د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه
طالبانو د دوه مسلمانانو سرونه غوڅ کړي
تيمور
07.05.2012
د شمالي وزيرستان په مهم او لوی ښار ميرانشاه کې، طالبانو د دوه مسلمانانو څخه سرونه غوڅ کړي او بيا يې ځوړند کړي وو.د سيمه ييزو رېپوټونو له مخې دغه دوه تنه، تيره شپه په سيمه کې د طالبانو لخوا نيول شوي وو.
په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې طالبان نهه تنه مسلمانان وژلي دي، چې بيا د دوی پر ضد بريدونو پيل شول.
آیا دغه راځ اعمالو ته مونږ جهاد ویلې شو؟ هیڅکله نه، دغه راځ شیطاني اعمال یواځې د اسلام او دنړې د مسلمانانو د بدنامې او تباهي لپاره کېږي.
والسلام،
changezkhan
08.05.2012
تیمور جانه، نو په میرانشاه کې به کافران ختم شوی وي ځکه یی د مسلمانانو سرونه پرې کړي دي.
هر څومره چې یی د اصلاح لپاره ولیکئ پرې تاثیر نلري. د یو قوم ورکول او له منځه تللو وخت چې راشي بیا الله ج پکښې داسې ګمراهه او دین نه ناخبره ظالمان پیدا کړی چې نه یواځې د ځان بدنامول او شرمول کوي بلکه د ټول پښتون ټبر بدنامول او شرمول کوی.او غواړی چې پښتانه تر ابده درپه دره ،بیسواده او د نړیوالو د کرکې وړ وګرځي.
الله ج دې ورته هدایت وکړی او که د هدایت وړ نه وي نو نابود او برباد دې کړی چې باقی پښتانه ترې په امان کې پاتې شي.
دروغ مه وايه
jamal
14.05.2012
په دي غټه تنه دروغ وايي :cry: [color=violet:6a93d855be][/color:6a93d855be][size=9:6a93d855be][/size:6a93d855be]