د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دکمپيوټر پښتو قاموس

زهيرشينواری
02.10.2004

درنو او په خپله ژبه مينو هيوادوالو !
لکه څنګه چې تاسو ټول پوهيږی د نړۍ په زياتو هيوادونو کې د کمپيوټرپروګرامونه خپلې مورنۍ ژبې ته اړول شوی دي خو له بده مرغه په پښتو ژبه کې تر اوسه دا کار نه دی شوی او همدا لامل دی چې د ميکرو سافت کمپنی هم په خپلو پروګرامونو کې پښتو ته ځای نه دی ورکړی .که موږ په دې هيله کينو چې ژبپوهان به راته دا کار تر سره کړي نو باور مې نه شي چې دا وړۍ به شړۍ شي .ځکه پخواني ژبپوهان يا مړه شوي او کوم چې ژوندي دي هغوي د کمپيوټر له علومو سره نا اشنا دي ، او دا کار يې په وس پوره نه دی نو زما هيله داده چې دا کار په ګډه د نويو ژبپوهانو په مرسته د همدې پاڼې له لارې تر سره شي ، که څوک علاقه لري په دې اړه دې خپل نظر وليکي :
دا پيل به له کليدړې نه پيل کړو :
Key Board: (کليدړه ) زه يې داسې پيل کوم کيبورډ ته ځنو ليکدړه او ځنو ورته ليکمن کلمه راوړې ، خو زه ورسره موافق ځکه نه يم چې په کيبورډ يوازې ليک نه بلکې نور څه هم تر سره کيږي نو ښه به وي چې کټ مټ وژباړل شي او هغه بايد کليدړه وي .
لاندې کلمو ته تاسو خپلو نظر وليکی :
power
sleep
wake Up
Scroll Lock
Pause Break
Page Up
page Down
End
Delete
insert
Enter
Num Lock
Home
Shift
ctrl
Alt
درنو دوستانو هيله ده چې پورتنيو لغتونو ته په پښتو کې مناسبه کلمه وليکی. هر څوک بايد دا کار وکي په پای کې چې د هر چا کلمه درسته وه هغه به انتخاب او اړونده مجلو او اخبارونو ته به وړاندې شي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more