د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

كمخوني يا دوينى كموالى

ډاکتر څپاند
07.05.2012

كمخوني يا دوينى كموالى

وينه دانسان په بدن كى دير مهم او حياتي رول لري.
دانسان په بدن کې دوينې دكموالې په وجه يو گن شمير ناخوالې رامنځ ته كيدى شي.
وينه دهډوكو په ماغزو يا bone marrow كې جوړيږي. دوينې دجوړښت لپاره اوسپنه،vitamin B12 او folic acid خورا ضروري دي.

دكمخونۍ اعراض او علايم ديو گن شمير نورو ناروغيو سره ورته والى لري ،همدا وجه ده چې دهغې پيژندنه يا تشخيص لابراتواري كتنو ته اړتيا لري.

د وينې په كموالي اخته ناروغان د ستړيا ،خستګئ، ضعيفئ كسالت دسر دگرزيدو يا سرچرخي ،دزره دټكان او دى ته ورته شكايات لري.
چې ناروغ ته وكتل شي دپوتكي رنگ ئي الوتى بريښي،زړه ئي په چټكئ سره ټوپونه وهي او داكتران كولى شي چى دناروغ په ليدو سره گڼ شمير نور معلومات هم تر لاسه كړي.

دكمخونې لاملونه يا اسباب:
١- دويني ضايعات:په طبيعي توگه هره پيغله يا ميرمن د ٥٠ کلنې عمر شاوخوا پورې په مياشت كى يو ځل خونريزي لري،علاوتاً د ځينو ناروغيو په وجه ناروغان د هضمي جهاز او نورو جهازونو له لاري وينه ضايع كولی شي.

٢-په خوړو كې د وينې دجوړونكو موادو كموالى: په روسته پاته ټولنو كى دفقر او ناپوهى په وجه، يو گن شمير وگړي دضرورت وړ خواړه خاصتاً ويټامينونه او منرالونه تر لاسه كولى نشي. پايله ئي دنورو ناروغيو تر څنگ كمخوني هم شي.

٣-دوينى دسرو گرديو يا كروياتو ناروغې:په ځينې ناروغانو كې دوينې سره حجرات red cells په ذاتي توگه غير نارمل جورښت لري،پايله داشي چې دوينې دسرو كروياتو عمر لنډ شي(په نارمل دول دوينى هره سره حجره د ١٢٠ ورځو شاوخوا عمر لري)په دى حال كى دوينى د سرو گرديو تخريب د هغو د توليد نه چټك وي. ددى ډول ناروغيو شمير زيات دى اوځان له لوی بحث دی٠

٤- دوينې د توليد په دستگاه كې نيمگرتياوې : لكه چى دمخه هم ورته اشاره وشوه وينه د هډوكو په ماغزو كى جوړيري، خو په يو شمير ناروغيو كى دهډوكو ماغزه خپله دنده په ښه ډول تر سره كولې نشي.

٥- كمخوني دمزمنو او دوامداره ناروغيو په وجه
anemia of chronic disease:كله چې د يوه وگړي روغتيائي حالت په عمومي توگه ښه نه وي،په داسې ناروغانو كې كمخوني د عمومي ناروغې يا ناروغيو د جز په توگه رامنځ ته كيدى شي.

خو په فقيرو او روسته پاته ټولنو كى اكثراً كمخوني گن شمير لاملونه لرلى شي. دبيلگى په توگه يوى مور چى دماشوم دزيږيدو په وخت كى ئي وينه ضايع كړي، اوس هم هره مياشت وينه بايلي،
خوراك ئي نامناسب دى او پدى هم نه پوهيږي چي كمخونه ده او په سادگى سره ئي درملنه كيدى شي.

كه كمخوني معالجه نشي نو څه به پيش شي؟
هغه ماشومان چى كمخونه دي د بدني ناروغتيا تر څنگ دهغو ذهن يا دماغ هم شه انكشاف نشي كولى،ستومانه او په زدكړو كى روسته پاته وي.
دغه راز دوامداره كمخوني دزړه ياقلب كار زياتوي چى زړه په مرضي دول غټوالى مومي او خپله دنده په ښه توگه تر سره كولى نشي.داناروغان دزړه تكان، نفستنگي، ستومانتيا، دپښو پړسوب د ټټر خوږ او ورته نور شكايتونه لرلى شي.
دكمخونى په وجه،دبدن مختلفو برخو ته اكسيجن او د ضرورت وړ خواړه په لازمه انداره نه رسيږي نتيجه دا چې دبدن ټول غړي په امراضو او بى كفايتيو مبتلا كيدی شي.

دكمخونى پيژندنه:
سره ددې چې كيدی شي ناروغان، دهغو كورنۍ او دټولنې نور غړي ددې ناروغئ په هكله معلومات ولري خو دهغې قطعي تشخيص لابراتواري كتنو يا معايناتو ته اړتيا لري .
دلابراتواري معاينې په مرسته اول داكتر ته معلوميږي چه په رښتيا هم ناروغ كمخونه دى او دكمخونى شدت هم ور ته څرګند شي.دغه راز دلابراتواري كتني په مرسته دكمخوني سبب معلوميدى شي او كله چى سبب ئي معلوم شو نو درملنه ئي اسانه شي.

څرنگه چې دكمخونې ستر او معمول سبب د اوسپنى ( iron) كموالى دى نو لازمه ده چې ټول هيوادوال خاصتاً زموږ ميندې بايد پدې وپوهيږي چې كوم خواړه په زياته پيمانه اوسپنه لري؟
غوښه خاصتاً دغوئي غوښه په كافي اندازه اوسپنه لري. پداسى حال كى چى دمور شيدې داوسپنې دشتون له نظره غني دي خو د غوا شدې كافي اوسپنه نلري.
داوسپنى نورې منابع:
هگۍ،سرى وريجى،توره(سبوس لرونكى)ډوډۍ،پسته،چارمغز يا غوزان،بادام،د هندوانې او ګل افتاب پرست خستې،زردالو، انځر،شفتالو ، پالك او نور شنى پاڼى لرونكى تازه خواړه٠
دحيواناتو ځکريالړمون،بډوډي يا ګرده اوزړه ډيره اوسپنه لري خو غوړ ئي هم زيات دی چې کېدی شي ګڼ شمير وګړو ته مضر تمام شي٠
پياد ولرى چى داوسپنى تابليتونه په درملتونونو كى په ارزانه بيه لاس ته راتلى شي. سره ددى چى د اوسپنى شربتونه قيمتي او گران دى مگر دتابليت په مقايسه ديره گته نلري ځينى وخت به ستاسو داكتر تاسو ته هدايت دركړي چى د اوسپنى ستنى ولگوى.

د كمخونى نور ډولونه د لابراتواري كتنو له مخى تشخيص او د داكترانو په مرسته ئي درملنه كيږي٠

په درناوي،


khoshalkhan
24.05.2012

[quote:481763ab91]غوښه خاصتاً دغوئي غوښه په كافي اندازه اوسپنه لري. پداسى حال كى چى دمور شيدې داوسپنې دشتون له نظره غني دي خو د غوا شدې كافي اوسپنه نلري.[/quote:481763ab91]
د استرليا په پالنګ ناسته
غږ مې دروخله فريادي راغلې يمه
څپاند اغا !
صليبي اشغالګر او دهغوی جنايتکاره څېرې د بشريت دوشمنان دي او دمسلمانانو
په وينو ژند کوي !
د هډکو غوښه کېلو په 200 افغانۍ ، بې هډوکو 280 افغانی !
په صليبي مملکتونو کې دخپل ځانګړي معاش 12 په سلو کې په خوراکي موادو مصرفيږي خو په درېمه نړۍ کې 70 په سلو کې په خوراکي موادو مصرفيږي
نو ډاکتر ګله غوښه به له کومه کړ ي !!!!!!!!!
موضع مې قصدا کږه کړه دا ځکه چې ودې لمسومه ! ډېر وخت غلی پاته وې !


ډاکتر څپاند
26.05.2012

هگۍ،سرى وريجى،توره(سبوس لرونكى)ډوډۍ،پسته،چارمغز يا غوزان،بادام،د هندوانې او ګل افتاب پرست خستې،زردالو، انځر،شفتالو ، پالك او نور شنى پاڼى لرونكى تازه خواړه٠
دحيواناتو ځکريالړمون،بډوډي يا ګرده اوزړه ډيره اوسپنه لري خو غوړ ئي هم زيات دی چې کېدی شي ګڼ شمير وګړو ته مضر تمام شي٠
پياد ولرى چى داوسپنى تابليتونه په درملتونونو كى په ارزانه بيه لاس ته راتلى شي. سره ددى چى د اوسپنى شربتونه قيمتي او گران دى مگر دتابليت په مقايسه ديره گته نلري ځينى وخت به ستاسو داكتر تاسو ته هدايت دركړي چى د اوسپنى ستنى ولگوى.


پښتون یار
26.05.2012

ډاکټر صاحب سلامونه او نیکې هیلې
د تلاسمیه په اړه که هم یو څه معلومات راکړې نو ډیره مهربانی به مو وی

ستا سو ورور فخرالدین


ډاکتر څپاند
26.05.2012

محترم پشتونيار صيب متقابل سلامونه ومنى

تلاسيميا thalassemia هم دويني دكموالى يا كمخونى يو شكل دى .

دايوه ميراثي يا hereditaryناروغي شميرل کيږي٠
ميخانيکيت:
دويني دسره ګردي دجوړښت اساس عنصر hemoglobin دی٠
د globin ځنځيرونه چی دې Alfa او Beta دځنځيرونو په نامه ياد شوی،په دی ناروغانوکې په مختلو درجاتو کمبود لري٠دهمدې کمبود يا
کمبوتاتو دشدت په وجه،دوينې سره ګردي په لازم چټکوالی سره جوړيدی
نشي،نتيه داچې دوينې دګرديو اندازه کوچنې اومقدار ئي کم شي٠

هر انسان خپل ارثيت له مور او پلا ر نه اخلي٠
که د يو ماشوم مور يا پلار پدې ناروغې اخته وي نتيجه;

Aa x Bb=AB+Ab+aB+ab

aA:په ښکاره روغه مور خو دا موروخپل ماشوم ته دناروغ جن gene

دانتقال چانس لری(دتصادف دفارمول له مخې ٢٥%)(aB)

Bb:په ښکاره روغ پلار خو دا پلار خپل ماشوم ته دناروغ جن دانتقال چانس لري ،بيا هم په سلو کې ٢٥،دتصادف له مخې٠(bA)

خو ددې جوړې يو ماشوم کاملا روغ رمټ (AB)ا و څلورم ماشوم دنارغې په شديد ډول مبتلا دی(ab)دا ځکه چې له دواړه خواوو يعنې دموراو پلار نې ئې ناروغې په ميرا ث اخيسې ده٠

Alfa thalassemia عمدتا په جنوب شرق اوختيزه اسيا اوهم افريقا
کې ليدل کېږي٠
Bethathalassemia دمديترانی په سواحلو،خاصتا يونان،قبرص،ترکيه،جنوبی ايټاليه او شمالي افريقا کې ډير ليدل کيږي٠

په افغانستان کې هم د Betha thalassemia وقايع شتون لري چه په شديد شکل کې(thalassemia major)د ناروغ کمخوني په ٦ مياشتنې عمر کې شروع کيږي،دسراو مخ هډوکي ئي تغير شکل کوي٠
دناروغ ژوند دنوروڅخه دوينې په اخيستو متکي وي،خو په پرمختللو هيوادونو کې د دهډوکي دمغذ پيوند Bone Morrow Transplantation ناروغ ته کامله شفا بښلی شي٠


پښتون یار
28.05.2012

ښاغلی ډاکټر صاحب یوه نړی مننه ستاسو له معلوماتو څخه
ایا په هندوستان کی هم ددې ناروغی د درملنې څه اسانتیاوې شته ؟


ډاکتر څپاند
29.05.2012

پښتونيار صيب بياهم سلامونه،

لمړې باي تاسو ته پته ولګي چې ماشوم څرنګه thalassemia لري٠

که دا minor وي نو کومې خاصې درملنې ته اړتيا نلري او هندوستان ته تلل
هيڅ فايده نلري٠که دې تلاسيميا ډول Major وي،نودهغې درملنه په ټوله نړۍ
کې مشکله خوممکن او ډېر خرڅ غواړي٠

تاسې کولې شئ چې دمثال په توګه په Google کې پلټون وکړې
Treatment of thalassemia major in India
پدې توګه به تاسود مربوط روغتون او حتی څنګپوه سره په تماس کې شئ٠

په درنښت


خیریوسی
24.07.2012

ډاکتر څپاند صاحب لیکی:
5-كمخوني دمزمنو او دوامداره ناروغيو په وجه
anemia of chronic disease:كله چې د يوه وگړي روغتيائي حالت په عمومي توگه ښه نه وي،په داسې ناروغانو كې كمخوني د عمومي ناروغې يا ناروغيو د جز په توگه رامنځ ته كيدى شي.
خو په فقيرو او روسته پاته ټولنو كى اكثراً كمخوني گن شمير لاملونه لرلى شي. دبيلگى په توگه يوى مور چى دماشوم دزيږيدو په وخت كى ئي وينه ضايع كړي، اوس هم هره مياشت وينه بايلي،

-----------
ډاکتر صاحب ستاسو ټولی خبری پر ځای دی ،خوشحال خان صاحب بیا وایی چي غوښه ګرانه ده، ناروغان یی کله وس لری ،چي غوښه وخوری که دغوښی وس نه لری بیا دی دغه ارزانه خواړه وخوری ، تر بیچکاری ، شربت او ګولی یی ښه نتیجه ورکړی ده
دوینی دکم خونی دپاره که دورځی لږ څه تورانی وخوړل سی اوهم دغه رنګه دوه وخته یوه کاچوغه تور عسل ( دګنی دوښا) په یوه ګیلاس اوبو کي وچښل سی

خیر یوسی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more