د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دندو ته د مسوولینو د راستنېدلو هر کلی !

ډاکتر وطنمل
20.04.2012

[color=blue:fc72b1ce91]درنو لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

لکه څنګه چې په لنډمهاله توګه د فورمونو دمسولینو دندې په ټپه درول شوې وې ، څو رامنځته شوې ګډوډۍ
له منځه لاړې شي دادی مسولین بیا له سره په یوه یا بله دنده وټاکل شول او د ګرانو لوستونکو په نامه هرکلی ورته وایم !
هیلمن یم چې نه یواځې په کلکه د نورو د نامانوسو الفاظو د کارولو مخه ونیسي، بلکې له هېڅ مسول څخه پخپله هم چاته
څه نامانوس الفاظ ونه کارول شي! ومن الله التوفیق ![/color:fc72b1ce91]


Re: دندو ته د مسوولینو د راستنېدلو هر کلی !

khoshalkhan
20.04.2012

يو متل دی وايې : د بل په لاس مار هم مه وژنه !
وطنمل صيب دغه مسئوليت چاته مه ورکوه !
پر ځای ددې يې په ټولو غړيو تقسيم کړه !
داپر دې مانا چې يو واحد شکايت ځای (عنوان) ورته خلاص کړه ،هرڅوک چې
بدې خبرې چټيات ليکي نو دبحث ليکونکی ، غړی ، لوستونکی به يې تاته
دهغه کنځلمار نوم له لينک سره درمعرفي کوي اوته به بيا خپل تصميم په بې پلوه
ډول ورته نيسي . ( ړنګول، يوه مياشت قيد ، غړيتوب اخيستل .... )

دکارپوهنې له نقطې نظره هم دغه وړانديز اقتصادي دی.

[quote:5f4c02e2d0="ډاکتر وطنمل"][color=blue:5f4c02e2d0]درنو لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

لکه څنګه چې په لنډمهاله توګه د فورمونو دمسولینو دندې په ټپه درول شوې وې ، څو رامنځته شوې ګډوډۍ
له منځه لاړې شي دادی مسولین بیا له سره په یوه یا بله دنده وټاکل شول او د ګرانو لوستونکو په نامه هرکلی ورته وایم !
هیلمن یم چې نه یواځې په کلکه د نورو د نامانوسو الفاظو د کارولو مخه ونیسي، بلکې له هېڅ مسول څخه پخپله هم چاته
څه نامانوس الفاظ ونه کارول شي! ومن الله التوفیق ![/color:5f4c02e2d0][/quote:5f4c02e2d0]


changezkhan
20.04.2012

د دی مسوولینو د ځینو انصاف و استدلال مو ډیر ښه لیدلې . او د ټول افغان د شهرت لپاره او د ګډونکوونکو د رابللو لپاره مو د هغوئ هڅې او کوښښ هیڅ ندي لیدلي.
ټول لس کسه چلوونکی به یو ځل بیا په ناندریو او پخوانی بابولالو او بلاخره کنځلې او مروریدل د فورم فضا توده وي. او یو پایه اوچت چلوونکې به تر هغه وخته پرې ځان نه خبروي او یا غوږونه به کاڼه اچوی تر څو چې یی د مستعار نوم تر انتقاد لاندې راشي ،بیا د ژمی د خوب بړستنې له ځانه لرې کوي او غیر عادلانه په کنځلو کې کمزورې لور له فورم نه شړي.


سلامونه

tandar
20.04.2012

سلامونه
کار اهل کار ته سپارل شوي نور په کي خبري په کار نه دي
او که څوک ځان مقررول غواړي بيا دي دښه [color=red:192defbfe1]کولنګي چرګ[/color:192defbfe1] سره دټوکو ديري ته راشي ههههههها
ځکه چه دکرزي اداره هم نن بي رشوته کار نه کوي ههههههها
تربيا


پتوال
20.04.2012

ستاسو له بیلابیلو مشورو څخه دا نتیجه ګیري کیدای شی چې :
[color=blue:b43c6fd3b4]
په هر فوروم کې د سپورو سپکو څخه لومړنی شکایت کونکی باید د شکایت په نامه یوه کړکۍ پرانیزي اوخپله ستونزه ،
چې د همغه فوروم سره تړاو ولري ، له لوستونکو سره شریکه کړي . اړونده مسوول ژمن دی چې په اړه یې اجراآت
وکړي او یا شاکی ته د pm له لارې قناعت ورکړي ! هیله کوم همداسې وکړئ!
د نه کواندتیا په صورت کې مسول هم د لوستونکو ، هم شاکي او هم د ټولګړي چلونکي د نیوکو لاندې راځي، خو داچې
د نیوکو له علنیت څخه د خپلې داوطلبانه استعفا په مټ پناه واخلي!
والسلام [/color:b43c6fd3b4]


larghonay laraway
22.04.2012

اسلام عليکم!
دا ډېره ښه ده چې هره برخه مسؤول ولري خو ماته ځينې برخې سره ورته ښکاري لکه: د ټول پښتون سولییز انقلاب
(= د لر او بر پښتون سولییز پاڅون په اړه بحثونه ؟)
د ټول افغان د ازادۍ پاڅون
(= د ازادۍ ملي‌-اسلامي پاڅون ؟)
د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه
(= د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتونکي ولسواکي ؟)

که له دغو ټولو يوه جوړه شي نو ليکونکي به ډېر خواره واره نه شي او وخت به يې هم ضايع نه شي. ما خو له پيله تر اوسه (د ټول افغان د ازادۍ پاڅون ) برخه کې ليکنې کړي چې اوس يې هم په کې کوم چې مخکې يې نوم کوم بل شی ؤ. زما په نظر همدا قرآني صييب وړ سړی دی مسؤوليت دې ورکړل شي او دا درې واړه برخې بايد سره يو شي!
دومره ډېر وخت به له چا سره وي چې درې سره ورته برخې هره ورځ وګوري؟
مننه
ستاسو لاروی


محمود سعيد
22.04.2012

عليکم سلام!
دا خو ډېر ښه وشول چې د خونو مسؤولين له سره وټاکل شول. د دې تر څنګ بايد د فورم په نوي کولو کې هم هڅه وشي، تر څو له نورو نويو او پرمختللو فورمونو سره سيال شي. همدا شان که د نوم خوندي کولو ډول لږ آسان شي او ورسره د فېسبوک له لارې ورته د نظر خاوندان او فکري ځوانان د بحث لپاره راوبلل او وهڅول شي، نو نور به هم خوندور او پرمختللی شي.
د دې تر څنګ که هر کس له يوې آيډي څخه د زياتو نومونو د ثبت لپاره، د ادارې اجازه واخلي نو دا کار به په بېلا بېلو نومونو د سپکو سپورو ويلو او بېځايه تبليغاتو د مخنيوي لپاره اغيزمن وي.
همدا شان که د بېلابېلو ورته خونو څخه يوه خونه او ورسره نورې لازمې بحث خونې هم پرانستل شي، ډېر به ښه شي.
په درنښت
د ټول افغان د بيا ځلېدو په هيله.


ډاکتر وطنمل
22.04.2012

سلامونه !

محمود سعید او نور لیکونکی او لوستونکي دې د نویو فورمونو د ورزیاتولو له پاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي .
لارړی صیب وړاندیز هم تر ډیره د غور وړ دی ، خو په قوسونو کې ورکړل شوې ژباړه ډیره دقیقه نه ده :
مثلاً د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه بالاخره = د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتونکي ولسواکي ده ، خو ساتنپال
د محافظه کار کټ مټ ژباړه ده او محافظه کاره دموکراسي په اسلامی هطوادونو کې طبعاً په ملی اسلامی
ارزښتونو ورټولې دموکراسۍ ته وايي ! والسلام


عادل عادل
23.04.2012

السلام علیکم

محترم وطنمل صاحب مننه چې د ټول افغان د فورمونو په بیا او لا ژوندي کولو کې زیار او هڅې کوی،،، چې رښتیا خبره شي ددې فورمونو په شاتګ خدای ج شاهد دی چې خپه کیژم او په پرمختګ او تعدد یې هم د خوښی احساس کوم،،،

د یوې پاڼې یا فورم شاتګ او پرمختګ بیا خپل خپل اسباب لري،، دا چې کله مونږ وایو چې "بحثفورم" !!! نو بيا دا امكان ناشوني دی چي هر بحث به د یوه شخص د ذوق او سلیقې په مدار منتج او څرخي،،، که وشي هم نو فورم به د وخت په مرور سره د یوه شخصي بلاګ صفت ځان ته خپلوي،،، هلته که سره زر هم ولیکل شي نو په سلو ورځو کې به ایله دوه کسان هم هلته نه ورګوري!

زما په نظر خو داسې برېښي چې تر اوسه هم چلوونکي یو بل نه شي تسلیمولای،،، د ګډونوالو او لوستونکو تسلیمول یا نه تسلیمول بیا لیرې خبره ده،،،

ددې لپاره چې د درنو چلوونکو تر منځ هماهنګي او د نیتونو وحدت منځ ته راشي، د ښاغلي لاروي صاحب په وړاندیز دې عمل وشي،، هغه دا چې درې مشابه فورمونه دې سره مدغم او یو کړل شي او ښاغلی مبارز فرقاني صاحب دې هم د دوی د وړاندیز سره سم د مسوول په توګه وټاکل شي،،،او زه هم د چلوونکي په توګه د هیڅ فورم شوقي نه یم،،


ډاکتر څپاند
23.04.2012

سلامونه ومنئ
زه هم دلاري او عادل عادل صيب دنظر کلک ملاتړ کوم٠
څومره چې دبحثونو عنوانونه لږ شي،هومره به ئي لوستل اسان او د "انسجام"
وړشي٠
زه به هم دعناوينو دتنقيص په صورت کې دمديريت له چوکئ نه لاس په سر او دتندر صيب پشان به کلنګي چرګ يواځې نوشجان کړم٠


م . ق
23.04.2012

ډیرو محترمو، مکرمو، ښاغلو، راغلو، منلو او غښتلو ورونو،
السلام علیکم ورحمة الله،
د ټولو ورونو نظرونه د قدر وړ دي خو زما نظر دادی چې د ادارې، مدیریت او فورم په هکله نورو ورته موضوعاتو، شکایتونو او وړاندیزونو لپاره دې خپله ځانګړې خونه د (اداره او مسؤلین) په نامه پرانستل شي همدارنګه دغه درې ورته فورمونه دې په دغه دریو نومونو مسمی شي: (سیاست او روانې چارې)،(نړیوال ښکیلاک او د خپلواکۍ مبارزې او خوځښتونه) (جمهوریت، دیني او ولسي ارزښتونه).
همدارنګه د فورم د لاپرمختګ او عامشمولیت لپاره دا نظر لرم چې لکه څرنګه د ټول افغان په لومړۍ صفحه کې د هرې موضوع لاندې خلک کولاي شي د فیس بوک اکاونټ له لارې خپله تبصره یا ځواب ثبت کړي او پدې ډول د هغه دغه لیکنه په فیس بوک کې هم شیئر شي، په همدې ډول دې په فورم کې هم دغه اسانتیا رامنځته شي ترڅو خلک وکړاي شي د فیس بوک اکاونټ له لارې خپله تبصره ثبت او شیئر کړي، همدارنګه که وکولاي شي نوې لیکنه او موضوع هم د هماغې فیس بوک اکاونټ له لارې وکړي نو ډیر زیات مثبت اغیز به ولري او هم به دغه فورم عامشمول اود ډیرو وګړو د لاسرسي جوګه شي.
د مدیریت په اړه باید زیاته کړم چې زه ورته دومره لیوال نه یم خو که محترم مشر د خپلې پیرزوینې او لورینې له مخې ماته کوم مسؤلیت وسپاري نو اړ یم چې د قدردانۍ لپاره هم ورته غاړه کیږدم خو زه به ترخپله وسه پورې پړ یم اګرچې زه انټرنیټ ته مسلسل او دوامدار لاسرسی نه لرم.

په درنښت
مبارز قرآني


عادل عادل
23.04.2012

السلام علیکم

زه په دې توګه وړاندیز کوم چې زما پر ځای دې ښاغلی محمود سعید ورور چې ټولو ته ان شاالله یو منلی شخصیت دی د چلوونکي په توګه وټاکل شي،،،

خدای ج دې توفیق ورکړي چې د نورو چلوونکو همکارانو سره اوږه په اوږه ددې فورمونو د پرمختګ او رونق بښلو سبب وګرزي،،، آمین


پتوال
23.04.2012

درنو او قدرمنو ورونو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !

وړاندیزونه خو ټول ښه او له خپلې بحثپاڼې سره مو د ملاتړ څرګندونه کوي !
زه به هم ښاغلي وطنمل ته دا یادونه وکړم چې د ټول افغان د ناپیلتوب ساتنه له پامه ونه غورځوي :

که په تیر وخت کې دا اصل په بشبړه توګه نه وي مراعات شوی نو اوس د وړاندې پرمختګ له پاره اړین دي چې لږ تر لږه
د فورمونو چلونکي دې د هېڅ ګوند او هېڅ یوې سیاسی ډلې ټپلې یا له مدیریت ورپورته حکومتي مقاماتو غړیتوب ونه لري .
په دې توګه به له نظري توپیر پرته دنورو ګوندي او سیاسي اختلافاتو مخه نیول شوي وي ! ستاسې نظر په دې اړه څه دی؟

سربیره په دې د اسلام ، ملی ګټو او د ولس انتخابي جمهوریت سره مخالفت لا د ټول افغان د غړو له پاره هم منع دی
نو څنګه کېدای شی چې چلونکی صاحبان دې ددې امناع په موږي پښه تړلي او پابند نه اوسي ؟

ستاسو د نظر څرګندونو په هیله !

یادونه: په بحثفورمونو کې لیکنې مو په فیسبوک کې په دې پته

Tolafghan Discussion

لوستلی شئ ! والسلام


سلامونه

tandar
23.04.2012

سلامونه او احترامونه
ديو ازاد او لوي افغانستان په هيله


محمود سعيد
24.04.2012

ښاغلی عادل ليکي:
[quote:dd2ddb12ab]
السلام علیکم
زه په دې توګه وړاندیز کوم چې زما پر ځای دې ښاغلی محمود سعید ورور چې ټولو ته ان شاالله یو منلی شخصیت دی د چلوونکي په توګه وټاکل شي،،،
خدای ج دې توفیق ورکړي چې د نورو چلوونکو همکارانو سره اوږه په اوږه ددې فورمونو د پرمختګ او رونق بښلو سبب وګرزي،،، آمین[/quote:dd2ddb12ab]
عليکم سلام.
ښاغلی عادل! دا ستاسې مهرباني او ښه نظر دی. که غلط فهمي لرې شوې وي نو:
زما بوختياوې ډېرې زياتې دي. همدا چې ستاسې ملګرو سره کله ناکله بنډار وکړم، دا راته هر څه دي.
تاسې او نورو ټولو درنو ته بريا غواړم.
په پوره درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more