د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د سولې او امنیت په جرم !!!!!!

مساپر
23.03.2012

تاند(چهارشنبه/مارچ۲۱) ډهلي بیسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې، چې په پاکستان کې سمیع الله یوسفزي ویلي چې د سولې د خبرو له درولو وروسته د طالبانو ترمنځ بې باوري زیاته شوې او د دې ډلې مشران هڅه کوي چې د رامنځته شوي اختلاف پر سر کنټرول ترلاسه کړي.

تېره اوونۍ د طالبانو د کوټې شورا په زابل ولایت کې د خپل یوه نامتو قومندان ملا احد آغا د نیولو امر وکړ. همداراز دوی امر کړی چې په غزني کې دې یو بل لوی قومندان ملا غلام حسن ونیول شي. ملا غلام حسن د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال وو.

د دوی جرم دا ګڼل شوی چې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره یې تماسونه نیولي دي.
د امریکاییانو سره تماسونه جواز لري، خو د افغانستان د سولي له عالي شورا چې ټول مسلمانان او دینی عالمان په کې ګډون لري، جواز نه لري، الله اکبر، آیا دا یو اسلامي عمل دي؟؟؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more