېمانه چه د فلسطيني د دين پر ورور ګلوۍ ٠ خو اول حق مي د همسايه مسلمان ورور دي
[color=darkred:7f179f2233]دغه شرعه ده دغه د نبي سنت دي او اسلام دي ٠ قران دي [/color:7f179f2233]
دغه معلومات مي در لو ده ٠ نو زه څه کوم د( دامام محمد رحمه الله تأليف شرح سير كبير )
ايا تر دغه ايات شريف لوړه ليکنه ئې کړې نه نه ٠

راسۍ چه لاس سره ورکو و او له جنګه لاس واخلو ٠ او په ټولو حکومت ته و دريږو او د ناروا اعمالو
د بندېدو لړۍ شروع کړو ٠ که مو لجنګه لاس په سر سؤ ٠ نو به په خلاصه خوله و کرزي او حکومت ته په ډانګه
ږغ کړو چه تووري دي اخله امريکايي ٠ نو بيا که داسي نکېدل چه پخپله ووزي ٠ د قتل او قتال ملګري به يو ٠

ګراني غاټول يوار بيا له تاسو څخه مننه چه زما دعاوو ته دي امين ويلۍ وو ٠ زما او ستاسو توبه دي خدای قبوله کړي ٠ وسلام



Adil watanmal
05.10.2004

د قدر وړ لوستونكو او محترم حليمي صاحب له نيكو هيلو او سلامونو څخه ورسته:

1. محترم حليمي صاحب كه څومره هم كوشش وكړي نو پدي موضوع كې په ناحقه او په باطل فكر ولاړ ئې او اوس كوشش كوي چې موضوع بلي خوا ته يوسي خبره ده څه ده او د حكومتونو مشروعيت د كومه ځايه پكې راغلو . حيران دي ته يم چې [color=orange:6ff90bca2f]د صلبيانو د سوري لاندي حكومت به څنګه اسلامي حكومت وي په ملك كې د كفري قانون حاكميت دي او ته رته اسلامي حكومت وايي[/color:6ff90bca2f]. په كوم دليل؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
((() [color=blue:6ff90bca2f]وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ [/color:6ff90bca2f]قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنْ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنْ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنْ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلا نَصِيرٍ (120) ))))

وقال تعالى:
((وَأَنْ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيراً مِنْ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ (49) المائدة))
ژباړه:
او (ته ليږلي ئې مونږ او دغه حكم مو فرمايلي دى تاته )چه حكم كوه ! په منځ د دوي كښي په هغه شي چه نازل كړي (ليږلي) دى الله او مه كوه متابعت د ارزوګانو د دوي او ويره كوه ! (ځان ساته) له دوي نه چه وا (نه) ړوي (ونه ګرځوي) تا له ځيني هغه شي څخه چه نازال كړي (ليږلي) دى الله تاته (أي محمده!) ، نو كه وګرځيدل دوي (له نازل شوو حكمونو) پس پوه شه (ته أي محمده !) چه بيشكه هم دا خبره ده چه اراده لري الله چه ورسوي دوي ته ( سزا په دنيا كښى) په سبب د ځينو ګناهونو د دوي. او بيشكه چه ډير له خلقو څخه خامخا فاسقان دي (د الله د اطاعت څخه متمردين دى)
تفسير: يعني يو تر بله په اختلافاتو كښي كه څه هم ټوله دنيا سره لاس او ګريوان وي، خو تاسي ته هم دا حكم دي چه سم له (ِمَا أَنزَلَ اللَّهُ) سره حكم وكړئ ! او د هيچا د ويلو او د اورولو هيڅ پروا مه كوئ.
((((َلا تَخْشَوْا النَّاسَ وَاخْشَوْنِي وَلا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَناً قَلِيلاً [color=darkblue:6ff90bca2f]وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْكَافِرُونَ [/color:6ff90bca2f](44) المائدة )))
ژباړه:
نو مه ويريږي تاسي له خلقو نه ( په اظهار او اجراء د حق كښي) او وويريږئ له ما ( په پټولو د حق كښي) او مه پيرئ (مه اخلئ) تاسي په آيتونو زما قيمت لږ (چه هغه رشوت او جاه دي ) او هر چا چه ونه كړ حكم په هغه شي چه نازل كړي (ليږلي) دى الله نو دغه كسان هم دوي دي كافران.
تفسير د (وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْكَافِرُونَ) د [مَا أَنزَلَ اللَّهُ] سره سم له حكم نه كولو ځني عالمان دا مراد دي چه د منصوصو حكمونو له وجوده انكار وكړي او دهغه په ځاي نور احكام په خپله رايه او غوښتنه سره منځ ته راوړي لكه يهودانو د [رجم] د حكم په نسبت هم داسي كړي وو نو د داسي خلقو په كفر كښي هيڅ شبه نشته او كه داسي مراد وي چه [مَا أَنزَلَ اللَّهُ] عقيدتا مني او پر خلاف د هغه عملا فيصله كوي نو له كافر ځني به عملي كار مراد وي. يعني د هغه عملي حالت د كافرانو په شان دى.
2. [color=yellow:6ff90bca2f]كوم كسانو نومونه چې تاسي ذكر كړي[/color:6ff90bca2f] نو دا قاعده مه هيره وه چې مونږ دين په افرادو نه نپيژنو بلكي افراد په دين پيژنو نو.
دوهم [color=blue:6ff90bca2f]د بلعم بن باعوره قيصه له ياده مه باسه.[/color:6ff90bca2f]
3. [color=darkred:6ff90bca2f]د سوډان خبره دي ياده كړي،[/color:6ff90bca2f] ګرانه سوډان امريكايانو او يا د وخت فرعونيانو د اسامه د وتلو څخه ورسته هم په كروزو ويشتي او تر اوسه پوري ئې كړوي. ولي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

4. د خلكو د محبت خبره دي كړي، ګرانه طالبان اوس هم په افغانستان كې محبوبيت لري، او اوس په افغانستان كې د صلبيانو د حكومت په خلاف په جهاد باندي يو څو كسان نه بلكي ډير زيات افغانان بوخت دي فقط خبره دومره ده چې اوس تاسي د كفري نړي اعلام ته غوږ نيولي او بس د حقيقي حالت نه چې اوس افغانستان كې دغه صلبيان څه كوي نه ئې خبر خو خير [color=blue:6ff90bca2f]كه تاسي د صلبيانود جنسي تيريو غوبل په افغان قوم باندي په نظر كې ونيسي نو تاسي به هم ددي وحشي قوم خلاف شي.[/color:6ff90bca2f]

5. [color=yellow:6ff90bca2f]اياتونه او احاديث دروغ نه دي [/color:6ff90bca2f]مونږ او تاسي كه په دغه يو قول د الله پاك عمل وكړي نو والله كه بيا د صلبيانو نه دفاع وكړو.

( [color=darkblue:6ff90bca2f]يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى [/color:6ff90bca2f]أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51) [color=orange:6ff90bca2f]فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِم يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ[/color:6ff90bca2f]..(52) المائدة
ژباړه:
أي هغو كسانو چه ايمان ئې راوړي دى (يعني أي مؤمنانو) مه نيسئ تاسي يهوديان او نصرانيان دوستان ! (چه له دوي سره موالات او مودت وكړئ !). (دوي يو تر بله ) ځيني دوستان دى د ځينو نورو (ځكه چې ټول سره په كفر كښى شريك دى او ګرد (ټول ) سره تاسي ته متفق دى). او هر چا چه دوستي وكړه له دوي سره له تاسي ځني نو بيشكه چه دى له هم دوي ځني دى (نو مؤمنان دى ځان وساتي له دوستي د كفارو) بيشكه الله هدايت نه كوي قوم ظالمانو ته (چه ظلم كوي په ځانونو خپلو په دوستي كولو د كفارو سره) .
[color=cyan:6ff90bca2f]نو وبه ويني ته هغه كسان چه په زړونو د دوي كښي مرض (رنځ نفاق) دى چه ځغلي به په (دوستي د ) دوي كښي وائې به دوي ( په عذر كښي چه) ويريږو له دى نه چه وبه رسيږي مونږ ته كومه حادثه.[/color:6ff90bca2f]

1. حليمي صاحب يوي بلي خبري دي هم حيران كړم او هغه دا چې [color=indigo:6ff90bca2f]تاسي د ګاونډي حق چغي وهي او په خپل افغان قوم باندي د صلبيانو وحشي يرغل ته د مشروع په نظر ګوري[/color:6ff90bca2f] او د صلبيانو دغه د كروز ميزايل او دغه په زرهاو فونډه بمونه په افغانانو استعمالول ............ د افسوس خبره ده چې يو مسلمان او بيا ملا ديته د جواز په نظر ګوري.

[color=white:6ff90bca2f]د پاي ټكي:[/color:6ff90bca2f]

[color=darkblue:6ff90bca2f]ټول به يو جسد شو خو روان چه شو قرآن پسي
پريږدو غلامي او منډي ترړي اين و آن پسي
نه شو روان دا تش په نوم باندي افغان پسي
دغو خرڅوونكو د دي پاك افغانستان پسي
................................................................څوك چه نبي خيله د اسلام په لاره تللي دي
.................................................................خدايګو چه سر لوړي دي منزل ته رسيدلي دي.[/color:6ff90bca2f]

(((إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلَ اللَّهُ مِنْ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَناً قَلِيلاً أُوْلَئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلاَّ النَّارَ وَلا يُكَلِّمُهُمْ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (174) البقرة)))
وقال تعالى:
((وَلا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (42) البقرة))
ژباړه:
مه ګډوي حق له باطل سره او (مه) پټوئ! حق حال دا چه تاسي پوهيږئ (په دي خلط او پټولو سره)

--------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------------------------عادل وطنمل


م ن غروال
10.10.2004

درنو او محترمو لوستونکو وروسته د سلامونو وړاندې کولو!
د افغان ولس چې په کوم رنځ اخته دي او له کومو اقتصادي سياسي کورنۍ سمتي ژبني او اسلامي فتوؤ ستونزو سره لاس په ګرېوان دي شرعاٌ حق دا دي چي تر ټولو لومړۍ خپل غمځپلي هېواد ته مخ راواړوؤ او د ځان په غم شو او خپلو ستونزو ته د حل علمي او منطقي سياسي لارې چارې ولټوؤ او دخپلو زرګنو يتيمانو او کونډو او مظلوم ولس لپاره ليکنې وکړو او هغه ياد کړو او بيا هر مسلمان ورور!
که د شرابو تړنګا وي يا پړنګا، مزې وي او چړچې، خو غم يي بايد وخورو او کار وکړو او اسلامي لارښوونه خپلو اولادو ته او ټولو هغو ته چې له شرعي احکامو پښې غزول کيږي٠ زمونږ د دريالس کلنو مظلومو غږ بايد خپور کړو او د ټک او ټوک مخه ونيسو تر څو نور لدې ايضافه د ملت ويني تويي نشي٠ بيا الخصوص چي هره بلا هم راځي د پښتنو په سيمه کي٠ څومره به هم ښه وي چه لا اقل د پښتون ټبر سره هم لږه خواخوږي وکړو او هغوي نور هسې بې هدفه او بې مرامه د پرديو د توپک خولو ته ورسم نکړو٠
فلسطين څنګ کي يوه لويه عربي نړۍ لري چي ورته بس دي که له غمه يي ځانوته د سر خوږ تکليف ورکوي ښه که نه افغان دې په قرار او آرام ځکه کښېني چې پر ده اولاٌ د خپل هېوادوال حق دي بيا د فلسطين ! مونږه ټول هغه اعمال چي د فلسطين دخلکو او خپلواکۍ سره په ټکر کي دي بې له شکه خپله دزړه له کومي خواشيني او خپګان او غم شريک کوؤ اما دومره وخت او اقتصاد او پياوړتيا نو بيا نلرو چې عملاٌ مو څه دلاسه وشي٠ پر فلسطين ټول ظلم او تېرۍ غندو او د خداي پاک څخه ورته هر څه زر تر زره د يوه خپلواک هېواد غوښنونکي يو٠
نو غوره به دا وي چې له هر پلوه خپل مسلمان ولس ته مخ کړو نه فلسطين ته ! همدا او بس!
په درناوې
غروال


نقاد
11.11.2004

درونو خندو او ورونو الا عليکم و رحمت الله وبرکات!
په هر څه کې اولی او اخرا شته ، داچې مونږ شکر مسلمانان يو او د اسلام په سپيڅلي اړوند لکه د يو بدن غړي د فلسطيني ورونو سره تړلي يو، په دې کې هيڅوک شک او شبهه نه لري او د هغوی پر درد مونږ افغانان هم ان له ١٩٤٨ کال راهيسې تل دريدلي يو او تل مو د هغوی سره د اسلامي ورورۍ همدردي او ملاتړ ښودلی دی.
خو ګورئ ورونو، په دې به مونږ بد ښکاره شو چې ووايو، مونږ د مصر، ليبيا، سريې او عراق تر خلکو د فلسطي سره ز ياته خواخوږي لرو ، او يا داچې د فلسطي له آزادۍ سره مونږ تر فلسطينيانو هم ډيره مينه لرو او تر هغوی مونږ د فسطين له پاره زياتې قرباۍ ورکولو ته چمتو يو.
سمه ده چې فلسطينيا ن هم مونږ د بدن دغړو په توګه بولو، خ وګورۍ د بدن غړو کې هم فرق شته ، فلسطينيان ځمونږ د پښو ګوتې دي، خو که په پښه مو دوښمن ګوزار کوي څو يوه ګوته ترې پرې کړي، نو نه ښاي چې د هغې پر ځای ﻻس ګوزار ته د پريکولو له پاره ورمخته کړو څو دپښې قچۍ ګوته وژغورو، يا د ﻻس د بچ کولو له پاره زړه ورمخ ته کړو ې په يو ګوزار سره مو ژوند راتباه کړي. عين حالت د فسطين او افغانستان دی، فلسطين د فلسطينيانواو سامه بن ﻻدن له پاره زړه خو د افغانانو له پاره د پښې قچۍ ګوته ده، لکه څنګه چې افغانستان د افغانانو زړه او د فلسطينيانو او ب ﻻدن له پاره د پښې قچۍ ګوته ده. د طالبانو نااهله سياس شران او واکمنانو خپل هيواد ته د سام ب ﻻدن ا فسطيياو پ سترګه وکتل او هغ يې د پښېد قچۍ ګوتې په توګه د اسامه او فلسطييانو له زړه (فلسطين) څخه قربا ن کړ، ددې له پاره چې د امريکا متقابل ګوزار فلسطين ته متوجه نشي، نو د ١١ د سپتمبر بريد يې له افغاستان څخه تنظيم کړ ، او خپله خپ يې (افغانستان) يې د امريکا ګوزار ته سپر کړه، په دې خيال چې زه خير دی که پښه ټپي شوه اويا يې يوه برخه لکه ګوتې پرې شوې، خو طالبانو خپل زړه د پښې د ګوتې د دفاع له پاره د مرګ خطر ته ورکړ. عرب چې فلسطين ورته د ﻻس حيثيت لري، قرارې په خپل
عيش ونوش پاتې شول، فلسطينيا نو پخپله هم ددسې غټ خطر له راپيدا کولو څخ ويه کوه، نه پپله او نه يې بن ﻻدن پريښوده چې د فلسطي له خاورې څخه پر امريکا باندې د ١١ دسپتمبر د بريد په څير ګوزار ته سازمان ورکړي. خو دا يواځې طالبان وو چې له يوې خوا يې د افغانانو د سياسي مشرۍ ( لکه د طب دډاکترۍ) دعوه کوله، او له بلې خوايي د خپل هيواد او بل هېواد ( خپل زړه او د ښپې د قچې ګوتې ) تر منځ فرق هم نشو کولی، نو ځکه يې وطن ملت او هرڅه ترې قربا ن کړل.
او بيا هم ادعا کوي چې افغانان دي، خو حقيت دادی چې په سياسي لحاظ دوې افغانان نه، بلکې فلسطينيان دي، خو داچې په افغاستان کې يې د اسامه او فلسطين له پاره سياسي قدرت غصب او بيايې ترې قربا ن هم کړ، د افغانستان په تاريخي دوښمنۍ او ملي لی خيانت باندې مرتکب شوي دي. دا جنايت داسلامي ورورۍ په شعارونو نشي پټيدای . دا يواځې په دې اعترف سره بخښل کيدایشي، چې رد ملت ووايي ، مجرمان يو، ناپوه خلک وو، وغوليدو، د چاچې عقل په خنګري کې وي، هغه پر هوښيارۍ او سياست څه خبروي، مونږ ه پاکستان ، القاعدې او بن ﻻدن وغولولو او خپل وطن او خپ اولس او آن خپل طالبان يې راباندې تباه تباه کړل ، زمونږ توبه له سياسته او نور مقاومته څخه!



طالب جان
12.11.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره نقاد صيب :

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

دقدروړه : داچي تاسي فلسطيني وروڼه لكه خچۍ ګوته او افغانان لكه زړه داسي بولۍ فكر كوم په دې آند كي به تاسي يواځي ياست . مونږ ته خو ټول مسلمانان كه هغه عرب دي او كه عجم تر زړه راتير دي په غم او خوښۍ كي يي ځانونه ګډبولو .او په هر ځاي اوهر مهال كي يي هر ډول مرسته دخپل ځان ديني دنده بولو ,چي ښايي همدا څه زمونږ اوستاسي دآندونو داختلاف لامل وي .

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته

يادونه : محترم او قدرمن نقادصيب : ستاسي په پورتنۍ ليكنه كي ډيري قلمي تيروتني موجودي دي كه په راتلونكي كي پخپله ليكنه باندي دموضوع له نښلولو مخكي دوهم ځل نظر وځغلول شي ډيره به غوره وي . په مينه اواحترام .



ع کريم حليمي
13.11.2004

دروند ورور طالب جان صيب او درنو ملګرو اسلام عليکم ور حمت الله وبرکاته.
ترهرڅه لمخه د اختر مبارکي او احترامات غرض کوم ٠

[quote:e48b3eda9b]دقدروړه : داچي تاسي فلسطيني وروڼه لكه خچۍ ګوته او افغانان لكه زړه داسي بولۍ فكر كوم په دې آند كي به تاسي يواځي ياست [/quote:e48b3eda9b]
له احسانه نيولې بيا تر استخدام پوري ٠طريقة او ترطيب داسي دي ٠
1 : پلار پر زوی د احسان حق لري ٠ که څوک د نېکۍ اراده لري ٠ اول د والدينو حق دي ٠ که والدين و احتياج رفع وو ٠
2 : په دوهمه درجه د اقاريبو ده ٠ چه په اقاريبو کښي هم حق د احسان اول د خون شرکه دي ٠ ثم پر ثم
3 : دريمه درجه د احسان حق د يتمانو دي ٠ او په يتيمانو کښي بيا حق اوليت د خپل قوم د يتيم دي ٠
4 : څلورمه درجه د احسان حق د مساکينو دي ٠ بيا اول حق د قريب مسکين دي ٠ ثم پر ثم
5 : او پنځمه درجه بيا د همسايه دي ٠ او اول د قريب همسايه ٠
دغسي نه چه دا مبارک نبي اخلاق وه بلکي يو طبيعي اخلاق دي ٠ چه ماغزه ئې ښه منلای سي

طالب جانه وروره ٠
که تاسو اول حق د فلسطين خلګو ته ورکړي ٠ ايا د عدالت اسلامي ترطيب مو ساقط بولم ٠ چه ولي ئې ساقط کوۍ. او طرق د سنتو په کښي راځي او د واجبوطرق هم په کښي کيږي ٠
[color=red:e48b3eda9b]حق الله وحق الرسول وذي القربى واليتامى والمساكين وابن السبيل [/color:e48b3eda9b]
وګوره ترطيب ته ٠ اول الله دوهم رسول درييم [color=blue:e48b3eda9b]ال[/color:e48b3eda9b]قربا ورسته مسکين او مسافر
داسي واضع معلوميږي ٠ تر سياسي ګټو،حزبي کټو پوري شريعت ته ګواښ څومره خبره نده ؟؟؟
فکر نه کوم چه ښاغلي نقادصاحب به په خپل اند کښي يوازي وي ٠ احيانأ که څوک موافق ونه لري ٠
خبره ئې شرعي ده ٠ چه شرعي ده نو اهل سنت ئې ټوله ملګری کوي ٠
تاسو په خپل فکرکي يوازي پاتېږۍ ٠

واعبدوا الله ولا تشركوا به شيئا وبالوالدين إحسانا وبذى القربى واليتامى والمساكين والجار ذى القربى والجار الجنب والصاحب بالجنب وابن السبيل .."


نقاد
14.11.2004

محترمو، داځوابيه ليکنه راڅخه په تيروتنه کې بل ځای ثبت شوې وه، له وطنمل صيب څخه مننه، چې دلته يې خپل اړونده ځای ته راانتقال کړې وه، خو ځما تر نامه ﻻنې نه وه ثبت شوي ، نو ځکه مې اوس يو ځل بيا پر خپل نامه کاپي او ثبت کړه، له وطنمل صاحب څخه بيا هم هيله کوم نورې ليکنې چې ددې تيروتنې له کبله او يا په دې اړه شوي دي او اوس اضافي دي ، ړنګې کړي، څو دلوستونکو د سرخوږي سبب نشي. نقاد

دروند ورور طالب جان صيب اسلام عليکم ور حمت الله وبرکاته.
زه ستاسو ادعا د هغه واقعيت سره مخامخ کوم ، چې افغان اولس هم د فلسطينيانو په شمول د ټولو عربي هيوادونو له پاره زړه نه ، بلکې د پښې د قچۍ ګوتې څخه زيات نه دی ګڼل شوی، د فلسطين واقعي او محبوبترين مشر خدای بخښلي ياسرعرفات چې همدا نن خاورو ته وسپارل شو، د افغان د آزادۍ او مجاهدينو طرفدار نه ، بلکې د فلسطين په ګټه زمونږ مخالف و او د شورويانو او کابل د پرچمي اوخلقي رژيمونو سره کلک وﻻړ و، نو دا خو بيخي ناممکنه وه او ده چې د فلسطين سياسي رهبري دې دا هم په غاړه اخيستی وای، چې د مثال په توګه يې د ١١ د سپتمبر په څير يو ګوزار د شوروي د پلازمېنې د کرملين په ماڼۍ تر سره کړی وای لکه طالب افغاني سياستوال ملا عمر چې د فلسطين په مينه د ١١ د سپتمبر د بريددغبر ګوني ګوزار ته دومره تن ورکړ، چې خپل هيواد او ملت يې له فبسطين څخه عملأ قربان کړ. نو که تاسو دامنئ چې مونږ دې د عربو د پښو قچۍ ګوته هم نه اوسو ، ولې هغوی دې ټول زمونږ له پاره تر زړه هم زيات اوسي، او ځانونه بايد له خپل هيواد څخه هم داسې قربان نکړو، لکه څومره چې له فلسطين څخه بايد ځانونه قربان کړو، که نه سم مسلمانان به نه يو ، نو فکر کوم چې په دې اند کې تاسو يواځې ياست. تاسو په ټول تاريخ کې چې افغانانو د انګليسي استعار اوروسي استعمار پر ضد جنګيدلي ، نشۍ ښودلی ، چې کله هم کوم عربي هيواد د افغانو په پلوۍ خپل هيواد دا سې خطر ته ورکړی وي، لکه ملا عمر او طالبانو چې د بن ﻻدن په خوله د فلسطين له پاره ملت او وطن کوم خطر ته ورکړل اوترې قربان يې کړل ، ولې فلسطين ته يې د يوې وربشی په اندازه ګټه هم ونه رسوله. وروره ٢ او ٢ تل ٤ وي او پر اسلام ترې هم پنځه نه جوړيږي، تفسير او انګيرنې حقيقتنشي بدلولای، خو بر عکس ستاسو دوهمه غوښتنه بيا بيخي پر ځای ده، چې زما په ليکنو کې ډير ځلې توري پاتې کيږي، بايد خپله ليکنه تر ثبتولومخکې يوځل وګورم، له تاسو څخه ددې يادونې له امله ډيره ډيره مننه کوم او پر لوی الله مو سپارم . په درنښت او نيکو هيلو



طالب جان
27.11.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره نقاد صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
پتمنه : زه ياسر عرفات دفلسطيني مجاهدينو دپلاوي په بڼه نه پيژنم ,بلكه دفلسطيني مجاهدينو مشران شهيدشيخ احمد ياسين رحمه الله او شهيد رنتيسي رحمه الله وو ,چي دخپل ژوند ترپايه يي دافغان جهاد او مجاهدينو څخه دفاع او له هغوي سره هرډول همكاري خپله ديني دنده بلله .
نقاد صيب ستاسي او له نورو ټولووروڼو او خويندو نه يوه نړۍ مننه كوم چي پدې بحث كي يي له مونږ سره ګډون وكړ او مونږ يي په خپلو رايو څرګندولو ونازولو ,هيله من يم چي په راتلونكي كي به هم له مونږ سره خپله آندڅرګندونه جاري ساتۍ . والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته .


نقاد
28.11.2004

[quote:aa3a21d20d="طالب جان"]محترمه مكرمه او عزتمنه وروره نقاد صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
پتمنه : زه ياسر عرفات دفلسطيني مجاهدينو دپلاوي په بڼه نه پيژنم ,بلكه دفلسطيني مجاهدينو مشران شهيدشيخ احمد ياسين رحمه الله او شهيد رنتيسي رحمه الله وو ,چي دخپل ژوند ترپايه يي دافغان جهاد او مجاهدينو څخه دفاع او له هغوي سره هرډول همكاري خپله ديني دنده بلله .
نقاد صيب ستاسي او له نورو ټولووروڼو او خويندو نه يوه نړۍ مننه كوم چي پدې بحث كي يي له مونږ سره ګډون وكړ او مونږ يي په خپلو رايو څرګندولو ونازولو ,هيله من يم چي په راتلونكي كي به هم له مونږ سره خپله آندڅرګندونه جاري ساتۍ . والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته .[/quote:aa3a21d20d]
دروند ، مکرم او غزتمنه وروره طالب جانه عليکم السلام و رحمت الله و برکاته .
له جواب نه مو ډيره مننه کوم او د بشپړتيا له پاره زياتوم چې متأسفانه ، بيا هم
...................................... [color=blue:aa3a21d20d] ٢ + ٢ = څلورکيږي ، نه پنځه ! [/color:aa3a21d20d]
ځکه تر کومه ځايه چې د فلسطيني او لس او ملت د استازيتوب موضوع ده ، نو له ياسر عرفات څخه لوی او متنفذ مشر بل نه و، حال داچې د وسله والو مجاهدينو کړۍ په اولس کې دومره پراختيا نه لري او له همدې کبله يې تر دې دمه د فلسطين په سياسي مشرتابه کې هم کوم ونډ ( بيله برخه) نه درلود، سره ددې که تر دې يې کړۍ نوره هم وړه وای، مونږ ته يې دافغاني جهاد سره د اخلاقي يا معنوي پيوستون دريځ د قدر وړدی. خو د يوې شيبې له پاره داسې فرض کړئ چې مصر او سهيلي يمن د تاجکستان او ازبکستان په څير د شورويانو په ﻻس کې وای او بيايي فلسطين هم د افغانستا ن په مثال اشغال کړی وای، فلسطيني ډلو يې پر ضد جهاد کولی، امريکايانو د فلسطين سره دغسې مرسته کولی لکه دافغاني مجاهدينو سره يې چې وکړه ، اوفلسطي هدغسې آزاد شوی وای او د څو ډلو نه ورسته بيا همدغسې لکه طالبان شيخ ياسين د خپلې ډلې سره په قدرت راغلی وای.
خو له بل لوري څخه په دغه وخت کې خدای مکړه پاکستان د افغانستان پر ضد
د پښتونستا ن ځېنې ښارونه لکه پيښور او مردان د امريکا په مرسته بمبارد کړی وای لکه اسراييلو چې يې په مرسته بيروت او نورې سيمې بمبارولې، نو آيا شيخ ياسين به د نوي آزاد شوي فلسطين د اولس مشر په توګه هم د ملاعمر غوندې د اسامه بن ﻻدن په څير کوم افغاني مجاهد ته اجازه ورکړی وای چې پر امريکا باندې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د ١١ نيټې بريد ته ورت ه يو ګوزار د فلسطين له خاورې څخه تر سره کړي ؟ او دغسې خپله ځوانه آزادي بيرته له ﻻسه د ورکولو د ګواښ سره مخامخ کړي ؟ ؟؟؟
ښکاره ده چې دا پو ښتنه تاسو هم په ( نه) سره ځوابوئ ځکه د سليم عقل او د فلسطينيانو د برحقې ملي خود خواهۍ او ملي اګاهۍ له کبله به مر حوم شيخ ياسين هم دامريکايانو پر خلاف دغه کار ته اجازه نه وای ورکړې،
[color=red:aa3a21d20d]نو داسې بريښي چې زمونږ ملا صيب ( عمر خان) له سليم عقل او ملي شعور دواړو څخه بې برخې و.[/color:aa3a21d20d]



ع کريم حليمي
29.11.2004

درانه ورور نقاد صاحب ، طالب جان صاحب ته سلامونه ٠
د نقاد صاحب په اجازه ٠
زه ستاسو پر ليکنه يو څه وراضافه کوم
[color=red:a770963e24]نو داسې بريښي چې زمونږ ملا صيب ( عمر خان) له سليم عقل او ملي شعور دواړو څخه بې برخې و.[/color:a770963e24] ماته داسي ښکاري چه ملاعمر صاحب دسياست په ميدان کي سليم عقل نه درلودي ٠
عقل ئې معلوم سو ٠ چه ځان ئې ساتلۍ دي ٠ اماملي اوجهاني سياست دومره پر مشر وو ٠ لکه سپين ږيری چه پر
شيرخوره ٠
بن لادن سپين ږيری او ملا صاحب شيرخوره وو ٠

بن لادن د جدې دپوهنتون فارغ التحصيل ٠ ملاصاحب د شروط الصلاة
په پوهنتون کي عقل قوي کيږي ٠ د شروط الصلاة په کتاب کښي بيا هيځ عقل نسته

صلاح کار کجا و من خراب کجا



طالب جان
04.12.2004

[quote:c51c907f41]نو داسې بريښي چې زمونږ ملا صيب ( عمر خان) له سليم عقل او ملي شعور دواړو څخه بې برخې و.[/quote:c51c907f41]

[quote:c51c907f41] ماته داسي ښکاري چه ملاعمر صاحب دسياست په ميدان کي سليم عقل نه درلودي [/quote:c51c907f41]
محترمو مكرمو او عزتمنووروڼو او خويندو:
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
كاشكي په دې پورتنو تورو باندي دمحترم اومكرم نقادصيب اوقدرمن اوپتمن حليمي صيب غوندي دقدروړو وروڼو ګوتي نه واي ښوريدلي .
دقدروړو : زمونږ اوستاسي دغه ښكلي پاڼه دټولو افغانانو وروڼو او خويندولخوا كتل كيږي , نو پداسي حال كي چي مونږ دنورو په ناوړه ليكنو نيوكه كوومونږ ته ښايي دټولو وروڼو زړونه ژوندي وساتو او هيڅكله داسي توري پخپلو ليكنو كي ونه كاروو چي هغه دنورو وروڼو او خويندو لپاره دزړه بدي يانه زغملووړ ګرځي .
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته


نقاد
04.12.2004

دروند ، محترم او قدرمن طالب جانه له مينې او درناوي ډک سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ .
محترمه، د حق او حيقت روښانه کول د مظلوم افغان اولس يو نه کسينده کيدونکی حق دی، څو له تيرې څخه د زدکړې په رڼا سره د راتلونکې په لور خپله ﻻر روښانه کړي او نور دخپل تاريخ په خط سير کې له ړندو تيندکونو او د تباهيو کندو ته له غورځيدلو څخه ځا ن وژغورلی شي .
هو ، که ملاصيب عمر خان د همدغې پوهې او ناپوهۍ سره چې لري يې د طالبانو د يوه سر تيري په توګه جنګيدلی وای ، او اميرالمومين يې کوم بل څوک وای، نوله پړې څخه به (( خلاص)) او دده پر موجوده اسلامي اوجهادي دريځ او سليقه به يې آفرين ويل کيده ، د جګړې مسووليت به يې پرغاړه نه و خو دخواشينۍ ځای دی چې د مشر په توګه پر ټولوناوړه عمالو يې نوم غندل کيږي . که ونه غندل شي نو ناوړه عملونه ، تيروتنې او مظالم يې ټول نه يواځې د طالبانو له پاره د تاييد وړګرځي لکه د ترکي جنايات چې د خلقيانو ا د کارمل جنايات او ملي خيانتونه چې د پرچميانو لپاره د تاييد وړګرځېدلي وو، بلکې د ټول افغان مسلمان ملت له خوا به د تاييد وړ انګيرل کيږي، بد يې په ښو، ناپوهي پرنبوغ او جنايت به يې په اسلامي کارنامو او جهالت يې پر کرامت اړول کيږي .
که دده پر ضد ملي ، ضددموکراتيک ، ضد بشري او دکتاتورې عمالو سترګې پټې کړو، نو بيابه څرنګه اوپر کومو سترګو د کارمل او پرچميانو، ترکي او خلقيانو، ستميانو ، تظيمي پاټکيانو او د ملت د وينو څښونکو ظالمانو جنايتونه وغندلی شو؟ حق او ناحق به سره نشي بيليدای، له ملت څخه به ﻻره ورکه شي، هر ګروپ او هره ډله به يې د ځان پسې راکاږي، يوبه يې دبل پرضد جنګوي، زمااوستا بي اتفاقه قوم پښتون به بيا دتيرو ٢٣ کالو په څير په بيلو بيلو متخاصمو ډلو کې وسله په ﻻس تنظيم او په هره ډله کې به همدوی وژل کيږي، هره بده ډله پربدترې او هره بد تره ډله به د بد ترينې ډلې لکه طالبانو په ﻻس له منځه ځي او دقرباني شويو پښتنو بازماندګان به هم د اخرت په وعدو سره د ملا يانو له خوا د مرګ قبلولوته مجبوريږي . ددوزخ کومې لمبې چې د تظيمونو او طالب رژيم له خوا د کمونستانو ترجناياتووروسته تيرې شوې، هغه به ټولې بيا تکراريږي . اوس ملي وحدت او اولسواکی ته ځواک وربخښل او ددې دواړو پر مټ امريکايانوته رخصت ورکول اوپه سوله ييز (خو سياسي) زور هغوی له هيواد څخه ويستل يوه سخته ډير اړخيزه پيچلې مبارزه غواړي چې نه د طالبانواو نه د کوم تنظمي ګروپ په مشر تابه ترسره کيدای شي . [color=blue:b8ae5e533a]عجيبه خبره ده، که تاسو پر خپل هدف پر برحقيت باور لرئ او پر تحقق يې ډاډه ياست، نو ولې يې په سوله ييزه توګه نه تعقيبوئ؟ محمد (ص) د مکې د بت پرستو کفارو سره لس کاله سوله وکړه او تاسو يې د کرزي د حکومت سره نشئ کولای؟ آيا دا د طالبانو د مشرتابه بي کمالي اوسياسي تشمغزئ نه دی؟ والسلام[/color:b8ae5e533a]



ع کريم حليمي
07.12.2004

دروند ، محترم او قدرمن طالب جانه له مينې او درناوي ډک سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ .
محترمه،
زه به هم حق او حيقت روښانه کړم

ولي مي دا
[quote:9483efd3a2]ماته داسي ښکاري چه ملاعمر صاحب دسياست په ميدان کي سليم عقل نه درلودي ٠[/quote:9483efd3a2]
ليکلي وه

سياست مدار هغه چاته ويل کيږي چه پهجامعه کښي تغيرونه راولي ٠ لکه بوش ،ملاعمر ،کرزی ٠٠٠٠
د دغو سياست مدارانو بعضي وخت پښه په پايڅه کي بنده سي ٠ سياسي علاقې ئې سترګي ور پټي کړي وي
ملت ته لازمه ده چه حق ورته واوروي ٠ پر مسلمان فرض دي
.......................................................................................د حق ويل ٠
دا اخلاقي وصف هم په حقيقت کي د شجاعت سره تعلق لري ٠ لکه څرنګه چه د جنګ په مېدان کي دواړو خوا وو
مسلحې لښکري د يو او بل په مقابل کښي د لاسو او پښو په زريو يو بل ته خپل شجاعت او مړانه ښکاره کوي ٠
کټ مټ دغه راز ٠ کله چه حق او باطل په منځ کښي د يو او بل سره مقابله کيږي ٠ نو په دغه وخت کي چه د زړه
او ژبي د مشترک قوت په ذريعه د حق په مرسته او حمايت کښي چه کوم اواز پورته کيږي
........................................................................................................................په اصطلاح کښي خق ويل وايي
طالب جانه وروره ! دا حق ګوئي چه محترم نقاد صاحب په دغه وخت کي کړي د ډيري ستايني ور دي
اسلام مسلمانانو ته د همدې ستايني وړ صفت حق ويلو تعليم ورکړي
او الله تعالی پخپله خپل رسول ته حکم کړی دي چه :
بسم تعالی : فَاصدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَ أَعْرِض عَنِ الْمُشرِكِينَ.....نوکوم حکم چه تاته در کړه سوی دي په وضاحت سره واوروه
.................إِنَّا كَفَيْنَك الْمُستهْزِءِينَ.............................او د مشرکانو بيخي پروامکوه موږ ستا دپاره په تاپوري د
.................الَّذِينَ يجْعَلُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهاً ءَاخَرَ ...............خندا کوونکو په مقابل کښي چه د خدای سره نورنور معبودان
.....................................................................................................پيداکوي کافي يو
ډير شيان خلګ د خق ګويي څه منعه کوي ٠ يواچه خلګ به څه وايي
بل چه حق ګويي کوي ٠ مالي تاوان خلک کوي ٠ ده له ځان ئې يو شخصيت جوړ کړي وي که خق ګويي وکړي ٠
نو شخصيت خراب تراب سي ٠

لکه څرنګه چه عبادت فرض دي ٠ د حق ساتل هم فرض دي ٠ داسي نده چه د مسلمان يوازي او يوازي مبارزه
د شرک سره ده ٠ مسلمان دمسلمان سره هم مبارزه کوي ٠ د نهترۍ له پاره ٠لکه داسي چه الله فرمايي چه:
فان تنازعتم في شئ فردوه الي الله والرسول ان كنتم تؤمنون بالله واليوم الاخر ذلك خير واحسن تاويلا

که کومه ملي اختلاف پيدا سو يا چه دي ٠ ضرورده چه خق ګويي وکړو ٠ او قرأن او حديث ته مخ کړي ٠ او هم خپلو
سياسي تاريخونوته او دحل لياره پيداکړو ٠ د حق
که ملت و ملامحمدعمر صاحب ته ملت ګوته ونه نيسي ٠ قرأن او حديث ،تاريخ خو د چالاس نسي نيولاي
خق ويل اصلأ د قرأن او حديث حفاظت دي ٠ که څرنګه ؟؟؟؟؟



Adil watanmal
07.12.2004

محترمو لوستونكو
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
د حق ويل ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
لومړي خو دلته د بعض ليكنو په لوستولو سره هغه د پښتو متل راپه زړه شو چې وايي مونږ ته مسئلي كوي او خپله پري حملي كوي.

كه تاريخ ته نظر وكړو نو يرغلګرو او لاسپوڅو ئې چې چا ته د ملي اتل او يا داسي نورو ښه نومونو ورګړه كړي هغه په حقيقت كې ملي خائنان او غداران دي .
يرغلګر او لاسپوڅي ئې مجبور دي چې په دين، قوم، ناموس او طن نه دفاع كونكو باندي مختلف بد نومونه كيږدي چې پدي خپلي شپي تيري كړي او لاسپوڅي ئې خپله تنخوا هم پري حلاله كړي.

[color=darkblue:87a4c47b9c]كله يو سوچ راوليږي كه ملا صاحب محمد عمر او ملګري ئې په حكومت كولو نه پوهيدل او سبب ئې دا وه چې مليان او طالبان وه د دنيا نه ناخبره وه ((لكه چې يرغلګر او لاسپوڅي ئې وايي)) نو د اوسني حكومت واګې خو هم د داسي كسانو په لاس كې دي چې څوك سګشويان دي او څوك سګوانان دي او څوك هل.... نو دوي به افغانانو ته څه خير راوړي بغير د شر نه.[/color:87a4c47b9c]

انګريزانو د خپل يرغل پر وخت د غلو د ډلو مشر د افغانستان حاكم ګرځولي وه او افغانستان هغه محال څنګه وه؟ نو زه دلته خبره پري كول نه غواړم خو دومره وايم چې هغه محال يرغلګرو او لاسپوڅو ته ئې چې كومه سزا وركړي شو نو لري نه ده چې اوسني يرغلګر او دغه لاسپوڅي سګوانان او سګشويان به ئې هم وڅكي.

حيران دي ته يم چې هغو لاوډسپيكرونو نه چې د روسي وحشي يرغل پر وخت د كمونيزم د ملاتړ د ډولونو اوازونه اوريديل كيدل نن ولي د كمونيزم د نفرت او د ډيموكراسۍ په ملاتړ اوازونه ترينه راوځي.خو دا نظر هم نشو ردولي چې د مايكرافون مخي ته خوځيندوكي خولي بدلي شوي.

همدارنګي نن ګورو هغه د لكونو افغانانو وينو چښونكي چې تر اوسه ئې د لاسونو نه د مظلومو انسانو د ويني بوي خيږي او د يرغلګرو صلبي ځواكونو په كومك د افغانستان واګې ئې په لاس كي اخيستي نن ځانونه ملي اتلان ښي خو دغه ليوه ذاته انسانان نه پوهيږي چې ملت دومره ناخبره نه دي چې خپل دوست او دښمن نه پيژني.

اوس يو ځاي كار لرم نوري خبري به بيا سره كوو خو دومره وايم چې [color=darkred:87a4c47b9c]رسول صلي الله عليه وسلم د يرغلګرو سره صلحه نه ده كړي.[/color:87a4c47b9c] بلكي په اسلام كې كفري يرغلګرو په خلاف جهاد فرض عين كيږي.زه پوهيږم چې جهاد هغه كلمه ده چې كفري يرغلګر او لاسپوڅي ئې ډير ښه په معنى پوهيږي او ډيره زياته يره ترينه كوي او همدا وجه ده چې د يرغلګرو لاسپوڅي مليان د كفري يرغلګرو د پنجو د ټنګو په خاطر په مختلفو طريقو سره مسلمان د جهاد څخه منع كوي او حتي بعض وخت د جهاد د فرضيت نه هم انكار كوي. [color=darkblue:87a4c47b9c]اد همدي زنځير د كړيو نه يوه د مجاهدينو په بدو نومونو نومول دي لكه د روسي وحشي يرغل پر وخت اشرار ونومول شوه او د صلبي يرغل پر وخت دهشتګر.[/color:87a4c47b9c]نور بيا

.................د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

..........................................................عادل وطنمل



ع کريم حليمي
07.12.2004

.................................................................بِسمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

...........................فَإِن تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسبىَ اللَّهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكلْت وَ هُوَ رَب الْعَرْشِ الْعَظِيمِ

................دغه د 7 واره د ورځي وايه او 7 واره د شپې نو ټوله د زړه غمونه بدي ورک سي ٠ ارام به اوسې

..........................................................................په حواله د ابوداود
حدثنا يزيد بن محمد الدمشقي، حدثنا عبد الرزاق بن مسلم الدمشقي، - وكان من ثقات المسلمين من المتعبدين - قال حدثنا مدرك بن سعد - قال يزيد شيخ ثقة - عن يونس بن ميسرة بن حلبس عن ام الدرداء عن ابي الدرداء رضى الله عنه قال من قال اذا اصبح واذا امسى حسبي الله لا اله الا هو عليه توكلت وهو رب العرش العظيم سبع مرات كفاه الله ما اهمه صادقا كان بها او كاذبا ‏.‏


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more