د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د (تري جي) پر مختللی سیستمونه فعال شو

تيمور
03.04.2012

د افغانستان د مخابراتو وزارت هڅې کړي دي چې د هېواد په ټولو مخابراتي شبکو کې د (تري جي) پرمختللی سیستم فعال کړي.

په افغانستان کې د اتصالاتو مخابراتي شبکه لومړې شبکه ده، چې د دوشنبې په ورځ یي په خپل مخابراتي نظام کې د« تري جي» سیستم فعالول اعلان کړل.

د مخابراتو وزارت د (اترا) د ادارې مشر انجینیر خیرمحمد فیضي آزادۍ رادیو ته وویل، د (تري جي) سیستمونه د لوړ کيفیت لرونکې یوه پرمختللې مخابراتي تکنالوژی ده چې د چټک انټرنت له خدماتو به یي خلک ګټه پورته کړي.

د ده وویل، هڅې روانې دي چې د هېواد د مخابراتو په مارکېټ شاملې ټولې مخابراتي شبکې دا ډول پرمختللې تکنالوژي ولري، ده وویل:

"دا لومړی شرکت دی چې ګام یي پورته کړ او د ترې جي جواز یي واخیست، نورې شبکې هم چمتو شوې، چې په راتلونکو ورځو کې د دې تکنالوژی جواز واخلي، په دی سیستم کې چټک انترنت، د اډیویي او ویډیویي مطالبو او تصویرونو اسان لیږدول شامل دي، دا سیستم به په دې برخه کې هم د هېوادوالو اړتیا اوغوښتنې پوره کړي."

د اتصالاتو په مخابراتي شبکه کې د تري جي تکنالوژي د فعالولو په مناسبت په همدې ورځ په کابل کې یوه ناسته هم ترتیب شوې وه.

د دې شرکت د بازار موندنې د چارو مشر یاسر ابوالعمایم، د اتصالاتو په مخابراتي شبکه کې د نوي تکنالوژی د ځای پرځای کېدو په هکله وویل:

"تیره اوونۍ مو د دې لایسنس واخیست او نن یي په کمرشل سیستم فعالوو، د دې د انترنیت ساری په افغانستان کې نشته، له دې لارې په ثانيي سره کولای شي، د خپلې خوښی او ضرورت وړ مواد له یوټیوب، فیس بوک، ګوګل او همدارنګه له نورو ویب سایټونو څخه په چټکې او اسانۍ سره ډاونلوډ کړﺉ ."

نن سبا په افغانستان کې شپږ مخابراتي شبکې او د انټرنیت په لسګونو شرکتونه فعال دي، خو ځیني خلک یي له خدماتو راضي نه ښکاري.

دوي وایي، اوس هم د مخابراتي شبکو په خدماتو کې ځیني ستونزې شته او بله دا چې ترمنځ یي داسې رقابت نه دی رامنځته شوې، چې د خدماتو پر بیو دې اغېز وکړي.

دوي د انترنټ او مخابراتي شبکو د خدماتو د بیو لا ټیټیدل غواړي، خو د مخابراتو وزارت وایي، د مخابراتي خدماتو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی او د وخت په تیریدو سره به دا بیې نورې هم راټیټي شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more