د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

رفع اليدين تحقيقي او څېړنيزه مقاله

مومن مهاجر
22.03.2012

نن به په دې نوي بحث کي د يوې اختلافي موضوع په اړه لومړی يوه ګټوره مقاله ولولو چي په همدې اړه کښل شوې او مواد يې که له يې خوا پر موثقيت بنا دي نو له بل پلوه دا مقاله په ډېره اصولي بڼه ليکل شوې ، راځئ لومړی دا مقاله ولولو چي دا انتخاب شوې موضوع څرنګه څېړي؟.
-------------------
په اسلام کي تر کليمې وروسته دويم مقام او مرتبه د لمانځه ده ، په قران کريم او نبوي احاديثو کي يې زيات فضائل راغلي او په ټينګو الفاظو يې د ادا کولو امر شوی دئ ، په قران کريم کي د لمانځه لپاره هر ځای د اقامې توری کارول شوی دئ چي د سمې او پر نبوي طريقه د برابرې اداينې معنی ترې اخيستله کېږي . له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم ويلي چي د مسلمان او کافر تر منځ په لمانځه توپير کېږي يعني کافر لمونځ نه کوي او مسلمان يې ادا کوي .
نبوي وينا ده :
إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلاَةِ .
(مسلم کتاب الايمان ،باب بيان اطلاق اسم الکفر علی من ترک الصلاة ، حدیث نمبر :۸۲)
ژباړه : بې شکه د يو مومن سړي او شرک و کفر تر منځ توپیر د لمانځه پرېښودل دي .
ګواکي لمونځ يو داسي عبادت دئ چي مسلمان ،کافر او مشرک سره بېلوي، لمونځ د اسلام ستن ده،په قيامت به يې په اړه لومړی پوښتنه کيږي ،که يې په عمل نامه کي صحيح نبوي لمونځ وي نو هغه انسان به بريالی شي او که نه وي نو بربادي يې تقدير دئ،لمونځ په اسلام کي ډېر اهميت لري، رسول الله پر منبر لمونځ کړی څو يې ټول خلک ترې زده کړي،رسول الله  او صحابه کرامو  لمونځ يوه مهمه فريضه ګڼله .عمر  چي به کله يوې سيمې ته مسؤل لېږی نوداوصيت به يې ورته وکړ :
إِنَّ أَهَمَّ أَمْرِكُمْ عِنْدِي الصَّلَاةُ فَمَنْ حَفِظَهَا وَحَافَظَ عَلَيْهَا حَفِظَ دِينَهُ وَمَنْ ضَيَّعَهَا فَهُوَ لِمَا سِوَاهَا أَضْيَعُ(الموطأ کتاب وقوت الصلاة باب وقوت الصلاة ، اثر نمبر :۶)
ژباړه :زما په اند ستاسو مهم کار لمونځ دئ ،ځکه چاچي لمونځ وساتی او تل يې وکړ نو خپل دين يې وساتی او چاچي ضايع کړ نو نور کارونه تر دې هم ډېر ضايع کوي .
دا يوه داسي فريضه ده چي په ورځ کي پر نر او ښځې پنځه ځله فرض ده،نارينه ته په هيڅ حال ان دجګړې په ډګر کي هم نه بخښل کېږي، دا داسي فرېضه ده چي په وسېله يې له الله سره خبرې کېږي، خلکو ته نظم ،ضبط او د وخت قدر ورښيي له پاکي سره يې عادت کوي او له ناوړه کارو يې را ګر زوي ،خو افسوس دادئ چي دا فريضه څومره اهميت لري مسلمانان هغومره ترې ليرې دي ،ډېری کسان بېخي لمونځ نه کوي،يايو او دوه کوي نور پرېږ دي او څوک چي يې کوي په هغو کي هم اکثريت داسي خلک دي چي د رسول الله  پر طريقه يې نه کوي چي لویه وجه يې فرقه پالنه ده، دا خلک لمونځ د قران او حديثو پرځای له خپلو امامانو او بزرګانو زده کوي ، دهغوئ ور ښودل شوې طريقه د ځان لپاره وروستۍ فيصله بولي ، ددوئ په نزد تقلېد او ډلې ډل بازۍ اسلام دئ حال دا چي په شريعت کي داسي کارونه سخت ممنوع دي، اصل اسلام يوازي قران او صحيح نبوي احاديث دي او له فرقه پالنې د ځان خلاصونې يوازينۍ لار هم په قران کريم او صحيحو احاديثو عمل کول دي، له همدې امله نن غواړم يو داسي حقيقت درته روښانه کړم چي فرقه پالونکو له ډېره وخته پرده پرې اچولې وه او نه يې غوښتل چي نور مسلمانان له دې روښانه او ښکاره حقيقت څخه خبر شي . رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی چي داسي لمونځ کوئ لکه تاسو چي ماوينئ او زه يې کوم ، حديث دئ :
صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي .
(بخاري کتاب الاذان باب الاذان للمسافرين اذا کانوا جماعة ، حديث نمبر :۶۳۱)
ژباړه :داسي لمونځ کوئ لکه ما چي وينئ لمونځ کوم .
راشئ وګورو چي زموږ او ستاسو لمنځونه پر نبوي طريقه برابر دي ؟ خبره تر لمر هم روښانه ده چي نه ! هغسي نه دي لکه رسول الله چي کاوی . ايا تاسو په لمانځه کي رفع اليدن کوئ ؟ ايا پېژنئ يې ؟ په کومو ځايو کي کېږي ؟ ولي کېږي ؟ ايا رسول الله کړي دي ؟ که يې کړي دي نو څرنګه يې کړي او د لمانځه په کومه حصه کي يې کړي ؟
ددې ټولو پوښتنو د ځواب لپاره راځئ لانديني احاديث تر نظر تېر کړو ، غور پرې وکړو او له خپل ځان سره فيصله وکړو چي کوم لوری حق او کوم پر ناحقه دئ؟ :
حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى التَّمِيمِىُّ وَسَعِيدُ بْنُ مَنْصُورٍ وَأَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِى شَيْبَةَ وَعَمْرٌو النَّاقِدُ وَزُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ وَابْنُ نُمَيْرٍ كُلُّهُمْ عَنْ سُفْيَانَ بْنِ عُيَيْنَةَ - وَاللَّفْظُ لِيَحْيَى قَالَ أَخْبَرَنَا سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ - عَنِ الزُّهْرِىِّ عَنْ سَالِمٍ عَنْ أَبِيهِ قَالَ رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- إِذَا افْتَتَحَ الصَّلاَةَ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِىَ مَنْكِبَيْهِ وَقَبْلَ أَنْ يَرْكَعَ وَإِذَا رَفَعَ مِنَ الرُّكُوعِ وَلاَ يَرْفَعُهُمَا بَيْنَ السَّجْدَتَيْنِ.(مسلم ، کتاب الصلاة ، باب اسْتِحْبَابِ رَفْعِ الْيَدَيْنِ حَذْوَ الْمَنْكِبَيْنِ مَعَ تَكْبِيرَةِ الإِحْرَامِ وَالرُّكُوعِ وَفِى الرَّفْعِ مِنَ الرُّكُوعِ وَأَنَّهُ لاَ يَفْعَلُهُ إِذَا رَفَعَ مِنَ السُّجُودِ , حديث نمبر : ۸۸۷ ، ابوداؤد ، کتاب الصلاة ، باب رفع الیدین فی الصلاة ، حديث نمبر : ۷۲۱ )
ژباړه : سالم په خپل پلار ابن عمر رضی الله عنه څخه روايت کوي هغه وايي چي ما رسول الله صلی الله علیه وسلم وليد کله چي يې لمونځ شروع کاوی تر اوږو يې لاسونه پورته کړل او بيا يې تر رکوع مخکي همداسي وکړل او چي کله له رکوع را پورته شو او سجدو تر منځ يې لاسونه نه پورته کول .
په يو بل صحيح حديث کي دي :
حَدَّثَنِى مُحَمَّدُ بْنُ رَافِعٍ حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّزَّاقِ أَخْبَرَنَا ابْنُ جُرَيْجٍ حَدَّثَنِى ابْنُ شِهَابٍ عَنْ سَالِمِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ أَنَّ ابْنَ عُمَرَ قَالَ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- إِذَا قَامَ لِلصَّلاَةِ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى تَكُونَا حَذْوَ مَنْكِبَيْهِ ثُمَّ كَبَّرَ فَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَرْكَعَ فَعَلَ مِثْلَ ذَلِكَ وَإِذَا رَفَعَ مِنَ الرُّكُوعِ فَعَلَ مِثْلَ ذَلِكَ وَلاَ يَفْعَلُهُ حِينَ يَرْفَعُ رَأْسَهُ مِنَ السُّجُودِ(مسلم ، کتاب الصلاة ، باب اسْتِحْبَابِ رَفْعِ الْيَدَيْنِ حَذْوَ الْمَنْكِبَيْنِ مَعَ تَكْبِيرَةِ الإِحْرَامِ وَالرُّكُوعِ وَفِى الرَّفْعِ مِنَ الرُّكُوعِ وَأَنَّهُ لاَ يَفْعَلُهُ إِذَا رَفَعَ مِنَ السُّجُودِ , حديث نمبر :۸۸۸ ، بخاری ، کتاب صفة الصلاة ، باب رفع اليدین فی التکبيرة ، حديث نمبر : ۷۰۲ ، موطأ مالک ، کتاب النداء للصلاة ، باب افتتاح الصلاة ، حديث نمبر : ۲۴۵ )
ژباړه : ابن عمر رضی الله عنه وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله لمانځه ته ولاړ شو لاسونه به يې تر اوږو پورته کړل بيا به يې تکبير ووايه او کله چي به يې د رکوع اراده وکړه همداسي يې کول او کله چي به له رکوع پورته شو همداسي فعل يې کاوی او له سجدې د پورته کېدو پر وخت يې داسي نه کول .
په مسلم ، بخاري او نورو کتابو کي له مالک بن حويرث څخه روايت دئ :
حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى أَخْبَرَنَا خَالِدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ عَنْ خَالِدٍ عَنْ أَبِى قِلاَبَةَ أَنَّهُ رَأَى مَالِكَ بْنَ الْحُوَيْرِثِ إِذَا صَلَّى كَبَّرَ ثُمَّ رَفَعَ يَدَيْهِ وَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَرْكَعَ رَفَعَ يَدَيْهِ وَإِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ رَفَعَ يَدَيْهِ وَحَدَّثَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَفْعَلُ هَكَذَا(مسلم ، کتاب الصلاة ، باب اسْتِحْبَابِ رَفْعِ الْيَدَيْنِ حَذْوَ الْمَنْكِبَيْنِ مَعَ تَكْبِيرَةِ الإِحْرَامِ وَالرُّكُوعِ وَفِى الرَّفْعِ مِنَ الرُّكُوعِ وَأَنَّهُ لاَ يَفْعَلُهُ إِذَا رَفَعَ مِنَ السُّجُودِ , حديث نمبر :۸۹۰ ، بخاری ، کتاب صفة الصلاة ، باب رفع الیدین اذا کبر واذا رکع واذا رفع ، حدیث نمبر : ۷۰۴ ، صحيح ابن خزيمه : ۵۸۵/۱ ، صحیح ابن حبان : ۱۸۷۰/۳ ، صحيح ابی عوانه ، دويم ټوک ، مخ : ۹۴)
ژباړه : ابوقلابه وايي : ما مالک بن حويرث وليد چي کله به يې لمونځ کاوی تکبير يې وايه او لاسونه يې پورته کول او کله چي به يې رکوع کوله بيا يې لاسونه پورته کول او کله چي به يې له رکوع سر پورته کاوی لاسونه يې پورته کول او ويل يې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسي کول .
د ابوقلابه نوم عبد الله بن زید او ثقه راوي دئ ، همدارنګه له ده سره بل تابعي نصر بن عاصم هم له مالک بن حویرث څخه دا حديث روايت کړی دئ او له دې دوو تابعينو بيا زياتو علماؤ نقل کړی دئ .
له دويم رکعت څخه تر ولاړېدو وروسته هم رفع اليدین ثابت دي او په نه کولو يې لمونځ نه صحيح کېږي . په حديث کي راځي :
حَدَّثَنَا عَيَّاشٌ قَالَ حَدَّثَنَا عَبْدُ الْأَعْلَى قَالَ حَدَّثَنَا عُبَيْدُ اللَّهِ عَنْ نَافِعٍ أَنَّ ابْنَ عُمَرَ كَانَ إِذَا دَخَلَ فِي الصَّلَاةِ كَبَّرَ وَرَفَعَ يَدَيْهِ وَإِذَا رَكَعَ رَفَعَ يَدَيْهِ وَإِذَا قَالَ سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ رَفَعَ يَدَيْهِ وَإِذَا قَامَ مِنْ الرَّكْعَتَيْنِ رَفَعَ يَدَيْهِ وَرَفَعَ ذَلِكَ ابْنُ عُمَرَ إِلَى نَبِيِّ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ(بخاری ، کتاب صفة الصلاة ، باب رفع الیدین اذا قام من الرکعتین ، حدیث نمبر : ۷۰۶ ، صحيح ابن حبان ، کتاب الصلاة ، باب صفة الصلاة ، حديث نمبر : ۱۸۷۷ ، ابوداؤد ، کتاب الصلاة ، باب افتتاح الصلاة ، حديث نمبر : ۷۴۳ )
ژباړه : نافع وايي : ابن عمر رضی الله عنهما چي به کله لمونځ کاوی تکبير يې وايه او لاسونه يې پورته کول او چي رکوع يې کوله لاسونه يې پورته کول او چي کله به يې سمع الله لمن حمده وويله لاسونه يې پورته کول او چي کله به له دويمه رکعت څخه ولاړ شو لاسونه يې پورته کول او ابن عمر خپل عمل رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پورته کاوی.
له دې حديث څخه دا هم ثابته شوه چي له اولې ناستې چي کله درېيم رکعت ته لمونځ کونکی ولاړ شي نو به رفع اليدين کوي او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم فعل هم دئ .
د رفع اليدين حديث له ابن عمر څخه د ده زوی سالم او له سالم څخه شيخ الاسلام ، ستر محدث او د ټولو علماوو په نزد ثقه شخص امام زهري روايت کړی دئ ، دغه روايت ( تر رکوع وړاندي او وروسته رفع اليدين ) له امام زهري څخه په تواتر نقل شوی.
د رفع الیدین په اړه له لاندينيو صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه احاديث روايت شوي دي :
۱) عبد الله بن عمر رضی الله عنه ( بخاری : ۷۳۸،۷۳۶،۷۳۵، مسلم : ۳۹۰)
۲) مالک بن حویرث رضی الله عنه ( بخاری : ۷۳۷، مسلم : ۳۹۱)
۳) وائل بن حجر رضی الله عنه ( مسلم : ۴۰۱ ، صحیح ابن خزیمه : ۶۹۸)
۴) ابوحميد الساعدي رضی الله عنه ( صحیح ابن حبان ، الاحسان : ۱۸۶۷)
۵) ابوقتاده رضی الله عنه ( صحیح ابن حبان ، الاحسان : ۱۸۷۳ )
۶) سهل بن سعد الساعدی رضی الله عنه ( صحیح ابن حبان : ۱۸۶۸)
۷) ابو اسید الساعدی رضی الله عنه ( صحیح ابن حبان ۱۸۶۸)
۸) محمد بن مسلمه رضی الله عنه ( جزء رفع الیدین للبخاری : ۵ )
۹) علی بن ابی طالب رضی الله عنه ( صحیح ابن خزیمه : ۵۸۴)
۱۰) ابو موسی الاشعری رضی الله عنه ( سنن دار قطنی : ۲۹۲/۱، حدیث نمبر : ۱۱۱۱)
۱۱) عبد الله بن زبیر رضی الله عنه ( السنن الکبری للبیهقی : ۷۳/۲)
۱۲) ابو بکر الصدیق رضی الله عنه ( السنن الکبری للبیهقی : ۷۳/۲)
۱۳) جابر بن عبدالله الانصاری رضی الله عنه ( مسند السراج ، مخ : ۶۲، حدیث نمبر : ۹۲)
له دې اوږده بيان څخه جوته شوه چي د رفع الیدین احادیث متواتر دي او ددې خبرې څرګندونه لاندينيو ائمه وو هم کړې ده :
۱) الکتانی ( نظم المتناثر من الحدیث المتواتر ، مخ : ۹۷،۹۶، حدیث نمبر : ۶۷)
۲)ابن الجوزی (مخکي حواله )
۳) ابن حجر ( مخکي حواله او فتح الباری : ۲۰۳/۱)
۴) زکریا الانصاری ( مخکي حواله )
۵) محمد مرتضی الحسینی الزبیدی ( لقط اللآلی المتناثره فی احادیث المتواتره ، مخ : ۲۰۷ ، حدیث نمبر : ۶۲ )
۶) ابن حزم ( حاشیه لقط اللآلی المتناثره ، مخ : ۲۰۵ )
۷) السيوطی ( قطب الازهار المتناثره ، مخ : ۹۵ ، حدیث نمبر : ۳۳)
۸) العراقی ( التقیید والایضاح شرح مقدمه ابن الصلاح ، مخ : ۲۷۰)
۹) السخاوی ( فتح المغیث شرح الفیة الحدیث ، ۴۲/۳)
۱۰) موفق الدین ابن القدامه ( المغنی ، ۲۹۵/۱ ، مسئله : ۶۹۰)
۱۱) شمس الدین ابن القدامه ( الشرح الکبیر ، ۵۳۹،۵۳۸/۱)
۱۲) ابن تيميه ( القواعد النورانیه ، مخ : ۴۸)
۱۳) عبد العزیز الفرهاری ( کوثر النبی ، مخ : ۱۰ )

د نه رفع الیدینو د دلائلو تحقیقي او تنقيدي جاج :
۱ ) د جابر بن سمره رضی الله عنه حديث
ځيني خلک په لمانځه کي رفع الیدین نه کوي ، دوئ په لانديني او دې ته روته رواياتو استدلال کوي :
حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِى شَيْبَةَ وَأَبُو كُرَيْبٍ قَالاَ حَدَّثَنَا أَبُو مُعَاوِيَةَ عَنِ الأَعْمَشِ عَنِ الْمُسَيَّبِ بْنِ رَافِعٍ عَنْ تَمِيمِ بْنِ طَرَفَةَ عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ قَالَ خَرَجَ عَلَيْنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ « مَا لِى أَرَاكُمْ رَافِعِى أَيْدِيكُمْ كَأَنَّهَا أَذْنَابُ خَيْلٍ شُمْسٍ اسْكُنُوا فِى الصَّلاَةِ ».( مسلم ، کتاب الصلاة ، باب الأَمْرِ بَالسُّكُونِ فِى الصَّلاَةِ وَالنَّهْىِ عَنِ الإِشَارَةِ بِالْيَدِ وَرَفْعِهَا عِنْدَ السَّلاَمِ وَإِتْمَامِ الصُّفُوفِ الأُوَلِ وَالتَّرَاصِّ فِيهَا وَالأَمْرِ بِالاِجْتِمَاعِ ، حدیث نمبر : ۹۹۶ )
ژباړه : جابر رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راغی وې ويل : زه ولي تاسو په داسي حال کي وينم چي د شريرو اسانو د لکيو په شان لاسونه پورته کوئ ؟ په لمانځه کي ارام اوسئ .
څرنګه چي قران د خپل ايت تشريح کوي دارنګه احاديث هم د نورو احاديثو توضيح کوي ، له همدې جابر بن سمره رضی الله عنه روايت دئ :
حَدَّثَنَا الْقَاسِمُ بْنُ زَكَرِيَّاءَ حَدَّثَنَا عُبَيْدُ اللَّهِ بْنُ مُوسَى عَنْ إِسْرَائِيلَ عَنْ فُرَاتٍ - يَعْنِى الْقَزَّازَ - عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ قَالَ صَلَّيْتُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَكُنَّا إِذَا سَلَّمْنَا قُلْنَا بِأَيْدِينَا السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ فَنَظَرَ إِلَيْنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ « مَا شَأْنُكُمْ تُشِيرُونَ بِأَيْدِيكُمْ كَأَنَّهَا أَذْنَابُ خَيْلٍ شُمُسٍ إِذَا سَلَّمَ أَحَدُكُمْ فَلْيَلْتَفِتْ إِلَى صَاحِبِهِ وَلاَ يُومِئْ بِيَدِهِ ».(مخکينۍ حواله)
ژباړه : جابر وايي : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لمونځ کاوی ، نو کله چي به موږ سلام ګرزاوی په لاس مو اشاره ورسره کوله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم موږته وکتل نو يې وويل : تاسو ولي په لاسو اشارې کوئ ګواکي شرير اسونه لکۍ خوځوي ، کله چي تاسو يو سلام ګرزوئ نو مخ دي خپل ملګري ته وګرزوي او په لاس دي اشاره نه کوي .
له دې حديثه معلومه شوه چي رسول الله هغه رفع اليدین منعه کړي چي د سلام ګرزولو پر وخت به صحابه رضی الله عنهم پورته کول نو رسول الله ترې منعه کړل او د تحريمې ، رکوع ، له رکوع وروسته او دارنګه تر دويم رکعت وروسته رفع الیدین يې نه دي منعه کړي ، له همدې امله ویلای شو چي په دې حديث استدلال نه شي کېدای .
همداراز محدثينو پر همدې حديث داسي بابونه ايښي :
علامه نووي :
باب الامر بالسکون فی الصلاة والنهی عن الاشارة بالید ورفعها عند السلام ( مسلم مع شرح النووي : ۱۵۲/۴)
ابوداؤد :
باب فی السلام ( سنن ابی داؤد ۹۹۹،۹۹۸)
امام شافعي :
باب السلام فی الصلاة ( کتاب الام : ۱۲۲/۱)
امام نسائی :
باب السلام بالایدی فی الصلاة وباب موضع الیدین عندالسلام ( المجتبی قبل : حديث نمبر : ۱۱۸۵ ، الکبری قبل ، حديث نمبر : ۱۱۰۷ ، باب السلام بالیدین المجتبی ، حدیث نمبر : ۱۳۲۷ ، والکبری قبل ، حدیث نمبر : ۱۲۴۹ )
امام بیهقي :
باب کراهة الايماء بالید عند التسليم من الصلاة (السنن الکبری : ۱۸۱/۲)
همدارنګه امام ابن الحجر رحمه الله وايي :
د جابر بن سمره په حديث داسي دليل نيول چي د رکوع پر وخت رفع اليدين نه شته صحيح نه دئ ، ځکه ددې منعې تشریح خپله حديث کړې ده او له دې منعې بېله ده .(التلخیص الحبیر : ۲۲۱/۱)
امام بخاری رحمه الله وايي :
دا خبره مشهوره ده او په کي څه اختلاف نه شته چي دا حديث له ناستې يا تشهدسره اړه لري .( التلخیص الحبیر : ۲۲۱/۱ ، جزء رفع الیدین : ۳۷)
نووي وايي :
له دې حديث څخه د رکوع او تر رکوع وروسته رفع اليدین پر منسوخيت چي څوک دليل نيسي هغه ستر جاهل دئ ، خبره داده چي د رکوع رفع الیدین ثابت دي او په هيڅ ډول نه شي رد ېدای ، البته دا منعه به پر خپل ځای حمل کېږي څو احادیث له یو بل سره موافق او اختلاف ختم شي . ( المجموع شرح المهذب : ۴۰۳/۳ ، حاشیة السندی علی النسائی ، مخ : ۱۷۶)
بله خبره دا هم ده چي که رفع اليدين منعه وي نو رفع الیدين نه کونکي په دې لاندينيو ځایونو کي ولي رفع الیدین کوي ؟
۱) د تکبیر تحريمه پر وخت
۲) د وترو په دعاء قنوتو پر وخت
۳) په اخترونو کي
که دوئ له منعې دا ځايونه بېل ګڼي نو هغه نور ځايونه هم ترې بېل دي .
۲) د ابن مسعود حديث
حَدَّثَنَا عُثْمَانُ بْنُ أَبِى شَيْبَةَ حَدَّثَنَا وَكِيعٌ عَنْ سُفْيَانَ عَنْ عَاصِمٍ - يَعْنِى ابْنَ كُلَيْبٍ - عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ الأَسْوَدِ عَنْ عَلْقَمَةَ قَالَ قَالَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْعُودٍ أَلاَ أُصَلِّى بِكُمْ صَلاَةَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ فَصَلَّى فَلَمْ يَرْفَعْ يَدَيْهِ إِلاَّ مَرَّةً(ابوداؤد ، کتاب الصلاة ، باب من لم یذکر الرفع عند الرکوع ، حدیث نمبر : ۷۴۸ )
ژباړه : ابن مسعود رضی الله عنه وويل : ايا زه تاسو ته د رسول الله لمونځ ونه کړم ؟ راوي وايي : لمونځ يې وکړ نو لاسونه يې يوځل پورته کړل .
ددې روايت په اړه بايد لانديني ټکي په پام کي ولرو :
۱) روايت ضعيف دئ .
۱) ابن المبارک رحمه الله وايي :
لم یثبت حديث ... ابن مسعود .
د ابن مسعود لورته منسوب دا روايت نه دئ ثابت .(ترمذی ، ۵۹/۱ ، حدیث نمبر : ۲۵۶)
۲) امام شافعي رحمه الله د نه رفع الیدین روايت رد کړی او وايي چي ثابت نه دئ . (کتاب الام : ۲۰۱/۷ ، باب رفع الیدین فی الصلاة ، السنن الکبری للبیهقی : ۸۱/۲ ، فتح الباری : ۲۲۰/۲)
۳) امام احمد رحمه الله پر دې روايت جرح کړې ده .(جزء رفع الیدین : ۳۲ ، مسائل احمد رواية عبد الله بن احمد : ۲۴۰/۱ ، فقره : ۳۲۶ )
۴) امام ابو حاتم الرازی رحمه الله وايي :
هذا خطأ يقال : وهم ثوری فقد رواه جماعة عن عاصم وقالوا کلهم : ان النبی صلی الله علیه وسلم افتتح فرفع یدیه ثم رکع فطبق وجعلهما بین الرکبتین ولم یقل احد ما روی الثوری .
دې روايت کي تېروتنه شوې ، ويل کېږي ثوري ته ددې روايت په اختصار کي وهم شوی ، ځکه يوې پوره ډلې له عاصم بن کلیب څخه په دې الفاظو نقل کړی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم لمونځ شروع کړ لاس يې پورته کړل بيا يې رکوع وکړه او لاسونه يې د ګونډو ترمنځ کړل ، له ثوری پرته بل چا دې ته ورته بيان نه دی کړی . (علل الحدیث : ۹۶/۱ ، حدیث نمبر : ۲۵۸)
۵) امام دارقطنی رحمه الله وايي :
دا روايت محفوظ نه دئ . ( العلل لدارقطنی : ۱۷۳/۵ ، مسئله : ۸۰۴)
۶) امام ابن حبان په کتاب الصلاة کي وايي :
هو فی الحقيقة اضعف شئ یعول علیه لانّ له عللاً تبطله .(التلخیص الحبیر : ۲۲۲/۱ ، حدیث نمبر : ۳۲۸ ، البدر المنیر : ۴۹۴/۳ )
۷) امام ابوداؤد السجستاني رحمه الله وايي :
هذا حدیث مختصر من حدیث طویل ولیس هو بصحیح علی هذا اللفظ ( ابوداؤد ، حمصیه نسخه : ۴۷۸/۱ ، حدیث نمبر : ۷۴۸ )
دا روايت له بله اوږده روايت څخه را لنډ شوی دئ او په همدې الفاظو نه دئ صحيح .
۸) محمد بن وضاح رحمه الله وايي :
د نه رفع الیدین ټول روايات ضعيف دي .
۹) امام نووي وايي :
اتفقوا علی تضعيفه .(خلاصة الاحکام :۳۵۴/۱)
ددې روايت پر تضعيف د محدثينو اتفاق دئ .
۱۰) عبد الحق الاشبيلي ويلي : لایصح ، روايت نه دئ صحيح او امام ابن الملقن همدا روايت ضعيف بللی دئ .(الاحکام الواسطی : ۳۶۸/۱ ، البدر المنیر : ۴۹۲/۳ )
۲) ددې روايت يو مشهور راوي سفيان ثوری مدلس دئ ، له ضعفاؤ څخه تدلیس کوي او معنعن روايت يې تر هغو نه منل کېږي څو يې د اورېدلو تصريح نه وي کړې ، ځکه نو دا روايت هيڅ اعتبار نه لري . په دې اړه د دې علماؤ ويناوې د غور وړي دي :
یحی بن معین ، یحی بن سعيد القطان ، امام بخاری ، ابو محمود المقدسی ، ابن الترکمانی حنفی ، ابن حجر العسقلانی او امام ذهبی وايي :
سفيان ثوری له ضعفاؤ تدلیس کوي ، له همدې امله يې روايت تر هغو نه منل کېږي څويې د سماع(اورېدلو) څرګندونه نه وي کړې .ذهبي يې په اړه کاږي : انه کان یدلس عن الضعفاء . ثوری له ضعيفو راويانو تدلیس کاوی . ددې علماؤ تفصيلي ويناوې په دې کتابونو کي کتلای شئ ( کتاب العلل ومعرفة الرجال لاحمد : ۲۰۷/۱ ، العلل الکبیر للترمذی : ۹۶۶/۲ ، الجرح والتعدیل : ۲۲۵/۴، قصیده فی المدلسین لشعرانی ، مخ : ۴۷ ، الجوهرالنقی : ۲۶۲/۸ ، تقریب التهذیب : ۲۴۴۵ ، میزان الاعتدال فی نقد الرجال : ۱۶۹/۲)
همداراز امام عینی الحنفی وايي :
وسفیان من المدلسین والمدلس لا یحتج بعنعنته الا ان یثبت سماعه من طریق آخر .
سفیان مدلس دئ او د مدلس عنعنه تر هغو مقبوله نه ده څو يې د اورېدنې تصريح نه وي شوې .(عمدة القاری : ۱۱۲/۳)
۳) اثبات پر نفې مخکي وي .
په اصول الحدیث کي دا قاعده ده چي کله د مثبت او منفی رواياتو تر منځ ټکر راشي نو مثبت پرې مخکي او مقدم بلل کېږي . په دې روايت کي د رفع الیدین نفی شوې او په نورو صحيحو احاديثو کي يې اثبات راغلی لهذا مثبت پر منفی مخکي دئ او پر همغه عمل کول لازمي دي .
۳ ) د براء بن عازب حدیث
عَنْ يَزِيدَ بْنِ أَبِي زِيَادٍ عَن عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي لَيْلَى عَن الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ قَالَ كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا كَبَّرَ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى نَرَى إِبْهَامَيْهِ قَرِيبًا مِنْ أُذُنَيْهِ ثُمَّ لاَ یَعُوْدُ(معانی الآثار للطحاوی : ۲۲۴/۱ ، ابوداؤد : ۷۵۲،۷۴۹)
ژباړه : براء بن عازب رضی الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله لمونځ شروع کاوی تکبیر يې وايه بيا يې بټې ګوتې د غوږو تر نرميو پورته کولې بيا يې دويم ځل داسي نه کول .
دا روایت هم د حدیث پوهنې د اصولو له مخې سخت کمزوری او ضعیف دئ ،ځکه ګڼ داسي علتونه او نیمګړتیاوې پکي دي چي روایت د استناد له درجې باسي لاندي به یې ځیني نیمګړتیاوې په ګوته کړو :
۱) د روايت يو راوي یزيد بن ابی زياد ضعيف دئ ، په دې اړه د څو سترو محدثينو نظرونه ستاسو په وړاندي ږدو څو حقيقيت پر ټولو واضح شي او حق ته غاړه کښېږدي :
امام شعبه رحمه الله يې په الجرح والتعدیل کي داسي توصیفوي :
کان یزید بن ابی زیاد رفاعاً . يعني یزيد غیر مرفوع حدیثونه مرفوع کول . په يو بل ځای کي يې په اړه داهم ويلي چي یزيد يزيد فی الرقم ، مطلب دا چي دروغ يې ويل .( الجرح والتعدیل : ۲۶۵/۹)
امام یحی بن معین رحمه الله داسي وايي :
لا یحتج بحدیثه ، ضعیف الحدیث ، لیس بالقوی .
روایت يې د دلیل وړ نه دئ ، روايت يې ضعیف دي او په حدیثو کي پياوړی هم نه دئ .
(الکامل لابن عدی : ۲۷۲۹/۷)
امام ابو زرعه وايي :
کوفی لین ، یکتب حدیثه ولا یحتج به .(الجرح والتعدیل )
یزید کوفي ضعيف دئ ، روايت يې ليکل کېدای شي خو دليل پرې نه شي نيول کېدای .
امام ابن حزم په خپل کتاب (المحلی : ۴۸۴/۷) کي وايي :
ضعيف دئ .
امام دارقطني وايي :
لا یخرج فی الصحیح ، ضعیف یخطئ کثیرا ویلقن اذا القن .(تهذیب التهذیب : ۲۸۸/۱۱)
يعني د حدیثو په صحيحو کتابو کي ترې روايات نه دي نقل شوي ، ضعيف دئ زياتي تېروتنې يې کولې او چي کله به هر چا يو څه ورته وويل هغه يې منل .
ددې ټولو علماؤ له ويناؤ معلومه شوه چي روايت ضعيف او د دلیل وړ نه دئ .
۲) دا روايت یزید بن ابی زیاد تر اختلاط (د حافظې تر ګډوډۍ) وروسته بيان کړی دئ ، د امام سفیان بن عیینه رحمه الله په وينا چي موږ ته يې په مکه کي داسي نقل کاوی :
عن عبدالرحمن بن ابی لیلی عن البراء بن عازب قال : رَأَیتُ النَّبِی علیه الصلاة والسلام اِذَا اِفتَتَحَ لِلصَّلاَةِ رَفَعَ یَدَیهِ (کتاب المجروحین لابن حبان : ۱۰۰/۳ ، مسند حمیدی : ۷۲۴ ، دويمه نسخه : ۷۴۱ )
په دې روايت کي د ثم لم یعد هيڅ يادونه نه ده شوې . امام سفيان بن عیینه رحمه الله وړاندي وايي :
ثم قدمت الکوفة فلقیت یزید بها فسمعته یحدث بهذا وزاد فیه ثم لم یعد اذا هم لقنوه .
بيا زه کوفې ته راغلم هلته مي یزيد وليد چي همدا روايت يې نقل کاوی او دا جمله يې هم په کي اضافه کوله چي ثم لم یعد ، زما په اند کوفيانو ددې تقلين ورکړی وو .(کتاب الام للشافعی : ۱۰۴/۱ )
دارقطني وايي : يزيد په اخیر وخت کي د نورو تلقين مانی او همدا الفاظ يې زيات کړي دي .(سنن الدارقطنی : ۲۹۴/۱ ، حدیث نمبر : ۱۱۱۸)
امام ابن حبان وايي : هذا خبر عول علیه اهل العراق فی نفی رفع الیدین فی الصلاة عند الرکوع وعند رفع الراس منه ولیس فی الخبر (ثم لم یعد) وهذا الزیادة لقنها اهل الکوفة یزید بن ابی زیاد فی اخره عمره فتلقن کما قال سفیان بن عیینه انه سمعه قدیما بمکة یحدث بهذا الحدیث باسقاط هذا اللفظة ومن لم یکن العلم صناعته لا یذکر له الاحتجاج بما یشبه هذا من الاخبار الواهیة .(المجرحین : ۱۰۰/۳)
ژباړه : ددې روايت له امله عراقيان تر رکوع مخکي او وروسته رفع الیدین نفې کوي او په دې روايت کي د ثم لم یعد(بيا يې نه کول )اضافه نه وه عراقيانو یزید ته په اخیر عمر کي چي حافظه يې خرابه شوې وه ددې زيادت تلقين ورکړ نو یزيد يې خبره ومنله لکه چي ابن عیینه وايي : یزید دا روايت په مکه يې له دې الفاظو پرته بياناوی او څوک چي په احاديثو کي پوهه ولري هغه په دې کمزرو او ضعيفو رواياتو استدلال هيڅ وخت نه کوي .
۳) یزید بن ابی زیاد مدلس دئ . دا خبره په دې کتابونو کي شوې ده :
(جامع التحصیل فی احکام المراسیل للحافظ العلائی ، مخ : ۱۱۲ ، نمبر : ۶۲ ، علوم الحدیث للحاکم ، مخ : ۱۰۵ ، قصیده فی المدلسین لابی محمود المقدسی ، شعر نمبر : ۶ ، رساله السیوطی فی المدلسین : ۶۷ ، طبقات المدلسین لابن حجر : المرتبة الثالثة ۱۱۲/۳)
د احادیثو په هیڅ کتاب کي هم دا روایت له عن پرته نه دئ نقل شوی البته شعبه له عن پرته نقل کړی دئ خو هلته د نه رفع الیدین هيڅ يادونه هم نه شته . نو دده د عنعنې له امله روايت د منلو وړ نه دئ .
ددې روايت يو شاهد يا متابع بل روايت هم شته چي محمد بن ابی لیلی له عیسی هغه یې له الحکم او هغه يې له عبدالرحمن بن ابی لیلی څخه نقل کوي .
په دې کي هم ضعيف راوي محمد بن ابی لیلی شته او روايت د شاهد په توګه هم نه شي منل کېدای او بل په همدې روايت کي پټ علت(علت قادحه) شته چي روايت د صحت له درجې غورزوي . هغه علت دادی چي محمد بن ابی لیلی هم دا روايت له یزید بن ابی زیاد څخه نقل کړی دئ ، امام احمد بن محمد بن حنبل رحمه الله له محمد بن عبدالله بن نمیر څخه نقل کوي چي ما د محمد بن ابی لیلی په کتاب کي وليدل چي همدا روايت يې له یزید څخه نقل کړی وو .(کتاب العلل لاحمد بن حنبل : ۱۴۳/۱ ، نمبر : ۶۹۳ ، معرفة السنن ولاثار للبیهقی : ۲۱۹/۱ ، قلمی )
محمد بن ابی لیلی امام طحاوی الحنفی هم ضیعف بللی :
مضطرب الحفظ جدا (مشکل الاثار : ۲۲۶/۳ )
حافظه يې ډېره خرابه او کمزورې وه .
امام زيلعي وايي :
زيات کمزوری او ضعيف دئ (نصب الرایه : ۳۱۸/۱)
انورشاه کشمیری وايي :
فهو ضعیف عندی کما ذهب الیه الجمهور(فیض الباری : ۱۶۸/۳)
محمد بن ابی لیلی زما په اند ضعيف دئ لکه چي جمهورو علماؤ همدا ويلي .
۴) د محمد بن جابر السحيمي حدیث
حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ أَبِي إِسْرَائِيلَ ، حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَابِرٍ ، عَنْ حَمَّادٍ ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ ، عَنْ عَلْقَمَةَ ، عَنْ عَبْدِ الله ، قَالَ : صَلَّيْتُ مَعَ رَسُولِ الله صَلَّى الله عَلَيه وسَلَّم ، وَأَبِي بَكْرٍ ، وَعُمَرَ فَلَمْ يَرْفَعُوا أَيْدِيَهُمْ إِلاَّ عِنْدَ افْتِتَاحِ الصَّلاَةِ(مسند ابی یعلی ، مسند عبدالله بن مسعود : ۴۵۳/۸ ، حدیث نمبر : ۵۳۹)
ژباړه : له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دئ چي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم ، ابوبکر او عمر رضی الله عنهما سره لمونځ کړی هغوئ له تکبیر افتتاح پرته بل ځای لاسونه نه پورته کول .
ددې روايت په اړوند هم لانديني ټکي په پام کي نيسو :
۱) روايت د ابن جابر له امله ضعيف دئ
امام دارقطني وايی :
مجمدبن جابر همدا روايت نقل کړی او هغه ضعيف وو .(سنن الدارقطنی : ۲۹۵/۱)
امام احمد بن حنبل وايي :
دا روايت منکر دئ او په ټینګو الفاظو يې ترې انکار کړی .(کتاب العلل : ۱۴۴/۱ ، نمبر : ۷۰۱)
امام حاکم وايي :
اسناد ضعيف يعني سند يې ضعيف دئ .(معرفة السنن والاثار للبیهقی : ۲۲۰/۱)
امام ابن الجوزی په موضوعاتو کي راوړی .(الموضوعات : ۹۶/۲)
ابن القیسراني هم په موضوعاتو کي شمار کړی .(تذکرة الموضوعات : ۷۸)
امام شوکاني هم د موضوعاتو په کتار کي درولی .(الفوائدالمجموعة فی الاحاديث الموضوعة : ۲۹)
۲) د حماد حافظه هم په اخیر وخت کي ګډوډه شوې ده
ابن سعد وايي :
اختلط فی آخرامره .(تهذیب التهذیب : ۱۵/۳)
يعني په اخر وخت کي يې حافظه خرابه شوې وه .
حافظ نورالدین الهیثمي وايي :
د حمار روايت نه منل کېږي البته که سترو محدثينو لکه شعبة ، سفيان ، دستوائی او ... ترې ورايت کړی وو نو منل کېږي ځکه دوئ تر اختلاط وړاندي روايات ترې کړي او نورو په اخیر وخت کي ترې روايات کړي ځکه يې روايت نه منل کېږي .(مجمع الزوائد : ۱۲۰،۱۱۹/۱ )
له دې څخه معلومه شوه چي محمد بن جابر تر اختلاط وروسته روايت ترې کوي او په دې وخت کي يې روايت د منلو وړ نه دئ .
۵) ځيني موضوعي روايات
ځينو دروغجنو د نه رفع الیدين په اړه موضوع روايات له ځانه جوړ کړي او بيا يې د دروغو په سند صحابه رضی الله عنهم ته رسوي ، له همدې څخه دلیل نيسي او په لمانځه کي رفع الیدین نه کوي . يو هم ترې هغه روايت دئ چي ابن عمر ته منسوب شوی دئ .
۱) ابن عمر رفع الیدین نه کول او همدا يې نبوي عمل بالی .
روايت موضوعي دئ ، امام حاکم او ابن حجر هم په دې اند دي .(الدرايه : ۱۵۲/۱)
حافظ ابن قيم وايي :
چاچي له ليرې د حديثو بوی احساس کړی وي هغه هم په الله قسم کوي چي دا روايت موضوعي دئ .(المنار المنیف ، مخ : ۱۳۸ ، نمبر : ۳۱۴ )
۲) بل روايت انس ته منسوب شوی دئ
دا روايت هم موضوعي دئ او محمد بن عکاشه له ځانه جوړ کړی دئ او دا ستر کذاب وو .(اللالی المصنوعة فی الاحادیث الموضوعة : ۱۹/۲ ، لسان المیزان : ۳۲۴/۵)
۳) بل روايت د عباد بن الزبیر په نوم کس ته منسوب دئ
په دې روايت کي انقطاع ده .
عباد بن الزبیر مجهول دئ .
ځيني نورو راويان يې هم کمزوري دي .
د حفص بن غیاث په نوم راوي مدلس دئ او په روايت په عن سره کوي .
ابن قيم همدا روايت موضوع بللی دئ (المنار المنيف فی الصحیح والضعيف ، مخ : ۱۳۹ ، نمبر : ۳۱۵ )
دلته بايد دا واضحه کړم چي څوک رفع الیدین منسوخ بولي د هغوئ دعوه باطله او له حقيقت سره هيڅ اړخ نه لګوي . ځکه چي نه يې ناسخ شته او نه په دې تصريح شوې ده ، همدارنګه نه رفع الیدین ثابت نه دي نو د رفع الیدین د منسوخيت دعوه څه ګټه لري ؟ همداراز په صحیحو احادیثو ثابته ده چي په( ۹ هـ او ۱۰ هـ) کي رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمانځه کي درې ځایه رفع الیدین کول ، اوس دي هغه څوک چي رفع الیدین نه کوي په صحيح حديث ثابته کړي چي رفع الیدین په کومه هجري کي منسوخ شوي دي ؟ او په کوم حديث يا روايت ؟ که فرضا منسوخ هم وي نو د لومړي تکبیر ، قنوتو او اخترونو رفع الیدین ولي منسوخ نه دي او په کوم روايت هغه ترې استثنا دي؟
ځيني خلک په دې اړوند د ځينو صحابه رضی الله عنهم آثار وړاندي کوي او خپل عمل پرې ثابتوي ، لکن له رسول الله صلی الله علیه وسلم پرته د هيچا عمل ، کړنه او وينا په دين کي دليل نه شي کېدای ، که له رسول الله پرته عوام خلک يا علماء داسي عمل کوي چي رسول الله نه وي کړی نو ايا موږ ته دا جواز ثابتوي چي موږ هم هغه عمل شروع کړو ؟ ايا له الله به په دې عذر ځانونه خلاص کړو چي زموږ مخکينيو اسلافو دارنګه اعمال کول نو ځکه موږ دا پيل کړل؟ هيڅکله نه ! لهذا هر مسلمان دي غور و فکر وکړي ، دا دلائل دي سره پرتله او مقايسه کړي ، ودې جاجوي چي کوم صحيح او کوم سقيم دي ؟ تر دې ټولو وروسته دي بيا پرېکړه وکړي چي کوم عمل سم دئ او کوم ناسم ؟ نبوي طريقه کومه او غیرنبوي کومه ده ؟
په اخیر کي له مسلمانانو هيله کوم چي په دې صحيح حدیث عمل وکړي ، د رسول الله پر طريقه منګولې ښخې کړي او ډلو ډلبازيو ځان وساتي . اوس به وګورو چي څوک دې غوښتنې ته لبیک وايي ؟
وما علينا الاالبلاغ !

-------------------

مننه


وزیري
09.04.2012

مهاجر صاحب ډیر زیات کوشش کوي چی دا نا ممکن کار ممکن کړی (مقلدین وهابیان کول).

په هر حال، کوم احادیث چی په پورتنی لیکنه کی د رفع الیدین لپاره د ثبوت په څیر راوړل شویدي یو څه مشکل لري. مطلب می د ابن عمر رضی الله عنه احادیث دی، له کومو نه چی رفع الیدین ثابتیږی.

کیداي شی چی اوس به دی یا خو ویښته زیږه شوی وی او یا به خندا درغلي وی چی د بخاری شریف حدیث لا څنګه مشکل لري.

اول چانس به تا ته درکړمه چی په دی حدیثو څه شویدی؟ هسی خو هم په علم حدیث کی مچ په پوزه نه پریږدی.

که ونه توانیدي نو بیا به زه درته د ابن عمر په احادیثو او نورو ورته احادیثو باندی پوره تبصره وکړمه. ان شاء الله له دی بعد به ته هم رفع الیدین ونه کړی.

والسلام


Hanan
09.04.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
که څه هم د ټول افغان نوی غړی یم، او د بحث په آرونو هم نه پوهېږم ، خو بحث له همدې موضوع ځکه پېل کوم ځکه چې دا موضوع رته خورا مهمه وبرېښېده.
ښاغلي مهاجر صب په دې اوږده ليکنه کې د رفع الیدین د اثبات او افضیلت په اړه احاديث او د صحابه رضوان الله علیهم اجمعين اقوال را نقل کړي.
مهاجر صیب تاسو داسې فکر کوئ لکه احناف چې بيخي په ناحقه وي او د عدم رفع الیدین په اړه بيخي دلایل نه لري، ولې که حقيقت ته وګورو نو د رفع الیدینه د عدم رفع الیدن دلایل خورا زیات قوي دي.
دلایل یې لکه لمر روښانه دي راوړلو ته یې هيڅ ضرورت نشته خو؛ دا خبره په ذهن کې کېږده چې دا بحثونه دې ددې په ځای چې فایده وکړي خورا زیات زیان لري، څکه رفع الیدین هم سنت دی او عدم رفع الیدین هم سنت دی بیا دداسې اختلافي مسایلو راوړلو ته څه ضرورت دی؟ خفه نشې غیرمقلدين داسې غلط فکر لري هر ځای کې داسې اختلافي مسایل مخې مخې ته کوي څو یوه فتنه ترې جوړه شي.
ددې په ځای د منکراتو په اړه لېکنې وکړه،د ناوړو او ناروا رواجونو په اړه او داسې نور کوم چې زمونږ مسلمانانو ته ګټه رسوي وکړه، فایده به یې ددې په ځای یو په ۱۰۰۰ چنده وي.
هیله ده چې خفه شوی به نه وی.


سلامونه

مومن مهاجر
10.04.2012

ښاغلی وزير او حنان صاحب سلامونه!
تاسو چي د پورتنۍ ليکنې په اړه کوم نظر څرګند کړی نو منندوئ مو يم .
ليکنه زما نه بلکي د ښاغلي زبير افغان ده چي ما له سمون ويب پاڼې دلته را نقل کړې څو یې درانه لوستونکي ولولي او ګټه ترې واخلي خو که يې تاسو پر محتوياتو نقد يا نيوکه لرئ نو کولای شئ چي د سالمو اصولو په رڼا کي له څه تأمل پرته خپل نظر او نقد را سره شريک کړئ! .



ع کريم حليمي
10.04.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاتة
درونو او مکرمو وړونو ، محترم مهاجر صاحب ، محترم وزیری صاحب ، محترم حنان صاحب ، ان شاء الله چه جوړ او سلامت به یاست ، او د رب په امان کښي مو غواړم ، وبعد
د مهاجر صاحب په راوړل شوېٖٖٖٖٖٖٖٖٖ لیکنه کښي داسي راوړي چه :‌(په قران کريم کي د لمانځه لپاره هر ځای د اقامې توری کارول شوی دئ چي د سمې او پر نبوي طريقه د برابرې اداينې معنی ترې اخيستله کېږي)‌

داخو سمه خبره ده چه د أقام توری استعمال او کارول شویدی ، أما دا د أقام ترجمه خو بېخي بدله راته ښکاري ، موږ ته خو استادانو داسي نده راښودلې ، مشرانو او پوهانو و موږ ته د أقام معنی په إنشاء او بناء کړیده

کله چه ما دا پورته لیکل شوئ عبارت ولوستلي نو داخبره مي سرته راغله چه په ترجمه کښی خو لاس وهل شوی او تحریف کړېده او لیکوال خپل هدف نښان کړی او خپل هدف ته ځان رسوي ، نو نوره مي دامقاله ونه لوستل ، او داچه دوستانو څه لیکني ، نیمه نیوکي پر وکړېٖٖٖٖٖٖٖٖ نو زه هم خپله پوښتنه وړاندي کوم

ملګرو !! ایا دغه د أقام ترجمه هم داسي ده لکه لیکوال چه کړیده ؟؟؟
درنښت


وزیري
12.04.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

محترمینو! څو ورځي مخکي محترم مومن مهاجر ورور د رفع الیدین پورتنۍ لیکنه چی په سمون ويب پاڼه کی د زبیر افغان په نامه یوه لیکوال لیکلي وه دلته را نقل کړې ده چی لوستونکي یی ولولي او ګټه ترې واخلي. په دی لیکنه کی زبیر افغان پوره کوشش کړیدی چی رفع الیدین د لمانځه یو فعاله برخه او نه کوونکی یی د نا تکمیل لمانځه خاوندان وبولي. خو در حقیقت مسئله په هیڅ وجه داسی نه ده.

زه چی د رفع الیدین په باره کی کومه مطالعه لرمه هغه به په سلسله واره توګه ستاسی په حضور کی وقفه په وقفه درته وړاندي کړمه ترڅو تاسو په دی باندی په پوره توګه وپوهیږی چی رفع الیدین په لمانځه کی کوم مقام لري. هیله ده چی محترم مؤمن مهاجر ورور او نور درانه علماؤ له ما سره د متن تر بشپړه وړاندي کولو پوری صبر وکړی ترڅو د لیکني ټول اړخونه په کامله توګه سره څرګند شی. همدارنګه له ټولو لوستونکو نه هیله کوم چی متن په فارغه وخت کی ولولی ترڅو په لوستلو کی یی ښه دقت وکړای شی.

د متن شروع ــــــــ :
د رفع الیدین په باره کی چی کوم احادیث مبارک روایت شویدی په هغو کی زما د مطالعي په اساس دري روایته له ابن عمر رضی الله عنه نه هم راغلي دي چی وهابیان یی د خپل ځان لپاره کره او مستند دلایل بولي. احادیث د زبیر افغان په پورتنۍ لیکنه کی چی مهاجر ورور راوړی شته ده.

د سیدنا عبدالله ابن عمر رضی الله عنه نه چی کوم روایتونه راغلي دی نو په هغي کی سخت اضطراب موجود ده. یعنی د رفع الیدین ثابت ځایونه نه دی معلوم.
د ابن عمر رضی الله عنه په یو حدیث کی د رکوع نه وروسته رفع الیدین نشته او په بل کی د رکوع نه وروسته رفع الیدین شته. په بعضو روایاتو کی دریم رکعت ته په جیګیدو کی رفع الیدین نشته او په بعضو روایاتو کی هر رکعت ته په جګیدو کی رفع الیدین شته. دا احادیث که په غور ولوستل شی نو دا به په کی ضرور ووینئ چی یو حدیث کی رفع الیدین په یو قسم دی او په بل حدیث کی بیا بل قسم دی.

د رفع الیدین په دي احادیثو کی دا اختلاف هم موجود ده چی آیا دا احادیث موقوف دی او که مرفوع؟ ددي پوښتني په جواب کی زه دا خبره په وضاحت سره کوم چی د علماؤ ترمنځ ددي احادیثو د مرفوع والی په باره کی اتفاق نظر نشته.

اول: حافظ ابن حجر رحمة الله علیه دي اختلاف ته اشاره کړي او دا یی ویلي دی چی ددي حدیث له مرفوع والی سره عبدالله بن ادریس او عبدالوهاب ثقفی مخالفت کړیده او حدیث یی موقوف شمیرلی (فتح الباری، دوهم جلد، صفحه ۱۷۷)

دوهم: امام بیهقی رحمة الله علیه لیکی:
و عبدالاعلی ینفرد برفعه الی النبی صلی الله علیه وسلم. (سنن کبری، دوهم جلد، صفحه ۱۳۷) یعنی عبدالاعلی یواځینی نفر ده چی دا حدیث یی مرفوع بیان کړیده. یعنی باقی نورو ټولو راویانو مرفوع نه ده بیان کړی.

دریم: زرقانی شرح موطاء امام مالک لیکی:
لان سالما و نافعا لما اختلفا فی رفعه و وقفه. (زرقانی، اول جلد، صفحه ۱۵۷) یعنی سالم او نافع ددی حدیث په مرفوع والی او موقوف والی کی اختلاف کړیده.

څلورم: د امام بخاری رحمة الله علیه شاګر امام ابوداؤد رحمة الله علیه خو نیغه فیصله پری کړیده چی:
الصحیح قول ابن عمر لیس بمرفوع (ابوداؤد، کتاب الصلاوة، باب افتتاح الصلوة) یعنی صحیح خبره دا ده چی د ابن عمر دا قول مرفوع نه ده.

پنځم: امام ولی الدین عراقی رحمة الله علیه هم د امام ابوداؤد قول را نقل کړی. (طرح التثریب، صفحه ۲۶۲)

شپږم: غیرمقلد ستر محدث ناصرالدین البانی هم د امام ابوداؤد د قول ملاتړ کړی. (ضعیف سنن ابی داؤد، صفحه ۷۲ برقم ۱۵۲)

اووم: قاضی شوکانی هم د امام ابوداؤد قول را نقل کړی. (نیل الاوطار، دوهم جلد، صفحه ۲۰۴)

اتم: امام عقیلي هم حدیث ابن عمر عن نافع را نقل کړی او په واضحو الفاظو یی لیکلی:
ددی روایت موقوف والی ډیر بهتره ده. (ضعفاء الکبیر، دوهم جلد صفحه ۶۸)

نهم: امام محمد له امام مالک نه دا حدیث موقوف بیان کړیده. (موطا امام محمد، صفحه ۸۹)

لسم: امام مالک رحمة الله دا حدیث له نافع نه موقوف روایت کړیده. (موطا امام مالک، صفحه ۶۱)

یوولسم: د وهابیانو بزرګ قاضی شوکانی په نیل الاوطار کی لیکي:
حکی الدارقطنی فی العلل الاختلاف فی رفعه و وقفه. (نیل الاوطار، دوهم جلد، صفحه ۲۰۴) یعنی امام دارقطنی په کتاب العلل کی ددی روایت په موقوف والی او مرفوع والی کی اختلاف بیان کړیده.

نو، اوس چی دا حدیث مرفوع نه ده نو وهابیان یی څرنګه دلیل نیولای شی. او د خیر خبره خو په کی لا دا ده چی وهابیان موقوف حدیث دلیل نه مني. وګورئ، فتاوی نذیریه اول جلد صفحه ۳۴۰، دلیل الطالب صفحه ۶۱۷ او درایت تفسیری صفحه ۱۶.

نور بیا .......................


وزیري
12.04.2012

په تیر پسی ....

امام مالک رحمة الله علیه په دی حدیث کی ددی دومر اضطراب په لیدلو سره په دی حدیث باندی له عمل کولو نه انکار کړیده او دا یی ویلي دی چی رفع الیدین صرف د لمانځه په شروع کی شته او بس. امام زرقانی د امام مالک رحمة الله په باره کی لیکی:
لم یأخذ به مالک. (زرقانی شرح موطاء، اول جلد، صفحه ۱۵۷) یعنی امام مالک په دی عمل نه ده کړی.

همدارنګه حافظ ابن رشد مالکی لیکی:
امام مالک رحمة الله علیه د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او حضرت براء بن عازب رحمة الله علیه د ترک رفع الیدین احادیث خپل کړی وه ترڅو د اهل مدینه د عمل موافقت وشی. یعنی اهل مدینه هم په هغه وخت کی د ابن عمر رضی الله عنه په حدیث عمل نه کاوه. (هدایة المجتهد، اول جلد، صفحه ۱۳۶)

علامه عبدالرحمن جزری لیکی:
د مالکیانو په نزد غیر له اول رفع الیدین نه نور ټولو ځایونو کی رفع الیدین مکروه ده. (الفقه علی المذاهب الاربعه، اول جلد، صفحه ۲۵۰). دا د امام مالک رحمة الله علیه مشهور روایت ده چی رفع الیدین یی مکروه بللي دی. وګورئ: شرح مسلم (امام نووی) اول جلد، صفحه ۱۶۸، امام کرمانی په شرح د بخاری پنځم جلد صفحه ۱۰۷ او قاضی شوکانی په نیل الاوطار دوهم جلد صفحه ۲۰۱.
علامه ماردینی وایی چی قرطبی د مسلم په شرح کی وایی چی د امام مالک مشهور قول د رفع الیدین ترک ده. (الجواهر النقی، دوهم جلد صفحه ۷۶)

همدارنګه د امام مالک شاګرد ابن القاسم لیکی: کان رفع الیدین عند مالک ضعیفا الا فی تکبیرة الاحرام. (المدونة الکبری، اول جلد صفحه ۶۷)

به بل ځای کی خپله امام مالک رحمة الله علیه فرمائی:
لا اعرف رفع الیدین فی شئ من تکبیرالصلوة لا فی خفض ولا فی رفع الا فی افتتاح الصلوة. (المدونة الکبری، اول جلد صفحه ۶۸) یعنی زه د لمانځه په شروع کی رفع الیدین نه غیر نور د لمانځه په هیڅ ځای کی رفع الیدین نه پیژنم.

د حضرت ابن عمر رضی الله عنه خپل عمل:
په صحیحو سندونو سره دا ثابته ده چی حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنه هم په لمانځه کی صرف یوځل رفع الیدین کول. د بخاری او مسلم استاد امام ابن ابی شیبه رحمة الله علیه لیکی:
حدثنا ابوبکربن عیاش عن حصین عن مجاهد قال ما رأیت ابن عمر یرفع یدیه الا فی اول ما یفتح. (مصنف ابن ابی شیبه، اول جلد، صفحه ۲۳۷) یعنی امام مجاهد وایی چی ما ابن عمر رضی الله عنه نه ده لیدلای چی رفع الیدین به یی کول مګر په شروع د لمانځه کی. ددی روایت ټول راویان د بخاری او مسلم مرکزی راویان دی.

همدارنګه په دغو کتابونو کی هم عیني روایات راغلی دی. موطاء امام محمد، صفحه، ۹۳: نصب الرایة، اول جلد، صفحه ۴۰۰: طحاوی شریف، اول جلد، صفحه ۱۴۷.

د رفع الیدین په باره کی د ابن عمر رضی الله عنه فتوی:
ابن عمر رضی الله عنه په لمانځه کی غیر له اول رفع الیدین نه نور ټول رفع الیدین بدعت بللئ ده. دی مبارک وایی: رأیتکم و رفع ایدیکم فی الصلوة والله انها لبدعة. (میزان الاعتدال، اول جلد، صفحه ۳۱۵، ترجمه نمبر ۱۱۹۰) یعنی ما تاسو او ستاسو رفع الیدین لیدلی ده. په الله قسم چی دا بدعت ده.
دا روایت د الکامل لابن عدی په صفحه ۹ کی هم موجود ده. همدارنګه دا روایت امام احمد بن ابوبکر بن اسماعیل البوصیری په خپل کتاب اتحاف الخیرة المهرة صفحه ۳۶۹، باب رفع الیدین غیر الرکوع و ترکه کی ذکر کړیده.

امام شعبی رحمة الله علیه د حضرت ابن عمر رضی الله عنه څو کاله شاګر پاتی شویدی (بخاری، دوهم جلد، صفحه ۱۰۷۹) ده په دی دومره دوره کی غیر له اول رفع الیدین نه بیا په لمانځه کی رفع الیدین نه ده کړی (مصنف ابن ابی شیبه، اول جلد، صفحه ۲۳۶)
همدارنګه امام شعبی رحمة الله علیه له ۵۰۰ صحابه وو سره ملاقات کړیده (اکمال برمشکوة صفحه ۶۰۰). با وجود ددی دومره صحابه وو له ملاقات نه هم ده رفع الیدین نه کول ځکه چی هغه صحابه وو چی ده لیدلی وه رفع الیدین نه کول.

نو د پورتني معلوماتو نتیجه داسی را ووته چی د حضرت ابن عمر رضی الله عنه پیش کرده روایات سخت اضطراب لری نو په داسی حالت کی یو حدیث ته هم ترجیح نشو ورکولای. او پخپله د ابن عمر او د هغه د شاګردانو او د بخاری د راویانو موقف هم ددی روایت په خلاف ده.

اوس به راشو د ابن عمر رضی الله عنه د حدیث په متعلق د محدثینو فیصله:

نور بیا.....


وزیري
12.04.2012

په تیر پسی .....

اوس به راشو د ابن عمر رضی الله عنه د حدیث په متعلق د محدثینو فیصله:

اول: حافظ ابن حجر عسقلانی رحمة الله علیه وایی:
ان الجمع بین الروایتین ممکن و هو انه لم یکن یراه واجبا ففعله تارة و ترکه اخری (فتح الباری، دوهم جلد، صفحه ۱۷۴) یعنی د دواړو قسمه روایتونو چی په رفع الیدین کی راغلی جمعه کول ممکن دی، هغه داسی چی د ابن عمر رضی الله عنه په نزد رفع الیدین ضروری نه دی، همدا وجه ده چی یو دفعه یی کړی او بیا یی پریښی دی.
محمد بن اسماعیل یمانی چی یو غیر مقلد ده هم د امام ابن حجر عسقلانی رحمة الله علیه په شان خبره کړیده. وګورئ (سبل السلام شرح بلوغ المرام، اول جلد، صفحه ۲۵۸)

دوهم: علامه طحاوی رحمة الله علیه وایی چی حضرت ابن عمر رضی الله عنه رفع الیدین ترک کړیدی دا ځکه چی ده ته د خپل حدیث منسوخ والی ثابت شویده. (طحاوی شریف، اول جلد، صفحه ۱۴۷)

دریم: حضرت ابن عمر رضی الله عنه ترک رفع الیدین کړیدی. وګورئ (مستخرج صحیح ابی عوانه، دوهم جلد، صفحه ۹۰ مطبوعه حیدرآباد /

د وهابیانو یوه دهماکه:
د حدیث ابن عمر دری روایاتو کی زهری د (عن) سره روایت کړیدي او وهابی محدث عبدالرحمان مبارکپوری لیکي:
دا حدیث څنګه صحیح کیدلای چی په سند کی یی زهری ده او هغه مدلس ده. هغه په (عن) سره روایت کړیده. (ابکار المنن، صفحه ۶۱)

نو وهابیان باید ددی حدیث له روایت نه توبه وباسي ځکه چی ددوی په اصولو کی دا حدیث ضعیف او غیر قابل قبول ده.

اوس راشئ چی داسی یو حدیث درته بیان کړمه چی ابن عمر د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه په باره کی وایی چی غیر له اول دفعی نه یی بیا رفع الیدین نه ده کړئ.

عبدالله بن عون الخراز ثنا مالک عن الزهری عن سالم عن ابن عمر ان النبی صلی الله علیه وسلم کان یرفع یدیه اذا افتتح الصلوة ثم لا یعود. (خلافیات بیهقی بحواله نصب الرایة اول جلد صفحه ۴۰۴)

ددی حدیث ټول راویان ثقه دی وګورئ (تهذیب التهذیب، پنځم جلد، صفحه ۳۴۹ / تقریب التهذیب صفحه ۱۸۴)
ملا علی قاری رحمة الله علیه هم دا روایت نقل کړیدی او لیکی:
وقد صح عنه خلاف ذلک فیحمل علی نسخ الاول فتامل (الاسرار المرفوعه، صفحه ۳۵۶ موضوعات کبیر مترجم ۵۹۴)

دا شو د ابن عمر رضی الله عنه د دری روایاتو نتیجه. اوس به د مالک بن حویرث په حدیث باندی چی د رفع الیدین په باره کی د مومن مهاجر ورور په پورتنۍ لیکنه کی شته بحث وکوه.

نور بیا ....


وزیري
13.04.2012

په تیر پسی .....

دا شو د ابن عمر رضی الله عنه د دری روایاتو نتیجه. اوس به د مالک بن حویرث په حدیث باندی بحث وکوه.

حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى أَخْبَرَنَا خَالِدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ عَنْ خَالِدٍ عَنْ أَبِى قِلاَبَةَ أَنَّهُ رَأَى مَالِكَ بْنَ الْحُوَيْرِثِ إِذَا صَلَّى كَبَّرَ ثُمَّ رَفَعَ يَدَيْهِ وَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَرْكَعَ رَفَعَ يَدَيْهِ وَإِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ رَفَعَ يَدَيْهِ وَحَدَّثَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَفْعَلُ هَكَذَا(مسلم ، کتاب الصلاة ، باب اسْتِحْبَابِ رَفْعِ الْيَدَيْنِ حَذْوَ الْمَنْكِبَيْنِ مَعَ تَكْبِيرَةِ الإِحْرَامِ وَالرُّكُوعِ وَفِى الرَّفْعِ مِنَ الرُّكُوعِ وَأَنَّهُ لاَ يَفْعَلُهُ إِذَا رَفَعَ مِنَ السُّجُودِ , حديث نمبر :۸۹۰ ، بخاری ، کتاب صفة الصلاة ، باب رفع الیدین اذا کبر واذا رکع واذا رفع ، حدیث نمبر : ۷۰۴ ، صحيح ابن خزيمه : ۵۸۵/۱ ، صحیح ابن حبان : ۱۸۷۰/۳ ، صحيح ابی عوانه ، دويم ټوک ، مخ : ۹۴)

په دی روایت کی داسی څه نه ښکاری چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دا اختلافی رفع الیدین د ټول عمر لپاره کړیدی. دوهم:
په دی روایت کی او د مالک بن حویرث په نورو ټولو روایاتو کی دا ذکر نه ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په دریم رکعت کی هم رفع الیدین کړیدی، فلهذا وهابیانو ته بیا د دریم رکعت رفع الیدین پریښودل هم پکار دی.
د حضرت مالک نه په صحیح روایاتو سره د سجدو په وخت کی هم رفع الیدین مذکور دی نو ولی یی وهابیان نه کوی. د سجدو په وخت کی رفع الیدین د وهابیانو په خپل قلم سره ووینئ.

د وهابیانو امام ابن حزم لیکی:
عن نصر بن عاصم عن مالک بن الحویرث رای النبی صلی الله علیه وسلم رفع یدیه فی صلاته اذا رکع و اذا رفع راسه من رکوعه و اذا سجد، واذا رفع راسه من سجوده الخ (المحلی بالاثار، دریم جلد، صفحه ۸-۹): دا روایت ابن حزم د تواتر درجي ته رسولئ ده. او ورپسی لیکی: وما رواه مالک بن الحویرث من رفع الیدین فی کل رکوع و رفع من رکوع وکل سجود و رفع من سجود ...... والکل ثقات.

خالد ګرجاکهی:
امام نسائی د سجدو والا رفع الیدین په دری سندو سره نقل کړیده چی دا دری واړه سنده خالد ګرجاکهی وهابی په خپل کتاب کی درج کړیدی. وګورئ (نسائی سلفیه، ۱۳۵) (اثبات رفع یدین صفحه ۹۸، ۹۹، ۱۰۰، ۱۰۱)

حافظ ابن حجر عسقلانی رحمة الله د نسائی دا احادیث صحیح بللی دی او وایی چی د سجدو والا رفع الیدین ډیر احادیث لري چی صحیح یی زما په نظر همدا دی. واصح ما وقفت علیه من الحدیث فی الرفع فی السجود ما رواه النسائی من روایة سعید ابن ابی عروبة عن قتاده عن نصر بان عاصم عن مالک بن الحویرث. (فتح الباری شرح صحیح البخاری، دوهم جلد، صفحه ۱۷۷)

نو ددی ټولو روایاتو نه بعد چی صحیح دی امام نسائی د (ترک ذالک) یعنی د رفع الیدین د ترک کولو په باره کی باب کیږدی او د حضرت ابن مسعود رضی الله عنه ترک رفع الیدین والا حدیث لیکی چی له دینه دا په واضحه معلومیږی چی د رفع یدین احادیث متروک دی. ملاحظه کئ (نسائی مع تعلیقات سلفیه، اول جلد، صفحه ۱۲۳)


دا شو د مالک ابن حویرث رضی الله عنه د روایاتو نتیجه. اوس به د وائل بن حجر رضی الله عنه په حدیث باندی بحث وکوه.

نور بیا ....


وزیري
14.04.2012

په تیر پسی ....

دا شو د مالک ابن حویرث رضی الله عنه د روایاتو نتیجه. اوس به د وائل بن حجر رضی الله عنه په حدیث باندی بحث وکوه.

وعن وائل بن حجر - رضي الله عنه - قال: قلت: لأنظرن إلى صلاة رسول الله - صلى الله عليه وسلم - كيف يصلي، فنظرت إليه فقام فكبر ورفع يديه حتى حاذتا بأذنيه ثم وضع يده اليمنى على كفه اليسرى والرسغ والساعد، فلما أراد أن يركع رفع يديه مثلها قال: ووضع يديه على ركبتيه، ثم لما رفع رأسه رفع يديه مثلها، ثم سجد.... (رواه النسائي، وصححه ابن خزيمة وابن حبان، وصححه كذلك الألباني في إرواء الغليل (367)

په دی روایت کی هم داسی څه نه ښکاری چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دا اختلافی رفع الیدین د ټول عمر لپاره کړیدی. دوهم:
په دی روایت کی هم دا ذکر نه ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په دریم رکعت کی هم رفع الیدین کړیدی، فلهذا وهابیانو ته بیا د دریم رکعت رفع الیدین پریښودل هم پکار دی.

که وائل بن حجر یو دفعه رسول الله صلی الله علیه وسلم په رفع الیدین لیدلای نو حضرت ابن مسعود رضی الله عنه ۵۰ دفعی رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدلی چی رفع الیدین یی نه ده کړئ.
دا خبره د تابعی کبیر امام ابراهیم نخعی علیه الرحمة په مخکی چا وکړه نو ده ورته وویل:
ان کال وائل رأه مرة یفعل ذلک فقد رأه عبدالله خمسین مرة لا یفعل ذالک (طحاوی شریف، اول جلد، ۱۴۶ / موطا امام محمد، صفحه ۹۳ / سنن دارقطنی، اول جلد، صفحه ۲۹۱ / مسند ابویعلی موصلی، التعلیق المغنی، اول جلد صفحه ۲۹۱)
علامه ابن عبدالبر اندلسی هم د وائل بن حجر حدیث ته مائل نه ده. (التمهید، نهم جلد، صفحه ۲۲۷)

ددي ټولي لیکني نه بعد زه له وهابیانو نه دا مطالبه کوم چی:
اول: ستاسي لپاره رفع الیدین څه حیثیت لری. آیا فرض ده، واجب ده، سنت مؤکده ده، مستحب ده او که مباح؟ او په څه دلیل؟
دوهم: د رفع الیدین نه کول ستاسو په نظر څه حکم لری؟ آیا بی رفع الیدین لمونځ صحیح ده او که باطل؟ او په څه دلیل؟
دریم: په خپل موقف باندی یو صحیح صریح، غیر متعارض مرفوع حدیث پیش کړی.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته


مومن مهاجر
14.04.2012

ټولو ته سلامونه
ښاغلی وزيري صاحب ! ستاسو تنقيدي ليکنه مي ولوستله ، زه به يې ان شاء الله مدلل ځواب ووايم .
پورته چي ښاغلي زبير افغان کومه مقاله ليکلې نو په دې اړه يې د دواړو لورو دلايل را اخيستي او د يوې پرتليزې جاجوجونې په ترڅ کي يې رفع اليدين د يو نبوي عمل په توګه ثابت کړی دئ ، ورسره په څنګ کي يې د عدم رفع اليدين يا رفع اليدين د نه کولو دلايل هم د حديث پوهنې له اصولو سره سم ارزولي او څېړلي دي نو وړاندي تر دې چي زه ستاسو ليکنې ته ځواب ووايم تاسو بايد خپل موقف راته په مستندو دلايل صحيح ثابت کړئ .
وروسته به پر دې خبرې وکړو چي د رفع اليدين په اړه راغلي روايات تر کومه حده صحيح دي؟.


وزیري
14.04.2012

السلام علیکم:

مهاجر صاحب مننه چی زما لیکنه مو ټوله لوستي ده. هیله ده چی د اسلامي دلایلو په رڼا کی یوي نتیجي ته ورسیږو. زما د موقف په باره کی مو پوښتنه کړیده. زه خو دا وایمه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم رفع الیدین کړي وه او بیا یی پریښی دی، او د رفع الیدین او نه رفع الیدین روایاتو ته چی وګورو نو د نه رفع الیدین روایاتو باندي اکثره علماؤ عمل کړیده. د ترک رفع الیدین په باره کی ډیر روایات شته ده خو که حقیقت ته وګورو نو قابل د استدلال نه دی ځکه د علم الحدیث له رویه مشکل لری. خو بعضی داسی روایات هم په کی شته چی بی مشلکه دی لکه د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه حدیث د ترک رفع الیدین په باره کی:

حدثنا هنادنا وکیع عن سفیان عن عاصم بن کلیب عن عبدالرحمن ابن الاسود عن عقلمه قال عبدالله بن مسعود الا اصلی بکم صلوة رسول الله صلی الله علیه وسلم فصلی فلم یرفع یدیه الا فی مرة قال وفی الباب عن البراء ابن عازب قال ابوعیسی حدیث ابن مسعود حدیث حسن وبه یقول غیر واحد من اهل العلم من اصحاب النبی صلی الله علیه وسلم والتابعین وهو قول سفیان واهل الکوفة.

نو دا حدیث سره له دی چی بعضی خلکو د ډیري کینې له رویه جرحه کړیده خو په درجنونو د علم الحدیث علماؤ یی په جرحه رد کړی او حدیث یی مکملا صحیح خودلای دی. زبیر افغان په دی حدیث باندی د لسو علماؤ جرحه لیکلی ده خو زه به درته د ۲۴ علماؤ رد په جرحه درته ولیکم. د نموني په ډول درته ستاسو د امامانو نه یو قول وړاندي کوم.

ناصر الدین البانی (غیرمقلد) ددی حدیث په باره کی لیکی: والحق انه حدیث صحیح واسناده صحیح علی شرط مسلم ولم نجد لمن اعله حجة یصلح التعلق بها ورد الحدیث من اجلها. (مشکوة المصابیح تحقیق محمد ناصر البانی، اول جلد، صفحه ۲۵۴) یعنی حقه خبره دا ده چی دا حدیث هم صحیح ده او سند یی همد د مسلم په شرط صحیح ده. او کومو خلکو چی دا حدیث معلول ګرځولی ده مونږه ته داسی کوم دلیل په لاس رانغی چی ددوی استدلال صحیح وښائی او دهغه په وجه دا حدیث رد کړای شی.

والسلام


مومن مهاجر
15.04.2012

[quote:74780f9d0e="وزیري"]
مهاجر صاحب مننه چی زما لیکنه مو ټوله لوستي ده. هیله ده چی د اسلامي دلایلو په رڼا کی یوي نتیجي ته ورسیږو.
[/quote:74780f9d0e]
ښاغلی وزيري صاحب ! سلامونو ته مو وعليکم السلام
ما د زبير افغان صاحب پر ليکنه ستاسو تنقيدي تبصره ولوستله ، يقينا خوښ يم چي تاسو هم دلیل ته ترجېح ورکړې او دليل مو د اختلاف په صورت کي د حل لار ښودلې ده . زه به ان شاء الله پوره هڅه کوم چي له اصولو او قوانينو سره سم وچلېږم او په دې اړه هغې پرېکړې ته ورسېږم چي د اصولو او قوانينو هيڅ مخالفت پکي نه وي شوی ، بلکي يوازي او يوازي د واقعيت او حقيقت استازيتوب وکړای شي .
په دې اړه له تاسو هم هيله لرم چي تر وسه – وسه راسره د اصولو او قوانينو په چوکاټ کي پاتي شئ او بحث مو بايد هيڅکله هم پر خشونت ، تعصب او ناندريو بنا نه وي بلکي په دې لړ کي باید دواړې غاړې اصول د منځګړي په توګه ومني .
[quote:74780f9d0e="وزیري"]
زما د موقف په باره کی مو پوښتنه کړیده. زه خو دا وایمه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم رفع الیدین کړي وه او بیا یی پریښی دی،
[/quote:74780f9d0e]
هو ! زه وړاندي تر دې چي ستاسو ليکنې ته ځواب ووايم له تاسو غواړم چي خپل موقف په کره لاسوندونو صحيح راته ثابت کړئ ، تر دې وروسته به پر دې خبرې کوو چي د رفع اليدين په اړه راغلي روايات تر کومه حده صحت لري؟.
په دې لړ کي بايد تاسو لومړی دا هم جوته کړئ چي رفع اليدين منسوخ دي ځکه تاسو په پورته کرښو کي ويلي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړی رفع اليدين کول خوبيا يې خوشي کړل مګر په هيڅ روايت کي د دې يادونه نه ده شوې چي لومړی دا کار کېدی او بيا يې پرېښود ، ورسره په څنګ کي د ناسخ او منسوخ لپاره د نېټي ثبوت اړين دئ چي دا لاسوند هم له تاسو سره نه شته . په دې ډول بيا زه هم د يو امکان په توګه ویلای شم چي رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړی رفع اليدين نه کول مګر بيا يې وروسته شروع کړل ځکه د ناسخ او منسوخ په اړه يوه لور ته هم څرګند دليل نه شته .
[quote:74780f9d0e="وزیري"]
او د رفع الیدین او نه رفع الیدین روایاتو ته چی وګورو نو د نه رفع الیدین روایاتو باندي اکثره علماؤ عمل کړیده. د ترک رفع الیدین په باره کی ډیر روایات شته ده خو که حقیقت ته وګورو نو قابل د استدلال نه دی ځکه د علم الحدیث له رویه مشکل لری.
[/quote:74780f9d0e]
که د دې موضوع حقيقي او بې تعصبه جاج واخلو نو په ډېره اسانۍ حقايق درک کولای شو چي په امت کي ډېره ډله د رفع اليدين قایل دي ، د مثال په توګه تاسو اسلام پر څلورو ټوټو وېشئ په دې څلورو مذهبونو کي درې مذهبونه په دې قايل دي چي رفع اليدين شته دي او ورسره په څنګ کي شيعه غورځنګ هم د دې نظر پلوي کوي خو د دې برخلاف يوازي احناف پاتي شول چي د نه رفع اليدين منونکي دي نو په دې صورت کي به دا پرېکړه بېخي د انصاف وژل وي چي ډېر خلګ رفع اليدين نه کوي . !!!
په هر حال د يوې ډلې نظر په دې صحيح نه شي ثابتېدلای چي ډېر خلګ دا عمل کوي بلکي د دليل کره والي ، مستندوالي او سموالي ته به کتل کېږي چي تر کومه حده له اصولو سره موافق دئ او تر کومه حده له واقعيت سره سمون لري؟. خو تاسو د ډېروالي خبره را منځ ته کړه نو په دې اړه ضروري وه چي د حقايقو توضيح وشي او واقعيت بايد هيڅ وخت له خلګو پټ پاتي نه شي .
تاسو په پورتنيو اقتباس شويو کرښو کي دا هم ويلي چي د نه رفع اليدين په اړه ډېری روايات د علم الحديث له اصولو سره په ټکر کي دي نو نتېجتا نه منل کېږي ، په دې اړه بايد زياته کړم چي که اصول موجود وي او منل یې هم لازمي وي نو بيا بايد دا اصول په هر ځای او هر وخت کي پلي شي ، ومنل شي او د تنفيذ ميدان ته وړاندي شي خو دا چي يو څو حديث د علم الحديث په تله کي تلل کېږي او يو څه پرېښودل کېږي دا به يقينا ستر ظلم وي . !!!
زه پر تاسو هيڅ ډول تور نه پوري کوم بلکي غواړم يوازي له حقايقو پردې پورته کړم چي ټول خلګ یې وويني ، رابه شو ستاسو وړاندينيو خبرو ته چي ايا په رښتيا هم چي تاسو د کوم قانون او اصولو يادونه کوله ورته ژمن ياست؟.
[quote:74780f9d0e="وزیري"]
خو بعضی داسی روایات هم په کی شته چی بی مشلکه دی لکه د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه حدیث د ترک رفع الیدین په باره کی:

حدثنا هنادنا وکیع عن سفیان عن عاصم بن کلیب عن عبدالرحمن ابن الاسود عن عقلمه قال عبدالله بن مسعود الا اصلی بکم صلوة رسول الله صلی الله علیه وسلم فصلی فلم یرفع یدیه الا فی مرة قال وفی الباب عن البراء ابن عازب قال ابوعیسی حدیث ابن مسعود حدیث حسن وبه یقول غیر واحد من اهل العلم من اصحاب النبی صلی الله علیه وسلم والتابعین وهو قول سفیان واهل الکوفة.
نو دا حدیث سره له دی چی بعضی خلکو د ډیري کینې له رویه جرحه کړیده خو په درجنونو د علم الحدیث علماؤ یی په جرحه رد کړی او حدیث یی مکملا صحیح خودلای دی. زبیر افغان په دی حدیث باندی د لسو علماؤ جرحه لیکلی ده خو زه به درته د ۲۴ علماؤ رد په جرحه درته ولیکم. د نموني په ډول درته ستاسو د امامانو نه یو قول وړاندي کوم.

ناصر الدین البانی (غیرمقلد) ددی حدیث په باره کی لیکی: والحق انه حدیث صحیح واسناده صحیح علی شرط مسلم ولم نجد لمن اعله حجة یصلح التعلق بها ورد الحدیث من اجلها. (مشکوة المصابیح تحقیق محمد ناصر البانی، اول جلد، صفحه ۲۵۴) یعنی حقه خبره دا ده چی دا حدیث هم صحیح ده او سند یی همد د مسلم په شرط صحیح ده. او کومو خلکو چی دا حدیث معلول ګرځولی ده مونږه ته داسی کوم دلیل په لاس رانغی چی ددوی استدلال صحیح وښائی او دهغه په وجه دا حدیث رد کړای شی.
والسلام
[/quote:74780f9d0e]
ښاغلی وزيري صاحب ! له دې خبرو سره مو په هيڅ ډول نه يم موافق ، دلته نه يوازي دا چي تاسو له حقايقو سترګې پټې کړې بلکي په لوی لاس مو د اصول الحديث مهمې قاعدې او اصول له پامه غورزولي دي چي دا په هيڅ ډول هم د حقايقو او واقعيتونو سره وفا او ژمنتيا نه شي بلل کېدای .!!!
دا حديث ګڼ علتونه لري چي ښاغلي زبير افغان په ښه ډول تشرېح کړي دي تاسو بايد پر دې حديث شويو نيوکو ته ځواب وواياست نه دا چي په دې اړه د مويدينو اقوال را نقل کړئ ځکه موږ د هيچا خبره هم له دليل پرته نه منو ، په دې اړه اصول او ضوابط شته دي که موږ په رښتني ډول قوانين او اصول پلي کوو نو په دې اړه مو هم بايد پرېکړه پر انصاف او عدل ولاړه وي نه دا چي د خلګو بې دليله اقوال د دليل په ډول وړاندي کوو هغه هم په داسي حال کي چي په بشپړ ډول يې قوانين او اصول تر پښو لاندي کړي وي .
د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه حديث په هيڅ ډول صحيح نه شي ګڼل کېدای ، په دې روايت کي امام سفيان بن سعيد الثوري يو مدلس شخصيت دئ چي ټولو محدثينو يې په اړه دا شاهدي ورکړې چي نوموړی له ضعفاوو تدليس کوي او غواړي د ( عن ) په لفظ خپله دا نيمګړتيا پټه کړي نو له همدې کبله د سفيان الثوري روايت د ده د عنعنې له کبله مردود دئ او کوم مدلس چي له ضعفاوو تدليس کوي د هغه روايت هيڅکله هم په ( عن ) سره نه شي منل کېدای . د همدې روايت يو راوي سفيان بن سعيد الثوري هم دئ چي په ( عن ) سره يې روايت کړی دئ ځکه يې نو صحيح حديث نه شو بللای .
په دې اړه دويمه خبره د عاصم بن کليب په اړه ده له چي سفيان ثوري دا روايت په کومو الفاظو نقل کړی نو دا روايت له همدې عاصم څخه نورو ګڼو کسانو هم نقل کړی دئ مګر له دې روايت سره په بشپړ ډول توپير لري چي په دې اړه مفصل بيان د ښاغلي زبير افغان په مقاله کي تېر شوی دئ ، ښاغلی افغان د یوه محدث قول نقلوي:
امام ابو حاتم الرازی رحمه الله وايي :
هذا خطأ يقال : وهم ثوری فقد رواه جماعة عن عاصم وقالوا کلهم : ان النبی صلی الله علیه وسلم افتتح فرفع یدیه ثم رکع فطبق وجعلهما بین الرکبتین ولم یقل احد ما روی الثوری .
دې روايت کي تېروتنه شوې ، ويل کېږي ثوري ته ددې روايت په اختصار کي وهم شوی ، ځکه يوې پوره ډلې له عاصم بن کلیب څخه په دې الفاظو نقل کړی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم لمونځ شروع کړ لاس يې پورته کړل بيا يې رکوع وکړه او لاسونه يې د ګونډو ترمنځ کړل ، له ثوری پرته بل چا دې ته ورته بيان نه دی کړی . (علل الحدیث : ۹۶/۱ ، حدیث نمبر : ۲۵۸)
ګورئ ! دلته وينو چي د دې روايت په نقل کي له امانتدارۍ او ديانتدارۍ څخه کار نه دئ اخيستل شوی ، له عاصم بن کليب څخه یې ګڼ کسان په بل ډول نقلوي او هلته د نه رفع اليدين هيڅ يادونه نه شته مګر سفيان ثوري په داسي ډول نقل کړی چي د نورو راويانو له روايتونو سره په بشپړ ډول ټکر دئ ، دلته د سفيان پر تدلیستوب هم کوم شک نه پاتېږي ځکه سفيان په خپله يو ثقه او باوري شخصيت دئ خو نيمګړتيا يې داده چي خپل دروغجن استاذان پټوي ، دلته یې له موږ سره همدا چل کړی دئ نوموړي د عن په لفظ سره يو دروغجن کس پټ کړی او غواړي داسي وښيي چي دا روايت يې مستقيما له عاصم بن کليب څخه په همدې بڼه اورېدلی دئ خو لکه څرنګه چي نوموړی مدلس دئ له همدې کبله يې بيان د عن په لفظ سره نور هم تر پوښتنې لاندي راځي او په دې اړه به د عادل او منصف شخص پرېکړه له دې پرته بله هیڅ نه وي چي دا روايت په مطلق ډول ضعيف دئ .
ښاغلی وزيري صاحب ! ستاسو تګلاره خو داوه چي داسي روايتونه چي له يوه شخص څخه به نقل شوي ول او له يوه بل سره به يې ستاسو په اند تضاد درلود ( لکه همدا روايت ) نو ضعيف او متعارض مو ګڼل او په هيڅ ډول ستاسو په اند د عمل وړ نه وو مګر اوس ولي هغه قوانين نه پلي کېږي؟.
ايا دا اصول يوازي ستاسو له اند سره د مخالفو کسانو لپاره دي که د هر حديث لپاره؟.
که عام وي نو بيا بايد تاسو دا روايت هم د هغو اصولو له پلوه يو ځل وارزوئ چي وړاندي مو بيان کړل ، سره له دې چي ګڼې نوري نيمګړتياوې هم لري خو له هغو نيمګړتياوو سره – سره ستاسو د خپلو قاعدو له مخې د عمل او تطبيق وړ نه دئ .
په دې اړه تفصيلي بيان د ښاغلي زبير افغان په ليکنه کي لوستلای شئ ، ښاغلی وزيري ! په دې اړه بايد تاسو د هغو نيوکو ځواب وړاندي کړی چي د عبدالله بن مسعود پر روايت کېږي ، په دې اړه د مويدينو بې دليله خبرې هيڅ ډول لاسوند او دليل نه شي کېدای .


وزیري
16.04.2012

مهاجر صاحب نه ته ماشوم یی او نه زه ماشوم یم او نه دا لوستونکی ماشومان دی. ته او خدای چی زما د ددی پورتنی لیکنو به همدا مدلل جواب وی لکه تا یی چی راته وعده راکړی وه؟
د ابن مسعود رضی الله عنه حدیث می په اخیر کی ذکر کړی د صحت بحث به یی په اخیر کی کوه. ته دی اول راته د رفع الیدین ثبوت په بالفعل صحیح، مرفوع، غیرمتعارض حدیث وکه بیا به ابن مسعود رضی الله عنه پسی ګرزو.
او تا ویلی چی غیرله حنفیانو نور دری مذهبه رفع الیدین کوی. ته او خدای چی دا دروغ نه دی؟ ما خو پورته درته د مالکیانو مذهب بهتره تشریح کړی چی هغوی د رفع الیدین په باره کی کوم نظر لری.
دریم د ناچاری په خاطر دی د شیعه ګانو مذهب ته هم پناه وروړی ده. د هغو په لمانځه کی کوم جای صحیح ده چی رفع الیدین به دلیل شی. نو هغوی په خپله ډله کی د اکثریت لپاره مه درګډوه.
بل دی لیکلی چی سفيان الثوري روايت د عنعنې له کبله مردود دئ. په دی خبری کولو سره خو دا تا واضحه کړه چی د حدیثو اصول له خپو لاندی کوی. که دا د عنعنی اصول تاته د احترام قابل وی نو د ابن عمر روایات خو دی مادرته په حوالي سره لیکلی وه چی قابل د اعتبار نه دی. تا زما لیکنه هم پوره نه ده لوستی وګوره: د حدیث ابن عمر دری روایاتو کی زهری د (عن) سره روایت کړیدي او وهابی محدث عبدالرحمان مبارکپوری لیکي:
دا حدیث څنګه صحیح کیدلای چی په سند کی یی زهری ده او هغه مدلس ده. هغه په (عن) سره روایت کړیده. (ابکار المنن، صفحه ۶۱)
نو که په دی اصولو سره دا له لاسه ورکړی نو بیا خو دی د رفع الیدین ثبوت کاملا له خطر سره مخ شه.
بله خبره د زبیرافغان ده. مهاجرصاحب زبیر افغان پریږده. ته له ماسره بحث وکه. که دلایل یی ډیر قوی وی نو ستا په فایده به وی، کمپیوټر ته یی کاپی که او ما سره یی مستقیما په بحث کی واچوه، ځکه چی زما لاس تر تا درسیږي نه تر زبیر افغان او بل دا دلایل د زبیر افغان هم نه دی بلکی ستاسی د ټولو په شریکه دی.
زما پورتنی لیکنه یو پیرته بیا ولوله، ان شاء الله چی بی انصافی به می نه وی کړی. زه اوس هم دا وایمه چی هغه وروڼه چی د کوم مذهب د پیروی په خاطر رفع الیدین کوی، په حقه دی. او هغه وروڼه چی د کوم مذهب د پیروی په خاطر رفع الیدین نه کوی هم په حقه دی.
بحث لا ډیر پاتی او دلایل هم بلا ډیر لرم، ستا د مدلل راتګ په هیله.


مومن مهاجر
18.04.2012

[quote:8792971170="وزیري"]
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

محترمینو! څو ورځي مخکي محترم مومن مهاجر ورور د رفع الیدین پورتنۍ لیکنه چی په سمون ويب پاڼه کی د زبیر افغان په نامه یوه لیکوال لیکلي وه دلته را نقل کړې ده چی لوستونکي یی ولولي او ګټه ترې واخلي. په دی لیکنه کی زبیر افغان پوره کوشش کړیدی چی رفع الیدین د لمانځه یو فعاله برخه او نه کوونکی یی د نا تکمیل لمانځه خاوندان وبولي. خو در حقیقت مسئله په هیڅ وجه داسی نه ده.

زه چی د رفع الیدین په باره کی کومه مطالعه لرمه هغه به په سلسله واره توګه ستاسی په حضور کی وقفه په وقفه درته وړاندي کړمه ترڅو تاسو په دی باندی په پوره توګه وپوهیږی چی رفع الیدین په لمانځه کی کوم مقام لري. هیله ده چی محترم مؤمن مهاجر ورور او نور درانه علماؤ له ما سره د متن تر بشپړه وړاندي کولو پوری صبر وکړی ترڅو د لیکني ټول اړخونه په کامله توګه سره څرګند شی. همدارنګه له ټولو لوستونکو نه هیله کوم چی متن په فارغه وخت کی ولولی ترڅو په لوستلو کی یی ښه دقت وکړای شی.

د متن شروع ــــــــ :
د رفع الیدین په باره کی چی کوم احادیث مبارک روایت شویدی په هغو کی زما د مطالعي په اساس دري روایته له ابن عمر رضی الله عنه نه هم راغلي دي چی وهابیان یی د خپل ځان لپاره کره او مستند دلایل بولي. احادیث د زبیر افغان په پورتنۍ لیکنه کی چی مهاجر ورور راوړی شته ده.
[/quote:8792971170]
ښاغلی وزیري ! بیا هم سلامونه او ښې چاري ، لومړی درته یادونه کوم چي هیڅکله به په لیکنه کي د وهابي او غیر مقلد نومونه نه یادوې، ځکه زه لکه څرنګه چي ځان حنفي نه بولم وهابي، سلفي او نور هم نه یم زه یوازي اویوازي مسلمان یم که دې بیا داسي الفاظ کارولي وو، دا به زما په وړاندي یو قانوني او اخلاقي جرم وي او دې ته دي هم پام وي چي زه له قرآن او حدیث پرته د هیچا بې دلیله خبره نه منم، که څه هم د هغه شخص مقام ډېر اوچت وي ، زه یې لازمي احترام کوم،مګر هیڅکله د هغه خبره له لاسوند پرته حجت نه ګڼم .
[quote:8792971170="وزیري"]
د سیدنا عبدالله ابن عمر رضی الله عنه نه چی کوم روایتونه راغلي دی نو په هغي کی سخت اضطراب موجود ده. یعنی د رفع الیدین ثابت ځایونه نه دی معلوم.
[/quote:8792971170]
كه تاسو علوم الحدیث لوستي وي او یا یې په قوانینو خبر یاست نو لومړی مو باید د اضطراب تعریف کړی وای چي اضطراب یعني څه ؟ که یوازي اجمال او تفصیل اضطراب شي نو خو داسي حدیث نه شته چي ځینو روایانو دي مجمل او ځینو دي مفصل نه وي نقل کړی ,د حدیث پوهنې د قانون له مخې اضطراب دي ته وايي چي د بېلا بېلو روایاتو د متن او یا سند تر منځ داسي اختلاف وي چي په هیڅ وجه یو پر بل ترجیح نه لري ، مګر الحمد لله د عبد الله بن عمر رضی الله عنه روایت داسي نه دئ په هغه کي صرف دومره خبره ده چي ځینو راویانو لنډ او ځینو پوره او تفصیلي نقل کړی چي دې ته نه حدیث پوهانو اضطراب ویلی او نه قانوني اضطراب دئ .
[quote:8792971170="وزیري"]
د ابن عمر رضی الله عنه په یو حدیث کی د رکوع نه وروسته رفع الیدین نشته او په بل کی د رکوع نه وروسته رفع الیدین شته. په بعضو روایاتو کی دریم رکعت ته په جیګیدو کی رفع الیدین نشته او په بعضو روایاتو کی هر رکعت ته په جګیدو کی رفع الیدین شته.
[/quote:8792971170]
پورته مختلف کیفیتونه اصل مدعا ته هیڅ زیان نه رسوي ، ځکه د حدیثو په ذخیره کي ګڼ داسي روایات شته چي کله په اجمال او کله په تفصیل نقل شوي ، مګر له عبد الله ابن عمر رضی الله عنه څخه دا روایت چيري نقل شوی چي هر رکعت ته د ولاړېدو پر مهال رفع الیدین پکي ذکر شوي دي؟ همدارنګه باید په یاد ولرې چي کله یو روایت مضطرب بلل کېږي نو دا هم اړینه ده چي ټولې نقل شوې طریقې یې په مرتبه کي سره یو ډول وي،ځکه که یوه طریقه قوي او بله کمزورې وي نو دا ډول روایات مضطرب نه بلل کېږي .
[quote:8792971170="وزیري"]
دا احادیث که په غور ولوستل شی نو دا به په کی ضرور ووینئ چی یو حدیث کی رفع الیدین په یو قسم دی او په بل حدیث کی بیا بل قسم دی.
[/quote:8792971170]
دلته دي هم هڅه کړې چي لوستونکي په شک کي واچوې ، خبره داسي نه ده چي د رفع الیدین کیفیت بدل شوی ، بلکي حقیقت دا دئ چي یوه رواوي له اختصاره کار اخیستي او بل تفصیلي روایت نقل کړی دئ ، که ته د حدیثو ذخیرې ته رجوع وکړې نو ډېر داسي روایات به په لاس درشي چي یو ځای پنځه لیکې دي خو بل ځای پنځه صفحې دي ، ته یوازي په صحیح البخاري کي د افک واقعه وګوره چي امام بخاري یو ځای څومره په تفصیل او بل ځای څومره مختصره نقل کړې نو ایا په دې سره سړی ویلای شي چي دا روایت مضطرب دئ له همدې کبله یې نه منو؟ همدارنګه به دي په صحیح البخاري کي هغه حدیث هم لیدلی وي چي ابوسفیان رضی الله عنه هرقل ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا ده ته د ورلېږل شوې لیک حالت بیانوي چي هر قل په خپل دربار کي له ده کومې پوښتنې وکړې او ده څه ځوابونه ورکړل؟ په یوه ځای کي صرف یو څو لنډې جملې دي ، مګر بل ځای مخونه په ډک وي، ایا دا هم اضطراب دئ؟
[quote:8792971170="وزیري"]
د رفع الیدین په دي احادیثو کی دا اختلاف هم موجود ده چی آیا دا احادیث موقوف دی او که مرفوع؟ ددي پوښتني په جواب کی زه دا خبره په وضاحت سره کوم چی د علماؤ ترمنځ ددي احادیثو د مرفوع والی په باره کی اتفاق نظر نشته.

اول: حافظ ابن حجر رحمة الله علیه دي اختلاف ته اشاره کړي او دا یی ویلي دی چی ددي حدیث له مرفوع والی سره عبدالله بن ادریس او عبدالوهاب ثقفی مخالفت کړیده او حدیث یی موقوف شمیرلی (فتح الباری، دوهم جلد، صفحه ۱۷۷(
[/quote:8792971170]
ښه به وي چي لومړی درانه لوستونکي د موقوف او مرفوع په تعریف وپوهو:
مرفوع حدیث په تیسیر مصطلح الحدیث کي داسي تعریف شوی :
المَرْفُوع
1- تعريفه:
أ) لغة: اسم مفعول من فعل " رَفعَ " ضد وَضَعَ " كأنه سُمي بذلك لنِسْبَتِهِ إلى صاحب المقام الرَّفيع، وهو النبي صلي الله عليه وسلم.
ب) اصطلاحاً: ما أُضيف إلى النبي صلي الله عليه وسلم من قول أو فعل أو تقرير أو صفة.
ژباړه : مرفوع د لغت له مخې د اسم مفعول صیغه ده له رفع جوړ شوی او د وضع ضد دئ ( معنی یې ده لوړ) ځکه دا نوم ورکول شوی چي د لوړې رتبې خاوند ته یې نسبت شوی دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دئ .
په اصطلاح کي هغه قول ، فعل، تاید او صفت دئ چي رسول الله ته منسوب وي .
او د موقوف تعریف دادئ :
المَوْقوف
1- تعريفه:
أ) لغة: اسم مفعول من " الوَقف " كأن الراوي وقف بالحديث عند الصحابي، ولم يتابع سرد باقي سلسلة الإسناد.
ب) اصطلاحاً: ما أُضِيف إلى الصحابي من قول أو فعل أو تقرير.
ژباړه : په لغت کي د اسم مفعول صیغه او د درېدلي په معنی دئ ،ځکه راوي حدیث پر صحابي درولی دئ او د سند نوره سلسله یې خوشې کړې ده .
په اصطلاح کي هغه قول، فعل او تقریر دئ چي صحابي ته منسوب وي .
پاتي شوه د حافظ ابن حجر خبره نو فکر کوم تا یا هغه ټوله نه ده لوستې او یا دي په شعوري ډول صرف هغه برخه نقل کړې چي ستا دریځ تایدوي . مګر حافظ ابن حجر پر دې حدیث تر اوږده بحث وروسته خپله پرېکړه داسي بیان کړې ده :
وقد تبين بهذا التعليق أنه اختلف على نافع في وقفه ورفعه لا خصوص هذه الزيادة والذي يظهر أن السبب في هذا الاختلاف أن نافعا كان يرويه موقوفا ثم يعقبه بالرفع فكأنه كان أحيانا يقتصر على الموقوف أو يقتصر عليه بعض الرواة عنه والله أعلم .
ژباړه : له دې تعلیقه په ډاګه شوه چي راویانو پر نافع د وقف او رفع اختلاف کړی نه د دې ځانګړي زیادت او د دې اختلاف سبب دا دئ چي نافع به لومړی په موقوف ډول نقل او بیا به یې مرفوع کړ، ګواکي ځیني وختونه ده موقوف نقلاوی او یا ځینو راویانو له ده موقوف نقلاوی .
کله چي یو روایت یو ځل موقوف او بل ځل مرفوع نقل شي نو موقوفوالی یې رفعې ته هیڅ تاوان نه کوي ، دا به هغه وخت زیان وای چي د دې روایت اصل وقف وای ، مګر داسي چا مرفوع کړی وای چي ده یې حق نه درلودی مثلا نافع خپل شاګرد ته تل موقوف بیان کړی وای ، خو شاګرد یې مرفوع کړی وای نو بیا روایت د منلو نه وو، ځکه د ده شاګرد نه بله طریقه ورته درلوده او نه خپل اصل استاد نافع مرفوع ورته بیان کړی ، نو دی څرنګه وتوانېد چي روایت مرفوع کړي ، مګر دلته کیسه داسي نه ده په خپله نافع یې کله مرفوع ذکر کړي او کله موقوف چي دا ډول کړنه په هر روایت کي ممکنه ده او بیا موږ په خپله وینو چي په خپله ابن عمر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدلی لمونځ بیانوي ، هر ځای چي ده د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه حکایت کړی نو شاګرد یې مرفوع روایت نقل کړی نه موقوف ، خو کله چي د ابن عمر شاګرد د ده د لمانځه حکایت کوي نو وايي چي ده په فلاني او فلاني ځای کي رفع الیدین وکړل چي کله یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوب کړي او کله نه چي دا کړنه اصل روایت ته هیڅ زیان نه رسوي ، ځکه مرکزي روایت داسي دئ :
705 - حدثنا أبو اليمان قال أخبرنا شعيب عن الزهري قال أخبرنا سالم بن عبد الله أن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما قال : رأيت النبي صلى الله عليه و سلم افتتح التكبير في الصلاة فرفع يديه حين يكبر حتى يجعلهما حذو منكبيه وإذا كبر للركوع فعل مثله وإذا قال ( سمع الله لمن حمده ) . فعل مثله وقال ( ربنا ولك الحمد ) . ولا يفعل ذلك حين يسجد ولاحين يرفع رأسه من السجود .
(صحیح البخاري ، کتاب باب الی این یرفع یدیه)
باید ښه فکر وکړې چي په دې روایت کي ابن عمر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه حکایت کوي او له ده څخه یې زوی سالم نقل کړی دئ چي د احادیثو په ټوله زېرمه کي موقوف نه دئ ذکر شوی ، پاتي شو د نافع حدیث نو هغه د ابن عمر رضی الله عنه د لمانځه حکایت کوي نه دا چي له ابن عمر څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ نقلوي لکه سالم چي نقلاوی ، نو دا د ابن عمر رضی الله عنه حدیث نه بلکي د نافع روایت دئ چي د خپل استاد عبد الله بن عمر بن خطاب رضی الله عنه لمونځ یې پکي بیان کړی چي کله د ده لمونځ ذکر کړي بیا ووايي دا لمونځ ابن عمر رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مرفوع کاوی او کله صرف د ده لمونځ له مرفوع والي پرته ذکر کړي چي دا زموږ روایت ته هیڅ زیان نه رسوي ، ځکه زموږ دلیل هغه روایت دئ چي سالم یې له خپل پلار ابن عمر رضی الله عنه څخه نقلوي او ده د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ پکي بیان کړی چي دا روایت د حدیثو په ټوله ذخیره کي موقوف نه بلکي مرفوع دئ او هر ځای یې امام محمد بن مسلم بن عبید الله بن عبد الله بن شهاب زهري له سالم او هغه یې له خپل پلار ابن عمر رضی الله عنه څخه په مرفوع ډول روایتوي نه په موقوف ډول او تا ته چیلنج دئ که دي په موقوف ډول وموند .
په دې اړه د علامه زیلعي تبصره هم واوره نوموړی لیکي :
قَالَ ابْنُ عَبْدِ الْبَرِّ فِي التَّمْهِيدِ: هَذَا الْحَدِيثُ أَحَدُ الْأَحَادِيثِ الْأَرْبَعَةِ الَّتِي رَفَعَهَا سَالِمٌ عَنْ أَبِيهِ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَوَقَفَهَا نَافِعٌ عَنْ ابْنِ عُمَرَ: فَمِنْهَا مَا جَعَلَهُ مِنْ قَوْلِ ابْنِ عُمَرَ. وَمِنْهَا مَا جَعَلَهُ عَنْ ابْنِ عُمَرَ عَنْ عُمَرَ، وَالْقَوْلُ فِيهَا قَوْلُ سَالِمٍ، وَلَمْ يَلْتَفِتْ النَّاسُ فِيهَا إلَى نَافِعٍ(نصب الرایه فی تخریج احادیث الهدایه ، باب صفة الصلاة ، البحث فی رفع الیدین)
ژباړه : ابن عبد البر په التمهید کي ویلي : دا له هغو څلورو احادیثو څخه یو دئ چي سالم له خپل پلار څخه په مرفوع ډول نقل کړی او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دئ او نافع له ابن عمر رضی الله عنه څخه په موقوف ډول نقل کړی چي ځینو له ابن عمر او ځینو له ابن عمر هغه بیا له عمر رضی الله عنه څخه نقل کړی ، سمه خبره د سالم ده او خلکو د نافع روایت ته اعتبار نه دئ ورکړی . او علامه زیلعي هغه څوک دئ چي ستا له برېلویانو تر دیوبندیانو ، حیاتیانو، مماتیانو او پنج پيریانو ګرد پرې ویاړي .
[quote:8792971170="وزیري"]
دوهم: امام بیهقی رحمة الله علیه لیکی:
و عبدالاعلی ینفرد برفعه الی النبی صلی الله علیه وسلم. (سنن کبری، دوهم جلد، صفحه ۱۳۷) یعنی عبدالاعلی یواځینی نفر ده چی دا حدیث یی مرفوع بیان کړیده. یعنی باقی نورو ټولو راویانو مرفوع نه ده بیان کړی.

دریم: زرقانی شرح موطاء امام مالک لیکی:
لان سالما و نافعا لما اختلفا فی رفعه و وقفه. (زرقانی، اول جلد، صفحه ۱۵۷) یعنی سالم او نافع ددی حدیث په مرفوع والی او موقوف والی کی اختلاف کړیده.

څلورم: د امام بخاری رحمة الله علیه شاګر امام ابوداؤد رحمة الله علیه خو نیغه فیصله پری کړیده چی:
الصحیح قول ابن عمر لیس بمرفوع (ابوداؤد، کتاب الصلاوة، باب افتتاح الصلوة) یعنی صحیح خبره دا ده چی د ابن عمر دا قول مرفوع نه ده.

پنځم: امام ولی الدین عراقی رحمة الله علیه هم د امام ابوداؤد قول را نقل کړی. (طرح التثریب، صفحه ۲۶۲)

شپږم: غیرمقلد ستر محدث ناصرالدین البانی هم د امام ابوداؤد د قول ملاتړ کړی. (ضعیف سنن ابی داؤد، صفحه ۷۲ برقم ۱۵۲)

اووم: قاضی شوکانی هم د امام ابوداؤد قول را نقل کړی. (نیل الاوطار، دوهم جلد، صفحه ۲۰۴)

اتم: امام عقیلي هم حدیث ابن عمر عن نافع را نقل کړی او په واضحو الفاظو یی لیکلی:
ددی روایت موقوف والی ډیر بهتره ده. (ضعفاء الکبیر، دوهم جلد صفحه ۶۸)

نهم: امام محمد له امام مالک نه دا حدیث موقوف بیان کړیده. (موطا امام محمد، صفحه ۸۹)

لسم: امام مالک رحمة الله دا حدیث له نافع نه موقوف روایت کړیده. (موطا امام مالک، صفحه ۶۱)

یوولسم: د وهابیانو بزرګ قاضی شوکانی په نیل الاوطار کی لیکي:
حکی الدارقطنی فی العلل الاختلاف فی رفعه و وقفه. (نیل الاوطار، دوهم جلد، صفحه ۲۰۴) یعنی امام دارقطنی په کتاب العلل کی ددی روایت په موقوف والی او مرفوع والی کی اختلاف بیان کړیده.

نو، اوس چی دا حدیث مرفوع نه ده نو وهابیان یی څرنګه دلیل نیولای شی. او د خیر خبره خو په کی لا دا ده چی وهابیان موقوف حدیث دلیل نه مني. وګورئ، فتاوی نذیریه اول جلد صفحه ۳۴۰، دلیل الطالب صفحه ۶۱۷ او درایت تفسیری صفحه ۱۶.
[/quote:8792971170]
بیا هم خبره دې ته ودرېده چي نافع رحمه الله د ابن عمر رضی الله عنه د لمانځه کوم کیفیت نقلوي ، کله یې په مرفوع او کله یې په موقوف ډول نقلوي چي ځینو محدثیینو یې وقف راجح بللی دئ ، مګر د نافع رحمه الله حدیث چي هر ډول شي زموږ مد عا ته زیان نه رسوي ، ځکه زموږ مرکزي دلیل هغه حدیث دئ چي امام سالم رحمه الله له خپل پلار عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه نقل کړی او په هغه کي ابن عمر د رسول الله د لمانځه لیدلی کیفیت بیان کړی دئ او د احادیثو په ټوله زېرمه کي داسي روایت نه شته چي د سالم رحمه الله حدیث دي یې په موقوف ډول نقل کړی وي ، که وي تاته بیا هم چېلنج درکوو چي له موږ سره یې شریک کړه !
که ته ووايې چي کله د نافع روایت اختلافي شو او تاسو په استدلال کي صرف د سالم روایت وړاندي کوئ نو له دویمه رکعته د ولاړېدو رفع الیدین په څه شي ثابتوئ ؟نو د هغه دلیل دا حدیث دئ :
حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ حَنْبَلٍ حَدَّثَنَا أَبُو عَاصِمٍ الضَّحَّاكُ بْنُ مَخْلَدٍ ح وَحَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ حَدَّثَنَا يَحْيَى - وَهَذَا حَدِيثُ أَحْمَدَ قَالَ - أَخْبَرَنَا عَبْدُ الْحَمِيدِ - يَعْنِى ابْنَ جَعْفَرٍ - أَخْبَرَنِى مُحَمَّدُ بْنُ عَمْرِو بْنِ عَطَاءٍ قَالَ سَمِعْتُ أَبَا حُمَيْدٍ السَّاعِدِىَّ فِى عَشْرَةٍ مِنْ أَصْحَابِ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- مِنْهُمْ أَبُو قَتَادَةَ قَالَ أَبُو حُمَيْدٍ أَنَا أَعْلَمُكُمْ بِصَلاَةِ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-. قَالُوا فَلِمَ فَوَاللَّهِ مَا كُنْتَ بِأَكْثَرِنَا لَهُ تَبَعًا وَلاَ أَقْدَمَنَا لَهُ صُحْبَةً. قَالَ بَلَى. قَالُوا فَاعْرِضْ. قَالَ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- إِذَا قَامَ إِلَى الصَّلاَةِ يَرْفَعُ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِىَ بِهِمَا مَنْكِبَيْهِ ثُمَّ يُكَبِّرُ حَتَّى يَقِرَّ كُلُّ عَظْمٍ فِى مَوْضِعِهِ مُعْتَدِلاً ثُمَّ يَقْرَأُ ثُمَّ يُكَبِّرُ فَيَرْفَعُ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِىَ بِهِمَا مَنْكِبَيْهِ ثُمَّ يَرْكَعُ وَيَضَعُ رَاحَتَيْهِ عَلَى رُكْبَتَيْهِ ثُمَّ يَعْتَدِلُ فَلاَ يَصُبُّ رَأْسَهُ وَلاَ يُقْنِعُ ثُمَّ يَرْفَعُ رَأْسَهُ فَيَقُولُ « سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ ». ثُمَّ يَرْفَعُ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِىَ بِهِمَا مَنْكِبَيْهِ مُعْتَدِلاً ثُمَّ يَقُولُ « اللَّهُ أَكْبَرُ ». ثُمَّ يَهْوِى إِلَى الأَرْضِ فَيُجَافِى يَدَيْهِ عَنْ جَنْبَيْهِ ثُمَّ يَرْفَعُ رَأْسَهُ وَيَثْنِى رِجْلَهُ الْيُسْرَى فَيَقْعُدُ عَلَيْهَا وَيَفْتَحُ أَصَابِعَ رِجْلَيْهِ إِذَا سَجَدَ وَيَسْجُدُ ثُمَّ يَقُولُ « اللَّهُ أَكْبَرُ ». وَيَرْفَعُ رَأْسَهُ وَيَثْنِى رِجْلَهُ الْيُسْرَى فَيَقْعُدُ عَلَيْهَا حَتَّى يَرْجِعَ كُلُّ عَظْمٍ إِلَى مَوْضِعِهِ ثُمَّ يَصْنَعُ فِى الأُخْرَى مِثْلَ ذَلِكَ ثُمَّ إِذَا قَامَ مِنَ الرَّكْعَتَيْنِ كَبَّرَ وَرَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِىَ بِهِمَا مَنْكِبَيْهِ كَمَا كَبَّرَ عِنْدَ افْتِتَاحِ الصَّلاَةِ ثُمَّ يَصْنَعُ ذَلِكَ فِى بَقِيَّةِ صَلاَتِهِ حَتَّى إِذَا كَانَتِ السَّجْدَةُ الَّتِى فِيهَا التَّسْلِيمُ أَخَّرَ رِجْلَهُ الْيُسْرَى وَقَعَدَ مُتَوَرِّكًا عَلَى شِقِّهِ الأَيْسَرِ. قَالُوا صَدَقْتَ هَكَذَا كَانَ يُصَلِّى -صلى الله عليه وسلم-.( سنن ابی داؤد ، کتاب الصلاة ، باب افتتاح الصلاة ، حدیث نمبر : ۷۳۰ حدیث صحیح)
ژباړه : محمد بن عمرو بن عطاء وايي : د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لسو صحابه کرامو په حضور کي مي چي ابو قتادة رضی الله عنه هم پکي وو له ابو حميد ساعدي رضي الله عنه څخه واورېدل ویې ویل : زه تر تاسو ټولو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمانځه ښه خبر یم ، دوئ ورته وویل : دا بیا ولي نه تر موږ ډېر ورسره پاتی شوی یې او نه دي تر موږ ډېره ملګرتیا ورسره کړې ده؟ ده وویل : ولي نه! هغوئ وویل : راته وړاندي یې کړه! ده وویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله لمانځه ته ولاړ شو دواړه لاسونه به یې تر اوږو پورته کړل بیا به یې تکبیر ووایه تر دې چي هر اډولی به په خپل ځای کي ارام شو ، بیا به یې قرأت ووایه ، بیا به یې تکبیر ووایه او دواړه لاسونه به یې تر اوږو پورته کړل ، رکوع به یې وکړه دواړه خپړې به یې پر ځنګنو کېښودې بیا به سم برابر شو ، سر به یې نه پورته وو نه کښته ، بیا به یې سر پورته کړ سمع الله لمن حمده به یې وویله ، بیا به یې دواړه لاسونه تر اوږو پورته کړل ارام به ودرېد ، بیا به یې الله اکبر ووایه ، ځمکې ته به ټیټ شو، نو لاسونه به یې له بغلونو لیري کړل ، بیا به یې سر پورته کړ، چپه پښه به یې وغوړوله پرې کښېنستی به ، په سجده کي به یې د پښتو ګوتې غوړولې او کله چي به یې بله سجده وکړه الله اکبر به یې ووایه سر به یې راپورته کړ ، چپه پښه به یې وغوړوله پرې کښېنستی به تر دې چي هر اډوکی به خپل ځای ته ورغی ، بیا به یې بل رکعت هم داسي کاوی ، کله چي به له دویمه رکعته راولاړ شو نو تکبیر به یې ووایه دواړه لاسونه به یې داسي تر اوږو پورته کړل لکه د لمانځه په پیل کي چي یې پورته کړي وو، بیا به یې پاتي لمونځ همداسي وکړ کله چي به د سلام رکعت شو نو نو چپه پښه به یې وایسته او د هغې پر چپ اړخ به یې تورک وکړ . دوئ ورته وویل : تا رښتیا وویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسي لمونځ کاوی .
له دې روایته معلومه شوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند تر پایه له رفع الیدین سره لمونځ کړی ، ځکه ابوحمید ساعدي رضی الله عنه د ده تر مرګ وروسته د لسو صحابه کرامو په مخکي له درې ځله رفع الیدین سره لمونځ وکړ او هغوئ ټول دی رښتنی وبالی ورته ویې ویل ، هو ! رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسی لمونځ کاوی . نو اوس چي هم یو څوک رفع الیدین یا منسوخ بولي او یا وايي ثابت نه دي هغه یې له رسول الله سره مینه نه لري ، د هغه طریقه یې نه ده خوښه او یا صرف ضدي و عنادي دئ .
نور بيا ...


وزیري
19.04.2012

وعلیکم السلام.

مهاجر صاحب تا په خپله دی وروستني لیکنه کی داسی څه راوپیژندل چی له بحث نه دی زړه توری کړم. تا ویلي چی زه نه حنفي یم، نه وهابی یم او نه سلفی یم او یواځی او یواځی یو مسلمان یم.

مهاجر صاحب کله چی ته په څلورو مذاهبو کی موجود نه یی، د وهابیانو او سلفیانو په ډله کی دي هم درک نه لږي نو ته یو بی ادرسه مخاطب یی. له لیکنو دی دا هم معلومیږی چی غیر له آیات او حدیث نه چی په خپل تفسیر یی وکړی نور د بل چا خبره هم نه اوري او که حقیقت ته نظر وکړو په آیات او حدیث باندی هم هغومره نه پوهیږی چی د صاحب نظر په سترګه درته وګورو. نو دا به کاملا د وخت ضیاع وی چی له تاسره څوک تور ټکي لیکي. یو د علم هیرول وی او بل د علم ضایع کول وی. ضایع کول یی تاسره په بحث کی وینم.
که د کوم عالم تفسیر، جرحه او نظر ستا په طبیعت وه نو د توري کار تري اخلي او له نوم سره یی رحمة الله علیه هم لیکي او که ستا په طبیعت بیا هم لیکم طبیعت سره جوړ نه وه نو بیا د هیچا ځوی هم نده ځکه چی ته خو یواځی او یواځی آیات او حدیث مني.

دوهم: زه کوم کتاب نه لیکم چی د هر لغت لغوي او اصطلاحی معناوی به لیکم، زه په دی ګمان یم چی ته پری پوهیږی.

دریم: د ابن عمر رضی الله عنه د احادیثو په باره کی دی لیکلي چی: مختلف کیفیتونه اصل مدعا ته هیڅ زیان نه رسوي. دا نقطه ډیره نه شاربم، فکر وکړه چی ستا خبره به سمه وی.
په خپل قلم دی پورته په خپله ادعا کړیده چی عنعنی روایت مردود ده. د ابن عمر رضی الله عنه روایات خو عنعنی لری، آیا مردود نه ده؟؟؟؟؟ سترګي مه پټوه، دوه دفعي دی خبره ښویه تیره کړه، دا دفعه حق ووایه.

څلورم: زه هغه محدث نه یمه چی په حدیثو کی صاحب د نظر وی. نو دا زما نظر نه ده چی د ابن عمر رضی الله عنه دا احادیث مرفوع دی او که موقوف؟ دا فیصله او حدیث ټکنی کول د هغو خلکو خبره ده چی د علم الحدیث استادان تیرشویدی. نو هغوی له تانه ډیر ښه پوهیدل ځکه یی د موقوفوالي په تیګه ویشتی.

پنځم: د ابوحمید ساعدي رضی الله عنه حدیث دی ذکر کړیدي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند تر پایه له رفع الیدین سره لمونځ کړی.
زه په دي ډیر افسوس کوم چی ستا په شان خلک چی ځانته په علم الحدیث کی یو څه وایي او بیا د خپل غلط مطلب د حاصلولو لپاره په علم الحدیث باندي سترګی پټوي او داسی احادیث وړاندي کوی چی په حقیقت یی دی هم نه مني. په دی حدیث کی دا ټکي شته چي:
أَخْبَرَنِى مُحَمَّدُ بْنُ عَمْرِو بْنِ عَطَاءٍ قَالَ سَمِعْتُ أَبَا حُمَيْدٍ السَّاعِدِىَّ.
مهاجر صاحب محمد بن عمر بن عطاء وایي چی ما واوریدل له أبا حمید الساعدی نه. څرنګه ده واوریدل له اباحمید الساعدي نه چی دده ورسره ملاقات نه ده ثابت؟؟؟

والسلام


مومن مهاجر
19.04.2012

[quote:7c9f50a957="وزیري"]
وعلیکم السلام.

مهاجر صاحب تا په خپله دی وروستني لیکنه کی داسی څه راوپیژندل چی له بحث نه دی زړه توری کړم. تا ویلي چی زه نه حنفي یم، نه وهابی یم او نه سلفی یم او یواځی او یواځی یو مسلمان یم.
[/quote:7c9f50a957]
ښاغلی وزیري صاحب! بیا هم سلامونه او ښې چاري! هیله ده چي جوړ ، روغ او د غوسې له حالته به عادي حالت ته راغلي یاست .
زه هم ستا دي خبرې ډېر حیران کړم چي ته په هغه څه قناعت نه کوې چي د الله کلام یې بیا – بیا سپارښتنه کوي او ته غواړې له شرعي نوم سره یو مسلکي پیوند هم ولګوې . دا نو بیا بېخي حیرانوونکې او خندوونکې خبره ده . الله عزوجل خو وايي :
وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ هُوَ اجْتَبَاكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِنْ قَبْلُ وَفِي هَذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآَتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ فَنِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ ( الحج : ۷۸)
ژباړه : او د الله عزوجل په لار کي حق جهاد وکړئ ، ده تاسو غوره کړې یاست او پر تاسو یې په دین کي تکلیف نه دئ راوستی ، دا ستاسو د پلار ابراهیم ملت دئ ، همده( الله ) تاسو تر دې ( قرآن) وړاندي او په دې قرآن کي په مسلمانانو نومولي یاست، څو رسول پر تاسو شاهد شي او تاسو پر خلکو شاهدان شئ، نو لمونځ قائموئ، زکاة ورکوئ او په الله منګولې ولګوئ، دی ستاسو بادار دئ چي ښه بادار او مرستندوی دئ .
همدارنګه الله عزوجل وايي :
وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ
( فصلت : ۳۳)
ژباړه : او تر هغه سړي د چا وینا ښه ده چي الله عزوجل ته بلنه ونېک عمل وکړي او ووايي زه له مسلمانانو څخه یم ؟
دا او دې ته ورته په لسګونو آیتونه او حدیثونه دي چي د اسلام منوونکي د حنفي، شافعي، سلفي، مالکي، حنبلي او نورو پر ځای په مسلمان او مؤمن یادوې نو اوس موږ ستا مسلکي نوم ومنو که د الله عزوجل او رسول الله صلی الله له خوا راکړل شوی د مسلمان شرعي نوم؟ ته په خپله فکر وکړه چي د تفرقو بېلا بېل نومونه غوره دي او که د الله په قرآن و حدیث تاید شوی د ګردو لپاره یو شرعي او اتحادي نوم؟
[quote:7c9f50a957="وزیري"]
مهاجر صاحب کله چی ته په څلورو مذاهبو کی موجود نه یی، د وهابیانو او سلفیانو په ډله کی دي هم درک نه لږي نو ته یو بی ادرسه مخاطب یی. له لیکنو دی دا هم معلومیږی چی غیر له آیات او حدیث نه چی په خپل تفسیر یی وکړی نور د بل چا خبره هم نه اوري او که حقیقت ته نظر وکړو په آیات او حدیث باندی هم هغومره نه پوهیږی چی د صاحب نظر په سترګه درته وګورو. نو دا به کاملا د وخت ضیاع وی چی له تاسره څوک تور ټکي لیکي. یو د علم هیرول وی او بل د علم ضایع کول وی. ضایع کول یی تاسره په بحث کی وینم.
[/quote:7c9f50a957]
هو ! دا سمه خبره ده چي زه له مسلمان پرته په هیڅ ډله ټپله پوري تړلی نه یم، صرف مسلمان یم او که ته یو مسلمان بې ادرسه مخاطب بولې هغه بیا ستا خوښه ده ، موږ نه په زور بحث ته راوستلی یې او نه دي اوس مجبوروو چي هرو مرو به بحث کوې ، ما په ټول افغان کي د ښاغلي زبیر افغان لیکنه وړاندي کړه تا نقد پرې وکړ، نو ما هم حق درلود چي په دې اړه مي خپل معلومات درسره شریک کړي وای او ستا نقد مي د اصولو په رڼا کي ارزولی وای ، مګر له بده مرغه چي ما لاهم خپل ځواب پای ته نه دئ رسولی ، ته بیا خوابدی شوې ، ته که په هر حالت کي یې خو زه به ان شاء الله له لوستونکو سره هغه ملاحظات شریکوم چي ستا د نقد په اړره راسره دي او دا چي زه ځان په ډلو پوري نه تړم نو د دې لپاره په قرآن کریم او نبوي احادیثو کي ګڼ دلایل هم لرم ، که دې په دې اړه بحث ته زړه کېږي نو د جریان لپاره به یې بېله موضوع مطرح کړو، زما اوستا تر منځ دمګړۍ بحث پر دې روان دئ چي رسول الله په لمانځه کي رفع الیدین کړي او که نه؟ زه په دې اند یم چي رسول الله تل په لمانځه کي رفع الیدین کړې او نه رفع الیدین په هیڅ صحیح حدیث ترې ثابت نه دي او دا هم سمه خبره ده چي زه دین یوازي په الهي وحې ثابت بولم ، فکر کوم په دې کي به هیڅوک راسره اختلاف ونه لري ، مګر ما چیرته د قرآن او حدیث داسي تفسیر کړی چي خپل نظر مي په کي ګډ کړی وي ؟ یوه بېلګه خو یې راکړه زوروره! دا هم ستا خپل اند دئ چي زه په قرآن او حدیث نه پوهېږم د دې لپاره هم باید یو لاسوند وړاندي کړي څو زه او لوستونکي پوه شو چي رښتیا هم مومن مهاجر په قرآن او حدیث نه پوهېږي او دې ته اړتیا لري چي د ښاغلي وزیري په څیر استاد ته رجوع وکړي څو د هغه تېروتنې او غلطۍ ورته سمې کړې ، مګر په دې اړه ستا وجدان څرنګه قضاوت کوي ، غلی له ځانه پوښتنه وکړه چي په قرآن او نبوي احادیثو څوک ښه پوهېږي؟ فکر کوم په اصولي ډول دي د بحث تر سره کولو حوصله له لاسه ورکړې او غواړي د سپکو سپورو په ویلو ځان ته د منډې او تېښتې لار ولټوې همدارنګه لوستونکو ته دا انتباه ورکړې چي زه په بحث کي پیاوړی او پر حق یم خو زما مخالف لوری داسي څه وايي چي له هیڅ معیار سره سمون نه خوري البتة لوستونکي پوهېږي چي څوک اصولي بحث کوي او څوک یوازي تورنه لګوي او بد رد وايي . مګر له دې سر – سره بیا هم تاسو ته بشپړه اجازه ده که غواړئ بحث اوږدولای شئ او که مو د خپل وجداني شکست له وجې بحث ته زړه نه کېږي نو ستاسو په وړاندي د منډې ټولې لاري پرانیستي دي په مخه مو ښه .

[quote:7c9f50a957="وزیري"]
که د کوم عالم تفسیر، جرحه او نظر ستا په طبیعت وه نو د توري کار تري اخلي او له نوم سره یی رحمة الله علیه هم لیکي او که ستا په طبیعت بیا هم لیکم طبیعت سره جوړ نه وه نو بیا د هیچا ځوی هم نده ځکه چی ته خو یواځی او یواځی آیات او حدیث مني.
[/quote:7c9f50a957]
ما تل ویلي چي زه معیار او قانون ته ګورم شخصیت او مسلک ته هیڅ اعتبار نه ورکوم، هیڅ ځای مي داسي نه دي کړې چي پرېکړه مي د خپل طبیعت پر بنسټ کړې ، بلکي په هر فن کي مي اړوند اصول او ضوابط ټول په پام کي نیولي ، مګر تا ډېر ځله داسي کړې چي اصول دي له پامه غورزولي او هسي دې کرښي کښلې چي ان شاء الله زه به یې په مناسب ځای کي بیلګې هم درته وړاندي کړم .
[quote:7c9f50a957="وزیري"]
دوهم: زه کوم کتاب نه لیکم چی د هر لغت لغوي او اصطلاحی معناوی به لیکم، زه په دی ګمان یم چی ته پری پوهیږی.
[/quote:7c9f50a957]
ما هم نه دي ویلي چي ته کتاب لیکې، خو د بحث پر مهال اړینه ده چي ټول لوستونکي په کارېدونکو اصطلاحاتو پوه شې ، څو وکولای شې د بحث محتوا او مسائل سم درک کړای شي له همدې وجې د علمې اصطلاحاتو تعریف او تفسیر اړین دئ .
[quote:7c9f50a957="وزیري"]
دریم: د ابن عمر رضی الله عنه د احادیثو په باره کی دی لیکلي چی: مختلف کیفیتونه اصل مدعا ته هیڅ زیان نه رسوي. دا نقطه ډیره نه شاربم، فکر وکړه چی ستا خبره به سمه وی.
په خپل قلم دی پورته په خپله ادعا کړیده چی عنعنی روایت مردود ده. د ابن عمر رضی الله عنه روایات خو عنعنی لری، آیا مردود نه ده؟؟؟؟؟ سترګي مه پټوه، دوه دفعي دی خبره ښویه تیره کړه، دا دفعه حق ووایه.
[/quote:7c9f50a957]
د لته تا دا وضاحت نه دئ کړی چي د ابن عمر رضی الله عنه په روایت کي د چا عنعنه ده ؟ خو زه فکر کوم چي ته به د ابن شهاب زهري عنعنه ښیې ، په دې اړه څو عرایض لرم :
اول : ته باید د جرحې او تعدیل په د قیقو حوالو دا ثابته کړې چي امام محمد بن عبد الله بن عبید الله بن مسلم بن شهاب زهري مدلس دئ ، دا ستا لومړنۍ قانوني سرغړونه ده چي د هغه تدلیس دي نه دئ ثابت کړی مګر د هغه په عنعنه پسي دي ډبی رااخیستی دئ .
دویم : کله چي د هغه تدلیس ثابتوې نو داسي چا ته به حواله نه ورکوې چي هغه د اوس وخت عالم وي ، لکه تا چي وړاندي د مبارکپوري کتاب ته حواله ورکړې وه ، ځکه هغه د دې حق نه لري چي په خپله پر ابن شهاب د تدلیس تور ولګوي دا د هغه چا کار دئ چي د ده همعصر وي او یا یې د ده حدیثي روایت داسي ارزولي وي چي د نوموړی تدلیس یې په دلایلو ثابت کړی وي ، خو مبارکپوري دا یو کار هم نه دئ کړی .
درېیم : که بالفرض ومنو چي ابن شهاب زهري مدلس دئ او تدلیس یې زیان هم لري نو دا روایت بیا هم صحیح دئ ځکه چي ده د سماع تصریح کړې . ما په تېره لیکنه کي هم راوړی وو، فکر کوم یا دې له ډېرې غوسې هغه ته پام نه دئ کړی او یا دي د عارفانه تجاهل له مخې سترګې پرې پټې کړې دي ، خو زه به یې یو ځل بیا ستاسو درانه حضور ته وړاندي کړم ، څو ستا او لوستونکو سترګې پرې یخې شي :
705 - حدثنا أبو اليمان قال أخبرنا شعيب عن [color=red:7c9f50a957][size=18:7c9f50a957]الزهري قال أخبرنا سالم [/size:7c9f50a957][/color:7c9f50a957]بن عبد الله أن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما قال : رأيت النبي صلى الله عليه و سلم افتتح التكبير في الصلاة فرفع يديه حين يكبر حتى يجعلهما حذو منكبيه وإذا كبر للركوع فعل مثله وإذا قال ( سمع الله لمن حمده ) . فعل مثله وقال ( ربنا ولك الحمد ) . ولا يفعل ذلك حين يسجد ولاحين يرفع رأسه من السجود .
(صحیح البخاري ، باب الی این یرفع یدیه)
ژباړه : له ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دئ چي ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید کله چي به یې لمونځ پیلاوی نو د تکبیر پر مهال به یې دواړه لاسونه تر اوږو پورته کړل، کله چي به یې د رکوع تکبیر ووایه نو هم به یې داسي وکړل او کله چي به سمع الله لمن حمده وویله هم به یې داسي وکړل او ربنا ولک الحمد به یې وویله او سجدې ته د تلو او له هغې د راپورته کېدو پر مهال یې داسي نه کول .
د دې روایت سند ته ښه پام وکړه [color=red:7c9f50a957] [size=24:7c9f50a957]ابن شهاب زهري رحمه الله د اخبرنا لفظ ویلی[/size:7c9f50a957] [/color:7c9f50a957] چي که فرضا مدلس هم شي نو روایت یې صحیح دئ ، ځکه د سماع تصریح یې کړې ده او په اصول الحدیث کي د مدلس په اړه همدغه قانو ټاکل شوی چي کله مدلس راوي د سماع په صیغه روایت وکړي نو مقبول دئ په تیسیر مصطلح الحدیث کي لیکي :
9- حكم رواية المدلِّس :
اختلف العلماء في قبول رواية المدلَّس على أقوال، أشهرها قولان.
رد رواية المدلس مطلقا وإن بين السماع، لأن التدليس نفسه جرح. ( وهذا غير معتمد ).
التفصيل: ( وهو الصحيح ).
إن صرح بالسماع قبلت روايته ، أي إن قال " سمعت" أو نحوها قبل حديثه .
وان لم يصرح بالسماع لم تقبل روايته، أي إن قال " عن " ونحوها لم يقبل حديثه.(تیسیر مصطلح الحدیث : الفصل الاول : تقسیم الخبر باعتبار وصوله)
ژباړه : پوهانو د مدلس روایت د حکم په اړه اختلاف کړی ، ځینو پوهانو مطلقا رد کړی او ځینو تفصیل پکي کړی ( چي همدا راجح نظر دئ) دوئ ویلي که یې د سماع تصریح کړې وه مثلا سمعتُ او دې ته ورته لفظ ( لکه حدثنا، یا اخبرنا) یې ویلې وه نو مقبول دئ او که یې د سماع تصریح نه وه کړې نه قبلېږي یعني (عن ) او داسي نور الفاظ ووايي .
[quote:7c9f50a957="وزیري"]
څلورم: زه هغه محدث نه یمه چی په حدیثو کی صاحب د نظر وی. نو دا زما نظر نه ده چی د ابن عمر رضی الله عنه دا احادیث مرفوع دی او که موقوف؟ دا فیصله او حدیث ټکنی کول د هغو خلکو خبره ده چی د علم الحدیث استادان تیرشویدی. نو هغوی له تانه ډیر ښه پوهیدل ځکه یی د موقوفوالي په تیګه ویشتی.
[/quote:7c9f50a957]
زه خو الحمد لله په خپله هم نظر لرم او الله عزوجل چي کومه وړتیا او فهم راکړی جامد یې نه پرېږدم او غواړم وده ورکړم ، مګر تل معیارونو ته پام کوم داسي نه کوم چي یو ځای یو اصل منم خو بل ځای یې نه منم . د ابن عمر رضی الله عنه د روایت په اړه ما په تېره لیکنه کي پوره بحث کړی وو هلته مي تاته د سالم او نافع د روایت توپیر هم بیان کړ او د محدثینو ویناوې مي هم ستا مخې ته کېښودې ، خو ته نه شواهدو ته پام کوې او نه هم له تدبره، عدالت او نیاو څخه کار اخلې ، تیره لیکنه یو ځل بیا په سړه سینه ولوله د هرڅه درک به درته معلوم شي ، فکر کوم د ډېرې غوسې او بېړې په حالت کي دي لوستي ، له همدې وجې دي په محتوا سم سر نه دئ خلاص شوی .
[quote:7c9f50a957="وزیري"]
پنځم: د ابوحمید ساعدي رضی الله عنه حدیث دی ذکر کړیدي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند تر پایه له رفع الیدین سره لمونځ کړی.
زه په دي ډیر افسوس کوم چی ستا په شان خلک چی ځانته په علم الحدیث کی یو څه وایي او بیا د خپل غلط مطلب د حاصلولو لپاره په علم الحدیث باندي سترګی پټوي او داسی احادیث وړاندي کوی چی په حقیقت یی دی هم نه مني. په دی حدیث کی دا ټکي شته چي:
أَخْبَرَنِى مُحَمَّدُ بْنُ عَمْرِو بْنِ عَطَاءٍ قَالَ سَمِعْتُ أَبَا حُمَيْدٍ السَّاعِدِىَّ.
مهاجر صاحب محمد بن عمر بن عطاء وایي چی ما واوریدل له أبا حمید الساعدی نه. څرنګه ده واوریدل له اباحمید الساعدي نه چی دده ورسره ملاقات نه ده ثابت؟؟؟

والسلام
[/quote:7c9f50a957]
ښاغلی وزيري! په دې ځای کي دي هم یوه لویه او تاريخي تېروتنه کړې پر محمد بن عمرو بن عطاء هیچا دا نیوکه نه ده کړې چي له ابو حمید ساعدي رضی الله عنه سره یې لیدنه نه شته ، ځکه ابو حمید ساعدي رضی الله عنه په شپېته هجري کي وفات شوی او محمد په دېرش او یا اووه دېرش هجري کي زوکړی چي له ابو حمید رضی الله عنه سره یې د لیدو کافی فرصت درلود او ده په خپله هم ویلي چي ما ورڅخه واورېدل ، نو چي حدیث پوهانو دی ثقه بللی او د دوئ تر منځ د لیدو کافی چانس هم شته او هیڅ عالم د دوئ تر منځ د لیدو په اړه شک نه دئ ښودلی ، بیا ته له کومه ځای وايي چي له ابو حمید رضی الله څخه د ده سماع نه ده ثابته ؟
مګر اصل حقیقت به زه درته بیان کړم ځینو پوهانو پر دې نیوکه کړې چي محمد بن عمرو بن عطاء له ابو قتادة رضی الله عنه سره نه دي لیدلي او ده په دې روایت کي ویلي چي ابو قتاده په هغو لسو کسانو کي وو چي ابو حمید رضی الله عنه یې په حضور کي د رسول الله لمونځ بیان کړ، خو د دې پوهانو دا خبره سمه نه ده حافظ ابن حجر په تهذیب التهذیب کي د ده د پېژندنې په اړه وايي :
و روايته عن أبى قتادة مرسلة . و كذا قال الطحاوى ، و اعترف ابن القطان أنه تلقاه عنه ، و ليس ذلك بصحيح ، لأن الذى حمل عليه الثورى اختلف فيه فقيل هو محمد بن عمرو بن علقمة الآتى ذكره بعد هذا ، و هو الذى خرج مع محمد بن عبد الله بن حسن ، لأنه تأخرت وفاته فأما محمد ابن عمرو بن عطاء فمات قبل خروج محمد بمدة مديدة كما يروى .
و زاد الطحاوى : فهذا يدل على أن روايته عن أبى قتادة منقطعة ، لأن أبا قتادة حدث فى خلافة على ، و ذلك قبل سنة أربعين ، و هذا خرج مع محمد بن عبد الله بن حسن ، و ذلك بعد سنة أربعين و مئة فسنه نقص عن إدراك أبى قتادة .
و قد بينا أن هذا جميعه باطل ، و محمد بن عمرو بن عطاء إنما مات بعد سنة عشرين
و مئة و له نيف و ثمانون ، و يحتمل أن يكون له أكثر ، و أيضا فإن أبا قتادة قد
قال جماعة : إنه مات سنة أربع و خمسين ، و يكون محمد بن عمرو على هذا أدرك من حياته أكثر من عشر سنين ، والله تعالى أعلم . اهـ . (ج 9 ص : 374)
دا بیان ښه په غور ولوله د محمد بن عمرو بن عطاء په اړه ټول شکونه به دي له منځه ولاړ شي .
علامه طحاوي له دې کبله پر دې حدیث جرحه کړې وه چي ویلي یې دي له ابو قتادة رضی الله عنه سره د محمد بن عمرو بن عطاء لیدنه نه ده ثابته ، مګر حافظ ابن حجر د ګڼو تاریخ پوهانو په قول ثابته کړې چي ابو قتادة رضی الله عنه په (۵۴هـ) کي وفات شوی چي د محمد بن عمرو بن عطاء لیدنه بېخي ورسره ممکنه او شونې ده .


وزیري
20.04.2012

مهاجر صاحب تاسو په پورتنی لیکنه کی لیکلي چی تاسو لیکنه لا پاي ته نده رسولي. په ریښتیا هم ما بی ځایه مداخله وکړه. اوس دا راته ووایه چی لیکنه دی ختمه شوه او زه شروع وکړم او که لا پاتي ده؟


مومن مهاجر
21.04.2012

سلامونه
ښاغلی وزيري صاحب ! هيله ده جوړ به ياست
بايد ووايم چي تر اوسه لا هم زما ليکنه پای ته نه ده رسېدلې او څو چي مي د رفع اليدين په اړه ستاسو شبهاتو او پوښتنو ته ځواب نه وي ويلی تر هغو زما ليکنه ختمه مه بولئ .


مومن مهاجر
25.05.2012

[quote:1013b04c3e="وزیري"]په تیر پسی ....

امام مالک رحمة الله علیه په دی حدیث کی ددی دومر اضطراب په لیدلو سره په دی حدیث باندی له عمل کولو نه انکار کړیده او دا یی ویلي دی چی رفع الیدین صرف د لمانځه په شروع کی شته او بس. امام زرقانی د امام مالک رحمة الله په باره کی لیکی:
لم یأخذ به مالک. (زرقانی شرح موطاء، اول جلد، صفحه ۱۵۷) یعنی امام مالک په دی عمل نه ده کړی.

همدارنګه حافظ ابن رشد مالکی لیکی:
امام مالک رحمة الله علیه د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او حضرت براء بن عازب رحمة الله علیه د ترک رفع الیدین احادیث خپل کړی وه ترڅو د اهل مدینه د عمل موافقت وشی. یعنی اهل مدینه هم په هغه وخت کی د ابن عمر رضی الله عنه په حدیث عمل نه کاوه. (هدایة المجتهد، اول جلد، صفحه ۱۳۶)

علامه عبدالرحمن جزری لیکی:
د مالکیانو په نزد غیر له اول رفع الیدین نه نور ټولو ځایونو کی رفع الیدین مکروه ده. (الفقه علی المذاهب الاربعه، اول جلد، صفحه ۲۵۰). دا د امام مالک رحمة الله علیه مشهور روایت ده چی رفع الیدین یی مکروه بللي دی. وګورئ: شرح مسلم (امام نووی) اول جلد، صفحه ۱۶۸، امام کرمانی په شرح د بخاری پنځم جلد صفحه ۱۰۷ او قاضی شوکانی په نیل الاوطار دوهم جلد صفحه ۲۰۱.
علامه ماردینی وایی چی قرطبی د مسلم په شرح کی وایی چی د امام مالک مشهور قول د رفع الیدین ترک ده. (الجواهر النقی، دوهم جلد صفحه ۷۶)

همدارنګه د امام مالک شاګرد ابن القاسم لیکی: کان رفع الیدین عند مالک ضعیفا الا فی تکبیرة الاحرام. (المدونة الکبری، اول جلد صفحه ۶۷)

به بل ځای کی خپله امام مالک رحمة الله علیه فرمائی:
لا اعرف رفع الیدین فی شئ من تکبیرالصلوة لا فی خفض ولا فی رفع الا فی افتتاح الصلوة. (المدونة الکبری، اول جلد صفحه ۶۸) یعنی زه د لمانځه په شروع کی رفع الیدین نه غیر نور د لمانځه په هیڅ ځای کی رفع الیدین نه پیژنم.
[/quote:1013b04c3e]
ښاغلی وزيري! موږ دا خبره وړاندي هم ذکر کړې ده چي د دیني مسائلو د اثبات لپاره یوازي قرآن کریم او صحیح نبوي احادیث دلیل کېدای شي ، نه د خلکو ویناوې او کړنې . له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیحو احادیثو د رفع الیدین کول ثابت دي ، هغه هم په داسي سندونو چي هیڅ ډول سندي او متني عیب پکي نه شته او ما په تېره لیکنه کي ټول هغه څه واضح کړل چي تاسو ته یې شکوک پیدا کړي ول ، هلته مي پر دې هم بحث وکړ چي مضطرب حدیث څه ته وايي او تعریف یې څه دئ ؟ که ته هغه لیکنه یو ځل بیا په ساړه زړه له سره ولولې نو ستا ټول شکونه به له منځه ولاړ شي . که خبره د خلکو د اعمالو او اقوالو شي نو زه هم کولای شم چي د رفع الیدین د کولو په اړه دومره درته نقل کړم چي پای به یې نه وي ، مګر زما او ستا تر منځ بحث پر اصل معیار دئ چي ایا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کار کړی وو او که نه ؟ ما د اصولو په رڼا کي ثابته کړه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند تر پایه د لمانځه په پیل ، رکوع ته د تلو، راپورته کېدو او د ویم رکعت څخه د ولاړېدو پر مهال رفع الیدین کړي او په صحیحو احادیثو ثابت دي ، څوک چي یې نه کوي د هغوئ دریځ له اصولي پلوه سم نه دئ .
[quote:1013b04c3e="وزیري"]
د حضرت ابن عمر رضی الله عنه خپل عمل:
په صحیحو سندونو سره دا ثابته ده چی حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنه هم په لمانځه کی صرف یوځل رفع الیدین کول. د بخاری او مسلم استاد امام ابن ابی شیبه رحمة الله علیه لیکی:
حدثنا ابوبکربن عیاش عن حصین عن مجاهد قال ما رأیت ابن عمر یرفع یدیه الا فی اول ما یفتح. (مصنف ابن ابی شیبه، اول جلد، صفحه ۲۳۷) یعنی امام مجاهد وایی چی ما ابن عمر رضی الله عنه نه ده لیدلای چی رفع الیدین به یی کول مګر په شروع د لمانځه کی. ددی روایت ټول راویان د بخاری او مسلم مرکزی راویان دی.
[/quote:1013b04c3e]
سمه ده چي د دې سند راویان د بخاري او مسلم پر شرایطو پوره دي ، مګر څرنګه چي ته د جرحې او تعدیل له عمومي اصولو سره نا اشنا یې له همدې امله دي پر یاد روایت د صحیح ټاپه لګولې ده ، خو له بده مرغه دا سند هم صحیح نه دئ ،ځکه په سند کي راغلي دوه راویان ابو بکر بن عیاش او حصین بن عبد الرحمن که څه هم یو ثقه او بل مختلف فیه راوي دئ ، مګر د عمر په وروستیو کي د دواړو حافظه خرابه شوې وه په دې اړه د امام بیهقي مسند نقل ته غوږ شه !

وقد تكلم في حديث أبي بكر بن عياش محمد بن إسماعيل البخاري ، وغيره من الحفاظ ، مما لو علمه المحتج به لم يحتج به على الثابت عن غيره أخبرنا أبو عبد الله الحافظ قال : أخبرنا محمد بن أحمد بن موسى البخاري قال : حدثنا محمود بن إسحاق قال : حدثنا محمد بن إسماعيل البخاري قال : والذي قال أبو بكر بن عياش ، عن حصين ، عن مجاهد ، عن ابن عمر في ذلك قد خولف فيه عن مجاهد . قال وكيع ، عن الربيع بن صبيح : « رأيت مجاهدا يرفع يديه » . وقال عبد الرحمن بن مهدي ، عن الربيع : « رأيت مجاهدا يرفع يديه إذا ركع ، وإذا رفع رأسه من الركوع » وقال جرير ، عن ليث ، عن مجاهد ، أنه : « كان يرفع يديه » هذا أحفظ عند أهل العلم . قال : وقال صدقة : إن الذي روى حديث مجاهد أنه لم يرفع يديه إلا في أول التكبيرة ، كان صاحبه قد تغير بأخرة يريد أبا بكر بن عياش قال البخاري : والذي رواه الربيع ، وليث أولى مع رواية طاوس ، وسالم ، ونافع ، وأبي الزبير ، ومحارب بن دثار ، وغيرهم ، قالوا : « رأينا ابن عمر يرفع يديه إذا كبر ، وإذا ركع ، وإذا رفع » قال الشيخ أحمد ، وهذا الحديث في القديم كان يرويه أبو بكر بن عياش ، عن حصين ، عن إبراهيم ، عن ابن مسعود مرسلا . موقوفا ، ثم اختلط عليه حين ساء حفظه ، فروى ما قد خولف فيه ، فكيف يجوز دعوى النسخ في حديث ابن عمر بمثل هذا الحديث الضعيف ؟
[quote:1013b04c3e="وزیري"]
همدارنګه په دغو کتابونو کی هم عیني روایات راغلی دی. موطاء امام محمد، صفحه، ۹۳: نصب الرایة، اول جلد، صفحه ۴۰۰: طحاوی شریف، اول جلد، صفحه ۱۴۷.
[/quote:1013b04c3e]
ګوره ! یو اصل یاد لره هر کتاب ته چي حواله ورکوې باید سند یې کره او په اصولو پوره وي ، د امام محمد د موطأ سند مي وکوت نو ځیني روایان یې د جرحې او تعدیل په کتابونو کي بېخي نه موندل کېدل ، له همدې وجې مي کومه تبصره پرې ونه کړای شوه ، ځکه صحت او ضعف یې نا څرګند دئ .
[quote:1013b04c3e="وزیري"]
د رفع الیدین په باره کی د ابن عمر رضی الله عنه فتوی:
ابن عمر رضی الله عنه په لمانځه کی غیر له اول رفع الیدین نه نور ټول رفع الیدین بدعت بللئ ده. دی مبارک وایی: رأیتکم و رفع ایدیکم فی الصلوة والله انها لبدعة. (میزان الاعتدال، اول جلد، صفحه ۳۱۵، ترجمه نمبر ۱۱۹۰) یعنی ما تاسو او ستاسو رفع الیدین لیدلی ده. په الله قسم چی دا بدعت ده.
دا روایت د الکامل لابن عدی په صفحه ۹ کی هم موجود ده. همدارنګه دا روایت امام احمد بن ابوبکر بن اسماعیل البوصیری په خپل کتاب اتحاف الخیرة المهرة صفحه ۳۶۹، باب رفع الیدین غیر الرکوع و ترکه کی ذکر کړیده.
[/quote:1013b04c3e]
ښاغلی وزیري! زه تا ته بیا هم حیران یم ، موږ تل درته ویلي چي کله د یو چا قول او عمل نقلوې نو سند یې اړین دئ ، دلته دي بیا هم صرف حوالې ذکر کړې نور نو نه سند شته او نه هم د روایانو ارزونه . د پورتنۍ خبرې یو سند ما وکوت په هغه کي د بشربن حرب په نوم راوي ضعیف دئ ، که نور سندونه لري هغه ته نقل کړه چي موږ یې د اصولو په رڼا کي وجاجوو .

[quote:1013b04c3e="وزیري"]

امام شعبی رحمة الله علیه د حضرت ابن عمر رضی الله عنه څو کاله شاګر پاتی شویدی (بخاری، دوهم جلد، صفحه ۱۰۷۹) ده په دی دومره دوره کی غیر له اول رفع الیدین نه بیا په لمانځه کی رفع الیدین نه ده کړی (مصنف ابن ابی شیبه، اول جلد، صفحه ۲۳۶)
همدارنګه امام شعبی رحمة الله علیه له ۵۰۰ صحابه وو سره ملاقات کړیده (اکمال برمشکوة صفحه ۶۰۰). با وجود ددی دومره صحابه وو له ملاقات نه هم ده رفع الیدین نه کول ځکه چی هغه صحابه وو چی ده لیدلی وه رفع الیدین نه کول.
[/quote:1013b04c3e]
دا خبره دي هم سمه نه ده چي صحابه کرامو رفع الیدین نه کول ، ته د امام بخاري جزء رفع الیدین وګوره هلته یې له ګڼو صحابه کرامو او تابعینو په صحیحو سندونو ثابته کړې چي دوئ رفع الیدین کول ان امام بخاري خو دا هم ویلي چي :
ولم يثبت عند أهل العلم عن أحد من أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم أنه لم يرفع يديه (جزء رفع الیدین للبخاري)
که څه هم د امام بخاري خبره بنفسه حجت نه ده مګر هلته یې په ګڼو سندونو نقل کړی چي وتلو، مشهور او ګڼو صحابه کرامو و تابعینو رفع الیدین کول نو څوک دا نه شي ویلای چي صحابه کرامو رفع الیدین نه دي کړي او ان شاء الله څوک به په صحیح سند دا ثابته نه کړای شي چي رسول الله نه کول ، بلکي ټول صحیح سندونه دا وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کول او له ګڼو صحابه کرامو او تابعینو هم ثبوت لري ، خو اصل خبره بیا هم دا ده چي زموږ لپاره د دیني مسائلو په اثبات کي حجت یوازي قرآن او صحیح نبوي احادیث دي .
[quote:1013b04c3e="وزیري"]
نو د پورتني معلوماتو نتیجه داسی را ووته چی د حضرت ابن عمر رضی الله عنه پیش کرده روایات سخت اضطراب لری نو په داسی حالت کی یو حدیث ته هم ترجیح نشو ورکولای. او
پخپله د ابن عمر او د هغه د شاګردانو او د بخاری د راویانو موقف هم ددی روایت په خلاف ده.
[/quote:1013b04c3e]
تاسو بیا هم پر داسي لار روان یاست چي تګلوری او مسیر درته نه دئ معلوم ته اول اضطراب او مضطرب حدیث وپېژنه او بیا دا پرېکړه وکړه چي یاد حدیث تر دې حکم لاندي دئ . ما په لومړنۍ لیکنه کي دا هر څه واضح کړل هغه یو ځل بیا وګوره !


مومن مهاجر
27.05.2012

[quote:8a879cf488="وزیري"]
اوس به راشو د ابن عمر رضی الله عنه د حدیث په متعلق د محدثینو فیصله:

اول: حافظ ابن حجر عسقلانی رحمة الله علیه وایی:
ان الجمع بین الروایتین ممکن و هو انه لم یکن یراه واجبا ففعله تارة و ترکه اخری (فتح الباری، دوهم جلد، صفحه ۱۷۴) یعنی د دواړو قسمه روایتونو چی په رفع الیدین کی راغلی جمعه کول ممکن دی، هغه داسی چی د ابن عمر رضی الله عنه په نزد رفع الیدین ضروری نه دی، همدا وجه ده چی یو دفعه یی کړی او بیا یی پریښی دی.
[/quote:8a879cf488]
حافظ ابن حجر د تنازل په ډول ویلي چي که بالفرض والتقدیر له ابن عمر څخه د نه رفع الیدین روایات صحیح وبلو نو هم یې توفیق امکان لري ، خو حقیقت دا دئ چي له ده څخه په هیڅ صحیح سند د رفع الیدین ترک ثابت نه دئ .
[quote:8a879cf488="وزیري"]
محمد بن اسماعیل یمانی چی یو غیر مقلد ده هم د امام ابن حجر عسقلانی رحمة الله علیه په شان خبره کړیده. وګورئ (سبل السلام شرح بلوغ المرام، اول جلد، صفحه ۲۵۸)
[/quote:8a879cf488]
د ده رد او تاید ته موږ اړتیا نه لرو ، ځکه زموږ بحث پر دې دئ چي رسول الله صلی الله رفع الیدین کړي دي او که نه؟

[quote:8a879cf488="وزیري"]
دوهم: علامه طحاوی رحمة الله علیه وایی چی حضرت ابن عمر رضی الله عنه رفع الیدین ترک کړیدی دا ځکه چی ده ته د خپل حدیث منسوخ والی ثابت شویده. (طحاوی شریف، اول جلد، صفحه ۱۴۷)
[/quote:8a879cf488]
د علامه طحاوي په نقل شوي سند کي بیا هم ابوبکر بن عیاش او حصین بن عبد الرحمن دي چي په دې اړه مو اصولي تشريح وړاندي ذکر کړه .
[quote:8a879cf488="وزیري"]
دریم: حضرت ابن عمر رضی الله عنه ترک رفع الیدین کړیدی. وګورئ (مستخرج صحیح ابی عوانه، دوهم جلد، صفحه ۹۰ مطبوعه حیدرآباد /
[/quote:8a879cf488]
د مستخرج صحیح ابی عوانة په نوم کتاب نه په کتابتون کي لرم او نه په کمپیوټر کي ، تاسو مهرباني وکړئ له هغه کتابه یې سند له متن سره یو ځای راته وړاندي کړئ .
[quote:8a879cf488="وزیري"]
د وهابیانو یوه دهماکه:
د حدیث ابن عمر دری روایاتو کی زهری د (عن) سره روایت کړیدي او وهابی محدث عبدالرحمان مبارکپوری لیکي:
دا حدیث څنګه صحیح کیدلای چی په سند کی یی زهری ده او هغه مدلس ده. هغه په (عن) سره روایت کړیده. (ابکار المنن، صفحه ۶۱)

نو وهابیان باید ددی حدیث له روایت نه توبه وباسي ځکه چی ددوی په اصولو کی دا حدیث ضعیف او غیر قابل قبول ده.
[/quote:8a879cf488]
سمه ده چي د حدیث پوهنې د اصولو له مخې کله مدلس راوي په عن روایت وکړي نو تر هغه وخته د منلو نه دئ چي د سماع تصریح یې نه وي کړې ، مګر د امام زهري په روایت کي دا ستونزه نه شته ، ځکه اول خو ما تر پوره پلټنې وروسته هم د جرحې او تعدیل په معتبرو کتابونو کي پر امام زهري د تدلیس تور ونه موند او که بالفرض نوموړی مدلس وبولو نو الحمد لله تصریح یې ثابته ده :
حدثنا أبو اليمان قال أخبرنا شعيب عن [size=24:8a879cf488][color=red:8a879cf488]الزهري قال أخبرنا سالم[/color:8a879cf488] [/size:8a879cf488]بن عبد الله أن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما قال : رأيت النبي صلى الله عليه و سلم افتتح التكبير في الصلاة فرفع يديه حين يكبر حتى يجعلهما حذو منكبيه وإذا كبر للركوع فعل مثله وإذا قال ( سمع الله لمن حمده ) . فعل مثله وقال ( ربنا ولك الحمد ) . ولا يفعل ذلك حين يسجد ولاحين يرفع رأسه من السجود(صحيح البخاري کتاب صفة الصلوة باب الی این یرفع یدیه)

[quote:8a879cf488="وزیري"]
اوس راشئ چی داسی یو حدیث درته بیان کړمه چی ابن عمر د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه په باره کی وایی چی غیر له اول دفعی نه یی بیا رفع الیدین نه ده کړئ.

عبدالله بن عون الخراز ثنا مالک عن الزهری عن سالم عن ابن عمر ان النبی صلی الله علیه وسلم کان یرفع یدیه اذا افتتح الصلوة ثم لا یعود. (خلافیات بیهقی بحواله نصب الرایة اول جلد صفحه ۴۰۴)
[/quote:8a879cf488]
ښاغلی وزیري! تا چي د نصب الرايې په حواله پورتنی الفاظ نقل کړي نو په څنګ کي دي هغه تبصره ولي نه ده نقل کړې چي د دې روایت تر نقل وروسته علامه زیلعي پرې کړې ده ؟ نو پوهېږم ځان دي تېر ایستلي او که دي د نورو د تېر ایستلو هڅه کوله؟ خو دا ډول چلونه دي پټ نه شي پاتیدای ، علامه زیلعي په دې اړه لیکي :
حَدِيثٌ آخَرُ، أَخْرَجَهُ الْبَيْهَقِيُّ فِي الْخِلَافِيَّاتِ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَوْنٍ الْخَرَّازِ ثَنَا مَالِكٌ عَنْ الزُّهْرِيِّ عَنْ سَالِمٍ عَنْ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَرْفَعُ يَدَيْهِ، إذَا افْتَتَحَ الصَّلَاةَ، ثُمَّ لَا يَعُودُ، انْتَهَى. قَالَ الْبَيْهَقِيُّ: قَالَ الْحَاكِمُ: هَذَا بَاطِلٌ مَوْضُوعٌ، وَلَا يَجُوزُ أَنْ يُذْكَرَ إلَّا عَلَى سَبِيلِ الْقَدْحِ، فَقَدْ رَوَيْنَا بِالْأَسَانِيدِ الصَّحِيحَةِ عَنْ مَالِكٍ بِخِلَافِ هَذَا، وَلَمْ يَذْكُرْ الدَّارَقُطْنِيُّ هَذَا فِي غَرَائِبِ حَدِيثِ مَالِكٍ قَالَ الشَّيْخُ: وَالْخَرَّازُ هَذَا بِخَاءٍ مُعْجَمَةٍ، بَعْدَهَا رَاءٌ مُهْمَلَةٌ، آخِرَهُ زَايٌ مُعْجَمَةٌ.

ددی حدیث ټول راویان ثقه دی وګورئ (تهذیب التهذیب، پنځم جلد، صفحه ۳۴۹ / تقریب التهذیب صفحه ۱۸۴)

دا حدیث نه یوازي امام بیهقي او حاکم موضوعي بللی ، بلکي ګڼو نورو حدیث پوهانو هم پرې د باطل او موضوعي حکم کړی دئ . که کمپیو ټر لرئ د دې حدیث ځیني الفاظ د مکتبې شاملې د متون الحدیث برخې ته د لټون لپاره ورکړئ ، نتایج به یې په خپله ووینئ .
تا ته څه معلومه شوه چي د دې روایت ټول راویان ثقه دي؟ تا خو پوره سند هم نه دئ نقل کړی ، ځکه تر عبد الله بن عون الخزاز وړاندي روایان نه تا نقل کړې او نه ما وموندل نو بیا څرنګه ډاډه شوې چي راویان یې ګرد ثقه دي ، سره له دي چي نیم سند یې د ابهام په پردو کي ورک دئ؟ عجیبه ده که موږ دا ډول یوه کړنه ترسره کړې وای نو ټوله نړۍ به دي راباندي خندولي وه ، مګر په خپله هیڅ پروا نه پرې کوې . لږ له انصافه کار واخله!
[quote:8a879cf488="وزیري"]
ملا علی قاری رحمة الله علیه هم دا روایت نقل کړیدی او لیکی:
وقد صح عنه خلاف ذلک فیحمل علی نسخ الاول فتامل (الاسرار المرفوعه، صفحه ۳۵۶ موضوعات کبیر مترجم ۵۹۴)
[/quote:8a879cf488]
ملا علي قاري رح باید لومړی د حدیث صحیح سند ثابت کړي بیا دي نو تبصره پرې وکړي ، که روایت صحیح سند ونه لري نو د ده تبصره بې ګټي ده .


وزیري
28.05.2012

مهاجر صاحب په بیرته راتګ دی خوشحاله شومه، هرکله دی چی بحث خلاص که بیا ماته خبر راکړه.
دا اخیري اخیري خبري ته می دي وخندل. په ملا علی قاري رحمة الله علیه باندي دی الله جل جلاله خپل عظیم رحمتونه ووروې. آمین.


مومن مهاجر
31.05.2012

په تیر پسی .....
[quote:9b462bcfe5="وزیري"]
دا شو د ابن عمر رضی الله عنه د دری روایاتو نتیجه. اوس به د مالک بن حویرث په حدیث باندی بحث وکوه.

حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى أَخْبَرَنَا خَالِدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ عَنْ خَالِدٍ عَنْ أَبِى قِلاَبَةَ أَنَّهُ رَأَى مَالِكَ بْنَ الْحُوَيْرِثِ إِذَا صَلَّى كَبَّرَ ثُمَّ رَفَعَ يَدَيْهِ وَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَرْكَعَ رَفَعَ يَدَيْهِ وَإِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ رَفَعَ يَدَيْهِ وَحَدَّثَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَفْعَلُ هَكَذَا(مسلم ، کتاب الصلاة ، باب اسْتِحْبَابِ رَفْعِ الْيَدَيْنِ حَذْوَ الْمَنْكِبَيْنِ مَعَ تَكْبِيرَةِ الإِحْرَامِ وَالرُّكُوعِ وَفِى الرَّفْعِ مِنَ الرُّكُوعِ وَأَنَّهُ لاَ يَفْعَلُهُ إِذَا رَفَعَ مِنَ السُّجُودِ , حديث نمبر :۸۹۰ ، بخاری ، کتاب صفة الصلاة ، باب رفع الیدین اذا کبر واذا رکع واذا رفع ، حدیث نمبر : ۷۰۴ ، صحيح ابن خزيمه : ۵۸۵/۱ ، صحیح ابن حبان : ۱۸۷۰/۳ ، صحيح ابی عوانه ، دويم ټوک ، مخ : ۹۴)

په دی روایت کی داسی څه نه ښکاری چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دا اختلافی رفع الیدین د ټول عمر لپاره کړیدی.
[/quote:9b462bcfe5]
که کوم لوستونکی په دقت او انصاف ستا پورتنۍ تبصرې ته پام وکړي نو یقینا به یې له خندا پښتورګي وچوي ، ځکه تاسو داسي خبره کړې چي د پنځو کالو ماشوم یې هم په کولو د شرم له امله پر تندي خولي احساسوي ،ته چي تل رفع الیدین نه کوې سره له دې چي له یوې خوا دي روایت کمزوری او سخت ضعیف دئ نو له بلې خوا په هغه کي دا یادونه چیرته ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم تل رفع الیدین نه کول او یا داچي د رسول الله صلی الله علیه وسلم وروستی فعل د رفع الیدین نه کول وو؟ دلته چي تا کومې نکتې ته اشاره کړې د خپل روایت په اړه ولي دا پوښتنه درسره پیدا نه شوه ؟ لږ عدل او نیاو په کار دئ؟
[quote:9b462bcfe5="وزیري"]
دوهم:
په دی روایت کی او د مالک بن حویرث په نورو ټولو روایاتو کی دا ذکر نه ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په دریم رکعت کی هم رفع الیدین کړیدی، فلهذا وهابیانو ته بیا د دریم رکعت رفع الیدین پریښودل هم پکار دی.
[/quote:9b462bcfe5]
دا یې لا بله نادره ! نو د دې اصولو له مخې خو تاسو هم باید د وترو په قنوتواو اخترونو کي رفع الیدین ونه کړئ ، ځکه د عبد الله بن مسعود رضی الله په ادعايي روایت کي یې یادونه نه شته ، که ته وايي چي په دې دوو ځایونو کي د رفع الیدین د اثبات لپاره نور دلایل شته ، نو موږ هم وایو چي درېیم رکعت ته د ولاړېدو پر مهال د رفع الیدین د اثبات لپاره د ابوحمید ساعدي رضی الله عنه روایت شته چي وړاندي هم تېر شو .
ما څو ځله درته ویلي چي زه نه وهابي یم نه حنفي ، شافعي ،سني، شیعه ، مالکي، سلفي او بل وبل بلکي زه صرف مسلمان یم له همدې وجې باید له ماسره د بحث پر مهال دا اصول په پام کي ولرې چي د یوې ډلې نوم به نه راته یادوې .
[quote:9b462bcfe5="وزیري"]
د حضرت مالک نه په صحیح روایاتو سره د سجدو په وخت کی هم رفع الیدین مذکور دی نو ولی یی وهابیان نه کوی. د سجدو په وخت کی رفع الیدین د وهابیانو په خپل قلم سره ووینئ.

د وهابیانو امام ابن حزم لیکی:
عن نصر بن عاصم عن مالک بن الحویرث رای النبی صلی الله علیه وسلم رفع یدیه فی صلاته اذا رکع و اذا رفع راسه من رکوعه و اذا سجد، واذا رفع راسه من سجوده الخ (المحلی بالاثار، دریم جلد، صفحه ۸-۹): دا روایت ابن حزم د تواتر درجي ته رسولئ ده. او ورپسی لیکی: وما رواه مالک بن الحویرث من رفع الیدین فی کل رکوع و رفع من رکوع وکل سجود و رفع من سجود ...... والکل ثقات.

خالد ګرجاکهی:
امام نسائی د سجدو والا رفع الیدین په دری سندو سره نقل کړیده چی دا دری واړه سنده خالد ګرجاکهی وهابی په خپل کتاب کی درج کړیدی. وګورئ (نسائی سلفیه، ۱۳۵) (اثبات رفع یدین صفحه ۹۸، ۹۹، ۱۰۰، ۱۰۱)

حافظ ابن حجر عسقلانی رحمة الله د نسائی دا احادیث صحیح بللی دی او وایی چی د سجدو والا رفع الیدین ډیر احادیث لري چی صحیح یی زما په نظر همدا دی. واصح ما وقفت علیه من الحدیث فی الرفع فی السجود ما رواه النسائی من روایة سعید ابن ابی عروبة عن قتاده عن نصر بان عاصم عن مالک بن الحویرث. (فتح الباری شرح صحیح البخاری، دوهم جلد، صفحه ۱۷۷)

نو ددی ټولو روایاتو نه بعد چی صحیح دی امام نسائی د (ترک ذالک) یعنی د رفع الیدین د ترک کولو په باره کی باب کیږدی او د حضرت ابن مسعود رضی الله عنه ترک رفع الیدین والا حدیث لیکی چی له دینه دا په واضحه معلومیږی چی د رفع یدین احادیث متروک دی. ملاحظه کئ (نسائی مع تعلیقات سلفیه، اول جلد، صفحه ۱۲۳)
[/quote:9b462bcfe5]
له مالک بن الحویرث رضی الله عنه څخه د سجدو په حالت کي د رفع الیدین روایت هم د حدیث پوهني د اصولو له مخې کره نه دئ ، ځکه یو خو یې په سند کي سعید بن ابي عروبة دئ چي له ده محمد بن ابي عدي نقل کوي ، که څه هم سعید بن ابی عروبة ثقه دئ ، مګر په وروستي عمر کي یې حافظه خرابه شوې وه او محمد بن ابی عدي د حافظې تر خرابېدو یا اختلاط وروسته روایات ترې نقل کړي ، له همدې وجې دا روایت صحیح نه دئ له دې سره – سره بل علت دا هم دئ چي په سند کي یې قتادة بن دعامه مدلس رواي راغلی او دلته یې په عن روایت کړی دئ ، نو روایت یې تر هغو نه منل کېږي چي د سماع تصریح یې نه وي کړي او په دې روایت کي ده د سماع الفاظ نه دي ویلي .

نور بيا...


مومن مهاجر
02.06.2012

په تیر پسی ....
[quote:5f2fa8cb76="وزیري"]
دا شو د مالک ابن حویرث رضی الله عنه د روایاتو نتیجه. اوس به د وائل بن حجر رضی الله عنه په حدیث باندی بحث وکوه.

وعن وائل بن حجر - رضي الله عنه - قال: قلت: لأنظرن إلى صلاة رسول الله - صلى الله عليه وسلم - كيف يصلي، فنظرت إليه فقام فكبر ورفع يديه حتى حاذتا بأذنيه ثم وضع يده اليمنى على كفه اليسرى والرسغ والساعد، فلما أراد أن يركع رفع يديه مثلها قال: ووضع يديه على ركبتيه، ثم لما رفع رأسه رفع يديه مثلها، ثم سجد.... (رواه النسائي، وصححه ابن خزيمة وابن حبان، وصححه كذلك الألباني في إرواء الغليل (367)

په دی روایت کی هم داسی څه نه ښکاری چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دا اختلافی رفع الیدین د ټول عمر لپاره کړیدی.

[/quote:5f2fa8cb76]

په دې اړه باید او ته هم دا پوښتنه ځواب کړې چي په کوم ځای کي ته رفع الیدین کوي لکه د لمانځه په پيل، وترو او اخترونو کي نو هلته د دې تصرېح شته چي رسول الله تل کول؟ او ایا په یو روایت کي ویل شوي چي د لمانځه له پیل پرته رسول الله صلی الله علیه وسلم بل ځای تل رفع الیدین نه کول؟ د دې لپاره چي ته کوم دلیل وړاندي کوې ، هغه زما دلیل هم دئ .
مګر ګرانه! په دې خبره ځان پوه کړه چي کله رسول الله یو عبادت له کومو افعالو سره ترسره کړی وي ، نو مسلمان به هغه طریقه تر هغو تل کوي چي د ترک دلیل یې نه وي ورته رسېدلی او د رفع الیدین په ترک کي هیڅ صحیح حدیث نه شته، له همدې امله ویلای شو چي رسول الله تل رفع الیدین کړي او د ابوحمید ساعدي رضی الله حدیث خو په څرګنده وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند تر پایه همداسي لمونځ کاوی ، ځکه ده د رسول الله تر وفات وروسته د لسو صحابه کرامو رضی الله عنهم په مخ کي له رفع الیدین سره لمونځ وکړ هغوئ ګردو ورسره تاید کړ نو معلومه شوه چي رسول الله د ژوند تر پایه رفع الیدین کول ، ځکه هغوئ ټولو ورته وویل : ته رښتیا وايي رسول الله همداسي لمونځ کاوی، ایا دا بیخې صریح دلیل نه دئ؟ خو فکر کوم وزیري صاحب ته د یولسو صحابه کرامو خبره او اتفاق چندان وزن نه لري !!!!
[quote:5f2fa8cb76="وزیري"]
دوهم:
په دی روایت کی هم دا ذکر نه ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په دریم رکعت کی هم رفع الیدین کړیدی، فلهذا وهابیانو ته بیا د دریم رکعت رفع الیدین پریښودل هم پکار دی.
[/quote:5f2fa8cb76]
اندېښنه مه کوه ! که په دې روایت کي د رېیم رکعت ته د ولاړېدو پر مهال د رفع الیدین یادونه نه شته ، د ابو حمید ساعدي رضی الله عنه په صحیح حدیث کي خو شته او که ته وايي چي نه! باید ګرده په یوه حدیث کي ذکر شي نو دا اصول دي له کومه ځایه استنباط کړل چي د یو عبادت ټول جزیات به یوه حدیث کي ذکر وي ؟ که خبره همداسي شي نو بیا خو باید په هیڅ حدیث عمل ونه شي ، ځکه په هر یوه کي لږ احکام ذکر شوي او پاتي په نورو کي راغلي؟ ایا ته همداسي کولو ته چمتو یې؟

[quote:5f2fa8cb76="وزیري"]
که وائل بن حجر یو دفعه رسول الله صلی الله علیه وسلم په رفع الیدین لیدلای نو حضرت ابن مسعود رضی الله عنه ۵۰ دفعی رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدلی چی رفع الیدین یی نه ده کړئ.
دا خبره د تابعی کبیر امام ابراهیم نخعی علیه الرحمة په مخکی چا وکړه نو ده ورته وویل:
ان کال وائل رأه مرة یفعل ذلک فقد رأه عبدالله خمسین مرة لا یفعل ذالک (طحاوی شریف، اول جلد، ۱۴۶ / موطا امام محمد، صفحه ۹۳ / سنن دارقطنی، اول جلد، صفحه ۲۹۱ / مسند ابویعلی موصلی، التعلیق المغنی، اول جلد صفحه ۲۹۱)
علامه ابن عبدالبر اندلسی هم د وائل بن حجر حدیث ته مائل نه ده. (التمهید، نهم جلد، صفحه ۲۲۷)
[/quote:5f2fa8cb76]
خیر دا به بیا وروسته ګورو چي ابن مسعود رضی الله عنه څو واره د رسول الله لمونځ لیدلی او وائل بن حجر رضی الله څو ځله لیدلی؟
خبره دا ده چي ته یو ځل د ابن مسعود رضی الله عنه روایت د حدیث پوهنې د اصولو په رڼا کي ثابت کړه ، بیا به پر شمېرو خبرې کوو، مګر له بده مرغه د ابن مسعود رضی الله عنه روایت له فني اصولو سره سم ثابت نه دئ .

[quote:5f2fa8cb76="وزیري"]
ددي ټولي لیکني نه بعد زه له وهابیانو نه دا مطالبه کوم چی:
اول: ستاسي لپاره رفع الیدین څه حیثیت لری. آیا فرض ده، واجب ده، سنت مؤکده ده، مستحب ده او که مباح؟ او په څه دلیل؟
[/quote:5f2fa8cb76]
ستاسو لپاره رکوع، سجده، اوله ناسته، قیام او اخیري ناسته څه حیثیت لري ؟ دغو ته چي تاسو کوم حیثیت د کوم دلیل له مخې ورکوئ موږ د هماغه دلیل له مخې رفع الیدین ته هماغه حیثیت ورکوو.
[quote:5f2fa8cb76="وزیري"]
دوهم: د رفع الیدین نه کول ستاسو په نظر څه حکم لری؟ آیا بی رفع الیدین لمونځ صحیح ده او که باطل؟ او په څه دلیل؟
دریم: په خپل موقف باندی یو صحیح صریح، غیر متعارض مرفوع حدیث پیش کړی.
[/quote:5f2fa8cb76]
ایا له رکوع ، سجدې، اولې ناستې، اخیرې قاعدې او قیام پرته لمونځ صحیح دئ که باطل ؟ ته هم د خپل موقف د اثبات لپاره یو صحیح ، صریح ، غیر متعارض او مرفوع حدیث وړاندي کړه، نو زه به یې هم درته وړاندي کړم!!!

پای


وزیري
03.06.2012

بسم الله الرحمن الرحیم:

مهاجر صاحب له زیار او کوښښ نه دی یو جهان مننه. زه به دا بحث را خلاصه کړمه ترڅو لوستونکي هم د دوه طرفه دلایلو په لوستلو خپله لاره پخپله پیدا کړي . ما مخکي هم ویلي او اوس هم وایمه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم رفع الیدین او ترک رفع الیدین دواړه کړیدي. خو ترک رفع الیدین یی په امت باندي ځکه ضرور ده چی د حدیث پوهانو، د علماؤ او اسلام پوهانو ترمنځ دا خبره په ثبوت رسیدلي ده چی د ترک رفع الیدین احادیث په مقابله د رفع الیدین احادیثو کی معتبرتر او میدان وړونکي احادیث دی. ته او تاته ورته کسان ددی نظریي او فیصلي نه مستثنی یاستی ځکه چی تاسی د خپل فکر او طرز په مقابله کی هیڅ هم نه منئ.

مقلدین خو پریږده د غیرمقلدینو بزرګ د ترک رفع الیدین په باره کی داسی فیصله کوي:
علامه ابن حزم ظاهری چی یو غیرمقلد ده په خپل کتاب محلی صفحه ۸۸، څلورم جلد کی د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د ترک رفع الیدین حدیث ذکر کوی او بیا لیکی: ان هذا الخبر الصحیح. یعنی بیشکه دا حدیث صحیح ده.

ترک رفع الیدین چا کړی:
امام ابوحنیفه رحمة الله علیه (حوالي ته ضرورت نشته)
د امام شافعی رحمة الله استاد امام محمد رحمة الله (مؤطا، صفحه ۹۰)
د امام شافعی رحمة الله استاد حضرت امام وکیع رحمة الله علیه (بحواله جزء رفع الیدین للامام البخاری صفحه ۲۳ طبع لاهور)
د حضرت امام محمد بن حنبل استاد امام ابویوسف رحمة الله علیه (طحاوی، اول جلد، صفحه ۱۱۲)
امام ابراهیم بن یوسف الماکیانی رحمة الله علیه (فوائد بهسیه مولانا عبد الحی لکهنوی)
حضرت امام حسن بن صالح بن حُیی (بحواله التعلیق الممجد، صفحه ۹۱)
محدث اسحق بن ابی اسرائیل (سنن دارقطنی، اول جلد، صفحه ۱۱۱)
حضرت امام حسن بن زیاد او امام زفر رحمة الله عنهما (انوار المحمود شرح ابی داؤد، صفحه ۲۵۸، اول جلد)
حضرت امام مغیره رحمة الله علیه (ابن ابی شیبة، اول جلد، صفحه ۱۵۹)
حضرت امام شعبی رحمة الله علیه (مصنف ابن ابی شیبه، اول جلد، صفحه ۱۵۹)
حضرت قیس بن ابی حازم رحمة الله علیه (مصنف، اول جلد، صفحه ۱۶۰)
حضرت اسود بن یزید التابعی رحمة الله علیه (پورتنی حواله)
حضرت علقمه التابعی رحمة الله عنه (ابن ابی شیبة ۱۶۰ اول جلد)
حضرت خثیمه التابعی رحمة الله علیه (پورتنی حواله)
حضرت ابواسحاق سبیعی التابعی رحمة الله علیه (پورتنی حواله)
حضرت عباده رحمة الله علیه د حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنه ځوی (بسط الیدین، صفحه ۵۳)
د حضرت علی او حضرت عبد الله ابن عباس رضی الله عنهما ټول ملګری: عن ابی اسحاق قال کان اصحاب عبدالله و اصحاب علی لا یرفعون ایدیهم الا فی افتتاح الصلوة قال وکیع ثم لا یعودون. (ابن ابی شیبه، صفحه ۱۵۹، جلد اول) نو اوس له دینه یواځی الله جل جلاله خبر ده چی ددوی دواړو به څومره ملګری وه.

د فقهاؤ په ترک رفع الیدین باندی اجماع ده.
حضرت امام طحاوی رحمة الله علیه په خپل کتاب شرح معانی الآثار اول جلد صفحه ۱۱۲ طبع رحیمیه دیوبند کی لیکی: ولقد حدثنی ابن ابی داؤد قال حدثنا احمد بن یونس قال حدثنا ابوبکر بن عیاش قال ما رأیت فقیها قط یفعله یرفع یدیه فی غیر التکبیرة الاولی. یعنی حضرت امام ابوبکر بن عیاش رحمة الله علیه فرمایی چی ما هیڅ فقیه نه ده لیدلای چی غیر له تکبیر الاولی نه یی بیا لاسونه پورته کړی وی.

د ټول اهل کوفه پدی باندی اجماع شوی ده چی ترک رفع الیدین سنت ده وګورئ:
سنن ترمذی: وبه یقول غیر واحد من اهل العلم من اصحاب النبی صلی الله علیه وسلم والتابعین وهو قول سفیان و اهل الکوفة

د اهل الکوفه نه یواځی امام اعظم رحمة الله علیه مراد نده بلکی ټوله کوفه مراده ده وګورئ:
مولانا عبدالرحمن مبارکپوری چی یو غیرمقلد ده د تحفة الاحوذی په مقدمه صفحه ۲۰۹ کی لیکی: قلت الصحیح ان الترمذی اراد باهل الکوفه من کان فیها من اهل العلم کالامام ابی حنیفة والسفیانین وغیرهم واراد ببعض اهل الکوفة بعضهم ولم یرد باهل الکوفه او ببعض اهل الکوفة الامام ابی حنیفة وحده.

همدا خبره مولانا عبدالحی لکهنوی په التعلیق الممجد صفحه ۹۱ او انوار المحمود شرح ابی داؤد صفحه ۲۵۸، جلد ۱ کی کوی. ددی په څنګ کی حافظ ابن ارشد مالکی هم په هدایة المجتهد صفحه ۷۸، جلد اول طبع مصر کی لیکی: فذهب اهل الکوفة ابوحنیفة وسفیان الثوری وسائر فقهائهم الی انه لا یرفع المصلی یدیه الا عند تکبیرة الاحرام. دا خبره امام محمد بن نصر مروزی هم تائید کړی وګورئ تعلیقات سلفیه صفحه ۱۰۲، جلد اول.

نواب صدیق حسن خان لیکی:
د رفع الیدین ترک سنت ده. (الروضة الندیه، صفحه ۹۴) اضافه لیکی: ان آخر الامرین ترک رفع

علامه بدرالدین عینی شارح بخاری رحمة الله علیه په عمدة القاری کی لیکی: انه کان فی بدء الاسلام ثم نسخ.

حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایی: ان العشرة المبشرة ما کانوا یرفعون ایدیهم الا فی افتتاح الصلوة (النهایه والکفایه).

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more