د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

چې کله لوی شومه پښــتو به وايم

محمود سعيد
04.06.2012

يو پښتون ماشوم وايي:
راشه مـــــــــورې نه پوهېږم، څه وايـــي؟
بل څــــه وايي، ستا ژبــــه خو نه وايي
ښـــکاري زه او ته دلته يــــــــــوازې يو!
نور خلک زموږه ژبــــــــــه نه وايــــــي
پورته په تـــخته دا څه ليـــکلي دي؟
نه وايي خـــوږه پښــــــتو، ترخه وايي
مه وهه ښــــوونکيه زه هم څوک يمه
مـــور مې ويل موږ ته پښـــتانه وايي
ژبه لرم، ويـــاړ لرم، افغــــــــــــان يمه
هسې موږ ته اوس خلک د غره وايي
زه چې کله لوی شومه پښـــــــتو کوم
وايم به پښـــتو که څوک هر څه وايي
نه پــــرېږدم بــــــدل درته په يـــــاد لره
ښه به دې مروړم داسې مې زړه وايي
ولې زما په ژبه کتــــــــــــاب نشته دی
ولې کتابليــــک ته کتابــــــــچه وايي
ژبـــــه خو مې پرې ده، ورځ هم نلرم
څوک ورته شنبه څوک يکشنبه وايي
راشه ای سعيده لاس مې ونــــــــــيسه
دې ښار کې بې تا څوک پښتو نه وايي


سلامونه

tandar
04.06.2012

سلامونه
ډير عالي احساس دي دعذت وړ دي
مننه


محمود سعيد
10.06.2012

عليکم سلامونه
مننه کوم. ستاسې له هڅونې او نېک نظر څخه بيا هم مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more