د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

اسلامي ولسواکي یا اسلامي ملتپالنه

حمید هڅــاند
21.05.2012

اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته
د اسلامي ولسواکي او اسلامي ملتپالنې توري په مو هرومرو اورېدلي وي. په یو بحث کې په دې اړه پتوال صیب خپل توضیحات راسره شریک کړل، د هغه بحث په پای کې مسلم قلموال صیب زموږ د بحث خلاصه او پایله په لاندي ډول کښلې وه:
[quote:8e60400e8e]جازه راکړﺉ چې زه هم څو کرښې تورې کړم
زما په اند د ښاغلي پتوال صیب او ښاغلي حمید هڅاند صیب
په اندونو کې لږ څه توپیر دی او د یو بل په تفاهم کې لږ کمی دی۰
زما په اند د ښاغلي حمید هڅاند صیب مدعی دا ده چې اسلام یو
بشپړ سیاسي اقتصادي او اجتماعي نظام دی، د ټولنې او سیاست ټول اړخونه ځان کې رانغاړي نو اړتیا نشته چې اسلامي نظام د نورو نظامونو سره خلط کړو، یا د اسلام سیاسي او اجتماعي نظام ته نور نومونه واخلو۰
او د ښاغلي پتوال صیب دریځ دا دی چې هو اسلام یو جامع او کامل دین دی ، په اسلام کې د ولسواکۍ او ملتپالنې مفاهیم او اساسات
وجود لري، نو باید دغه مفاهیمو او اساساتو ته دومره وسعت ورکړل شي چې ولسواکان او ملتپالان هم ځان سره په غیږ کې ځاي کړی شي او ولسواک و ملتپال خلک د دغو مفاهیمو په پیژندلو او درک کولو سره چې د ولسواکۍ او ملتپالنې بنیادات په اسلام کې شته اسلامي نظام
خپل کړي او پدې توګه باید د اسلامي نظام د هراړخیزتوب او جامعیت څخه ګټه پورته شي۰
نو د اسلام دغه جامع نظام خپله اسلامي امت واکي یا اسلامي ولسواکي شوه، که مونږ یې پرې ونوموو او کنه خو ماهیت او اصلیت یې دغه مفهوم او معنی په ځان کې رانغاړي.
ایا همداسې ده او کنه زه تېروتنه کوم؟[/quote:8e60400e8e]

تر ډېره مسلم قلموال زموږ په دریځ باندي پوهېدلی دی خو زه بیا هم وایم چې اسلامي ولسواکي یانې څه؟ مسلم قلموال صیب هم د اسلامي امت واکي او ولسواکي نومونه اخلي. دلته زه په ځانګړې توګه له
پتوال صیب او مسلم قلموال صیب څخه غواړم چې یواځي او یواځي د اسلامي ولسواکي په اړه توضیحات وړاندي کړي؛ د موضوع په اړه د نورو ملګرو ګډون او مالوماتو ته هم مخکي له مخکي هرکلی کوم.

په درنښت


Re: اسلامي ولسواکي یا اسلامي ملتپالنه

مسلم قلموال
21.05.2012

[quote:ef2847a0af="حمید هڅــاند"]اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته
تر ډېره مسلم قلموال زموږ په دریځ باندي پوهېدلی دی خو زه
بیا هم وایم چې اسلامي ولسواکي یانې څه؟ مسلم قلموال صیب
هم د اسلامي امت واکي او ولسواکي نومونه اخلي. دلته زه په
ځانګړې توګه له پتوال صیب او مسلم قلموال صیب څخه غواړم
چې یواځي او یواځي د اسلامي ولسواکي په اړه توضیحات وړاندي کړي؛ د موضوع په اړه د نورو ملګرو ګډون او مالوماتو ته هم
مخکي له مخکي هرکلی کوم.

په درنښت[/quote:ef2847a0af]

وعلیکم السلام ورحمة الله،
زه خپله د اسلام سیاسي نظام ته د اسلامي ولسواکۍ نوم نه اخلم
ځکه چې د اسلام نوم دغه ټول معاني او مفاهیم په ځان کې رانغاړي.
د ولسواکۍ بعضې اساسات په اسلامي نظام کې شته لکه شوری،
بیعت، د خلکو رایه او نظر معلومول، د خلکو رایې او نظر ته اهمیت ورکول، د خلکو په اتفاق د یوې سیاسي نظام نامې چې دوي ورته اساسي قانون وايي جوړول، همدارنګه انساني حقوق، د ښځو حقوق
او د بیان ازادي دا ټول په اسلام کې شته خو په خپل ځانګړي تعریف او تعین سره!
او زما په نظر مروج اسلامي جمهوریت هیڅکله یوه اسلامي ولسواکي نه ده، بلکه د غربي دیموکراسۍ یوه کاپي ده .
پدې اړه ډیر بحث شوی، پدې ټروني کې یې وګورﺉ ؛
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=7850&postdays=0&postorder=asc&start=0

مننه او درنښت


حمید هڅــاند
21.05.2012

ښایسته اوږد بحث مو کړی...مننه چې راته ومو ښود خو بیاهم بې
نتیجې پای ته رسېدلی دی.....نه م.ق. حلیمي صیب ته قناعت
ورکړی او نه هم پتوال صیب له خپلې [u:55decb575b]اسلامي ولسواکۍ[/u:55decb575b]
څخه اوښتی دی.

مننه


مسلم قلموال
21.05.2012

[quote:c81d17c4fe="حمید هڅــاند"]ښایسته اوږد بحث مو کړی...مننه چې
راته ومو ښود خو بیاهم بې نتیجې پای ته رسېدلی دی.....نه م.ق.
حلیمي صیب ته قناعت ورکړی او نه هم پتوال صیب له خپلې [u:c81d17c4fe]اسلامي ولسواکۍ[/u:c81d17c4fe] څخه اوښتی دی.

مننه[/quote:c81d17c4fe]
ګرانه، قناعت هله حاصلیدلی شي چې څوک ورته د زړه نه چمتو وي
او د خپلې خوښې پسې نه ګرځي .
ارشاد رباني دی:
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ

بې شکه پدې قرآن کې پند وعبرت دی هغه چا لپاره چې زړه ولري او غوږ کیږدي پداسې حال کې چې (همه تن وقلبا) حاضر وي .

مننه او درنښت
ستاسو م . ق (مسلم قلموال)


پتوال
22.05.2012

ږما سلامونه او د الله رحمتونه پر تاسې!

دروند م.ق صاحب ډیر ښه لیکلي :
[color=yellow:76c1153a5b]»د ولسواکۍ بعضې اساسات په اسلامي نظام کې شته لکه شوری، بیعت، د خلکو رایه او نظر معلومول، د خلکو رایې
او نظر ته اهمیت ورکول، د خلکو په اتفاق د یوې سیاسي نظام نامې
چې دوي ورته اساسي قانون وايي جوړول، همدارنګه انساني حقوق، د ښځو حقوق او د بیان ازادي دا ټول په اسلام کې شته خو په خپل ځانګړي تعریف او تعین سره! «[/color:76c1153a5b]
چې رزیم اسلامي وي او پورتنې شرایط ټول پلی کړي، زه ورته اسلامي امت واکي وایم او د یوه ملت په چوکاټ کې یې
ملي امت واکي بللی شو !
نو کله چې د یو هېواد لکه افغانستان اوسېدونکي مسلمانان وي او
دغه امتواکي ولري نو دغسې امت واکئ ته چې د ولسواکۍ غوره
اساسات ټول لري اسلامي ولسواکي هم ویل کیږي! که یې ولرو
بیا نو غربي لیبرالی او فاسدې دموکراسۍ څخه ژغورلي پاتې کیږو
او د ولسواکۍ له ملي او اسلامي مزایاو څخه برخمن کیږو، بلکې اسلامي رژیم پرې غښتلی او تلپایښته کیږي!
که بحث په دې وشي چې [quote:76c1153a5b]انساني حقوق، د ښځو حقوق
او د بیان ازادي (چې) ... ټول په اسلام کې شته ... په خپل ځانګړي تعریف او تعین سره[/quote:76c1153a5b] څومره د ولسواکۍ
سره ضذیت او څومره مخالف لري ، نو په اړه یط یوې ګټورې
نتیجې ته سره رسطدلای شو !
په درنښت


رښتینی
23.05.2012

دلویدیدیځ له لوړتیا سره سم په ختیځ ګې دوه آندونه رامنځته شول
یو یې په اصطلاح هغه اسلامپال پوهان وو چې غوښتل یې داسلام او
لویدیځ نظریاتاو اندونه سره نږدي کړې او دا نږدیکیدنه به طبعا داسلام
په اساساتو کې دنرمښت (!) په بیه رامنځته کیدله ځکه داذهنیت ټیټ اولویدلی
و او د دوی په اند ا اړتیا رامنځته شوې وه چې باید اسلامي آرونه له غربي
هغو سره برابر کړې او دا د لویدیځ اړتیا نه وه چې انعطاف او نرمښت ته یې اړتیا لیدلي وی بلکي داد همدي غربپالو اړتیاوه او اوس خو خبره د ادیانو
نږدیوالي ته رسیدلي ده لکه څه موده مخکې چې دواټیکان پاپ او ځیني مسلمانو
واکمنو په دي اړه غونډې هم لرلې .

او بله ډله هغه اسلامپال وو چې هغوی نه غوښتل اسلام د وخت داړتیاو
له پاره وسکڼې او یا یې په اصطلاح له لوړ تمدن (لویدیځوال تمدن) سره د تطابق هڅه
وکړې دا ډله غواړي اسلام پخپلو اصولو کې تشریح او او داسلام سیاسي
نظام له باندني اغیز پرته ومني.

له دي لنډي سریزې وروسته ویلی شو چې داسلام او دیموکراسي په منځ
کې د یووالي یانږدیوالي منډي ترړي دلومړی ډلي هڅې دي چې له ډیرې مودي
راهیسي رواني دي (نوربیا)


پتوال
23.05.2012

رښتینی صیب وایی:

[quote:0dd3e5e65f]له دي لنډي سریزې وروسته ویلی شو چې داسلام او دیموکراسي په منځ کې د یووالي یانږدیوالي منډي ترړي دلومړی
ډلي هڅې دي چې له ډیرې مودي راهیسي رواني دي
(نوربیا)[/quote:0dd3e5e65f]
د حقایقو لړل هم په حقیقت سترګې پټول دی:
نن آن ماشومان هم له دې خبر دی چې د غربی لیبرالې دموکراسۍ یوځای کول له اسلام سره ناممکنه کار دی او غربیانو د اسلام
د نسبي کولو او تحریفولو له پاره دغسې هسې له پخوا راهیسې کړي دي! خو دا بیله خبره او بیل بحث دی !
زمونږ بحث به هغو اسلامی او آن شرعی اصولو دی چې که چیرته عملي او پلي شی نو غربي دموکراسۍ ته بیا هېڅ اړتیا نه ليدله کیږي !!!!
او که چیرې د پښو لاندې پاتې شی لکه د اسلافو د خلافت نه
راوروسته چې تر نن ورځې پورې تر پښو لاندې شوې او
سلاطینو او امیرانو پرې خپل حاکمیت ابدی ساتلی دی، نو
بیاطبیعي ده چې مسلمان ولسونه هم د خپلې آزادۍ له پاره غربي ماډلوونو ته ورګرځي او په نتیجه کې اسلام ور سره ختمیږي!
افغان سید جما ل الدین هم د شورایت اصل د حکومت او ادارې له
پاره مخې ته وړاندې کړی و، ایا نوموړي اسلام تحریفاوه؟؟؟
د غربی دموکراسۍ پلوی یې کاوله ؟؟؟؟ او که د غرب د استعمار
په وړاندې یې مسلمانان د اسلامي سیاست په معنویاتو او اصولو
تجهیزول!


حمید هڅــاند
23.05.2012

د بحث ګډونوالو او لوستونکو ته
اسلام علیکم ور حمةالله
حامد وروره؛ بحث کې ستاسو ګډون ته د زړه له کومي ښه راغلاست وایم؛ هیله ده خپل نظر راسره بیاهم شریک کړې.
پتوال صیب لیکي:
[quote:1d52fabc14]چې رزیم اسلامي وي او پورتنې شرایط ټول پلی کړي، زه ورته اسلامي امت واکي وایم او د یوه ملت په چوکاټ کې یې
ملي امت واکي بللی شو ! [/quote:1d52fabc14]
ولي ورته [u:1d52fabc14]اسلامي امت واکي[/u:1d52fabc14] وایې؟ او څنګه یې اسلامي امت واکي بللی شې.
پتوال صیب؛ ایا فکر کوې چې د امت واکي د تورې په زیاتولو سره د نظام نوم بشپړولای شې؟ تاسو وړاندي وایاست:
[quote:1d52fabc14]که یې ولرو بیا نو غربي لیبرالی او فاسدې دموکراسۍ څخه ژغورلي پاتې کیږو
![/quote:1d52fabc14]
د غربې فاسدې دیموکراسۍ څخه هله ژغورل کېږو چې په خپل بشپړ شوي او راته خوښ شوي نظام، اسلام باندي پوره منګولي ولګوو؛ ایا همداسي نه ده؟

[quote:1d52fabc14]او د ولسواکۍ له ملي او اسلامي مزایاو څخه برخمن کیږو، بلکې اسلامي رژیم پرې غښتلی او تلپایښته کیږي[/quote:1d52fabc14]
پتوال صیب؛ فکر کوم زما په څېر تاسو هم په دې اند یاست چې اسلامي نظام باید پشپړ پلی شي، شورا باید خپل رول ولوبوي او د یو نفر رایه په ټولو تحمیل نه شي. ډېره ښه خبره ده؛ تاسو په وار وار وایاست چې اسلامي نظام لکه په هغه لومړیو باید په پوره مانا رامینځته شي. زه هم درسره سل په سلو کې موافق یم.خو ګوره دا ډول نظام ته اسلامي نظام ویل کېږي؛ امت واکي او ولسواکي بیا له کومه پکې راپیدا شوه؟؟
[quote:1d52fabc14]
زمونږ بحث به هغو اسلامی او آن شرعی اصولو دی چې که چیرته عملي او پلي شی نو غربي دموکراسۍ ته بیا هېڅ اړتیا نه ليدله کیږي !!!! [/quote:1d52fabc14]
بالکل؛ همداسې ده! بلکې حامد ورور او مسلم قلموال هم له خپلو لیکنو ښکاري چې په همدې نظر دي!.

په درنښت


پتوال
23.05.2012

هڅاند صیب او نورو دوستانو ته سلام!
[quote:f38f262076]تاسو په وار وار وایاست چې اسلامي نظام لکه په هغه لومړیو باید په پوره مانا رامینځته شي. زه هم درسره سل په سلو کې موافق یم.خو ګوره دا ډول نظام ته اسلامي نظام ویل کېږي؛ امت واکي او ولسواکي بیا له کومه پکې راپیدا شوه؟؟ [/quote:f38f262076]
دا ډول نطام له ۱۴ بیړیو څخه په یوه (لومړنئ) پیړۍ کې و، ولې دې نورو ۱۳۰۰ کالو کې هم د اسلام په نامه حکومت شوی او کیږي، نو
کوم یو ته غیر اسلامي یا نیمګړی اسلامي حکومت او یا نامشروع حکومت وايې؟؟؟؟
د طالبانو ۶ کلنه دورې دې هم نه منتخب امیر الامارات او نه منتخبه شورا (پارلمان) درلود ، بلکې انتخابات یې
له بېخ او بن څخه ردول! او د راتلونکي دویم ځل له پاره یې هم ردوي
خو د رژیم په برخه کې د اسلامیت ټیکداران
هم ځان ته وايي ، ایا همداسې نه ده ؟؟؟؟؟ سعودي کې تر اوسه میراثي سلطنت دی ، شورا منتخبه شورا نه لري، خو
د اسلام په نامه د ټولو نړۍ د مسلمانانو مشري کولو ته ډير لیواله دی!
نو ددې له باره چې ددط ۱۳ سوه کلن پرکتیک څخه د بشپړ اسلامی سیاسی نظام فرق وشي او د غربي ولسواکۍ د غوښتونکو په خوله هم کلک ګوزار وارد شي باید د راشیدینو د خلافت ددورې امت واکي
راژوندۍ کړو ، ځکه هغه وخت خلیفه په آزاد بیعت ټاکل کېده چې د نني آزادو انتخاباتو ابتدایی بڼه وه ، باید همغه امت واکي رامنځته کړو البته د ملت د سرداتو په داخل کې!
او که صرف د اسلام چغط وهو نو اتوماتیک د طالبانو او نورو سلاطینو د نیمګړی اسلامی نظام غځول ترې مراد کیږي ، نه بشپړ اسلامي نظام !
د موضوع تاریخي او تکاملي اړخ هم خورا مهم دی ، یو اصل چې د شرایذو د خام والي له کبله ۱۴ سوه کاله
پخوا ځنګه پلی کېده، اوس ذبعا همغه اسلامی اصل په بشپړه او عص ري بڼه پلی کول غواړي. شفاف او عادلانه عصري انتخابات
که پارلماني وي که د ریاست جمهوري له پاره په اسلامي هیواد کې
دبخواني اسلامي بیعت بشپړ او متکامل شکل دی!
پرمشخصه محتوا یې سړی مفصلې خبرې کولی شی . والسلام !


حمید هڅــاند
26.05.2012

وعلیکم سلام؛
ستاسو له تبصرې زما پایله داشوه:
ـــ د تاریخ په اوږدو کې او حاضردمه ډېری نظامونه، سره له دې چې ډېری کارونه یې اسلامي نه وي خو بیا هم ځان ته د اسلام ټېکه داران وایې چې تاسو بیلګې هم یادې کړې دي.
تاسو د حل لارې ښوودلو لپاره وړاندي وایاست:
[quote:3dcaba589d]نو ددې له باره چې ددط ۱۳ سوه کلن پرکتیک څخه د بشپړ اسلامی سیاسی نظام فرق وشي او د غربي ولسواکۍ د غوښتونکو په خوله هم کلک ګوزار وارد شي باید د راشیدینو د خلافت ددورې امت واکي
راژوندۍ کړو [/quote:3dcaba589d]
څو خبرو ته ستاسو پام را اړوم:
۱) د راشده خلفاو د وخت حکومت ته اسلامي امتواکي نه ویله کېده؛
۲) تاسو چې کومه ستونزه یاده کړې ده د هغې د مخنیوي لپاره یواځي د اسلام تر بیرغ لاندي راټولېدای شو، ځکه:
۳) هغه کسان چې ځان ته مسلمانان وایې او د اسلام تر نوم لاندي هم خیانت کوي، هغوی تر نورو نومونو لاندي نور هم د خیانت کوونکي کېږي،
۴) ستونزه زموږ ده؛ د نظام یا د نظام د نوم نه ده.
[quote:3dcaba589d]او که صرف د اسلام چغط وهو نو اتوماتیک د طالبانو او نورو سلاطینو د نیمګړی اسلامی نظام غځول ترې مراد کیږي ، نه بشپړ اسلامي نظام ! [/quote:3dcaba589d]
دا خبره در سره نه منم؛ ځکه:
ــ الحمدالله ټول خلک د اسلام په مانا او اسلامي ارشاداتو پوهېږي، اسلام د اوسني عیسویت په څېر نه دی چې پخپله عیسویان ځینې نا خبره دي،

[quote:3dcaba589d]شفاف او عادلانه عصري انتخابات
که پارلماني وي که د ریاست جمهوري له پاره په اسلامي هیواد کې
دبخواني اسلامي بیعت بشپړ او متکامل شکل دی![/quote:3dcaba589d]
شفاف؟ عادلانه؟ ایا بیلګې یې هم ورکولی شئ؟


پتوال
27.05.2012

له سلام وروسته :
ما لیکلی و :
(( نو ددې له باره چې ددې ۱۳ سوه کلن پرکتیک څخه د بشپړ اسلامی سیاسی نظام فرق وشي او د غربي ولسواکۍ د غوښتونکو په خوله هم کلک ګوزار وارد شي باید د راشیدینو د خلافت ددورې امت واکي
راژوندۍ کړو))
تاسو لیکلي :

۱[quote:0962f9132c]) د راشده خلفاو د وخت حکومت ته اسلامي امتواکي نه
ویله کېده[/quote:0962f9132c]
ږما ځواب داو : خو اسلامي امت واکي وه، هغه وخت دا شورا او شورایت ګڼل کېده، چې په لا تدقیق بشپړاوي سره
ترې د ننيو عامو، آزادو ، عادلانه او شفافو انتخاباتو اصل جوړیږي! داچې اسلامي خصلت یې
تضمین شي، نو ځکه یې اسلامي امت واکي بللی شو!
ستاسط غبرګون :
[quote:0962f9132c]) تاسو چې کومه ستونزه یاده کړې ده د هغې د مخنیوي
لپاره یواځي د اسلام تر بیرغ لاندي راټولېدای شو، ځکه:
هغه کسان چې ځان ته مسلمانان وایې او د اسلام تر نوم لاندي هم خیانت کوي، هغوی تر نورو نومونو لاندي نور هم
د خیانت کوونکي کېږي، [/quote:0962f9132c])
که طالبان يې اصل او اساس ومني او په خپلاسلامیت باور لري نو د پلي کولو وعده دې ملت ته ورکړي نوم دې پرې
نه امت واکي ږدي او نه اولسواکي خو انتخاباتي ملی شورا دې
ولري ! او که نه د اسلام په نامه هم اسلام
ته خدمت نشي کولای! په همدې معنی دې دا لاندې جمله په یو
شرط منم :
[quote:0962f9132c]ستونزه زموږ ده؛ د نظام یا د نظام د نوم نه ده.
[/quote:0962f9132c]
چې د (زمونږ) پر ځای په کې زمونږ (‌طالبان ) ولیکې چې:

[color=blue:0962f9132c]ستونزه د طالبانو ده؛ د اسلام یعنې د نظام د
نوم نه ده.[/color:0962f9132c]

او که صرف د اسلام چغې وهو نو اتوماتیک د طالبانو او نورو
سلاطینو د نیمګړی اسلامی نظام غځول ترې مراد کیږي ،
نه بشپړ اسلامي نظام !
خو ته لیکې :
[quote:0962f9132c]دا خبره در سره نه منم؛ ځکه:
ــ الحمدالله ټول خلک د اسلام په مانا او اسلامي ارشاداتو پوهېږي، اسلام د اوسني عیسویت په څېر نه دی چې پخپله عیسویان ځینې
نا خبره دي، [/quote:0962f9132c]
نو ایا په دا ۱۳۰۰ کالو کې چې بشپړ اسلام پلی نشو فکرکوې چې 
دعربو په شمول څوک په اسلام نه پوهيدل اوس ايله طالبان په 
اسلام پوه شول نو بشپړ اسلام به حتما پلی کړي ؟؟؟؟ 

شفاف او عادلانه عصري انتخابات :
[quote:0962f9132c]شفاف؟ عادلانه؟ ایا بیلګې یې هم ورکولی شئ؟[/quote:0962f9132c]
د اول خليفه بيعتي رايګيرۍ شفافې وې، خو ايا تاسې کومه 
بيلګه ورکولی شئ چې له خلافت وروسته په ١٣٠٠کالو  ديکتاتورۍ 
کې چا بشپړ اسلام پلی کړی وي؟؟؟
تر ډيره حده  ازاد ، شفاف ،عام او  قانوني انتخابات په اروپايي 
هيوادونو کې تکراريږي ٠ د ديني اسلامي کنترل لاندې په اسلامي
 هيوادونو کې هم پلي کېدای شي ، مثل که طالبان يېوغواړي دغسې 
انتخابات بالکل 
تضمينولی شي ،خ کرزيخيل يې په عمر کې هم نشي کولای ، او زما 
وړانديز هم طالبانو ورنو ته دی نه کرزي ته٠      


حمید هڅــاند
28.05.2012

بیا هم سلامونه؛
[quote:7e3bf66ae0]خو اسلامي امت واکي وه، هغه وخت دا شورا او شورایتب ګنل کېده [/quote:7e3bf66ae0]
امت واکي بیخې بېله مانا لري. د امت واکي مانا داده چې امت په ټولو کارونو کې چې خوښه یې وي د رایو په اکثریت د زړه د خوښې پرېکړه کولی شي. نو ځکه اسلامي حکومت ؤ؛ اسلامي امت واکي نه وه.
هوکې، دا خبره درسره منم چې د طالبانو د وخت حکومت کې ستونزې وې. دا هم منم چې طالبان لا اوس هم په ناچله فکرونو کې دي.

درنښت


پتوال
28.05.2012

وعلیکم السلام و رحمة الله !
[quote:784db01a35]د امت واکي مانا داده چې امت [color=red:784db01a35]په ټولو [/color:784db01a35]کارونو کې چې خوښه یې وي د رایو په اکثریت د زړه د خوښې پرېکړه کولی شي.[/quote:784db01a35]
نه په ټولو کارونو کې نه، په شرعه کې نه، د ایت و حدیث ، قیاس
او اجماع وروسته په ټولو نورو کارونو کې چې اسلام شوری او مشورې یا شورایت ته سپارلي دي ، ځکه خو دې امت ته اسلامي
امت ویل کیږي او د شورا ګانو واکمنئ ته یې هم د اسلامی
شورا ګانو واکمني ویلی شو! دا هماغه اسلامی خلافت دی په دوه
قیدونو سره :

۱[color=blue:784db01a35]- مکاني قید :
فعلا نړیوال نه دی، د اسلام ملي خلافت دی

۲- زمانی قید:
د اسلام د شورایت اصل د ۲۱ پیړۍ په عصری بڼه پلی کیږي!
او غرب ته چلینج ورکوي ! [/color:784db01a35]

نور که د اسلام د شورا ګانو جمهوریت ورته وایې، که اسلامی امت واکي یې بولې او که کوم بل لا ښه نوم
ورته هغه غورځنګ ورکوي چې ددغسې عصری ملی اسلامي بدلون رسالت ته ژمن وي!

طالب غورځنګ به هم له شک پرته [color=darkred:784db01a35]د خپلو
ستونزو سره د معکوس تناسب په پیمانه[/color:784db01a35] ددې غورځنګ جز اوسي!
نو که هېڅ ډول ستونزې ونه لري نو (له دغسې یو Mutation وروسته ) ټول رول او رهبري به طالب
غورځنګ په کې ولري ! والسلام


حمید هڅــاند
04.06.2012

پتوال صیب؛ خبرې دي قانع کوونکې دي.... زما او ستا ترمینځ په دې توګه د اختلاف ټکي له منیځه ځي، مګر داچې زه ورته بیا هم اسلامي نظام وایم خو تاسو ورته د نوم یوڅه بدلون غوره بولئ.

درنښت او مننه


پتوال
07.06.2012

سلامونه او ډیره مننه دروند ورور هڅاند صاحب !

[quote:afb3f68948]زه ورته بیا هم اسلامي نظام وایم [/quote:afb3f68948]

آمارات ستاسو په دې نامه کې د نظام پر ځای لیکم :
[color=blue:afb3f68948]زه ورته اسلامي آمارات وایم[/color:afb3f68948]
خو اسلامي شوروي آمارات به لا ښه وي ، نو بیا
د افغانستان اسلامي شوروي آمارات ترې جوړیږي او که د آماراتو پر ځای هم جمهوریت وټاکل شی نو د افغانستان اسلامي شوروي جمهوریت ترې جوړیږي!
خو که طالبان پنجاب سند ، کشمیر د ځان پورې یا خدای مکړه ځان ور پورې وتړي بیا به د جمهوریتونو اتحاد شی او :

[color=darkblue:afb3f68948]اتحاد جماهیر شوروی اسلامي افغانستان ترې لاس ته راځي ![/color:afb3f68948] یا [color=red:afb3f68948]د افغانستان د اسلامي شورا ګانو د جمهوریتونو اتحاد ![/color:afb3f68948] به ورته وایی :lol: :lol: :lol: :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more