د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د زرغونې بي بي دا شعر به څوک مکمل کړي؟

م . ق
25.04.2012

داسې ویل کیږي چې د زرغونې بي بي په بوستان کې یو شعر دی چې داسې وايي:
اورېـــــدلې مې قصه ده
چې له شاتو نه خوږه ده
د اختر پـــــه ورځ سهار
بايزيد و چې نـــــامدار
له حمــــــــامه راوتلی
په کوڅه کې تېرېدلی
ايرې خاورې چا له بامه
راچپه کـــــړلې ناپامه
مخ او سر يې شو ککړ
په ايرو په خاورو خـړ
.......................................
هو پوهانو ځان ایرې کړ
خو له کبره یې ځان پرې کړ

ایا دا شعر مکمل دی او کنه مینځ کې یې څو بیتونه پاتې دي؟ ماته د ټکو په ځاي کې څو بیتونه کم ښکاري، لطفا بشپړ یې کړﺉ!
دغه شعر یو ښه عبرت او نصیحت دی و هغه چاته چې تکبر لري.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more