د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د جګړې پرضد ځانګړې مشاعره وشوه

مساپر
16.04.2012

ننګرهار کې د جلالکوټ ادبي خوځښت په نوښت او سمبالښت ترسلو زیاتو افغان شاعرانو د یوې لویې مشاعرې په کولو سره جګړه وغندله.

په دې مشاعره کې پر ختیځ زون سربېره له پلازمېنې کابل او د هېواد له یو شمېر نورو سیمو شاعرانو هم برخه اخیستې وه.

د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشادرغاند وویل، چې پرافغانستان روانه جګړه د افغانانو د یو شمېر کمزوریو له امله تپل شوې،چې د جګړې پرضد د ولسي احساساتو په راپارولو سره یې دوی د پای ته رسولو هڅه کوي.
له بلجیمه راغلي ځوان شاعر جلال امرخېل وویل،نور شاعران اکثره خلک جګړې ته بولي، خو په دې کې شاعرانو په هنري ډول د جګړې د پای ته رسولو تبلیغ وکړ.

د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون د جګړې پرضد دا مشاعره یو ښه نوښت او مهمه اړتیا وګڼله او ویې ویل، په کار ده،چې دې مهمې اړتیا ته دوام ورکړل شي.

جلالکوټ ادبي خوځښت له نېږدې یو نیم کال راهیسې په ننګرهار کې جوړشوی، چې تراوسه چې تراوسه یې ۷۵ اونیزې او لس ځانګړې غونډې کړ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more