د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبان ملی و طالبان مزدور

تيمور
25.05.2012

هموطنان نهایت محترم اسلام علیکم،
راپورهای اخیر نمایانګر آن است که ګروه طالبان در یک کشمکش درونی بسر میبرند، و آن اینکه یک تعداد از طالبان وطنپرست و خیرخواه که واقعاً دلشان برای ملت مسلمان شان و کشور به خاک وخون نشسته شان میسوزد و آنها واقعاً میخواهند مسایل و مشکلات موجوده را توسط مذاکرات و نشستهای قومی حل و فصل کنند؛ اما طرف مقابل افرادی در سطح رهبری آنها قرار دارند که غلامی و مزدوری بیګانه ها برایشان از هر چیزی برتر و ارزشمند تر میباشد، و تنها هدفشان کشتار و ترور مردم مسلمان، ویرانی و تباهی افغانستان عزیز میباشد.
ترور های اخیر به خصوص ترور مولوی صاحب ارسلا رحمانی که ایشان از جمله اشخاصی بود که اکثریت ملت مسلمان و چشم براه صلح و آرامش ما نسبت به آنها و نقش مو‌ءثر شان در پیشبرد پروسه صلح، امید های زیادی پیدا کرده بود. اما ترور اشخاص ملی و خیرخواه چون مولوی رحمانی سئوالاتی را ایجاد کرده که با ترور این عضو ارشد شورای صلح بار دیگر مردم مظلوم ما را به یک نوع تشویش دیګر می اندازد وآن اینست که آیا پروسه صلح به نتیجه ای که مردم جنګ زده و بیچاره ما که در ذهن خود ترسیم نموده اند، خواهند رسید ویا اینکه نسبت به این پروسه به دنبال مذاکره با گروهی (طالبان) هستند که هیچ علاقه ای به صلح و امنیت ندارند.
پس دیده میشود که ګروه طالبان متشکل اند از دو ګروپ، ګروپ اول آنهایکه طرفدار ختم جنګ و برادرکشی در وطن شان هستند. اما ګروپ دیګر آنهایکه فقط نوکر و امر بردار دشمنان مردم و کشور ویران ما هستند، و یګانه هدف آنها قتل، غارت و تباهی میباشد و بس.
والسلام،


larghonay laraway
27.05.2012

السلام عليکم!
تيمور صيب ستاسو هدف روښانه نه دی.
لومړی وايئ چې طالبان دوه ډلې دي او بيا د ارسلارحماني خبره کوئ او داسې ښودل غواړئ چې ارسلا رحماني ګنې د طالبانو هغې ډلې وژلی چې سوله نه غواړي!
لومړی خو دا نه شئ ثابتولی ځکه طالبان د ذبيح الله مجاهد په نامه يو داسې لوډسپيکر لري چې که يونس قانوني په خپل کور کې دخپلې ښځې له خوا په څپلکه ووهل شي هم ذبيح الله يې پړه پر غاړه اخلي او د طالبانو کار يې بولي. ولې د رحماني پړه يې په غاړه وانه خيسته!

بله دا چې تاسو طالبان په دوو ډلو وېشئ خو طالبان ګڼې ډلګۍ دي چې هره ډله يو چاته کار کوي. طالبان داسې دي لکه د کرزي حکومت چې هر وزير، مشاور، والي او ولسوال حتی د پارلمان غړي په بېلابېله توګه له يو بهرني هيواد او يا د افغانستان مخالفې بهرنۍ ډلې سره تړلي خو په عموم کې ټول د کرزي په حکومت کې کار کوي.
طالبان هم په عام ډول د ملاعمر ډله ده خو ګڼې ډلګۍ لري لکه:
د پاکستان طالبان
د ايران طالبان
د امريکا طالبان
د انګلیس طالبان
د المانیانو طالبان
د فرانسويانو طالبان
د هندوستان طالبان
د کرزي طالبان
د شمالي ټلوالې طالبان
او د ... طالبان
حتی يو شمېر شخصي امنيتي کمپنۍ هم خپل خپل طالبان لري
پاتې شوه د سولې عالي شورا
دا هغه بدنامه شورا ده چې د امريکايانو د لنډغرو پوځونو تر جنايتونو هم د دوی جنايتونه غټ او د بښنې نه دي!
ځکه دوی د امريکا د ډالرو يوې بدنامې او سپکې پروژې ته د سولې عالي شورا وايي او په هيڅ ډول سوله نه غواړي نو تر دې سترجنايت نشته !
مننه


پتوال
09.06.2012

[quote:7ccc0815d9]پاتې شوه د سولې عالي شورا
دا هغه بدنامه شورا ده چې د امريکايانو د لنډغرو پوځونو تر جنايتونو هم د دوی جنايتونه غټ ، او د بښنې نه، دي!
ځکه دوی د امريکا د ډالرو يوې بدنامې او سپکې پروژې ته د سولې عالي شورا وايي او په هيڅ ډول سوله نه غواړي نو تر دې سترجنايت نشته !مننه[/quote:7ccc0815d9]
لاروی صیب ټیک او ډېره پر ځای خبره مو کړې :
که حکومت د شمالي ټلوالې وي نو د دغې ټلوالې په لاس د سولې عالی شورا جوړولو ته څه ضرورت ؟؟؟
او که دولت د شمالي ټلوالې نه وی نو بیا د شمالي ټلوالې په لاس د سولې عالی شورا جو ړول څه معنی ؟؟؟؟
نو د پیسو په بدل کې د سولې مخه نیول هغه هدف دی چې دامریکا او شمالی ټلوالې په شتراتیژیکه همکارۍ ورته کار کیږي
او د جګړې غځول خوندي کوي !
په دې توګه دوی نه یواځې د سولې مخه نیسي، بلکې د سولې د یو واقعي غورځنګ د رامنځته کولو امکانات پرې هم خنثی کوي!
ځکه که د سولې یو اسلامي غورځنګ رامنځته شي نو هم به د cia او هم به د ISI په سترګو کې اغزي وکري!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more