د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

بابا، دادا/ کوم یو یې ښځینه دی؟

حمید هڅــاند
27.05.2012

اسلام علیکم..
زموږ د سیمې خلک نیا/انا ته دادا وایي. زه چې کله خبر شوم چې ختیځوال نیکه ته دادا وایې نو خدایزده ډېر مې وخندل؛ خو چې ختیځوال ملګري مې کله پوه شول چې موږ انا ته دادا وایو نو په ما یې هم زړه تش کړ... زه لا اوس هم کنفیوز یم چې کوم یو یې ښځینه نوم دی.
چې څومره سرونه، هغومره فکرونه؛ زما په خپل فکر دادا باید انا ته وکارول شي؛ ختیځوال د انګلیسې او اردو د ډاډي تر اغېز لاندي پلار یا نیکه ته ډاډي=دادا کاروي. ستاسو فکر څه وایې؟

درنښت


ډاکتر څپاند
31.05.2012

سلامونه
په كنداريانو به فيصله وشي چى دادا چا ته ويلى شي :D


حمید هڅــاند
03.06.2012

[quote:8db0b283de]په کندهاریانو به فیصله وشي[/quote:8db0b283de]
کندهاریان مور یا انا ته، زما په فکر، دادا وایي. ډاکتر صیب؛ اوس پکې څه وایاست؟
درنښت


larghonay laraway
03.06.2012

سلامونه!
هڅاند صيب ستا له دې خبرې سره د کوټې د کاکړو پزه راياده شوه. هغوی پوزې ته سونډې وايي، ما چې په لومړي ځل واوريدو نو ستاسو په څېر مې ډېر وخندل.
خبره د کندهاري او ننګرهاري نه ده بلکې د پښتو ژبې د ريښې خبره ده.
د ريښې له مخې پښتو، انګريزي، هندي ټولې هندواروپايي ژبې دي چې ډېر مشترکات سره لري لکه: پلار، پادر، دادا، ډیډي، مور، مادر، اس، هارس او ...
نو که (دادا) له (ډېډي) سره تړاو ولري دا د پښتو ژبې په اصالت دلالت کوي. ځکه چې ريښه يي تړاو لري. همدا راز بابا، دادا، کاکا، لالا، ماما، ابا او ... دا ټول نارينه نومونه دي چې په مقابل کې يې انۍ، ابۍ، ببۍ، ترورۍ، خورکۍ، مورکۍ او نور دي. په اصل کې نيا ته (انا) ويل هم سم نه دي بلکې نيا ته (انۍ) ويل کېږي چې پورتنی ګردان يې هم سم راځي. خو په کندهار کې به البته دا هم د دادا په وزن شوی وي.
دادا پلار ته ويل کېږي چې په مقابل کې يې مور ته ادې وايي. (ادې او دادا)
ښه خو دا ده چې خپل پلار ته دادا وايي
که کوم زوی پلار ته دادا شي دادا نه دی!
زما په خيال د حميد يا پير محمد کاکړ دی!
مننه
ستاسو لاروی

يو شمېر پښتو نومونه سماعي دي چې ښځينه او نارينه نښه نه لري بلکې همداسې له پخوا اوريدل شوې وي چې په نورو ژبو کې هم شته.


حمید هڅــاند
04.06.2012

[quote:6c860a6cca]هڅاند صيب ستا له دې خبرې سره د کوټې د کاکړو پزه راياده شوه. هغوی پوزې ته سونډې وايي، [/quote:6c860a6cca]

:o :lol:

لاروی صیب؛ زه ستاسو په ډول په څانګیز(مسلکي) ډول نه شم غږېدلای، خو یو عرض لرم:
دا ټولې ژبې یوه رېښه لري او ډېری لغتونه یې هم یو شان تلفظ لري ( تاسو ویلي)؛ منم. خو زموږ د سیمې خلک ولي انا/مور ته دادا وایې؟ زه دا نه وایم چې میم زرما ټول یې زما؛ خو دا به هم سمه نه وي که وویل شي چې زموږ د سیمي خلک که ورته وایي نو وايي دي؛ دا هسي د لهجې خبره ده. مطلب زه کوم ته سم او کوم ته ناسم ووایم؟

درنښت


larghonay laraway
04.06.2012

السلام عليکم!
ګوره هڅاند صيب لهجوي ستونزې به خامخا منې او د معيار په خاطر به ترې تېرېږې.
له ځينو لهجو کې اکثره وخت د نر او ښځې توپير نه کېږي نو مجبور دي چې په ليکلو کې معيار ته غاړه کېږي. د بېلګې په توګه زمونږ د هېوواد غلزي لهجه نر ته هم ښځينه ضمير کاروي لکه (هغه سړی ده) همدا راز د کندهار خلک ښوونځي ته ښوونځۍ وايي او ضمير هم ورته ښځينه کاروي. په همدې ترتيب د کندهار په لهجه کې وايي : موږ ډوډۍ ووخوړل. چې ډوډۍ وخوړه په کار ده!
په هر ترتيب اوس به له تاسره دا پوښتنه پيدا شي چې معيار لا څه شی دی او د کوم سند له مخې يې ومنو؟
معيار زمونږ او ستاسو د پښتو ژبې د لغتونو هغه قاموس دی چې تر ټولو ډېره برخه په کې د استاد نوري ده او د پکتيا او ننګرهار د پښتو ټولنې د پوهانو په شمول استاد ارواښاد حبيبي، بينوا، رښتين، خادم او الفت منلی او ليکلی دی.
که تاسو د پښتو پښتو تشريحي قاموس پاڼې واړوئ نو دادا پلار او کله کله نيکه ته وايي. په همدې ترتيب پښتو انګريزي قاموس چې ارواښاد رحيمي چاپ کړی او د پښتو ټولنې غړی او د کندهار ؤ هغه ليکلي:
دادا يعنې father, grandfather
مننه
لرغونی لاروی


حمید هڅــاند
04.06.2012

لاروی صیب؛ خبرې دي په دواړو لیمو. کله چې راته (کنفیوژن) پیداکېږي نو همدا تاسو یاست چې خبره درسره شریکه کوو؛ او چې تاسو داسي ښایسته ځواب راکړئ چې:
[quote:8827ffc58c]که تاسو د پښتو پښتو تشريحي قاموس پاڼې واړوئ نو دادا پلار او کله کله نيکه ته وايي. په همدې ترتيب پښتو انګريزي قاموس چې ارواښاد رحيمي چاپ کړی او د پښتو ټولنې غړی او د کندهار ؤ هغه ليکلي:
دادا يعنې father, grandfather [/quote:8827ffc58c] نو زموږ پوښتنه به هم حل شي.

او دا لاندي خبره مو په زړه پوري ده:

[quote:8827ffc58c]معيار زمونږ او ستاسو د پښتو ژبې د لغتونو هغه قاموس دی چې تر ټولو ډېره برخه په کې د استاد نوري ده او د پکتيا او ننګرهار د پښتو ټولنې د پوهانو په شمول استاد ارواښاد حبيبي، بينوا، رښتين، خادم او الفت منلی او ليکلی دی[/quote:8827ffc58c]
که د معیار په اړه یوه ځانګړې لیکنه وکړئ نو ښه به وي ترڅو پورتنۍ خبره مو نوره هم روښانه شي او موږ هم څه ترې زده کړو.

له ځواب څخه مو مننه
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more