د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

محرقه يا Typhoid

ډاکتر څپاند
18.04.2012

[color=red:083a0869d8]محرقه يا Typhoid [/color:083a0869d8]
محرقه هغه ناروغئ ده چى هر كال په نړى كى په سلږونو زرو بينوا او فقير وگړي وژني.
ددى ناروغى عامل يو ميكروب دى(Salmonella Typhi) چى د ناولو اوبو او خوړو په وسيله انسان ته سرايت كوي.
[color=white:083a0869d8]پدى معنى چى نوموړى ميكروب د انسان مدفوعاتو(مواد غايطه) په وسيله چاپيريال ته انتشار كوى او نور انسانان پدى مدفوعاتو چتل شويو خوړو او اوبو په وسيله پدى ناروغى اخته كيري.[/color:083a0869d8]

په افغانستان او ورته هيوادو كى دادى بيا د اوړي موسم راغى.پدى موسم كى د ډول ډول نورو ناروغيو تر ځنگ د محرقى ناروغى هغه خطرناكه ميكروبي ناروغي ده چى بى له شكه به يو گن شمير افغانان ،خاصتاً كوچني ماشومان دمركي منگولو ته وسپاري.
پداسي حال كى چى ددا ډول ناروغيو مخنيوى دټولنى دپوهنى دسطحى د لوړتيا سره كلك تړاو لرى خو پدى برخه كى تر ټولو ستر نقش د حكومت په غاړه دى.
لمړى بايد مسولين، دجمهور ريس او وزيرانو په شمول په دى پوه وي چه د ټولني اوليه ، او تر ټولو مهم ضروريات څه دي؟
پدى كى شك نشته چى دجنگ په حال كى د جنګ "موفقانه" ختمول تر هر څه علويت لري.خو ددى تر څنك ښونې،روزنې، روغتيا،كور-كالي-ډوډى او دهيوا د ودانولو لپاره بنسټيزو او سترو ساختماني پروژو ته ډيره او ستره اړتيا ليدل كيري. يو ددى سترو اساساسي او زيربنائي ساختمانو له جملى نه په ښارونو كى په عصري دول د بدرفتونو canalisation جوړول او په كلو كى دنړيوالو سازمانونو په مرسته لازم تدابير نيول دي.

يو خورا ضروري او حتمي عادت چى هر وگړى ئي بايد زده كري هغه دا چى تر رفع حاجت روسته او دخوړو سره له تماس دمخه خپل لاسونه حتما ومينځى(كه صابون موجود وي حتماً دصابون نه كار واخلى).
دانساني مدفوعاتو نه دسري يا پارو په توگه استفاده بايد قانوناً منع شي، دا عمل بايد جرم وگنل شي،ځكه چى پدى توگه ډول،ډول ميکروبي ناروغى انتشار كوي.
[color=yellow:083a0869d8]كه بله چاره نه وي نو د پشكى نه ئي زده كړى، خداى ج دى حيوان يعنى پشي ته داسى عادت ور په برخه كړي دی چى خپل مدفوع تر خاورو لاندى خښوي. خو ځيني انسانان لا اوس هم خپل مدفوع د اوداسه په محال داسى يوى ويالى ته ور اچوي چى هلته كوز نور خلك ترى اوبه څښي :oops: [/color:083a0869d8]

په محرقى اخته ناروغ څنگه پيژندل كيږي؟

پداسى حال كى چى په روسته پاته ټولنو كى دمحرقې ته ورته ناروغيو شمير كم ندى نو ځکه د محرقي پيژندل او تشخيص مشکل بريښي.

په محرقى اخته هغه ناروغان چه تداوي شوي نه وي د ٤ انيو لپاره دناروغى اعراض او علايم څرگندوي.
په لمړنى اونى كى ناروغ د تبى،اشتها كموالى، دخولى بد مزگى،
,سردردي،كسالت ،دګيډى د درد او توخي نه شكايت كوي.
دناروغ دزره حركات بطي شي(bradycardia)او كيدى شي چى دپوزى نه يي وينه راشي.
دويني معاينه:
دويني سپين گردي(WBC) لږ شي،دوينى كلچر كولى شي چى دناروغئ عامل تثبيت اوښكاره كړي.د widal test چى يو لابراواري معاينه ده لا منفي وي.

په دويمه اونۍ كى ناروغ په بستر كى ناتوانه بيحركته او بيحاله غزيدلى وي خو كله ناكله له ځانه سره بى معنى خبرى كوي ،هزيان اوچټيات وايي او چيغي وهي.
تبه تر ٤٠ سانتيگراد درجى پورى پورته شي چى معمولا تر غرمى روسته په ماسپښين كى لوړى درجى ته رسي.كيدى شي چى ناروغ قبضيت يا اسهال(ساراناسته) ولري.
كله چى ناروغ د ډاكتر لخوا وكتل شي لاندني علايم دليدلې شي:
تبه،دپوتكي سره داغونه (rose spots)،دلړمون او توري غټوالى(Hepatosplenomegaly)
دگيډى خوږ او دكولمو د غږ جگوالى،دنبض اهستگي(معمولاً كله چى ناروغ تبه ولري د هغه د زړه يا قلب حركات زيات شي،خو په دى ناروغى اخته وگرو زړه دا توان نلري)
دوينى معاينه:
په دويمه اونى كى د Widal test شديداً مثبت شي او دويني كلچر كيدى شي چى لا هم دميكروب موجوديت ثابت كړي.

دريمه اونى:
تبه لاهم موجوده وي خو پدى اونى كى اختلاطاتو خطر خورا زيات شي.
تر تولوخطرناك اختلاط يا complication دوړو كولمو سوري كيدل يا intestinal perforation
دى چى خاصتاً په روسته پاته ټولنو كى د مړينى سبب كيدى شي.
دكولمو خونريزي دمغز ابطلا او ورته اختلاطات هم رامنحته كيدى شي.

چلورمه اونى:
پدى اونى كى ناروغ مخ په ښه كيدو شي. اشتها پيدا كوي اوتبه ورو ورو له منځه ځي خو كه نا روغ په ناقصه توگه د انتيبيوتيك په وسيله تر معالجى لاندى راغلى وي، ددى خطر وجود لري چى
ناروغى تكرار شي (Relapse).

سرايت:

لكه چى مخكى هم يادونه وشوه دمحرقى دناروغى عامل ،ددى ناروغى اخته وگړو د مدفوعاتو په وسيله چاپيريال ته خپريږي او نور انسانان بيا د هغو خوړو او اوبو دخوړلو-څکلو له امله چى ددى ناروغ دمدفوع سره په مستقيم تماس كى راغلي او يا هم د مچانو، ناپاكه لاسونو او ورته نورو وسايلو ككړ شوي، اخته كيږي.

٥ فيصده هغه ناروغان چى ددى ناروغى نه شا ومومي په دوامدار ډول د ټول عمر لپاره دمحرقى د مرض عامل پخپلو مدفوعاتو(مواد غايطه) كى و چاپيريال ته خپروي.

وقايه:
ددولت په سطح; كه افغانستان ازاد شي او كه لا د اوس په شان اشغال وي،واقعيت دادى چى كه كار اهل كار ته ونسپارل شي، دا وري به هيڅكله هم شړى نشي.
په مكتبونونو كى معلم صاحبان، په مساجدو كي ملاصاحبان او په ميديا كى د هغو چلونكي
وجداني مسوليت لري چى خلكو ته دپاكى او نضافت په هكله وعظ او نصيحت وكړي.

اي خلكو :دخپل صحت دستر دشمن د خپلو مدفوعاتو د ځاى پر ځار كولو صحي توگه زده،كشف يا اختراع كړي.

هغه افغانان چه له امريكا،يورپ او استراليا نه پس له ډيره وخته افغانستان،پاكستان، هند، ايران
سعودي،مركزي اسيا او يا جنوب شرقي اسيا ته سفر كوي بايد خپل داكتر ته ورشي او واكسن واخلي. واكسن دوه يا دري كاله تاسو ته معافيت دركوي او د ضرورت پ وخت ئي بايد تكرار كړي.

تداوي:

په مختلفو هيوادونو كى مختلف انبيتيكونه استعماليږي. دخپل داكټر هدايت مه هيروي.

ځيني خلك پدى عقيده دي چى محرق په ملاريا يا ملاريا په محرقي بدليږي. دا يو غلط نظر دى.
دغه راز يو گن شمير نور ميكروبي امراض شتون لري چى محرقى ته ورته دى. ستاسو داكټر كولى شي پدى هكله در سره مرسته وكري.

بعضى وگري دهري تبى سره دداكتر نه غواړي چى د محرقي لپاره معاينات وكړي.بايد په ياد ولرو چى دمحرقى خورا با اعتباره يا gold standerd معاينه په وينه كى د ميكروب ليدل يا دشتون اثبات دى چى دا معاينه د وينى د كلچر په مرسته سرته رسي او يواځي په دوو لمرنيو انيو كى په وينه كى د محرقى د ميكروب شتون توقع كيدي شي( يوه با اعتباره او مجهز لابراتوار ته اړتيا لري)
تر هغى روسته، سره ددى چى ناروغ په محرقى اخته هم وي خو په وينه كه دميكروب پيداكول ناشوني ښكاري.
دناروغى په دويمه اونى او تر هغى روسته په مياشتو او كلونو ،په بدن كى دمحرقى دعامل يا salmonella typhi د موجوديت غير مسقيم علايم (a positive Widal Test) تر لاسه كيدى شي چى متاسفانه دا تست يا دا معاينه، د يوه فعال او تازه مرض د شتون او يا د محرقى دهغى ناروغى تر منح چى پخوا تيره شوى او ناروغ ترى شفا ميندلى ده ، فرق كولى نشي.
نتيجه دا چه ديوه مجرب داكتر په مرسته دمحرقى مقدم تشخيص او تداوي خورا مهم دى او لابراتواري معاينات هله رارسيزي چى ناروغ مخ په شفا او يا هم تشخيص نادرسته وي.

په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more