د موضوعګانو سرپاڼه
د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه
د ترهګرۍ په تور!؟
شاه ولي
06.04.2012
سلامونه او نېکي هیلې
خبري آژانسونه د پاکستان امنيتي ځواکونو له قوله څخه وايي، چې د یو لړ پوځي عملياتو په پاي کې يې دوولس تنه (ترهګر) نيولي. د سيمه ييزو رسينو په وينا دغه کسان ټول افغانان دي، چې د پښتونخوا په مرکز پېښور کې، د کورنو څخه نيولي دي.
دغه رسنۍ ليکي، چې نيول شوي کسان د هغو شواهد پر بنسټ نيول شوي، چې له نورو پخوانيو بنديانو نه د تحقيقاتو او پلټنو په وخت کې تر ﻻسه شوي دي.
ګناه مې بس همدومره چې افغان یم
یا دا چې په تن پاک یم مسلمان یم
والسلام،