د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

جدي او بې پرې چلند د ارزښتونې وړ دی

ډاکتر وطنمل
27.04.2012

درنو لیکونکو او ګرانو لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !

نیوکې او تنقیدونه باید منطقي، مدلل او په واقعیتونو (فکتونو)
ولاړ او له ټولګړو اصولو سره څرګند تړاو ولري ،
غیر شخصي ادیبانه بڼه ولري او دومره رغنده وي چې په سکالو کې د حل او پرمختګ سره مرسته وکړي!

د یو تن یوه لیکنه چې له دې نارمونو او موازینو سره یې هېڅ اړخ نه لګاوه د اړونده فوروم د مسوول له خوا له دغسې ګواښونې
سره مخامخ شوه :
[color=blue:fa30faaecf]
« السلام علیکم،
زما د مسؤلیت لاندې فورم کې د دلایلو او معقولو منطقي ځوابونو پرځاي شخصي تعرض کول، د اشخاصو سپکاوی او توهین کول
او بې ثبوته تهمتونه پورې کول جدا ممنوع او ناقابل برداشت دي، هرڅوک چې د اصولو څخه سرغړونه کوي لیکنه به یې حتما
او جزما له بیخه ړنګیږي او هم به د ادارې د تنبیه سره مخامخیږي، دا اصول په هرچاقابل تطبیق دي او هیڅ استثنی نه لري، مواظب اوسئ.
مننه »[/color:fa30faaecf]
[color=darkred:fa30faaecf]
هیله ده په ورته توګه دې هر مسوول په بې پرې او جدي ډول سره چلند وکړي څو د بل په حقوقو پټ یا ښکاره
تیری، سپکاوی او زړه بداوی له یوې، او بیځایه، کم ارزښته او تکراري لیکنې له بلې خوا د تل له پاره د ټول افغان له درندې
بئڼ -پاڼې څخه د تل له پاره کډه بار کړي !
امین ، ومن الله التوفیق ![/color:fa30faaecf]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more