د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

پرونی وړاندیز - نننۍ ارزونه

پتوال
31.03.2012

د پروفیسر ډاکتر ځیرکیار یو وړاندیز د نن له پاره څنګه ارزوئ، صرف خپله کره کتنه مو وړاندې کړئ :

د تـاریـخ پــه پـیـچـومي کــې
خـــوار طــالـب او مـــسـت خـان

لیکوال: ډاکتر رحمت ربی زیرکیار

On the Mountain Trail of History
By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar, USA
March 25, 2012
۲۵ مارچ ۲۰۱۲ = لمریز۱۳۹۱ وری ۶ = ۲ جمادی-اول۱۴۴۳ هجری سـپـوږمیز

نـنـتـوځ

د ۹۱۱ د فاجعې (۱۱سپتمبر ۲۰۰۱) په مهال داوسني افــغانستان نــږدې نـوي سلنې (۹۰٪) خــاوره د طالبانو په ولـکه کــې وه. له دغې فاجعې نه نـهه میاشتې وړاندې ( ۲۱ دسمبر ۲۰۰۰‎ = ۳۰ لیندۍ ۱۳۷۹ زیـیز) ما زیرکیار په یوه لــڼـډه لیکــنه کې دواړو خــواو ته داسې بلــنه ورکړې وه : « د افغانستان او امریکې واکمنانو تـه». دغه بلنه د یو وړانــدیز په شکل وه او د لـیکلو نیــټه یـې وه: ۲۱ دسمبر ۲۰۰۰( ۳۰ لیندۍ ۱۳۷۹هجري لمریز). دغــه وړاندیز یوې خــپرونې چاپ کړ خو د هغه په ســرلیک کې یې ډیــرې لاسوهـنې کړې وې او ادعا یې کړې وه چې بې له لاسوهـنو نه یې خپور کړی دی. اوس زه ولې دغه وړاندیز بیا خپروم؟ یـو دا چې د ۹۱۱ له فاجعې نه یولس نیم کــلونه تیـر شوې دې او د نــړۍ ولسونه د دغې پـیښې په اکله لږوډیر معلومات لري. دوهم داچې اوس بریښنایـیزې خــپـرونې ډیــرې پــر مخ تلــلې دي او زما ډیـر لـڼـډ وړاندیـز باید په هــغه اصل سرلیک خپور شي چې ما ورته غوره کړی و، نه د اخــبار خــاونـــد. دریـــم دا چې دغه وړانــدیز ما لیکلی و خو په لــیکلو کې یې د یو بل افــغان مـفکوره هم راســره شـــریکــه وه. هـغه نه غـوښتل چې نوم یــې پکې ذکــر شي. په دې ډول، د د دغه لږ لوستل شـــوي وړانـدیز مسولیت مجبوراً زما پــــه اوږو پـــروت دی او اوس غواړم چې په بریـښنایــیزو رسنیو کې یې ټکي په ټکي او په اصل سرلـیک خـپـور کـړم، په لانــدې ډول

د افـغانـستان او امـریکې واکـمنانـو تـه

لیکونکی: ډاکتر رحمت ربی زیرکیار
۲۱ دسمبر ۲۰۰۰زیـیز=۳۰ لیندۍ ۱۳۷۹ هجري لـمریـز

په افغانستان کي د طالبانو مشران باید په دې واقعیت پوه شي چې
(۱) نــن د امریکې حکومـت په «نړئ وال کلي» (ګلوبل ویلیج) کې یواځینئ مست خان دی چې هم وسلې لري، هم پیـسې لري،هم نـــغارې لري، هم محکمه لري، هم قاضي لري، او هم د دغــو ټــولــو وســـیلــو د استعــمال اراده لـــري. هـــم زرګـر دی، هم جادوګـر دی، هم فالګــر دی هم تاویـزګر دی، هم روان ګـر دی، هم داروګـر دی، او هــــــم ســــوداګــر دی
(۲) په نـړۍ وال کلي کې دغـه ډول مــست خان ستاسې (طالبانو) په شان مخالـــفـین چې د شخــــصیت ادعــا کوي نــه شـــي زغــملـی
(۳) پــاکې او رڼـې اوبه چې ودریـږي ورستــیـږي او بـوی کوي. د هیواد په اداره کې چې نوښـت را نه شــي او د مات شــوي ټـیکلي په شــان غنګــیـږي، وضعه به یـــې د ولاړو اوبو په شـــان وي
(۴) دولـت لـــه دې ځنـې زیات دی چې یواځې او یواځې د جنګ او « د ږیـرو او ښځو» وزارتونو ته راټـیټ شي

د نـــړۍ وال کلــي مــست خــان بایــد په دې پــوه شــي چــې
(۱) ایــران د امریکې په مــقابل کې په مرکزي اسیا کې د روسیـې مـټ قوي کوي او له دې لارې خپل سیاسـي او اقـتصادي نــفـوذ ته لار هــواروي
(۲) ایران او روسیــه د مسعود- ربانـي د ډلــې لپاره د ثـقل مرکـزونه دي، نــه افـغانستان
(۳) اخوانیان په افغانستان کې نه یواځې د اسامه بن لادن په مشرۍ د طالبانو په ډله کې ولاړ دي، بلکې د رباني او ســیاف په ډلــه کې هم اوس د طالبانو غــلیمان دي او د مسعود– رباني له لارې د ایران او روسیې یاران. یــانــې اخــوانیــان د افغانستان د بخولې (فاجعې) په دواړو جبهـو(داخلي او خارجي) کې د برخې خاوندان دي
(۴) د طالبانو له منځه وړل اخوانیان له منځه نه شي وړلی، بلکې په پایـله (نتیجه) کې به یې په ګړبیدلي افغانستان کې د مرکزي قدرت د ثقل مرکز ړنګ شي، د ایران او روسیـې بانـډار به تود شي، او د افغانستان پخوانی پاچا محّـمد ظاهـر شاه به (که په بزکشۍ کې روغ راوتلی و) د خپل پتلون نه دایران کلتوري پـټکی جوړوي

په اروپــا او امریکې کې ځینې افــغان روڼ انـدي چې د افغانستان په بخــوله کې بهرنئ او دنننئ جبهې پـیژني، په خــپل ملي هویت کې په اسلام او افغانیت ویاړي، د ټول افغانستان له ملي ګټو ځنې دفاع خپل ملي مسولیت ګـڼي، په ټـــوله افغــاني ټولــنه کې د اســلام او لویــې جــرګې په سازوونکي رول ډاډه دي، او د ټولو ملي او بین المللي کړکــیچونو د حــل لپاره سوله یـیــزه او په متــقابل احترام غښتلې لار ګ‎ټوره ګڼـي خــپل مجـمــوعی تــفکر پـــه لانـدیــنــي وړانــدیــز کې خـــونــدي کـــوي

(۱) د طالبانو له خوا دې لویه جرګه په افغانستان کې په داسې ترکیب راوبلل شي چې د طالبانو د مخالفینو د سیمو په شمول به پکې له هرولایت ځنې اووه (۷) تنه افغان استازي ګـډون کوي، په دې ډول: دوه تنه دیني علما، یـو تـن اوسـنی کوماندان یا استازی یې، یو تن پخوانی جهادي کوماندان، یو تن قومي مشر،یو تن د روسي یرغل په مـقابـل کې د افـغان زړه ور ملت د شـهـیـدانو ورثه، او یـو تـن روڼ انــدی/مـنور
(۲) د هر ولایت استازي دې په هـمغه ولایت کې د خپلې اړوندې پـټې (قـشر) د اکثریت په خوښه وټاکل شي
(۳) لویه جرګه به ولـسمشر(امیرالمؤٔ منیـن، خلیفه) ټاکي. لویه جرګه به د دولت شورا (۳۰ تر ۴۰ تنه) ټاکي چې د لویـې جرګې په غیاب کې به ورته موقـت حکومت مسول وي. د دولت شورا کولی شي چې نورې موقتې دولتي مـوسسـې رامنځته کــړي او یا یــې له منځــه یوسي. لـویــه جـرګه د ټــولو اخــوانـیانــو پر قضــیه که د طالــبانو پــلویـان وي او کــه د طالــبانو د مخالــفیــنو پلــویان وي غـــور کــوي
(۴) مشر ملا محّمد عمر اخوند د دولت شورا ته د دیرش (۳۰) تنه افغانانو نومونه په ګوته کوي چې د هـغوی له منځه د انتـقالي دورې حکومت (صدراعظم او مرستیالان یې ، او کابـینه) د دوه (۲) کلونو لپاره غوره کړي
(۵) سربـیره په خپـلو نورو وظـیفو، د انتـقالي دورې حکومت به د نوي اساسي قانون مسـوده ترتیـبوي او د نوي اساسي قانون د منلـو لـپاره به د لویې جرګې د رابـــللو نیـټـه ټـاکــي
(۶) د دولت شـورا په انتـقالي دوره کې د واکـمنۍ د تـنظیم لپاره، د افــغانستان د ۱۳۴۳ هجري لمریز[۱۹۶۴ زیـیز] کال په اساسي قانون کې لازم تعـدیلونه راولي. د ساري په ډول: د پاچا صلاحیتونه چې د اسلامي احکامو سره ټکر و نه لري، ولسـمشر ته سـپارل کـیـږي او د پـارلمان ځای د دولـت شـورا نیسي

د دغـې لویـې جـرګـې ګـټـې

د دغې لویې جرګې ګټې دادي: د دیني علماو لویه وڼـډه به پکې افغان مسلمان ملت ته ډاډ ورکړي چې دیـن ته یې کوم ګواښ نـشته. د جګړې او سني کوماندانان به ډاډ من کړي چې پر ضد یې څه نه دي روان او له دې امـله به د لویې جرګې بریالیتوب ته وهڅـیـږي. د جهادي پیر د صالحو کوماندامانو ګـډون به پخپله د دوی او د ولس باور زیات کړي چې طالبانوپه پخوانیو کوماندانانو پسې نه ده راخیستې . د طالبانو د مخالفینو په کوماندانانو کې به هم د دې احساس پـیدا شي چې د طالبانو په مشرتابه اعتماد وکړي. د قومي مشرانو ګډون به لویه جرګه په پراخ بنسـټه وطــني شکل غــښـتلې کــړي. د شهیدانو د ورثـې تمثیل به ولس ته اطمنان ورکړي چې راتلونکی نظام د هغوی درنــاوی کوي او ورثـه یې نازولې ګـڼي. د روڼ فکرانو ګـډون به لویـدیزې نړۍ ته وروښئ چې په افغانستان کې هـیله مـن بـد لــون رامنځته شــوی دی او د حــمایــت وړ دی

پــــه لــــڼـــډ ډول

دغــه ډول لــویه جرګــه بــه پــه مجـمـوع کــې: (۱) ټولې افغاني ټولنې ته ډاډ ورکړي چې په ټـول افـغـانسـتان کې وضعه پـه عادي کیـدلـو ده او کار به پکې د کاراهـل ته ور سـپارل کیـږي، او (۲) لویدیزې نړۍ ته به د دې مجال ورکړي چې د افغانستان د خاورې د بـشـپـړتیا لپاره د طالبانو سـترو سـر ښـندنو او د واکمنۍ په چلولو کې د دوی دیني دریځ او سیاسي عقل ته روغ پام وکړي، که هسک څښتن غوښتل! پای:۲۱دسمبر ۲۰۰۰م- ډاکتر زیرکیار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more