د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

داسې اخندزاده صاحب به بیا پیدا نه شي؟

طالب ISI
11.04.2012

خدای نور ناصر، مشال رېډیو

کوټه : د کوټې شمال ختیځ لور ته په شاوخوا څلوېښت کیلومیتره کې پرته سیمه خانوزۍ چې سل په سله پکې پښتانه اوسېږي. د تعلیم شرح يې په بلوچستان صوبه کې تر ټولو ښه یادېږي. په یاده سیمه کې شاوخوا سل کاله وړاندي ددې سیمې يوه مشر چې د عبدالعلي اخوندزاده په نامه يادېده، په لومړي ځل يو ښوونځی خلاص کړ. په هغه وخت کې چې ددې سیمې په پښتنو کې تعلیم ته ښه نظر نه کتل کېده، عبدالعلي اخوندزاده پکې لومړی د خپل کور ماشومان داخل کړه.

او وروسته بیا د سیمې نورو خلکو هم خپل ماشومان په دې ښوونځي کې داخل کړه. که څه هم سل کاله تېر شوي خو ددې سیمې وګړي يې نن هم د تعلیم ښه شرح د عبدالعلي اخوندزاده له برکته بولي. د سیمې يو ښوونکی مطیع الله په خانوزۍ کې تعلیم په هکله وايي،( لومړی خو زه دا وایم چې په دې سیمه کې عبدالعلي اخوندزاده د تعلیم پېل کړی. او دهمدې له کبله نن هم زموږ تعلیم تر هر ځاي ښه ده)

د خانوزۍ سیمې اوسېدونکي وايي، په سیمه کې يې دتعلیم شرح سل په سله ده. چې پکې ددوي په خبره د سړو له تعلیم سره سره يې د ښځو تعلیم هم سل په سله دی.

د دغه ځای یو اوسیدونکی انتخاب عالم وایي( له تېرو څو کلونو راهیسي زموږ په سیمه کې د تعلیم شرح سل په سله روانه ده. او پکې داسي نه ده چې يواځې د نارینه و تعلیم سل په سله دی. بلکې د ښځو تعلیم هم همداسې دی)

​​
خانوزۍ چې سل په سله تعلیمي شرح لري
​​
په داسي حال کې چې هم د سیمې اوسېدونکي او هم د بلوچستان د تعلیم څانګې چارواکي وايي، په خانوزۍ کې د تعلیم شرح سل فیصدي ده. خو ددې سیمې يوبل اوسېدونکی خالق داد بیا وايي، تعليمي شرح يې ښه ده، خو دده په خبره معیاري تعلیم پاتې شوی نه دی.

( اول وار چې دلته عبدالعلي اخوندزاده د تعلیم بنیاد کښېښود، نو تعلیم ډېر ښه وو. اوس هم تعلیم شته، خو زما په فکر معیاري تعلیم اوس ډېر کم پاتې شوی)

سره له دې چي په بلوچستان کې په هره څانګه کې د خانوزۍ سیمې وګړي شته، او لامل يې همدا ښايي چې د سیمې ډېری وګړيو تعلیم کړی، او پر ښو حکومتي څوکیو ګومارل شوي. خو د انتخاب په نامه تن بیا وايي، ډېری نور تعلیم یافته ځوانان يې لاهم بیروزګاره دي.

( ما خپله په پښتو کې ایم اې کړېده. خو په يوه ښوونځي کې جې وي ښوونکی یم. نور روزګار نه وو، بس همدا مي قبول کړ. دلته ډېری نور داسي ځوانان شته چې ماسټري کړې، خو بېروزګاره ګرزي)

په داسي حال کې چې د خانوزۍ ټول وګړي دا مني، او پرې یاړي چې علامه عبدالعلي اخوندزاده په خانوزۍ کې د تعلیم بنسټ ايښی وو. علامه کړوسی اخوندزاده قطب تابان وايي، په هغه وخت کې چې علامه اخوندزاده په کلي کې لومړی ښوونځی خلاص کړ، نو يې اول وار خپله لور په کې داخله کړه.

تابان زیاتوي ( په هغه وخت کې چې عبدالعلي اخوندزاده دا ښوونځی خلاص کړ نو دلته د سیمې خلکو تعلیم ښه نه یاداوه. او بیا د ښځو تعلیم خو به چي چا هم کاوه، دستي به پرې د کفر فتوا ولګېده. ددې لپاره اخوندزاده صیب لومړی خپله لور په دې ښوونځي کې داخله کړه. چې وروسته بیا نورو خلکو هم خپلي نجوني په دې کې داخله کړې)

که څه هم د خانوزۍ سیمې وګړي ادعا کوي. ددوي د سیمې تعليمي شرح په ټوله اسیا کې تر هر ځاي ښه ده. ددې ادعا په اړه مي په کوټه کې د لیټرېسي څانګې له ډایرېکټر هاشم کاکړ څخه وپوښتل.
(هو! همداسې ده. تاسو ته چې چا هم دا مالومات درکړي. زما په فکر بالکل يې سم درکړي دي. ما ډېر ځايونه لیدلي. خو د خانوزۍ غوندې تعلیم مي يو ځاي هم لیدلی نه دی. دا خبره سمه ده چې په ټوله اسیا کې د خانوزۍ تعلیم تر هر ځاي ښه دی)

د یادولو وړ ده چې په خانوزۍ کې يوه تن د تعلیم په میدان کې انقلاب راوستی. او د همدې له برکته د خانوزۍ هر نارینه او ښځينه له زده کړې برخمن دي.

د بلوچستان د نورو پښتون مېشتو سیمو وګړي هم غوښتنه کوي، چې که يې په سیمو کې لږ هم زده کړې ته پاملرنه وشي، نو هره سیمه به يې خانوزيي یادېږي
ـــــــــــــــــــــــــــــ
[color=yellow:c8ec0b9164]تعلیمی شرح څه ته وایی ؟ تعلیمی نصاب ته ؟ تعلیمې کچې ته ؟ او که بل څشي ته ؟[/color:c8ec0b9164]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more