د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لس تنه وسله وال وژل شوي دي

تيمور
08.02.2012

اسلام علیکم،
د سپین غر د خبري آژانس په وینا د پاکستان پر قبایلي سیمې (شمالي وزیرستان) نن سهار وختي له میرانشاه څخه ۱۵ کیلومتره لرې په سپلګاه سیمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په یوه تازه برید کې لس تنه وسلوال وژل شوي دي.
د سرچینو پر وینا چې بې پیلوټه الوتکو هغه کور په نښه کړي دي چې وسلوالو ترې د پټنځای په توګه کار اخیست. همدا راز د رپورټونو له مخې وژل شوي وسلوال ټول د حقاني ډلې سره تړاو درلود، حقاني هغه ترهګراو ورانکاره ډلې دي چې زمونږ په هیواد کې په زرهاوو بیګناه مسلمانان شهیدان کړي دي.

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more