د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

نوی کال دې مبارک شه

پښتون.
19.03.2012

نوی کال
[color=green:3fdf247a03]ننګر هاره ننګرهاره
زما ښکليه تل بهاره
نوی کال دې مبارک شه
دنارنج ګل افتخاره
ستا باغونه مې ياديږي
نارنج ګل دې بيا سپړيږي
داشنا ښايسته يادونه
نن مې بيا په زړه وريږي
ننګرهاره ننګرهار
زما ښکليه تل بهاره
نوی کال دې مبارک شه[/color:3fdf247a03]


[color=red:3fdf247a03]دښايسته جينکو هاره
خا طرې مې پاريدلي
ټولې ستا لمن نيولي
دقسمت مقابله کښې
ما با يللي تا ګټلي
ای دسولې ډک بازاره
ننګرهاره ننګرهاره
نوی کال دې مبارک شه[/color:3fdf247a03]

[color=orange:3fdf247a03]دښايسته جينکوهاره
دهوا جګو څپو نه
دخپل زړه له تنابو نه
داشنا ښايسته يادونه
د ګلرخو محفلو نه
يادوم دې نن بې واره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولې ډک بازاره
دنارنج ګل افتخاره
نوی کال دې مبارک شه[/color:3fdf247a03]

[color=blue:3fdf247a03]ته لرې ژوندي ولسونه
تاکښې ايښي مين زړونه
ستا ديدن ته هو سيږ م
په تا وياړي تاريخو نه
دشمشاد دزړه سرداره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولې ډک بازاره
د نارنج ګل افتخاره
نوی کال دې مبارک شه[/color:3fdf247a03]

تا ترې نه به دې جار شم
دماموني افتخار شم
که زه بيا ستا مېلنمه شم
مينه مسته ددلدار شم
دکونړ دسيند غړ مباره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولې ډک بازاره
دنارنج ګل افتخاره
نوی کال د مبارک
[color=yellow:3fdf247a03]زما دګران وطن ولسو ته
ګرانو خويندو شا زلموته
د وطن خوږو بچو ته
مبارک دې وي څو واره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولې ډک بازاره
دنارنج ګل افتخاره
نوی کال دې مبارک شه[/color:3fdf247a03]

[color=red:3fdf247a03]د (حفيظ) دزړه ارمانه
صفتونه دې بې شانه
شنه باغونه دې تازه وي
روح مې واخستو له تانه
ای زما د زړه دلداره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولې ډک بازاره
د نارنج ګل افتخاره
نوی کال دې مبارک شه[/color:3fdf247a03]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more