د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د جرمني طالب يم.

محمود سعيد
23.04.2012

د جرمني طالب يم . ږيره مې نشته نيكټايي هم تړم . دا نارې هم وهم چې افغانستان اشغال شوى دى . او بايد بيرته طالبان راشي .
زما خو دلته لورانې مكتب ته ځي ، پوهنتون ته ځي ، دريشي اغوندې ، په اروپايي جامو كې ګرځي، نو څه پروا نه كوي ؟ هيڅ
ياره دا خو هم هيڅ خبره نه ده چې زوى مې څو ګرل فرينډې لري .
خو كابليانو ته طالب غواړم ، چې نجونې يې بې مکتبه شي . بې تعليمه او بې ادبه شي او راتلونكي هم ته بې دليل او بې سببه شي .

زما يې څه كه په كابل كې طالبان پردۍ ښځي وهي ، بهر يې نه پريږدي . په يوويشتم پيړۍ كې د لومړۍ پيرۍ ژوند ورباندې كوي .
زه خو مې له ميرمنې سره دلته لاس په لاس ګرځم . كوز او پاس ګرځم كه ميخانې ته ځم او كه ..........هيڅ څوك هم څه نه راته وايي . خو په انټرنيټ كې خلكو ته داسې ښيم چې زه په جومات كې ناست يم . ډير ښه سړى يم . د وطن غم راسره دى ، د پنجوايي د شهيدانو ماتم راسره دى . خو والله كه يې د يوۀ په غم كې هم يم .
ځان ته يو څه غواړم ، خو وطندار ته مې بل څه په نظر كې دي . طالب مې هم چندانې ښه نه ايسيږي. خو څه ووايم . غواړم چې وطن كې مې ناارامي وي ، همداسې غريبي وي . محتاجي وي ، فقيري وي . او تر ټولو مهمه خبره دا چې ځان مشهور كړم . كله كله خو د پښتون او د تاجك خبره هم كوم ،دا وايم چې هزاره او تاجك په حكومت كې ډير واك لري . خو پښتون ته هيڅ هم نه دې وركړل شوي . داسې خلكو ته دا هم ښايم چې له ما سره يوازې د طالبانو غم نه دى بلكل د پښتنو غم هم راسره شته . خو چې په ميخانه كې جام په سر واړوم . بيا نو نه طالب را په ياد وي نه قالب . پښتانه خو مې هډو په خيال كې هم نه راځي .

دوستانو دا ډير وخت كيږي چې په بهر كې د ميشتو افغانو ليكوالو ليكنې لولم ، په رښتيا چې ډير يې خپه كړى يم . دوى بس له خپلې خيټې به درته لږيا وي . او هغسې خبرې به كوي . ته به وايي چې د افغانستان دښمنان دي . لږ څنګه مې مخكې وويل چې ږيره به يې چټه خريلې وي . خپل به په امريكا او اروپا كې ناست وي او ماته به په كابل كې طالب غواړي . بيا به ليكي هم چې طالبان راروان دي . شايد نورو ته به ددوى كار سم ښكاره شي . خو ما ته يو ستر منفاقت ښكاري .
د دوى كه رښتيا له طالبانو سره خواخوږي لري ، نران دې شي ، له اروپا او امريكا دې راشي . او هغه څه چې وايي هغه دې خپله دې وكړي . خو دوى هم ډاريږي كه چيرته طالبانو ته نيږدې هم ورغلل ، اول به همدغه نيكټايي والا ليكوال دارته خيژوي. .
هر څوك حق لري چې د خپل وطن له پاره خبره وكړي . د ابادۍ له پاره يې خبره وكړي . خو زموږ په بهر كې ميشت ګڼ ليكوالان ټوله وخت د خپل وطن پر ضد خبرې كوي . له دوى څخه مې هيله ده چې نور له خپل وطن سره دښمني پريږدي ، خلكو ته داسې لارې وروښيي چې نور له دغو مشكلاتو خلاص شي ، نه دا چې هغوى تشدد ته وهڅوي . او نور يې هم په غم اخته كړي . په پاى كې ورته وايم چې هغه څه دې ما ته نه غواړي چې ځان ته يې نه غواړي . او لږ دې خپل وجدان ته سر كوږ كړي . چې څه وايم او څه ليكم ؟
http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86%DB%90%DA%86%D8%A7%D8%B1%DB%90&article=8194


پتوال
23.04.2012

هو محمود سعید صاحب اوس د دین او دنیا تر منځ اړاو تړاو بالکل دوښمنانه شوی، ۲۱ عیسوي پیړئ ته د پرمختګ او
اولې هجري پیړۍ ته د په شا تګ په ۱۸۰ درجو تخاصم او ضدیت اوښتی دی !
په لومړۍ هجري پیړۍ کې دین او دنیا هماهنګی لرله دینی او دنیوي پرمختګ موازي او غاړه غړۍ سره روان وو
خو مشري یې دین کوله، یو دوه بیړۍ وروسته د پرمختګ مشري دنیا په لاس کې واخیسته او مخ ته لاړه، دین شاته شو او
شاته پاتې شو ، دنیا ۲۱ پیړۍ ته راورسېدله خو دین په هماغسې د ۱۲ عیسوي پیړۍ په پلندیو کې بند پاتې دی .
دینداره دینی عالمانو ته د ۲۱ پیړۍ په لوري نني عصر ته راوتل سخت څه چې ناممکن ښکاري ولې شا خواته تګ او د لومړۍ
او دویمي هجري (یا ۷ او ۸ عیسوي ) پېړیو په لور وتل ورته که څه هم سخت، خو ناممکنه نه بریښي !
نو نه یواځې اوس دنیا ته شا ګرځوي، بلکې د ۹، ۸ او ۷ عیسوۍ یا ۱، ۲ ، او ۳ هجري پیړۍ دنیا ته هم شا ګرځوي او یواځې
د لومړۍ هجري پیړۍ دین ته رسېدل غواړي ! ځکه چې د لومړۍ او دویمې هجري بی پېړو ساده دنیا خو اوس نشته او نه
هغه ساده توب بیرته رامنځته کېدای شي! نو دوی غواړي د ۸ میلادی پیړۍ د عینیت پر ځای صرف د هغې په ذهنیت کې ژوند وکړي!
او دا هم د تقوا له هغې کچې سره چې اصحاب کرام خو پرېږده چې د تابعینو او تبع تابیعینو کچې ته هم نه رسیږي ،
ظاهراً ډډه په القاعده لګوي او په باطن کې د خپل حرکت له پاره د رهبرۍ نوشادر (انرژي) د ISI او مسلم لیګ کاروي (! ) .
حال داچې اصلا په کار خو دا و چې د اسلام د مقدس او مترقي دین له ظرفیتونو څخه کار واخلي او د ۲۱ پیړۍ له
پرمختګ سره د اسلام په مټ او اسلام په چوکاټ کې سیالي وکړي! د اسلام د بري یواځینۍ لار همدغه ده نه بله !، خو
د ا رسالت د ورور وژونکو ناپوهانو څخه کله پوره کیدای شي !؟؟؟
[color=blue:bfc5511e07]
او څه چې دا اروپا میشته او امریکا مشته افغانان د مړې خېټې پاړسو وایی ، نو و وروره
لګیا دې وي، دوی په خروار لیټۍ کې هم مه حسابوه !!!!! [/color:bfc5511e07]


سلامونه

tandar
23.04.2012

سلامونه
ستانکزي صيب چه خپلي ليکني ته دجرمن طالب سرخط ورکړي بايد اشخاص ې هم معرفي کړي وي؟
چه مقابل شخص په خپله له ځانه دفاع او يا په حقايقو او دلايلو سره قناعت ورکړي وي
زما له نظره دده ليکنه ٥٠ فيصده په حقايقو څرخي او ٥٠ فيصده له حقايقو لري ده
ترننه پوري په زرهاو افغانان په لارو کي دي او کوښښ کوي چه له وطن څخه وتښتي چه يواځي جنګ ې عامل نه دي بلکه داقتصاد موضوع غټ لرول لوبوي چه دا مسئوليت دچاپه غاړه پروت دي بايد له اولسمشر کرزي صيب پوښتنه وشي
بعضي افغانان چه مړه هم شي وطن نه خوشي کوي او دوتلو امکان هم لري
بعضي چه غواړي وطن خوشي کړي مګر امکان ورسره نشته نو هغوي بيا په بعضو پيغورونو پيل کوي ،چه له جرمن نه غږيږي او داسي نور٠٠٠٠٠٠٠٠
نيمياې افغانان په افغانستان کي ،پاکستان کي او ايران کي دهمدي افغانانو چه په تکليفونو ې ځان اروپا او امريکا او عربو پوري رسولي اعاشه کيږي او که نه افغانانو به افغانستان کي ديو او بل غوښي خوړلي وي
راغلم دطالب موضوع ته په دي بايد غور وشي
بعضو روسان راوستل ،دوخت مجاهيدينو چه د کابل په ښار کي دوينو سيلابونه روان کړي وه او ورپسي طالبان وه او بيا امريکايان وه
دا جنګ خو اوس هم روان دي ، اول دادومره دسلاح امکانات طالبانو ته دجهاني قدرت په مقال کي چا په اخطيار کي غورځولي ؟
مجاهد ملاعمر صيب خو په ستنه کي تار هم نه شي اچولي يعني دګنډلو دستني يوه فابريکه هم نه لري پس دادومره سلاح ګاني چيرته توليديږي بيا دچا له خوا دوي ته په اخطيار کي غورځول کيږي؟
په افغانستان کي ددرس او تعليم ضمينه دهرچا لپاره مساعد نه ده ،ضعف اقتصاد او سمت پرستي نن بدبختانه اوج ته رسيدلي
پروني مثال، ٦٠٠ نفر پوليسو ته د١٢صنف فارغان نيول کيدل ،ننګر هار ته ې د٥٠ نفرو حق ورکړي و مګر دکانکور په ازموينه کي ٢٠٠٠ فارغانو برخه اخيستي وه او سوالونه هم په فاړسي وه چه زيات پښتانه فارغان پري نه پوهيدل
دهغه چا بچيان چه خوشبختانه نن په غرب او امريکا او نورو رسيدلو او ارامه ملکونو کي ښونځيو ته ځي ،دوي به دراتلونکي رژيم ،انجنيران،داکتران ،پوهان او سياستمداران وي
هرکله چه په يوه مملکت کي د پوهي او دانش قشر او سطحه لوړه شوه هغلته منطق مينځ ته راځي ،هغلته جنايات کميږي ،زندانونه تړل کيږي
هر انسان به ځان او دبل حق او عذت وپيژني
او هغه چاته چه دا امکانات مهيانه وه او نه دي او دزړه کلمي خوري هغه دي لاړ شي دکرزي دروازي دي وروډبوي ، ورته دي وواې چه مونږ هم انسانان يو ،په مونږ څه تيريږي
خلاصه افغانستان يو داسي رهبر ته ضرورت لري چه دخاوري او ملت په دردوخوري
ازموده را باز ازمودن خطا است
کمونيستيانو،مجاهيدينو هم قصرونه اباد کړل او طالبانو هم ٥کلنه دوره تيري کړي
مونږ دځپلي ملت نه يو رهبر ته ضرورت لرو هغه که پښتون ،تاجک ،هزاره او حتي شاړي هم وي فقط چه يو با وجدانه افغان وي، چه ملت پري راټول او دملت د دردونو دوا شي او بس
ديو لوي او ازاد افغانستان په هيله


پښتون:
23.04.2012

افغان امریکایانو ته که دا هیواد پریښودل شي نو لکه په دا لسو کلونو کې چې د فسق او فساد او بهرنی موډ فیشن شاهدان یو په راتلونکې نورو لسو کلونو کې به له دې د څو چنده نورو فسادونو شاهدان اوسو.
افغان امریکایان چې اوس د ډالرو په خوند او رشوتونو په اخیستلو عادت شوی ،د امریکایانو وتل ورته یوه لویه ویره او مایوسېت پیدا کړې دې.
افغان امریکایی پښتانه د امریکایانو په شتون کې تر ابده د شمالی ټلوالې او نورو اقلیتونو د لکۍ پورې ځان تړل غواړی اود فهیم او خلیلې او د هغوی په فساد ککړو ډلو سره یی ګټه تړلې ده.نو ولې به د امریکایانو او د شمالیوالانو د واک ختمیدل غواړي؟
نور حزبونو او قومونه که د نړۍ له هر ګوډه تقویه او اداره کیږي هیڅ پروا نلری د مرض وهلي پښتنو د سترګو تور دې هاغه! خو که پښتنو چې د نړۍ کفارو او د کفارو ملاتړ کوونکو پرې دا دنیا تنګه کړې او په مختلفو پلمو او دسېسو یی وژني او کړوي باید د هیڅ کوم هیواد ملاتړ ونلری او په تش لاس باید د ځان او هیواد دفاع وکړي.

باقی یی لیکوال هسې پرتې وهلې.او لیکوال یی شاید همداسې اوسي ،شرابی ،منافق او یو بې مسوولیته انسان د خلکو او هیواد په وړاندې.
په غرب او نورو بهرنیو هیوادونو کې میشت افغانان د کابل او بلخ او وردک نه په افغانیت کې ښه دي.
په هغه اندازه شراب او کباب چې د یرغلګرو د لاس لاندې سیمو کې خوړل کیږی په بهر کې افغانان نشي خوړلې او نه یی اخیستې شي.
هغه لباس او موډ فیشن چې په افغانستان کې رواج پیدا کړې دې او هغه بې ډوله سینګار چې د ښځو نه یی شیشکې جوړې کړې دي په بهر کې ېې افغانان نه کوی،بلکه ښايست په ساده لباس ورته ښه ښکاري.
لکه پتوال صیب چې ویلې دی ،لیکوال هسې د مړې خیټې ،،،خوړلې دي او د خوارو پښتنو په زخمونو یی مالګې دوړولې دي.او څوک یی د مولیو په تول کې هم نه حسابوي.


Re: د جرمني طالب يم.

..Ahmadzai
23.04.2012

[quote:8766e42ce5="محمود سعيد"]
هر څوك حق لري چې د خپل وطن له پاره خبره وكړي . د ابادۍ له پاره يې خبره وكړي . خو زموږ په بهر كې ميشت ګڼ ليكوالان ټوله وخت د خپل وطن پر ضد خبرې كوي . له دوى څخه مې هيله ده چې نور له خپل وطن سره دښمني پريږدي ، خلكو ته داسې لارې وروښيي چې نور له دغو مشكلاتو خلاص شي ، نه دا چې هغوى تشدد ته وهڅوي . او نور يې هم په غم اخته كړي . په پاى كې ورته وايم چې هغه څه دې ما ته نه غواړي چې ځان ته يې نه غواړي . او لږ دې خپل وجدان ته سر كوږ كړي . چې څه وايم او څه ليكم ؟
http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86%DB%90%DA%86%D8%A7%D8%B1%DB%90&article=8194[/quote:8766e42ce5]

نر شه ته هم أروپا ته لاړ شه همغه مزې چرچې وکړه خو د هیواد اشغال مه هیروه
ښکیلاک وغنده أو د وطن بچي وهڅوه چې د یرغلګرو أو لاسپوڅو څخه خپل هیواد پاک کړي.
خو أفسوس ستاپدې حالت ده چې ته لا دننه په أفغانستان کې یې لا دې د غرب مزې ندي لیدلې آو لګیا یې خلک غلامۍ أو سرکوزۍ ته دعوت کوې.
أفغان چې هرچیرته وي خو چې د خپل هیواد د أزادۍ غم ورسره وي أو د روان مقاومت ملاتړ کوي الله تعالی دې سر لوړ أو ژوندی لري.
أو سرکوزان چې هرچیرته وي خدای دې تل سرکوزي لري.


عادل عادل
24.04.2012

السلام علیکم

یاده لیکنه او ورسره هم جهته لیکنې د مربوطو لیکوالانو د خورا تنګ نظر ترجماني کوي،،،

د افغانستان په 30 مېلیوني ټولنه کې هر ډول خلک شته،،، زمونږ د ګران هېواد د اشغال په مهال سندرغاړې نغمه (بلا دې یې په رباني، کرزي او عبدالحق واوړي) هم احتجاجا له امریکې څخه ووته،،، دا ددې په خاطر نه چې طالبان به یې په راتلونکې کې د میرمنو د چارو وزیره ټاکي،،، بلکه په دې خاطر چې له وطن سره یې مینه درلوده او له وطن څخه دفاع یې تر خپله وسه خپل مسوولیت باله،،، همدا آغلې نغمه په افغاني احساس او ضمیر کې تر هغو ډېر شرف لري چې د اصلاحیانو او منحرفو اخوانیانو په څېر د شپې تهجد لمونځونه هم کوي خو د وطن د خپلواکی په مسیر کې داسې هیڅ یوه سپېڅلي عمل ته زړه نه ښه کوي په کوم کې یې چې له طالب سره اشتراک یا د عمل توازي راځي!


سلامونه

tandar
24.04.2012

دجرمن دطالبانو ،ازادي خواهانو، احساس
همدا به ې له لاسه پوره وي
پيغام
tandar
ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009
ليکنې: 1602

د ليکنې نېټه : ١ شنبه اکتوبر 16, 2011 10:21 am عنوان : بل مي اوورنه په بدن شول

--------------------------------------------------------------------------------

........ربه بيامي بل اوورنه په بدن شول
......چه راپه ياد راته يادونه دوطن شول
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
هري خواته هديري شوي شهيدان پراته دي
..............................دوژلو لايق نه وه انسانان پراته دي
...........بي کفن خپلو جامو سره مدفن شول
...........چه راپه ياد راته يادونه دوطن شول
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ميندي ناستي په قبرونو ژړاګاني کوي
........................ بچي ورنه تاويږي غوغاګاني کوي
.........پلارونه ې مسافر دبل مسکن شول
.........چه راپه ياد راته يادونه دوطن شول
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
[color=red:fef7597237]ډير روان يورپ ته غرق شول په بحرونو کي
...........................بعضي ې ورک په غرونو او ځنګلونو کي
.............ځني بنديوان په کمپوکي دلندن شول
.............چه راپه ياد راته يادونه دوطن شول [/color:fef7597237]
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
امنيت درځني غواړو لويه خدايه
...........................بي وطني ځغملي نه شو نور تر پايه
.........باوري هم تير کلونه په جرمن شول
........چه راپه ياد راته يادونه دوطن شول


محمود سعيد
24.04.2012

عليکم سلام...
ښاغلی پتوال ليکي:
[quote:154e5a116f] دین شاته شو او شاته پاتې شو ، دنیا ۲۱ پیړۍ ته راورسېدله خو دین په هماغسې د ۱۲ عیسوي پیړۍ په پلندیو کې بند پاتې دی .[/quote:154e5a116f]
لاندې بيا ليکي:
[quote:154e5a116f]
حال داچې اصلا په کار خو دا و چې د اسلام د مقدس او مترقي دین له ظرفیتونو څخه کار واخلي او د ۲۱ پیړۍ له پرمختګ سره د اسلام په مټ او اسلام په چوکاټ کې سیالي وکړي! [/quote:154e5a116f]
ښاغلی پتوال! دواړه خبرې مو يو بل نفې کوي. ښايي ستاسې هدف به د مسلمانانو وروسته پاته والی وي، نه د دين.
په هر حال، نورې خبرې مو سمې دي. افغان مسلمانان بايد ويښ شي او نور حقيقتونه په رڼو او دواړو سترګو وګوري. نور د پرديو په خوله د خپل هېواد د ورانۍ او د تلپاتې غلامۍ لار هواره نه کړي. موږ بايد ټول يو بل ته لاسونه سره ورکړو او په ګډه د روان څو اړخيزه ناورين او د هغه د عاملانو مخه ونيسو.
ښاغلی تندر ليکي:
[quote:154e5a116f]
ستانکزي صيب چه خپلي ليکني ته دجرمن طالب سرخط ورکړي بايد اشخاص ې هم معرفي کړي وي؟ [/quote:154e5a116f]
تاسې څه فکر کوئ چې اشخاص به ځانونه نه پيژني؟ آيا هغوی به اوس د شرم او د ضمير ملامتولو له کبله په خولو کې ډوب نه وي. زه خو فکر کوم چې دا ليکنه به ېې خامخا لوستلې وي.
ښاغلی پښتون ليکي:
[quote:154e5a116f]
په غرب او نورو بهرنیو هیوادونو کې میشت افغانان د کابل او بلخ او وردک نه په افغانیت کې ښه دي.
په هغه اندازه شراب او کباب چې د یرغلګرو د لاس لاندې سیمو کې خوړل کیږی په بهر کې افغانان نشي خوړلې او نه یی اخیستې شي.
هغه لباس او موډ فیشن چې په افغانستان کې رواج پیدا کړې دې او هغه بې ډوله سینګار چې د ښځو نه یی شیشکې جوړې کړې دي په بهر کې ېې افغانان نه کوی،بلکه ښايست په ساده لباس ورته ښه ښکاري.
لکه پتوال صیب چې ویلې دی ،لیکوال هسې د مړې خیټې ،،،خوړلې دي او د خوارو پښتنو په زخمونو یی مالګې دوړولې دي.او څوک یی د مولیو په تول کې هم نه حسابوي.[/quote:154e5a116f]
ښاغلی پښتون! زه اوس مهال د افغانستان په ټولو لويو ښارونو او ځينو بانډو کې ګرځم. ما خو والله که تر اوسه شراب په سترګو ليدلي وي. دا چې تاسې ېې د پردې تر شا يادونه کوئ، هغه به ښايي د امارت پر مهال به هم وو.
د بهر افغانان دې خدای پر افغانيت او اسلام ټينګ لري او د ننه افغانانو ته دې هم الله (ج) د نېکو توفيق ورکړي.
دلته خبره د هغې مفکورې ده چې بهر ميشتي افغانان ېې پر بېوزله کورمېشتو د تحميل هيله لري، خو خپله ورڅخه کرکه کوي. که دوی رښتيا د افغانستان له اشغال سره کرکه او د طالب له واکمنۍ سره مينه ولري، نو رادې شي او يادې خپل بچيان د جهاد لپاره افغانستان ته راواستوي. هسې نه چې اندېښنې او خبرې ېې د پتوال صيب په خبره د لومړۍ هجري پيړۍ او کړنې ېې د ۲۰۱۲ وي.
ښاغلی عادل ليکي:
[quote:154e5a116f]
د افغانستان په 30 مېلیوني ټولنه کې هر ډول خلک شته،،، زمونږ د ګران هېواد د اشغال په مهال سندرغاړې نغمه (بلا دې یې په رباني، کرزي او عبدالحق واوړي) هم احتجاجا له امریکې څخه ووته،،، دا ددې په خاطر نه چې طالبان به یې په راتلونکې کې د میرمنو د چارو وزیره ټاکي،،، بلکه په دې خاطر چې له وطن سره یې مینه درلوده او له وطن څخه دفاع یې تر خپله وسه خپل مسوولیت باله،،، همدا آغلې نغمه په افغاني احساس او ضمیر کې تر هغو ډېر شرف لري چې د اصلاحیانو او منحرفو اخوانیانو په څېر د شپې تهجد لمونځونه هم کوي خو د وطن د خپلواکی په مسیر کې داسې هیڅ یوه سپېڅلي عمل ته زړه نه ښه کوي په کوم کې یې چې له طالب سره اشتراک یا د عمل توازي راځي![/quote:154e5a116f]
کاش چې طالب او تاليب د نغمې او ورته کسانو د دې ګام په قدر پوه شي. زه په پوره باور درته وايم چې د افغانستان په ۳۰ ميليونه وګړو کې ېې ۲۹،۹ ميليونه د روان اشغال او ښېلاک ضد دي، خو تاليب ورته کله د دې مجال ورکړی چې خپل تر وسې غږ پورته کړي.
ګرانه دلته د قلم درلودونکي کسان په تار حلال شوي او په ټليفون کې، په انګليسي ژبه د نوم ثبتوونکو په ګېډو اورونه بل شوي دي.
جرمن طالب به ېې درد درک کړی وي؟


سلامونه

tandar
24.04.2012

سلامونه سعيد صيب
زما منظور داو چه له افغانانو په بهر کي ،امريکا، کانادا،استرياليا او اروپا کي کلي جوړ شوي ځانته بازارونه لري لکه په کوزه پښتونخوا او ايران کي چه کمپونه وه
نو دلته دا سوال پيدا کيږي چه ولي ې نه ليکل چه دبهر طالب ؟ چه دجرمن طالب ې ليکلو؟
او که په ټول افغان کي زيات ليکوال په جرمن کي اوسيږي ،دليکوال مطلب خاص دجرمن اوسيد نکي وه ؟
بيا ې هم يو طرفه قضاوت کړيدي
په بهر کي داسي افغانان شته چه دوطن په قيصه کي هم نه دي زمونږ او ستاسو له ليکنو خبر هم نه دي او نه ځان پري خبروي
دهغوي لاتري وتلي ،دکمونستيانو شعار ،کور،کالي ،ډوډي ورته رسيدلي دچا ورسره خبري هم نه کيږي هههها
مګر يو تعداد چه په خپله دسنګر نه دي خو دغه ارامه ژوند ورته ناارامه دي ،دازادي وينه ې رګو کي ګرځي او دخپل ځپلي ملت ،کونډو او يتيمانو غم ورسره دي
مثال ې زه خپله يم
ماخپل کلي کي غريبو ته پيسي ليږلي دي
ما دکلي دجوميت فرش ،رنګ او بريښنا په غاړه اخيستي
پلار مو حج ته ليږلي ،
خيراتونه مي په مړو او شهيدانو پسي کړيدي
نور نو دجرمن دطالب بچيان به د جلال اباد دشمش اکادمي کي ښه تحصيل وکړي او که دجرمن؟
دشمش داکادمي خرچه به څوک ورکوي؟
په جرمن کي چه ونه لري دولت ې ورکوي
هغلته دولت دا کار کوي ؟ له کومه جيبه ؟
پښتون سمه خبره کړي
شراب چه دغلته خوړل کيږي په غرب کي نه خوړل کيږي
دلته ازاد دي خو ډير بد نوم لري ،لکه چرسي سړي نه سړي،دلته بيا شرابي سړي نه سړي ههههههها
ددرونټي دماهيانو کباب ته يو ماښام لاړ شه ،قرغي خواته چکر شه ډلي ډلي ياران په مرګ نيشه خپل بنډار کوي او شراب هم اصلي له دوبي ورسيږي هههههها
زه پري خبر يم
مونږ دوطن له ټولو حالاتو خبريږو ځکه غم ې راسره دي
له بلي خوا په زرهاو ماشومان په ښارونو کي سوال کوي چه يو ه پارچه ډوډي ځانته پيدا کړي چه دهغي مسئوليت دواکدارانو په لاس کي دي ،چه داپه ملياردو ډالر په کومو جيبونو وويشل شول ؟
نوربيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more