د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پښتو شمېرنه : یو، دوه، درې

حمید هڅــاند
09.05.2012

۱ یو
۲ دوه
۳ درې
۴ څلور
۵ پنځه
۶ شپږ
۷ اووه
۸ اته
۹ نهه
۱۰ لس
۲۰ شل
۲۱ یو ویشت
۲۲ دوه ویشت
۲۳ در ویشت

کابل کې مې ډېر داسي خلک ولیدل چې له اره پښتانه دي، په پښتو غږېږي خو چې ورته وواې پنځه څلوېښت نو اول له ځان سره ووایې چلو پنج او بیا یې ولیکي...ترڅه ځایه خو کابلي چاپېریال ورباندي اغېز کړی خو یو حقیقت دا هم دی چې پښتو د نورو ژبو په خلاف په دې اړه له دا بل لوري حرکت کوي.
هیله ده پوه شوي یاست څّه وایم.
اوس پوښتنه داده چې ایا د پښتو د شمیر ویلو دا حرکت لوری د نورو ژبو له ډول سره یو کولی شو که نه: چې اول څلویښت او بیا پنځه وویل شي.

ایا داسي یو کارته اړتیا نه شته؟

په درنښت


larghonay laraway
12.05.2012

السلام عليکم!
هڅاند صيب همداسې هڅاند اوسې!
لومړی خو که د شمېرنې پر ځای شمېرې وليکو ښه به وي. ځکه شمېرنه فعل دی او شمېرې اعدادو ته ويل کېږي چې يوې ته يې شمېره وايو!
دويمه خبره دې ډېره پر ځای وه خو يوازې د کابل نه بلکې د ټول افغانستان نالوستي نه بلکې لوستي پښتانه په خپلو پښتو شمېرو باور نه لري او که د زېږيدو نيټه يا د کومې پېښې نيټه ترې وپوښتنې نو درته به ووايي په (نوزده چلو پنج ) کې زېږېدلی يم يا پلانۍ پېښه په نوزده چهلوپنج کې رامنځته شوې ده. همدا راز د کابل پښتانه د ټليفون شمېره هم په پاړسو وايي چې د دوی د همدې بې شعورۍ له کبله د کابل پاړسيوانانو مشهوره کړې چې ټليفون شمېرې په پښتو سمې نه ويل کېږي!
اوس به راشو ستاسو درېمې خبرې ته:
دا يوازې د پښتو ستونزه نه ده بلکې پاړسو هم له همدې ستونزې سره مخ ده !
د پښتو او پاړسي دواړو ژبو شمېرې د عربي په څېر له ښي نه چپ لوري ته ليکل کېږي چې پښتو شمېرې له (يو څخه تر سلو پورې) له ښۍ خوا چپې ته ښې منظمې ليکل کېږي او لوستل کېږي خو تر سلو چې واوړي بيا بدلېږي چې ليکل او لوستل يې دواړه له چپې نه ښۍ خواته ځي. لکه يو دوه... يو ويشت..... يو دېرش... يو څلوېښ او .. نهه نوي.
خو پاړسي ايله بيله تر شلو پورې سم حرکت کوي او بيا ترې خبره سرچپه شي لکه:
يک، دو... نه، ده. بيا نو په لوست کې لومړی لسيز لولي او ورپسې يويز او په ليک کې لومړی يويز ليکي او بيا لسيز چې تر پښتو يې ګډوډي ډېره ده.
يوه خبره شته او هغه دا چې پاړسي شمېرې دلوست او ليک په ترتيب کې له انګليسي سره نږددې دي خو دا چې انګليسي له چپې خوا ليکل کېږي نو ګډوډي نه پېښوي خو پاړسي يې پېښوي.
مننه
ستاسو لاروی


حمید هڅــاند
13.05.2012

لاروی صیب، خدای مو راوله؛
زما موخه همدا له لسو نه تر سلو پوري د پښو شمیر د ویلو ستونزمن توب ؤ. ۱۳۴۵ ته پاړسیوانان یک هزارو سه صدو چلوپنج وایې خو موږ ورته یو زرو درې سوه پنځه څلویښت. ویل یې یوډول خو لیلک یې بل ډول. ستونزه هم دلته پیدا کېږي.

درنښت


اکرم
13.05.2012

[quote:c98bd78157]اوس پوښتنه داده چې ایا د پښتو د شمیر ویلو دا حرکت لوری د نورو ژبو له ډول سره یو کولی شو که نه: چې اول څلویښت او بیا پنځه وویل شي.

[color=darkblue:c98bd78157]ایا داسي یو کارته اړتیا نه شته؟[/color:c98bd78157][/quote:c98bd78157]
ښاغلو هڅاند اولاروي ته سلامونه !
هڅاند صاحب! نه !!! اړتیایې په څه کې ده ؟؟؟ په عربې کې هم همدا چلند رایج دی . یعنی (خمسه واربعین) دا دژبې د روش او سیاق خبره ده، کنه زیار صاحب به لا ستا څخه مخکې ترې څلویښت پنځه جوړکړي وو!!!

ــــــــــــــــــــــ

په همدې ارتباط معنی دا چې دژبې په اړه زه هم یوه پوښتنه لرم اوهغه هم د ښاغلی لرغوني لاروي څخه :
دپارسی او پښتو ، [color=darkred:c98bd78157]مرګ[/color:c98bd78157] ، عربی ، موت، انګرزي Death !!! کلمې مصدر ښاغلی لاروی څنګه په (ړ)[color=darkred:c98bd78157] مړینې [/color:c98bd78157] لیکي ؟؟؟ ولې یې په [color=brown:c98bd78157]مرینې[/color:c98bd78157] نه لیکلي ؟؟؟

مننه

[quote:c98bd78157]د جواسيسو مړينې همداسې مرموزې وي![/quote:c98bd78157]


larghonay laraway
13.05.2012

سلامونه
دا بايد ومنو چې په پښتو شمېرو کې ستونزه شته خو اوس به ډېره ګرانه وي چې د خلکو په خولو کې يې بدله کړو. دا سمه ده چې نيولوجيزم د ژبو اړتيا ده خو هغه د يو نيم لغت وي دا چې هر پښتون وګړی شمېر کوي او ورسره اموخته دی نو بدلول يې ناشونې دي او د عربانو په څېر به ورته بهانه جوړه کړو چې (سماع يې همداسې راغلې ده) او وبه يې منو!

پاتې شوه د مرګ، موت، او.. خبره نو اکرم صيب ما پښتو ليکلې ده چې په پښتو کې يې مرګ نه بلکې مړينه ده (چې مړ شو نو پړ شو)
مننه


اکرم
13.05.2012

[quote:add9c0780c]پاتې شوه د مرګ، موت، او.. خبره نو اکرم صيب ما پښتو ليکلې ده چې په پښتو کې يې مرګ نه بلکې مړينه ده (چې مړ شو نو پړ شو) [/quote:add9c0780c]
که داسې وي ، نو د مرګیه مه راځه درځمه ....
یا، زه خسته په مرګي حال ستا له بیلتونه .....
او یا هم، پلانی په مرګوڼي مرض مړ شو ....
اصل به یې څه وي ؟[color=darkblue:add9c0780c] مړینه[/color:add9c0780c] که [color=brown:add9c0780c]مرګ[/color:add9c0780c]؟؟؟
او بل داچې دهرې ژبې اصل شفاهی او سماعی دی نه کتابی ، کتابی یې روستۍ
اوشکلی بڼه ده .
په درنښت


larghonay laraway
13.05.2012

اکرم خان صيب سلامونه!
گرانه مانه دي ويلي چې د مرګي استعمال په پښتو شعرونو يا خبرو کې نشته بلکې ما د مړينې په اړه درته ليکلي دي.
د سماعي په اصطلاح تاسو نه يئ پوه شوي. په عربي ژبه کې ځينې بې قاعدې کليمې دي چې عربان يې همغسې مني او وايي چې له عربو يې (سماع) همداسې شوې ده. نو زمونږ د يو شمېر شمېرو بدلول هم ناشونې دي ځکه چې سماع يې همداسې راروانه ده!
نو زمونږ شمېرې هم د ترتيب له مخې کولی شو همداسې پرېږدو او ويې منو لکه د عربو سماعي مؤنث چې قاعده په کې ماته شوې وي.
نور خو په دې هرڅوک پوهېږي چې ژبه له لومړي سره په کتابي شکل نه ده راغلې !


حمید هڅــاند
13.05.2012

[quote:1afaf1a875]هڅاند صاحب! نه !!! اړتیایې په څه کې ده ؟؟؟ په عربې کې هم همدا چلند رایج دی . یعنی (خمسه واربعین) دا دژبې د روش او سیاق خبره ده، کنه زیار صاحب به لا ستا څخه مخکې ترې څلویښت پنځه جوړکړي وو!!! [/quote:1afaf1a875]

اکرم وروره؛ هیله لرم خوښ به یې. ستاسو سکنډلی ځواب مي منې چې ډېر خوښ شو او ورته مسکی شوم. رښتیا راباندي وایې نو دا کابلي ځوانان مې نه خوښېږي چې دواړه پښتانه وي خو یو بل ته خپله تلیفون شمېره په پاړسو وایي؛ ماویل کېدای شوي دوی سراسر ملامت نه وي او یوڅه باید و هم شي چې نه دي شوي.

درنښت


larghonay laraway
15.05.2012

السلام عليکم!
هڅاند صيب يوه ستونزه د ګرامر ده خو دا دومره غټه ستونزه ځکه نه ده چې د ترتيب خبره ده او يو پښتون ماشوم د مور له غېږې ورسره عادت دی او هغه ته (يو زر درې سوه او پنځه څلوېښت ) او دې ته ورته نورو شمېرو کې د ليکلو او لوستلو پر وخت وړاندې توب او وروسته والی پښتنو ته عادي خبره ده چې دا د دې لپاره بهانه نه شي کيدی چې پښتو شمېرې بايد ونه وايو او پاړسي ووايو. که له عقله کار واخلو نو پښتو شمېرې پښتون ته تر پاړسۍ اسانه دي. ځکه پښتو يې مورنۍ ژبه ده او پاړسي يې نوې زده کړې وي.
ولې د شرم خبره ده چې په خپله ژبه څوک وشرمېږي او په پاړسۍ، اردو او انګريزي شمېرو ونه شرمېږي.
مننه


حمید هڅــاند
15.05.2012

[quote:2fa5aa5f20] که له عقله کار واخلو نو پښتو شمېرې پښتون ته تر پاړسۍ اسانه دي. ځکه پښتو يې مورنۍ ژبه ده او پاړسي يې نوې زده کړې وي.
ولې د شرم خبره ده چې په خپله ژبه څوک وشرمېږي او په پاړسۍ، اردو او انګريزي شمېرو ونه شرمېږي. [/quote:2fa5aa5f20]
لرغونی لاروی صیب؛ له خبرې سره مو موافق یم؛ ځکه ما ته پښتو حساب تر بل هر حساب ډېر اسانه دی. په پوهنتون کې چې به مو حسابي کوم مثال حل کاوو نو چې استاد به په انګلیسي ووایه ما به د لیکلو په مهال هرو مرو په پښتو بيرته وایه ترڅو سم یې ولیکلای شم؛ پاړسې هم همداسي درواخله. خو دا کابلي ملګري مي بیا بل ډول دي. دوی ته پاړسي حساب تر پښتو اسانه برېښي؛ چې پښتو ورته ووایې دوی یې بیرته پاړسي کې تکار کړي اوفکر نه کوم چې دوی دي د شرم له امله داسي یو کار کوي.


khoshalkhan
15.05.2012

دې لالي د خدای پاک په خوله کې دزقوم دانه وخيڅوي او په نس يې پېچ کړې ، کونه
يې لوڅه له کلاباټه ښکاريږي خو لالی تر اوسه پورې کوز دپنجابي غلام اوبر
دپنجي غلام دی !!
هی هی له داسې نامردي !!
زماخو له پاړسو وچ تندی په درد شي !
اوس بې وطنه ګرزم ، ديوې مستعمري طابعت لرم!


larghonay laraway
16.05.2012

سلامونه
خوشحال خان صيب له (لالي) دې مطلب څوک دی؟


پتوال
17.05.2012

هڅاند صیب او لاروی صیب دا به ومنو چې نه یواځې په پښتو او عربي کې لومړی واړه او بیا غټې شمېرې
(پنځه څلوېښت، شپږ څلوېښت او نور) ویل کیږي، بلکې په جرمني ژبه کې هم لومړی پنځه۵ او ورپسې څلوېښت وایی،
بلکې له دې نه هم په پېچلې بڼه:
لکه : پنځه او څلوېښت =۴۵ = fünf [color=red:0068444a4f]und[/color:0068444a4f] vierzig
شپږ او څلوېښټ =۴۶ = sechs [color=blue:0068444a4f]und[/color:0068444a4f] vierzig

اصلاً خو خوند یې په همدې کې دی چې پېچلی اوډون او تلفظ په خپلې ژبې کې د پردي هغې تر اسانترینو اسانتر ویل کیږي!

هغه چاته دا سختیږي چې هغوی له واخته خپلې ژبې ته شا او بلې ته مخه کړې وي!
نو هڅاند صیب ته ددط نازولو غم مه خوره ، کومو پښتنو ته چې پښتو ۴۶ تر فارسي ۴۶ هم سخت ښکاري او بدلول یې غواړي
هغوی بالکل مفته خوړلې او مفته یې غواړي، اوس پښتو هم راڅخه مفته خوري(!!!!) ، خو والله که یې وخوري!


khoshalkhan
17.05.2012

[quote:c778381652="larghonay laraway"]سلامونه
خوشحال خان صيب له (لالي) دې مطلب څوک دی؟[/quote:c778381652]

لالی خو هغه بې شعوره لوپړ پښتون دی چې کيفي لګياوي په خپل هويت نه پوهيږي
چې خوله وازه کړي يا پاړسو وايې يا اردو !
دغه دسرطان مرض له احمد شاه ابدالې را پيداشوی ، الهي دې دی په ګور کې
په څلورو ودره وي ، دغه ميراث خو ددوی دباغ ميوه ده !


حمید هڅــاند
19.05.2012

[quote:ebbaf85db2]هغوی بالکل مفته خوړلې او مفته یې غواړي، اوس پښتو هم راڅخه مفته خوري(!!!!) ، خو والله که یې وخوري![/quote:ebbaf85db2]
پتوال صیب؛ والله چې خبره دې په بانډارونو کې د quote کولو وړ ده. الله پاک مو خوښ لره.....


پتوال
19.05.2012

خوشال لیکی:

[quote:351eed0a60]دغه دسرطان مرض له احمد شاه ابدالې را پيداشوی ، الهي دې دی په ګور کې په څلورو ودره وي [/quote:351eed0a60]،
[color=darkred:351eed0a60]الهم امین امین ثم امین ![/color:351eed0a60] [quote:351eed0a60]دغه ميراث خو ددوی دباغ ميوه ده ![/quote:351eed0a60]
[color=red:351eed0a60]بالکل![/color:351eed0a60]


پښتون یار
20.05.2012

سلام خوشحال خانه وروره تا ویل چې
(دغه دسرطان مرض له احمد شاه ابدالې را پيداشوی )
پوه نه شوم که لږ رڼا پر واچوې نو ډیر به خوشحاله شم[color=red:a69add6c8e][/color:a69add6c8e]


حمید هڅــاند
20.05.2012

پښتون یار ملګرې چېرته ورېځو کې اوسې که څنګه؟
احمدشاه بابا دا ویاړ لري چې پاړسو یې د دفتر ژبه وه!


larghonay laraway
23.05.2012

السلام عليکم!
خبره دا شوه چې همدغه پښتو دوديزې شمېرې ښې او پر ځای دي نو د يو شاعر په کلام به يې ختمه کړو:
ته پښتو وايه چې دې وپېژنم
چې پښتو نه وی زه دې څه پېژنم
که درته ياد چاليس پچاس ساټ دي غرور به نه کړې
زه په پښتو کې هم څلوېښت، پنځوس، شپېته پېژنم
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more