د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د٤٢ کيسو يا اړونو ته ځواب ورکړی

عارف افغان
17.09.2004

............................................................[color=red:c191c9566f]دا څه شی دی[/color:c191c9566f] ؟؟؟؟؟؟؟

1. دا څه شی دي ؟ يو ښار دی ،شين رنګی يې ديوال دی،کورنه يې سره رنګ لري او خلک يې تور رنګ لري .
2. دا څه دي ؟ څلور وروڼه دي، يو په بل پسې لکه سيوری روان دي، خو يو بل نه شي رانيولی .
3. په يوه کوټه کې څلور پيشوګان دي، د هرې پيشۍ تر څنګ درې پيشۍ دي او د هرې يوې پيشو تر څنګ درې دانې دي په دې کوټه کې ټولې څو پيشوګان دي .
4. دا څه دي چې په سر يې ونه وهي په کار نه راځي ؟
5. دا به څه وي چې څومره ترې اخلي هو غومره زياتېږي ؟
6. دا به څه وي چې درې لوبغاړي لري او ١٢ نندارچيان ؟
7. دا به څه وي که له غره راولومېږي خپله مړ کېږي خو زامن يې ژوندي پاتې کېږي ؟
8. دا څه دي چې په يوه ثانيه کې د اسمان تر ستوريو رسېدی شي.
9. ژيړ موږی تر ځمکې لاندې يې کورګی .
10. خېټه يې شته کولمې يې نه شته ، سر يې شته مازغه يې نه شته ، خوله يې شته ژبه يې نه شته .
11. يو سړی يوه هګۍ دانه په ٢ دوپی اخلي او په يوه يې خرڅوي ،لږ موده پس ګورو چې .دغه ..سړی ..ميليونر کېږي. څنګه دغه سړی ميليونر شو؟
12. دابه څه شی وي چې په لومړيو وختونو کې په څلور پښو ځي، بيا په دوو پښو او په اخر کې په دريو ؟
13. داڅه شی دي کلک دی خو تيږه نه ده ، هګۍ اچوي خو مرغه نه دی، څلور پښې لري خو سپی نه دی.
14. دا څه شی دي چې نه وزرونه لري، نه بڼکې، نه لاس لري ، نه پښې ، خو الوځي.
15. دا به څه وي : يو مرغه دی ، بې وزرو بې بڼکو، خو چې سر يې پرې نه کړي خبر نه وايي ؟
16. دا څه شی دي چې په اوبو کې نه لمدېږي اوپه اور کې نه سوځي.
17. دا به څه شی وي چې کله کم کله زياتېږي.
18. دابه څه شی وي چې له ښيښې څخه تېريږي خو ښيښه نه ماتوي.
19. دا به څه وي چې کميږي نه او تل مخ په زياتېدو وي .
20. دا څه شی دي : که يي خورم، کافر کېږم، که يې نه خورم وږی کېږم.
21. دا څه شی دي : زما يو ورور دی په هر بازار يې کور دی ؟
22. دا څه شی دي؟ چې ته ځې نو سم در پسې وي، هېڅکله له تانه جلا کېږي.
23. دا څه شی دي ؟ ګرځي ګرځي چې راشي نو د يوې روپکۍ ځای ونيسي ؟
24. بي سره سړي راغي بي لکي غواګاني يي بوتلي او بي پښو سړي ويل چې په دغه لاري بوتلي .
25. دا کوم اذان دي چي نمونځ پري نشي .
26. وړوکی تنورګی له لالو ډک.
27. وچ کلک له کولمو ډک
28. شنه يې کالي سپين يې غاښونه سره لري بريتونه.
29. نه يې پښې نه يې لاسونه بس يو دم وهي ټوپونه .
30. پرمخ ځي شاته نه ګوري.
31. دغل د ښځي ورور ستا ماما دي،د غل او ستا تر منځه څه رشته ده.
32. ښکته ځم پورته مې کار دی د غونډی پر سر انګار دی.
33. چي ځم راسره ځي چي نه ځم نه ځي.
34. مخکې ځي شاته نه ګوري.
35. مړی له ژوندي پيداکيږي او ژوندی له مړي.
36. داڅه شی دی؟ ځی ،ځی، مخ نه رااړوی.
37. دا څه شی دی؟خپل حلال دی، رنګ يې مردار دی.
38. دا څه شی دی؟ چې يوه پښه او يوه سترګه لري.
39. دا څه شی دی؟ چې هرڅه خوري خو په اخره کې خپله مړ کيږي.
40. لومړی لرګی و بيا يو لوی حيوان تري جوړ شو.
41. دا به څه شی وي چي يو ګوزړی ده چې دوه رنګه اوبه لري؟
42. دا څه شي دي چی روان وي په دوه پښو ځي، خوچې ودريږي په څلورو پښو
هيله ده دخپل ذکاوت او زيرکۍ زور وازمايې . هر څوک چې په کوم اړ پوهيږي د همغه اړ ځواب دې يوازې دهمغې شمارې له مخې ورکړي


سیف الله
16.05.2006

چې ځم راسره ځې چی نه ځم نه ځې
سیوري دي[size=18:ad5ee63983][/size:ad5ee63983]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more