د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

پاكستان د پښتون ځپنې لپاره د طالبانو ملاتړ كوي

طالب ISI
14.04.2012

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=oressreview&article=32694

خدمتګار:پاكستان د پښتون ځپنې لپاره د طالبانو ملاتړ كوي
Saturday, 04.14.2012, 03:00am (GMT)

د کابل چاپ خدمتګار ورځپاڼه په نننۍ ګڼه کې لیکي، د پاكستان د حكومت كله نا كله دا څرګندونې چې په افغان حكومت يا امنيتي ځواكونو كې د پښتنو شمېر كم دى او يا هم له وسله والو طالبانو د اسلام اباد ملاتړ د دې لپاره نه دى چې پښتانه پر افغانستان واكمن وي.

پاكستان غواړي چې د طالبانو په ملاتړ او يا هم په دې خبرو سره چې اوسنى حكومت د پښتنو ضد دى داسې زمينه برابره كړي چې طالبان واكمن شي، د اسلامي توندلارۍ په نوم د پښتنو د كمزورې ملتپالنې روحيه هم له منځه يوسي او د لر او بر پښتون د يو ځاى كېدلو اندېښنه يې له سر ووځي.

هندى ليكوال او ډپلوماټ جي پارتها سراتهي وايي، كه له پاكستان سره د پښتنو غم واى ولسمشر كرزى هم پښتون دى چې له يوولسو كلونو راهيسې يې د حكومت واګي په لاس كې دي، كولى يې شول له كرزي څخه يې په ملاتړ سره په اوسني حكومت كې د پښتنو دريځ پياوړى كړى واى:(كله چې په ۲۰۰۱ كال كې د طالبانو حكومت پرځېده له شمال ټلوالې سربېره پښتنو هم خپلې وينې تويې كړې او پاكستان فكر وكړ چې حامد كرزى به د پښتنو په ملاتړ سره په خورا ستر اتل بدل شي.)

د جي پارتها سراتهي په خبره، په افغانستان کې د طالبانو په پرځېدلو سره هڅې پيل كړې چې پښتنو ته وښيي ټوله نړۍ د دوى په وړاندې ولاړه ده او دا يو اسلام اباد دى چې د دوى خير غواړي:(طالبانو ته يې هم داسې په مغز كې وركړل چې دوى په نړيواله كچه شړل شوي او بله لار نه لري، يوازې دا چې د پاكستان په ملاتړ ټوپك اوږې ته كړي او وجنګيږي.)

د هغه په اند، پاكستان داسې ښيي، چې د پښتنو رښتينى ملاتړى دى، خو په حقيقت كې داسې نه دى او غواړي د پښتنو په مشرۍ په افغانستان كې داسې حكومت جوړ شوي چې په نړيواله كچه ګوښه شوى وي او خپله دوى په سياسي او اقتصادي لحاظ خورا ډېر كمزوري وي او له دې حكومت به دا وېره هم نه لري چې په پښتنو كې د ملتپالنې احساسات ژوندي كړي.

د ناروې په مركز اوسلو كې استوګنه پاكستانۍ ليكواله او شنونكې فرحت تاج هم وايي، پاكستان په قبايلي سيمه كې د نفوذ لپاره وسله وال طالبان داسې كاروي لكه په افغانستان كې يې چې كاروي.

مېرمن تاج زياتوي، د پاكستان څارګرې ادارې په قبايلي سيمه كې د وسله والو طالبانو په پيدا كولو سره د پښتنو په سلګونو قومي مشران ووژل او په دې سره د پښتنونپالنې او ملتپالنې روحيه په قبايلو كې وژني:(اى اېس اى د پښتنو مشرانو د وژلو او پر دغه سيمه د واكمنېدلو لپاره غوښتل چې د وسله والو طالبانو پردى كلتور په سيمه وتپي، په مقابل كې يې قومي مشران ودرېدل او طالبان چې زر او زور ورسره ملګري وو، دا ډول په سلګونو مشران يې ووژل.)

هغې په خپل كتاب( طالبان او د طالبانو ضد) كې زياته كړې ده، د ډيورنډ دواړو غاړو ته طالبان د پاكستان د لاس اله دي او د دې لپاره يې كاروي چې په سيمه كې د پښتنو هويت، كلتور او قوم پرې له منځه يوسي او ملتپالنه يې ووژني


Re: پاكستان د پښتون ځپنې لپاره د طالبانو ملاتړ كوي


jamal
19.06.2012

[quote:21120909e4="shaheer"]http://taand.com/index.php?mod=article&cat=oressreview&article=32694

خدمتګار:پاكستان د پښتون ځپنې لپاره د طالبانو ملاتړ كوي
Saturday, 04.14.2012, 03:00am (GMT)

د کابل چاپ خدمتګار ورځپاڼه په نننۍ ګڼه کې لیکي، د پاكستان د حكومت كله نا كله دا څرګندونې چې په افغان حكومت يا امنيتي ځواكونو كې د پښتنو شمېر كم دى او يا هم له وسله والو طالبانو د اسلام اباد ملاتړ د دې لپاره نه دى چې پښتانه پر افغانستان واكمن وي.

پاكستان غواړي چې د طالبانو په ملاتړ او يا هم په دې خبرو سره چې اوسنى حكومت د پښتنو ضد دى داسې زمينه برابره كړي چې طالبان واكمن شي، د اسلامي توندلارۍ په نوم د پښتنو د كمزورې ملتپالنې روحيه هم له منځه يوسي او د لر او بر پښتون د يو ځاى كېدلو اندېښنه يې له سر ووځي.

هندى ليكوال او ډپلوماټ جي پارتها سراتهي وايي، كه له پاكستان سره د پښتنو غم واى ولسمشر كرزى هم پښتون دى چې له يوولسو كلونو راهيسې يې د حكومت واګي په لاس كې دي، كولى يې شول له كرزي څخه يې په ملاتړ سره په اوسني حكومت كې د پښتنو دريځ پياوړى كړى واى:(كله چې په ۲۰۰۱ كال كې د طالبانو حكومت پرځېده له شمال ټلوالې سربېره پښتنو هم خپلې وينې تويې كړې او پاكستان فكر وكړ چې حامد كرزى به د پښتنو په ملاتړ سره په خورا ستر اتل بدل شي.)

د جي پارتها سراتهي په خبره، په افغانستان کې د طالبانو په پرځېدلو سره هڅې پيل كړې چې پښتنو ته وښيي ټوله نړۍ د دوى په وړاندې ولاړه ده او دا يو اسلام اباد دى چې د دوى خير غواړي:(طالبانو ته يې هم داسې په مغز كې وركړل چې دوى په نړيواله كچه شړل شوي او بله لار نه لري، يوازې دا چې د پاكستان په ملاتړ ټوپك اوږې ته كړي او وجنګيږي.)

د هغه په اند، پاكستان داسې ښيي، چې د پښتنو رښتينى ملاتړى دى، خو په حقيقت كې داسې نه دى او غواړي د پښتنو په مشرۍ په افغانستان كې داسې حكومت جوړ شوي چې په نړيواله كچه ګوښه شوى وي او خپله دوى په سياسي او اقتصادي لحاظ خورا ډېر كمزوري وي او له دې حكومت به دا وېره هم نه لري چې په پښتنو كې د ملتپالنې احساسات ژوندي كړي.

د ناروې په مركز اوسلو كې استوګنه پاكستانۍ ليكواله او شنونكې فرحت تاج هم وايي، پاكستان په قبايلي سيمه كې د نفوذ لپاره وسله وال طالبان داسې كاروي لكه په افغانستان كې يې چې كاروي.

مېرمن تاج زياتوي، د پاكستان څارګرې ادارې په قبايلي سيمه كې د وسله والو طالبانو په پيدا كولو سره د پښتنو په سلګونو قومي مشران ووژل او په دې سره د پښتنونپالنې او ملتپالنې روحيه په قبايلو كې وژني:(اى اېس اى د پښتنو مشرانو د وژلو او پر دغه سيمه د واكمنېدلو لپاره غوښتل چې د وسله والو طالبانو پردى كلتور په سيمه وتپي، په مقابل كې يې قومي مشران ودرېدل او طالبان چې زر او زور ورسره ملګري وو، دا ډول په سلګونو مشران يې ووژل.)

هغې په خپل كتاب( طالبان او د طالبانو ضد) كې زياته كړې ده، د ډيورنډ دواړو غاړو ته طالبان د پاكستان د لاس اله دي او د دې لپاره يې كاروي چې په سيمه كې د پښتنو هويت، كلتور او قوم پرې له منځه يوسي او ملتپالنه يې ووژني[/quote:21120909e4][quote:21120909e4][/quote:21120909e4]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more