د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دحشرې په مرسته دزړو زخمونو درملنه

ډاکتر څپاند
28.04.2012

Maggot دهغه وينه څښونکي چنجي نوم دی چه دهيواد په ځينو سيمو کې خلک ورته ژوره وائي٠

دژوري په منځګړتوب دزخمونو درمله، په طبابت کې ډيره پخوا پيژندل شوی ده٠
تاريخي څيړنې راښکاروي چې د "وينوڅښونکو" کوچنيو ژونديو موجواتو،دهغې ډلې نه يو ډول چينجی چې "ژوره "ئي بللی شو د سلونو
کلنو راهيسي دانسان لخوا د" زړو خوسا،بدبويه او نه جوړيدونکو زخمونو" دعلاج لپاره پکار وړل شوي دي٠
ترانګريزانو دمخه داستراليا او امريکا اصلي يا بومي اوسېدونکو ددې
ډول درملنې سره سروکار درلود٠
خوپه نړېوال لمړني جنګ کې ډاکتران دې راز ته متوجه شول چې په نوموړې چنجي ککړ زخمونه دنورو زخمونو په تناسب پاک دی او په
چټکې سره جوړېږي٠
يو سرباز چې په ورانه ا و ګيډه کې ئي ژور زخمون لرل روسته له
څو ورځو پداسې حال کې ومندل شو چې زخمونه ئي د Maggot
له چنجيو ډک ول،ملګرو ئي فکر نه کاو چې هغ به ژوندې پاتې شي خو
کله چې روغتون تر يوړل شو ډاکټران په حيرت سره متوجه شول
چه دنوموړو حشراتو په وسيله،دناروغ د زخم ټول مړه شوي او چرکين انساج او ميکروبونه خوړل شوي او پر ځې ئي تازه ګلابي انساج(Tissues)دنمو پحل کې دي٠

دروان عيسوی کال په نشراتو کې راغلي چې چې په فرانسه کې په ١٠٥ روغتونونو کې علمي تجروبو ثابته کړه چې دا حشرات دې درملنې په لمړئ اونۍ کې،دجراحئ دمروجو متودونو په تناسب،دزخمونو په پاکولو،دمضرو ميکروبونو د وژلو او دزخم دجوړښت په چټکتيا کې خورا موثر تماميږي٠
مګر ددرملنې په ١٥ ورځ ددواړو متودونو ترمځ توپير موجود نه وو٠

ژوره يا Maggot;ا

[img:063e04e302]http://addins.whig.com/blogs/ihavealottoshare/wp-content/uploads/2010/07/maggots.jpg[/img:063e04e302]


khoshalkhan
24.05.2012

څپانده !
زمونږ داوبو ( زورو ) تور رنګ لاره دوی به په وړو ويا لو کې وې چې
ډم به بيا دبدن په څينو برخو کېښنولې او په مروج ډول ( مرداره وينه) به يې زغمله ،
څښله ، کله به چې له وينې ډکه شوه نو سړپ کښته به را ولوېده !
خوله انتيبيوتيکه مخ کې دا يوه ښه وسيله وه او نن هم په جرمني کې کار ترې اخلي!
داټولې دانا دوخت خبرې دي!
نو تا داسپين دونو چينجيان له کومه کړي دي!!


ډاکتر څپاند
27.05.2012

خوشخان صيب سلامونه
زما دا عكسونه د google .com كاپي شوي دي. ماته هم توررى زورى را پياد دي
كه تاسو ىي عكس را پيداكه هيله ده چهنش شي.
په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more