د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د افغانستان له مسلمان ملت څخه غوښتنه

مساپر
16.05.2012

په ډېرې خواشینۍ سره چې د هېواد په ځیونو ولایتونو کې یو شمېر ښوونځي او دیني مدرسې ځینې تورې او مجهول الهویته مزدورې څېرې د خپلو (ناپاکو) بهرنیو بادارانو په لمسون سوځوي یا هم د ښوونځیو د روازې د زده کوونکو پرمخ تړي.

متاسفاً په ځینو ولایتونو کې زموږ محترم ښوونکي ګران او بې ګناه زده کوونکي تهدید، مسموم، ټپي یا په بې رحمانه او ظالمانه ډول په شهادت رسېږي، د بېلګې په ډول د خوست ولایت د اسماعیل خېلو ولسوالۍ د ورڅه ښوونځي د زده کوونکو مسمویت یادولی شو، چې د روان کال د غویي میاشتې په ۲۶ نېټه رامنځ ته شو. په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت دغه زړه بوګنونکې پېښې په کلکه غندي او محکوموي یې، په دې باوري دي چې په نړۍ کې د پرمختللو هېوادونو تجربې ښیي چې د اقتصادي، ټولنیزو او نورو ستونزو د حل یوازینۍ لار د پوهنې د نظام معیاري او علمي کول دي او هغه وخت کولی شو چې دغه لوړ هدف ته ورسېږو چې د افغانستان ټول غیور ملت د علمای کرامو او واعظینو تر رهبرۍ لاندې د ښوونځیو او مدرسو په ساتلو او حفاظت کې خپله دیني اوملي دنده ترسره کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more