د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

مشروعیت،،،،،، الویتونه

عادل عادل
03.03.2012

السلام علیکم

د دروند پتوال صاحب لاندې ارزښتناکه لیکنه مې په یو تړلي بحث کې تر سترګو شوه:-

[quote:37e5cd196b]هره ډله چې د یوه هطواد د دولتی قدرت له پاره هلې ځلې کوي سیاسي ورته وایي، په افغانستان کې د سیاسی قدرت د لرلو او چلولو درې معیارونه دي:

لومړی د اسلام ،
دویم ملي ګټو
او دریم د ولس د واک

ساتنه او پالنه ده ، چې دریواړو یواځې د آزادۍ په صورت کې عملی کېدلی شی او د اشغال په حالت کې
یو هم نه شي عملی کېدلی! ځکه خو د ګرزي ګوډاګي حکومت دا یو معیار هم نه دی پوره کړی او مشروعیت نه لري!
څنګه چې هیواد اشغال او ملي آزادی له منځه وړل شوې ده نو له ملی آزادۍ او خپلواکۍ پرته به ملی ګټې څنګه خوندي شي ؟؟؟؟
د ملي خپلواکۍ او ملي ګټو دنفې په صورت کې ولس هم نشی کولای په آزادانه توګه حکومتي قدرت د رایو له لارې تر لاسه کړي !

[color=white:37e5cd196b]طالبان ورونه هم تر اوسه پورې د لومړی معیار (اسلام) پرته د ملي ګټو او ولسی واک سره نه دي اشنا شوي ! ددوی مشروعیت به د لومړی ځل په څیر بیا تر پوښتې لاندې وي که چیرې د بهر (ISI) لاس له افغانستان څخه قطع نه کړي[/color:37e5cd196b] .[/quote:37e5cd196b]

د پتوال صاحب د وروستي اقرار او ترڅنګ یې تړلې اندېښنې په اړه،،، د دوی پام د دوی په لیکنه کې هغه ترتیب ته اړوم چې په لومړی!، دوهمه! او دریمه! درجه کې یې درې واړو معیارونو ته ورکړی دی، او مهمه هم دا چې پخپل اقرار سره یې ددې ثبوت وړاندې کړی چې طالبان الویت پېژندونکی عمل کوي،،،

په دې هیله چې ادنی الویتونو ته به هم پخپل وخت د اعلی په توګه او د افغانانو د ډاډ او قناعت وړ د عمل جامې ور واغوندي،،، ان شاء الله

ّپه درنښت


پتوال
03.03.2012

منلی ورور عادل صیب السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !

زما اړونده لیکنه ستاسو د کتنې او بحث له پاره پرانيستل شوې او څه ناڅه بشپړه شوې ده ، د بحث مینه وال دې هلته وګوري !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more