د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

3-دعمل پاڼوويشل.


طالب جان
23.09.2004

محترمو مکرمو عزتمنووروڼو اوپتمنو خويندو

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

پدې ليکنه کي به مونږ دې ټکو ته اشاره کوو

عملپاڼه به څومره وي ؟؟؟

کراما کاتبين څوک دي او څه کارکوي ؟؟؟

-دعمل پاڼودويشلو داګړۍ به ډيره سخته وي

اُمي سړی به هم خپله عملپاڼه ويلاي شي

غيبت نيک عملونه ختموي

دعملپاڼو ويشل به څنګه وي ؟؟؟

دښي لاسو حاﻻت

دکيڼ ﻻسو حاﻻت

خلک به پخپلو اودپلرونو په نومونو رابلل کيږي

يادونه

اوس به راشو لومړي بحث ته عمل پاڼه به څومره وي ؟؟؟

دحشر په ورځ به دحساب اوکتاب له پيل کيدوترمخه ځيني بختوران جنت ته وليږل شي اوله هغوې سره به هيڅ ډول حساب نه کول کيږي . له هغه وروسته به دعمل پاڼي ويشل پيل شي .دعمل پاڼي په ويلوسره عموما په ذهن کي داخبره راڅرخي چي دابه هسي يوه وړه غوندي پاڼه وي اوبس خوداخبره سمه نه ده ځکه چي دابه يولوي دفتروي چي ښه اوبد عملونه به پکي ښه په تفصيل سره ليکل شوي وي له همدې امله ورته خداي جل جلاله کتاب ويلی .پدي ورځ به هرسړي ته خپل عمل ورښکارول کيږي او هيڅ کوم داسي عمل به نه وي چي پدې پاڼه کي دي نه وي ليکل شوی .

2-کراما کاتبين .دهرمسلمان داعقيده ده چي دانسان داعمالو دليکلو لپاره لوي خداي جل جلاله له هرانسان سره دوه ملائکي ټاکلي چي عملونه به ليکي اوبيا به همداعملونه دحشرپه ورځ انسان ته ورښکارول کيږي .قرآنکريم دې دواړو ملائکوته د(کراما کاتبين)

نوم ورکړی . يعني عزتمن ليکونکي خداي پاک داسي فرمايلي (وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ {10} كِرَاماً كَاتِبِينَ {11} يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ {12}) سورة اﻻنفطار .

ژباړه :حال داچي بيشکه په تاسي باندي هرومرو ساتونکي ملائکي (دعمل ټاکل شوي) عزتمني په ( نزدالله) ليکونکي (داعمالو ستاسي) پوهيږي داملايکي په هغه څه چي کوۍ يي تاسي . پدې آيت کي دې فرښتوته حافظين ويل شوي دا پدې باندي خبرداری ورکول دي چي دحافظينو له علم څخه هيڅ عمل پټيداې نه شي .همدارازداآيت په ځانګړي ډول دهغه چالپاره لوي خبرداری دی څوک چي دآخيرت له سزااوجزا څخه انکار کوي .

3-دعمل پاڼودويشلو داګړۍ به ډيره سخته وي .هرسړی به پدې فکر کي وي چي ايا ځما عمل نامه به په ښي ﻻس راکړل شي که په کيڼ . داچي په هغه وخت کي به دخلکو څه حال وي لوي الله جل جلاله داسي فرمايلي (وَتَرَى كُلَّ أُمَّةٍ جَاثِيَةً كُلُّ أُمَّةٍ تُدْعَى إِلَى كِتَابِهَا الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ {28} هَذَا كِتَابُنَا يَنطِقُ عَلَيْكُم بِالْحَقِّ إِنَّا كُنَّا نَسْتَنسِخُ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ {29}) سورة جاثيه

ژباړه :اووبه وينې ته (اې کتونکيه)په (قيامت کي)هرامت ناست په ځنګنونوخپلو(په ويري) هر امت به رابللې شي په لوري دکتاب عملپاڼي خپلي (نووبه ويلې شي دوي ته له لوري دخدايه) نن ورځ به جزادرکړې شي تاسي ته دهغو(اعمالو) چي تاسي به په نړۍ کي کول . دغه کتاب زمونږ دی خبري کوي او (شاهدي ) وايي په (اعمالو)ستاسي په حقه توګه .بيشکه چي مونږ وو امر به موکاوو په ليکلو دهر هغه څه چي تاسي به په نړۍ کي کول .

پدې آيت شريف کي د(ينطق) توری وېلی شوی چي دخبري کولو په معنا راځي .علماوويلي چي که ددي توري لفظي معنا ته ځيرشو نو داانګيرنه ورڅخه کول کيږي چي عملپاڼي به په ليدو سربيره اورول کيږي کيږي هم .والله اعلم باالصواب.

4-په ځينوتفسيرونو کي دحضرت قتادة رضي الله عنه داقول رانقل شوی چي : دحساب کتاب په ورځ به اُمي سړی هم خپله عملپاڼه ويلاي شي .

5-همداراز په ځينو تفاسيروکي دحضرت اُمامه رضي الله عنه داروايت هم ذکر شوی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چي ( دقيامت په ورځ چي ځيني کسانوته عملپاڼي ورکړل شي نو کله چي داسړی خپله عملپاڼه وګوري نو وبه ويني چي ځيني نيک عملونه به پکي نه وي ليکل شوي . نو عرض به وکړي چي اې خدايه ! پدي کي هغه ځما فلانې اوفلانې نيک عملونه نه دي ليکل شوي ؟ نودخداي جل جلاله له لوري به ورته ځواب ورکړل شي چي ستا هغه عملونه مو ځکه لري کړل چي تا به دخلکو غيبت کاوه ) . تفسير مظهري .

6-دعملپاڼو ويشل به څه پدې ډول وي چي نيکانوته به په ښي ﻻس او بدانوته به په کيڼ ﻻس دشاله لوري ورکول کيږي .ځکه خوهم ورته دلوي خداي له لوري د اصحاب اليمين (ښيﻻسي) او اصحاب الشمال (کيڼﻻسي)نومونه غوره شوي .

7-ښه نو چي کله په ښي لاس مسلمانانوته عملپاڼه ورکړل شي نوددوي به څه حال وي ؟ پاک خداي جل جلاله يي داسي بيانوي : (فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ {19} إِنِّي ظَنَنتُ أَنِّي مُلَاقٍ حِسَابِيهْ {20} فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ {21} فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ {22} قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ {23} كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئاً بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ {24}) سورة الحاقة

ژباړه :نوهرهغه څوک چي ورکړل شي کتاب عملپاڼه دده په ښي ﻻس نووبه وايي (له خوښۍ نه) چي راشۍ (واخلۍ) اوولولۍ تاسي ځماداعملپاڼه . بيشکه ما يقين کاوو په (دنيا کي) چي بيشکه زه پيوست کيدونکي يم له حساب خپل سره .نودی به په ښه ژوند کي وي ( چي دی به پرې خوښ وي) په لوړ جنت کي به وي چي ميوې به يي نژدي وي .اوورته وبه ويل شي خورۍاو څښۍ تاسي په اشتها هضم سره په کسات هغو عملونو خپلو کي چي مخکي ليږلي وو تاسي ( اې مؤمنانو)په ورځو تيروشويو ددنياکي .

8-اوهغه چاته چي په کيڼ ﻻس عملپاڼي ورکړل شي دهغوي حالت بيا لوي خداي جل جلاله داسي بيانوي : (وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيهْ {25} وَلَمْ أَدْرِ مَا حِسَابِيهْ {26} يَا لَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ {27} مَا أَغْنَى عَنِّي مَالِيهْ {28} هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيهْ {29} خُذُوهُ فَغُلُّوهُ {30} ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ {31} ثُمَّ فِي سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُونَ ذِرَاعاً فَاسْلُكُوهُ {32} إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ {33} وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ {34}‏ فَلَيْسَ لَهُ الْيَوْمَ هَاهُنَا حَمِيمٌ {35} وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنْ غِسْلِينٍ {36} لَا يَأْكُلُهُ إِلَّا الْخَاطِؤُونَ {37} ) سورة الحاقة

ژباړه :اوهرهغه څوک چي ورکړل شي کتاب عملپاڼه دده په کيڼ ﻻس دده .نووبه وايي (له غمه داسي چي)اې کاشکي نه واې راکړل شوي ماته داکتاب عمل پاڼه ځما اونه وم پوه شوی زه چي څه دی حساب ځما. اې کاشکي واي (وړومبی مرګ ځما په دنياکي) خلاصوونکی (ځما له دوهم ژوند نه ) . هيڅ دفع ونه کړه له ما څخه مال ځما . برباد شو له ماڅخه حکومت ځما .

(کله چي پدې پيښمانيو سرشي نو بيا به خداي پاک جل جلاله ددوزخ خازنانوته امر وکړي چي ( ونيسۍ دی په ځنځيرو سره وتړۍ دی .بيااوردوزخ ته وغورځوۍ دی .بيا په يوه ځنځير کي چي ګزونه دهغه اويا ګزه وي پس ننه باسۍ دی په دوزخ کي . بيشکه دی وو په دنيا کي چي ايمان ي نه راوړ په الله باندي اوتاکيد يي نه کاووپه ډوډۍ ورکولو مسکينانوته . نونشته ده ته نن ورځ پدې ځاي کي کوم ملګری . اونشته هيڅ طعام (چي ويي خوري ) مګرخو((ددوزخيانو دزخمونو)) له وينواو زوو ځيني .چي نه خوري دغه (( غسلين ))مګر همغه خطاکاران ګناهکاران ي خوري . اعاذناالله من سائر انواع العذاب في الدنيا واﻻخرة .آمين ثم آمين يا رب العلمين .

9-خلک به پخپلو اودپلرونو په نومونو رابلل کيږي .

حضرت ابودرداء رضي الله عنه فرمايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چي تاسي به ډير ژر دقيامت په ورځ پخپلو اودپلرونو په نومونو را وبلل شۍ .نوتاسي خپل نومونه ښه ږدۍ . وتلي مفسر علامه قرطبي رحمه الله فرمايلي چي دا حديث دعوامودهغې وينا رد کوي چي وايي خلک به دميندو په نومونو رابلل کيږي .

10-يادونه : دبدعمله خلکو په اړه په سورۀ الحاقة کي راغلي دي چي عملپاڼه به په کيڼ ﻻس ورکول کيږي . اوپه سورۀ انشقاق کي راغلي دي چي دشاله لوري به ورکول کيږي . نودوتلي عالم موﻻنا عاشق الهي رحمه الله له وينا سره سم داکومه تعارضي خبره نه ده ځکه چي ددواړو آياتونو له يوځاي کيدووروسته څرګنديږي چي په کيڼ ﻻس چي چاته عملپاڼي ور کول کيږي هغه به دشاله لوري ورکول کيږي يعني ملايکي به ددوې دڅيرې ليدل هم نه خوښوي . ياداچي دهغوې ﻻسونه به دشا لورته تړل شوي وي او په همدې حالت کي به ورته عمل پاڼه به په کيڼ ﻻس ورکول کيږي . والله اعلم باالصواب

وماعلينا اﻻالبلاغ المبين



ع کريم حليمي
24.09.2004

محترمو مکرمو عزتمنووروڼو اوپتمنو خويندو السلام عليکم ورحمة الله وبرکات

رسول الله صلى الله عليه و آله و سلم: فرمايي

[color=blue:39666781b2]قال رسول الله صلى الله عليه و آله و سلم: ان احب الاعمال الى الله عز و جل ادخال السرور على المؤمنين‏ [/color:39666781b2]
ترجمه ٠ رسول (ص ) ارشاد فرمايي محبوب ترين اعمال په نزد د رب عزوجل ښادېدل ، خوشحاله کېدل د مؤمن دي

پاک رب فرمايي ٠ [color=red:39666781b2]و الذين يؤذون المؤمنين و المؤمنات بغير ما اكتسبوا فقد احتملوا بهتانا و اثما مبينا[/color:39666781b2]
ترجمه ٠ كسانى كه مردان مؤمن و زنان مؤمن را براى كارى كه نكرده‏اند بيازارند همانا بهتان و گناهى بزرگ برگردن گرفته‏اند

الله فرمايي ٠ [color=darkred:39666781b2]و لا تجادلوا اهل الكتاب الا بالتى هى احسن‏[/color:39666781b2]
او جګړه مه کوۍ تاسي (ای مؤمنانو ) له کتابيانو سره مګر په هغه (خصلت) سره چه هغه ډيره ښوي



ع کريم حليمي
24.09.2004

محترمو مکرمو عزتمنووروڼو اوپتمنو خويندو السلام عليکم ورحمة الله وبرکات
څرنګه ښه وايي --اذا السر و الاعلان فى المؤمن استوى فقد عز فى الدارين و استوجب الثنا

ترجمه -هرکله چه پټ وي که ښکاره وي مؤمن يکسانه وي په دواړو دارينو کي به عزيز او سزاور د ستايش وي
ريا داسي ده لکه شرک ٠ علامه داده ٠ چه د ځانه سره وي کسالت کوي ٠ او د خلګو په مخ کي چالاکه وي
ضد د ريا اخلاص دئ ٠ اخلاص عبرت دئ د پاکوالي د نيت ،قصد د پاره د الله ٠



Adil watanmal
26.09.2004

محترم او مكرم [color=darkblue:cb0ccef0f3]مولوي صاحب طالب جانه[/color:cb0ccef0f3] او ګرانو لوستونكو له سلامونو او درناوي څخه ورسته

د قدر وړ مولوي صاحب ليكنه مي دي ولوسته د زړه څخه پري ډير خوشحاله شوم الله پاك دي په قلم او ګوتو بركت كړه. الله پاك دي مونږ او تاسي ته د اسلام د خدمت توفيق راكړي او هميشه مو دي په حق لار باندي ثابت قدمي لري. امين.

-----------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------------------------------------عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more