د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د یوه مشهور پنجابې لیکوال ټکان ورکونکې ویډیویې وینا د پاکستان پوځ، پنجاب، پښتنو او بلوڅو په هکله

طالب ISI
05.02.2012

http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=26lC3A7dbgQ#!

که کوم پښتون لیکوال ددغه کس کتاب وژباړي نو دا به د دښمن په پیژندلو کې نوره مرسته هم وکړي.


پتوال
30.03.2012

شهیر صیب که څوک ددغه پنجابی کړتن کړت پښتو ته واړوي نو مونږ به هم پرې پوه شو. او ټول به یې منندوی وي !


طالب ISI
30.03.2012

پتوال صاحب خلاصه به یې درته ووایم:

دی وایې پنجابیان په خپله ژبه شرمیږي، خو نور قومونه هم خپلې ژبې ته نه پریږدي کوم چې په خپله ژبه ویاړي.

دی وایې، په پوځ کې ټول واک د پنجاب سره دی، پاکستانې پښتانه او نور واړه قومونه هسې، ځایونه پرې ډک شوي، او لوړ پوسټونه ټوله د پنجاب سره دي.

دی وایې چې د پاکستان او منطقې د حل لاره داده چې پاکستان تجزیه شي. پنجابیانو ته پنجاب ورکړل شي، د هند له پنجاب سر د یوځای شي. پښتنو ته خپل مناطق او سندیانو ته سند.

دی وایې هر څه د پوځ په لاس کې دي، او پوځ د ځان د ساتلو لپاره د اسلامپالو څخه ګټه اخلي.

دی خپله پنجابی دی، د لاهور راډیو کې يې په کلونو کار کړی، ښه مشهوره څیره ده.


م . ق
30.03.2012

السلام علیکم ورحمة الله،
محترمو، ددې کس خبرې مې لږې واوریدې، ټوله مرکه یې ډیره اوږده ده،خو دده د څو خبرو څخه زما نتیجه ګیري داده چې دﺉ پنجابي نشنلزم غواړي، لوي او متحد پنجاب غواړي چې په ښکاره پنجاب پالنه وکړي، مسلمان، سک او هندو پنجابیان سره یوځاي شي او پنجابي هویت خپل کړي او اسلامي تشخص له مینځه یوسي.
دﺉ د پاکستان وجود پدې سبب نه غواړي چې د اسلام په نوم پکې مختلف اقوام راټول شوي او د قومي اتحاد په بنسټ نه بلکه د اسلامي اتحاد په بنسټ جوړ شوی دی.
دﺉ پدې نیوکه کوي چې ولې بعضې پنجابیان خپل ځان د محمد بن قاسم لښکر ته منسوبوي چې یو اسلامي لښکر وو حالانکه دوي باید خپل پنجابي هویت وساتي، همدارنګه ولې پنجابیان د پنجابي په ځاي اردو وايي چې اسلامي ریښه لري.
دﺉ پدې هم اعتراض کوي چې ولې پاکستان د احمدشاه ابدالي نوم په خپل میزایل ایښی دی پداسې حال کې چې دده په زعم احمدشاه ابدالي لاهور او پنجاب لوټ او تالان کړی وو او ډیر سکهان پنجابیان یې وژلي وو.
لنډه داچې دﺉ یو نشنلسټ دی، پنجابي ایزم غواړي او د اسلامي ایزم مخالف دی.

مننه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more