د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبانو د قطر پټې خبرې له خپل بادار سره شریکې کړې !

پتوال
27.01.2012

که څه هم عبدالسلام ضعیف په اسلام اباد او ګوانتانامو کې د طالبانو پخواني استازي ویلي وو چې د قطر
په خبرو کې د ګاونډیو ګډون د منلو وړ نه دی . اکسپرېس تربیون وژبپاڼې له پاکستان څخه خبر ورکړی
چې طالبانو له پاکستاني مقاماتو (ISI) سره د قطر پټې خبرې شریکې کړې دي .
تر اوسه طالبانو دپاکستان هره ضدافغانی نادوده لکه ګوډاګیان په پټه خوله منلې او زغملې ده، خو ډیر یې په لاسپوڅيتوپ منکر وو
چې ګواکې دوی نه غواړې خو مجبور دي
او سیاست کوي ، اوس چې د خپل ملت د برخلیک په اړه
په لوی لاس د پاکوستان خولې ته ګوري
دې ته به څوک سیاست ووایي او که وایي یې کوم ډول سیاست به ورته وایي ، ملي که پاکستاني؟؟؟


م . ق
27.01.2012

د همدې خبر په تاید د افغان جرمن انلاین راپور د شمشاد په حواله:

27.01.2012 شمشاد تلویزیون

وسله والو طالبانو په قطر کې د امریکا له متحدو ایالتونو سره د روغې جوړې د پټو خبرو جزیات پاکستان ته په ډاګه کړي دی
د پاکستان اکسپرس ټرېبیون ویپاڼې لیکي، چې د سولې په خبرو کې یوه ښکیل افغان مشر ورته ویلي، طالبان هڅه کوي، ددغو پټو خبرو په اړه د پاکستان اندیښنې لیري کړي. په ورته وخت کې په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر بیا د افغانستان د سولې په خبرو کې د ګاونډیو هیوادونو د مداخلې مخالفت کړی دی. د پاکستان اکسپرس ټرېبیون ویپباڼې د نوم له خپرولو پرته د یوه افغان مشر له خولې لیکلي، چې افغان طالبانو په قطر کې د امریکا له استازو سره د خپلو پټو خبرو جزیات له پاکستان سره شریک کړي دي. ویبپاڼه زیاتوي، چې طالبانو له پاکستان څخه غوښتي که ددغو خبرو په اړه کومه اندیښنه یا نیوکه لري، نو له دوی سره دې شریکه کړي. دغه مشر همدا راز ویلي، چې د جلال الدین حقاني زوی ناصرالدین حقاني هم د حقاني شبکې په استازیتوب په دوبۍ کې د طالبانو له استازي طیب اغا سره لیدلي او له هغه سره یې خپل لیدلوری شریک کړی دی. په همدې حال کې په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ سفیر ملا عبدالسلام ضعیف اکسپرس ټریبیون ویبپاڼې ته ویلي، دی د سولې په خبرو کې د ګاونډیو د مداخلې مخالف دی. ملا ضعیف ویلي: (( که پاکستان په خبرو کې ښکیل شي، نو بیا به ایران، هند او نورو ګاونډي هم په دې پروسه کې ونډه غواړي. افغانان د داسې سیالۍ وس نه لري. افغانان باید په خپلواک ډول پریکړه وکړي او ټول هیوادونه باید د افغانستان د سولې د پروسې دیپلوماتیک ملاتړ وکړي. افغانان له یوه ستونزمن پړاو څخه د تیریدو په حال کې دي، که نور هیوادونه د خبرو په دې پړاو کې مداخله وکړي، نو دغه پروسه به د پام وړ پایله ورنلري.)) په همدې حال کې اکسپریس ټرېبیون د یوه افغان دیپلومات له خولې لیکلي چې افغانستان او پاکستان دواړه په قطر کې طالبانو ته د دفتر له پرانیستل کیدو خوښ نه دي. دغه دېپلومات ویلي، پاکستان له ولسمشر کرزي څخه غوښتي چې د اسلام اباد ته سفر وکړي، په داسې حال کې چې افغان حکومت بیا کابل ته د پاکستان د ولسمشر یا لومړي وزیر د سفر غوښتنه کوي. په ورته وخت کې د افغانستان په سویل لویدیځ کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال جان تولان بیا یو ایس اې ټوډې ورځپاڼې ته ویلي، چې د سولې د خبرو له پیلیدو سره هم په طالبانو کې خپل منځې وسله والې نښتې ډيرې شوي دي. جنرال تولان وايي، د طالبانو ترمنځ ددغو خپلمنځي نښتو له امله د مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې ده. یو اېس اې ټوډې ورځپاڼه زیاتوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د ګڼ شمیر مشرانو تر وژل کیدو وروسته د هغوي پر ځای ځوان او کم تجربه کسان ګومارل شوي دي. دغه ورځپاڼه د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په اړه د ملا عمر وروستي فرمان او په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې هغو بریدونو ته چې د ملکي مرګ ژوبله لامل ګرځي، په اشارې سره وايي، داسې ښکاري په افغانستان چې جنګیدونکې ډلې په کراره کراره د ملا عمر له کنټرول څخه وځي


م . ق
27.01.2012

د طالبانو مشرانو ملایانو صاحبانو ته زما د خیرخواهۍ یوه مشوره:

ګورﺉ که لږ د سیاست نه کار واغیستل شي، نو همدا ډیره زرینه موقع ده چې د پاکستان څخه پرته په خپلواکه توګه خپل سیاست، کړنلاره او پالیسي په مخ بوځئ.
هغه پدې ډول چې په قطر کې دفتر طالبانو ته دا زمینه مساعدوي چې مستقیما د عربانو، ترکې او نورو اسلامي ملکونو سره تماس ونیسي او دهغوي مرستې او فنډونه راجلب کړي، او بیا یې د همدې دفتر د لارې نه تنظیم او اداره کړي،پدې توګه به پاکستان له مینځه وځي،او هغه څه چې پاکستان د طالبانو د مرستې په نوم د عربو څخه اغیستل او بیایې ځان ته پټول هغه ټول به هم طالبان ترلاسه کړي، په همدې توګه پاکستان به نشي کولاي چې په طالبانو خپل شرایط او قیودات تحمیل کړي، اویا د طالبانو په سر دچا سره معامله وکړي، نو پدې ډول به طالبان په هر لحاظ د پاکستان د پنجې او پنجرې څخه خلاص شي او په ازادانه توګه به د نړیوالو سره د چنو وهلو جوګه شي او هم به یې په نړیواله توګه سیاسي حیثیت او مقام جوت شي.
په همدې هیله چې طالبان خپلواک او په نړیواله توګه د خپل عزم او تصمیم او برخلیک ټاکلو او د مستقلې ډپلوماتیکې پالیسي جوړولو خاوندان شي.
دا به نو ډیر د خوشحالي او د ټولو افغانانو د هرکلي لامل شي.

په درنښت


Re: طالبانو د قطر پټې خبرې له خپل بادار سره شریکې کړې !

khoshalkhan
27.01.2012

سياست دبيزو کار ندی ،لېونيان به خلک خندوي ،سادګان به ٧٠ درجې
ګرميږي !!
دسولې اول شرط د دواړو پلوو\خواوو ترمنځه اوربند وي !
دا کار تر اوسه ندی شوی !
سوله د اسمان په ستوريو کې پرته ده !

[quote:e3c87e9423="پتوال"]که څه هم عبدالسلام ضعیف په اسلام اباد او ګوانتانامو کې د طالبانو پخواني استازي ویلي وو چې د قطر
په خبرو کې د ګاونډیو ګډون د منلو وړ نه دی . اکسپرېس تربیون وژبپاڼې له پاکستان څخه خبر ورکړی
چې طالبانو له پاکستاني مقاماتو (ISI) سره د قطر پټې خبرې شریکې کړې دي .
تر اوسه طالبانو دپاکستان هره ضدافغانی نادوده لکه ګوډاګیان په پټه خوله منلې او زغملې ده، خو ډیر یې په لاسپوڅيتوپ منکر وو
چې ګواکې دوی نه غواړې خو مجبور دي
او سیاست کوي ، اوس چې د خپل ملت د برخلیک په اړه
په لوی لاس د پاکوستان خولې ته ګوري
دې ته به څوک سیاست ووایي او که وایي یې کوم ډول سیاست به ورته وایي ، ملي که پاکستاني؟؟؟[/quote:e3c87e9423]

دا ګنګوسې مېديايې پرو پاګنده د اعتبار وړ نده !
طالبانو دا لس کاله د صلیبي اشغالګروسره جنګ کړی چې په زرګونو مسلمانان
بکښې شهيدان شوي دي نود دوی او يواځې ددوی زړه چې دخبل څان د موفقيت
او کاميابي لپاره د چا ګډون لازم او ګټور بولي !

که صليبي تازيانو د نه منلو شرائط پر طالبانو کېښودل نو بيا به طالبان څکوي !!


پتوال
28.01.2012

[quote:20e6bca16a]دسولې اول شرط د دواړو پلوو\خواوو ترمنځه اوربند وي !
دا کار تر اوسه ندی شوی ! [/quote:20e6bca16a]
واه واه څومره ښه! ، خو آیا تر اوسه طالب اړخ ‌دومره غوښتنه
یا صرف څرګندونه هم کړې ده چې د سولې لومړي شر‌ط به اوربند وي ؟؟؟؟
څو په دې شرط سره یې داخلي او بهرني دوښمنان سخت تجرید کړي واي ؟؟؟؟
[quote:20e6bca16a]طالبانو دا لس کاله د صلیبي اشغالګروسره جنګ کړی چې په زرګونو مسلمانان
پکښې شهيدان شوي دي نود دوی او يواځې ددوی زړه چې دخپل ځان د موفقيت
او کاميابي لپاره د چا ګډون لازم او ګټور بولي ! [/quote:20e6bca16a]
دوی او ددوی زړونه خو آی اس آی په پیسو هم اخیستلاي شی، ولې دملت زړونه خو نشی اخیستلای ، نو
[quote:20e6bca16a]د دوی او یواځې ددوی زړه [/quote:20e6bca16a]
معیار نه دی . او سوال هم دادی چې د زرګونو افغان شهیدانو په وینو ولې بیا هم له isi سره تجارت وشی (؟) ، خو رښتیا چې
نه سیاست ته د بیزو کار وایی او نه د بیزو کار ته سیاست!

[quote:20e6bca16a]که صليبي تازيانو د نه منلو شرائط پر طالبانو کېښودل نو بيا به طالبان څکوي !![/quote:20e6bca16a]
خپلې جګړې ته به دوام ورکوي ، د د فتر له لارې به نړیوالې مرستې تر لاسه کوي او د لرو ‌طالبانو په شان به نه
پاکوستان ته او نه امریکایانو ته تسلیمیږي . په دې صورت کې به د ملت مرسته ور سره څو څو چنده زیاته شي .

والسلام



ع کريم حليمي
28.01.2012

درنو او مکرمو وړونو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
مکرم او دانشمند پتوال او مبارز قرآني صاحب ، داخو نده لازمه چه تاسو پر خبرونو تفصره کوئ او یا طلاب ته مشورېٖٖٖٖٖٖٖ ورکوئ ، اول موږ ته دا ووایاست چه دا صلح مشروعیت لري که یا ، دومره خو زه پوهېږم ! هر کله څوک په جنګ کښی فاتح او پیروز وي نو صلح کول ناروا دي ( فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ [color=cyan:3806194508]وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ [/color:3806194508]
که دا ریشتا وي چه امریکايي پر ګونډو وي ، نو داصلح خو حرامه ده ، او که طالبان غالب نه دي نو بیا ښه کار دا دی چه صلح وکړي ، زما پوښتنه دا ده چه طالب په کوم موقف کښی کرار لري ؟ مبارز صاحب ستاسو نظر څه دی
درنښت


پتوال
28.01.2012

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

د افغان ملت له پاره د مولیناحلیمی صاحب فارمول سم دی ، ځکه مونږ یې نه د ط‌الب او او کابل د حکومت
او نه د امریکا او پاکستان له اړخه ارزوو ، بلکې د مظلوم مستضعف افغان ملت له اړخه باید وارزول شي :

ملت په سوله کې د ملي آزادۍ او ودانۍ چانس ویني او د جګړې په غځولو کې یواځې مستضعف ملت بایللې
او په راتلونکې کې یې هم بایلي ، نو ځکه د اشغالګرو په وتلو او ملی آزادۍ له یوې خوا او د اسلامی ولسواکۍ په
منلو له بلې خوا ټینګار کوي ، که د سولې له لارې دا دواړه شرطونه د جګړې په دواړو خواو ومنل شي نو ګټه به ملت کړې وی !
له بهرنیانو څخه د پاکستانیانو لاسلرنه او مداخله دقطر په خبرو کې ددې هدف مخه نیسي ، اشغالګر ښايي تن ایښودلو ته اړشي !
اوس پوښتنه داده چې آیا طالبان د ملت ګټه او کامیا بي خپله ګټه او کامیابي ګڼلای او منلای شی که د پاکستانیانو به اوری؟
زمونږ اپیل ورته دادی چې ویې ګڼي او سوله و مني او خپله دوستي ددې پورې متعلقه کړي چې له آزادئ وروسته
بیا له آزاد او مستقل افغانستان سره څومره مرسته کوي !
امریکایان او د کابل لاسپوڅی حکومت حق نه لری له وتلو مخکې د ستراتیژېکې دوستۍ تړون لاسلیک کړي لکه څنګه
چې ‌طالبان هم حق نه لري د هېواد د برخلیک په اړه د قط‌ر له پټو خبرو څخه د ملي خیانت په توګه د افغانستان
کلاسیک دوښمنان لکه پاکستان خبر او یا یې په خبرو اترو کې شریک کاندي !
والسلام علیکم و رحمت الله و برکاته


bazgar
03.02.2012

مسټر پتوال واه واه څومره ښه !!!
دمیتود مطابق تبصیره!!!ما یو وخت درباندي دیومعقول سړي ګمان کاوه...ښه ده ،چې ځان دي معلوم کړ!!!!
دمذاکراتو دګنګوسو له اولې ورځې دې، دخپلو سختو فرضي دښمنانو(مقاومت کونکو) دعروج له ویرې له یوې اوبلې خوا هوايي ډزې کولې،ایله نن دکنځلو موقع درپیداشوه!!اوپه پوره عصبانیت دي سترګې پټې اوخوله وازه کړه...
داوو ستا میتود(چې تایې دعوه کوله)
اندیواله !یوځل بیا درته وایم، دافرسوده لهجه ایکسپیر شوې،وخت به دي ډیر ضایع شي ،خو روغ خلګ به ګمرا نکړی شې،یوازي روزګاري،اجرتي اوخرڅ شوي به دي تایدوي،هغوي دي پرته له دې هم ملګري دي...
(له دې نه په زیاته تبصیره نه ارزي)


khoshalkhan
04.02.2012

بزګر صيب د پتوال ډېرې خبرې ضد او نقيض دي ، دی يوهدف لري اوهغه
دطالب سپکه ده! پردې حساس وخت کې پتوال 70 % طالبان ټکوي او نور 30 % اشغالګر او مذ دور رژيم! دپښتنودوېش غچ له طالبه او پاکستانه اخلي ، شه
پلمه ! خودواړو خواوته يې څوک نه مني اونه يې اوس وخت دی ٠
په تېرو کې پتوال دخپلو غوښتنو اسناد نلري !
داسړی يالېونی دی او يا بحث ګرمه وي ، که لېونی وي خوخدای بخښلی ده اوکه
روغ وي نوخبر يې دملي زادي پر ضد، دصليبي سپرو غيرې مستقيمه کلکه پلوي
کوي . الله دې پتوال په غربي اولسواکي ټند کړي !


پتوال
04.02.2012

سلامونه مو علیکم !
بزګرخانه او خوشالخانه له تورونو او ادعا ګانو پرته خو بل څه کوم رغنده دلیل تاسې ندې وړاندې کړی چې
د لوستونکو قناعت پرې حاصل شی ، هسې تش په پرې او جنبې نیولو خو څه کار نه کیږي!

[quote:d270358cbd]د پتوال ډېرې خبرې ضد او نقيض دي [/quote:d270358cbd]
له دې ً ډېرو ٍ څخه خو یو ضد و نقیض راوښایه !

لس کاله مو ډلې تیر کړل دومره مو ونشول کړای چې یا پخپله داپوښتنه ځواب کړئ چې د افغانستان یو تاریخی
دوښمن پاکوستان ولې او د څه له پاره له طالبانو سره دومره هر اړخیزې (سازمانی، لوژیستیکي او پوځي ) مرستې کوي ؟؟؟؟
او نه مو ددې سوال حل ته تن ایښي چې پاکوستان زمونږ تاریخي دوښمن د افغانستان د بربادۍ او غلامۍ له پاره ،
نه د هغه د آزادۍ او آبادۍ له پاره د افغانستان له هر بحران ( مجاهدینو او طالبانو) څخه کار اخلی
او پټ او ښکاره مداخله کوي !

که څه هم دا یو روښانه حقیقت دی خو د منلو له پاره يې پتنګ د ابو جهل پشان زړه تر ISI هم ډ ېر تنګ دی
او نه یې منی ، خو فرض که چې ابوجهل دا حقیقت
ومانه او له بلې خوا لکه د اوس پشان په دې حقیقت همداسې ټینګ پاتې وي چې امریکا او لوېدیځوالو زمونږ هېواد اشغال کړی
او ویستل یې حتمي دي ، نو په دې صورت کې باید پتنګ خان څه وکړيي ؟؟؟؟
آیا د موقتی دوښمن څخه د آزادۍ له پاره ددایمي دوښمن پاکستان غلامي قبوله کړي لکه طالب مشرتابه چې قبوله کړې ده ؟؟؟
او که نعوذ بالله برعکس د کابل حکومت غوندې د پاکستان د مداخله کونکو پر ضد د امریکا غلامۍ ته دوام ورکړي ؟؟؟؟؟

[color=red:d270358cbd] نه !
نه ددوی او نه د هغوی غلامي منو ، بلکې په لوی الله او خپل غیور افغان ملت تکیه کوو او د دواړ پسې ډانګ را اخلو او بس ! [/color:d270358cbd]

مونږ افغان ملت د امریکا او پاکوستان په ګوډاګیانو نه وېشو، بلکې د حل لار داده چې :

[color=blue:d270358cbd]ددواړو دوښمنانو پر ضد ملت یو موټی او د هغوی نه اصلاح کېدونکي ګوډاګیان له ملت څخه تجرید شی !
تر دې غوره لار بله نشته او دا د حل یواځینۍ لار د ملت لار ده، چې هېڅ یو بهرنی دوښمن او د هغوی لاسپوڅي
یې نه غواړي !!! او لاسبوڅي يې په همدې پیژندل کیږي چې نه یې غواړي او نه یې غوښتلی شی !!!
. والسلام [/color:d270358cbd]


Naeem sadat
04.02.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

پتوال صاحب لیکلی

[code:1:534adf8624]لس کاله مو ډلې تیر کړل دومره مو ونشول کړای چې یا پخپله داپوښتنه ځواب کړئ چې د افغانستان یو تاریخی
دوښمن پاکوستان ولې او د څه له پاره له طالبانو سره دومره هر اړخیزې (سازمانی، لوژیستیکي او پوځي ) مرستې کوي ؟؟؟؟[/code:1:534adf8624]

د پاکستان لپاره د امریکایانو ماتیدل په افغانسان کی حیاتی موضوع ده او د پاکستان دولت د خپلی (،،،،) له ډاره له طالبانو سره کومک کوی

نن د طالبانو سره د د جنګ لپاره څو مختلف هیوادونه مرستی کوی
بیا د جنګ په حالت له هر چا نه د مرستی اخستل جایز کاردی

د


..Ahmadzai
04.02.2012

پتوال صاحب

دغه ملت چیرې دی، چې هر وخت ستا په خوله وي؟ مونږ خو یې غږ هم وانورید، دغه ملت ولې خاموش دی؟ ولې د ځان دفاع نه کوي؟ ولې دومره بې همته دی؟
ولې نه راپاڅیږي أو خپله مبارزه نه پیلوي، ولې دومره ډارن أو بیغرته دی؟

أفغانان خو دومره بیغرته بې همته ندي، هر یرغلګر ته یې د سر په ککرئ که خپلې وینې ورڅښلي دي.

هسې نه چې ستا مطلب له ملت څخه خپل ځان أو أنډیولان دې وي، أو نور أفغانان درته ګوډاګي أو لاسپوڅي ښکاري.

خو بیا هم که یواځې تاسو یئ چې سوچه خپلواکه ملت تمثیلوئ نو بیا خو په نره میدان ته راودانګئ أو خپل فرضیت أدا کړئ ، أو یا هم د ملت نوم نور په خوله مه أخلئ.

ځکه مونږ خو وینو چې ملت په میدان کې دی په نره مقاومت کوي أو یا هم مقاومو مجاهدینو سره پوره ملاتړ أو همکار دي، أو دا وروسته د الله تعالی د نصرت څخه د مجاهد غیور ملت برکت أو همت دی چې ټوله غربي نړي أو خپل لاسپوڅي یې په ګونډو کړي .

په درنښت


عادل عادل
05.02.2012

السلام علیکم

[quote:100d83da26]درنو او مکرمو وړونو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
مکرم او دانشمند پتوال او مبارز قرآني صاحب ، داخو نده لازمه چه تاسو پر خبرونو تفصره کوئ او یا طلاب ته مشورېٖٖٖٖٖٖٖ ورکوئ ، اول موږ ته دا ووایاست چه دا صلح مشروعیت لري که یا ، دومره خو زه پوهېږم ! هر کله څوک په جنګ کښی فاتح او پیروز وي نو صلح کول ناروا دي ( فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ
که دا ریشتا وي چه امریکايي پر ګونډو وي ، نو داصلح خو حرامه ده ، او که طالبان غالب نه دي نو بیا ښه کار دا دی چه صلح وکړي ، زما پوښتنه دا ده چه طالب په کوم موقف کښی کرار لري ؟ مبارز صاحب ستاسو نظر څه دی
درنښت[/quote:100d83da26]

عزتمند حلیمي صاحب،،، زه خو ستاسو د پورته نظریې سره په بشپړ عکس باندې باوري یم،،، یانې مسلمان ته جایز نه ده چې په ضعیف حالت کې سولې ته غاړه کښېږدي،،، ځکه چې د مقابل لوري شرایط به مني،،، خو که مسلمان په غلبه کې شو،،، (له غلبې نه مې مطلب ځمکني حقایق او په حالاتو برلاسی دی نه توپ او جاز او تکنالوجي(،،، نو نه تنها چې سوله کول منعه نه دي بلکه د دښمن د غوښتنې په وخت کې یو ضرورت هم دی،، د مسلمان د برلاسی په وخت کې تیري کوونکی کافر حاضر دی چې د مسلمان شرایط ومني،،، که برلاسي نه وای نو د خپلواکی غوښتونکو افغانانو په اړه خو د امریکایانو زورګویه او متکبرانه پالیسي له هیڅ چا هم پټه نده چې بنسټ یې د نړی تر ټولو احمق انسان بوش ایښی او دا لس کاله یې امریکایان د خپل ضرر پر لور پر مخ ولي،،،،

او پاته شوې د ښاغلي پتوال صاحب خبرې،، نو زما ورته د وروری توصیه ده چې د خپلو مجالسو، ناستې پاستې، راشه درشه کتګوري دې یو څه پراخه او زمونږ د وولس هر قشر ته شامله کړي،،، دوی ته به ملت احتمالا هغه کتګوري خلک ښکاري چې دوی به ورسره اشنایي او ناسته ولاړه لري،،، والله اعلم

زه شخصا په سیاست نه پوهېژم خو د خپلو عامو افغانانو په پېژندنه کې د دوی د نه په شا کیدونکي دریځ باندې ایمان مې د نن په څېر لس کاله وړاندې هم په یو ډول پیاوړی او یقیني وو او دی،،،،

په 2001 کال کې چې ټوله نړی زمونږ په ګران هېواد افغانستان باندې د وحشي یرغل ملاتړې شوه،، او مسلمانو هېوادونو یې هم ځنو ملاتړ او ځنو هم په وړاندې سکوت اختیار کړ،،، نو واقعا چې د مظلومو عامو افغانانو لپاره د ناهیلی حالت وو،،، ما به هغه وخت خدای ج ته عاجزانه سوالونه کول چې په بارانونو او واورو سره زمونږ له وطن څخه وچکالي ورکه کړي، تر څو یوه مړی وچه ډوډی، اوبه، او سپین ټکی یانې پۍ مو په کورونو کې پیدا او په دې توګه د خدای ج په نصرت سره د یرغلګرو د حتمي ماتولو جوګه شو!!!

د افغان سر کې کله هم چېرته تېر شوي نه دي
چې یرغلګر به دلته نه خوري د تکبیر ډبرې


Sangar Watan
05.02.2012

پتوال صيب سلامونه

ښه مو پياد دى چى په پاكستان كى ميشت افغاني مجاهدين كوم چى د سرو روسي ليوانو په مقابل كى جنگيدل، وار وار پدى متهم شوي ول چى په مجاهدينو كى گواكى يو گن شمير كمونستان او د روس نوكران شتون لري او پدى توگه غواړي چه د روس تجاوز ته پرده پوشي وكړي. 
دطالبانو داسلامي جنبش د ايجاد له اولو شيبو نه پاكستاني جرنيلانو بريتونه تاوول چى طالبان زموژ بچي دى.غربيانو هم په وار وار دا خبره تكرار كړى چى طالبان د پاكستان او isi تر كنترول او هدايت لاندى فعاليت كوي.

كه په رښتيا سره طالبان دى isi تر كنترول لاندى وي نو بيا ولي او څنگه كيدى شي چى isi دى دخپل ولي نعمت او بادار دشمن يعنى طالب د امريكى او انگليس په مقابل كى تقويه او تجهيز كړي؟؟؟

اصلي خبره داده چى پاكستانى ولس،کلک مسلمان ولس دى او پاكستان ته داسلام دروستى سنگر افتخاري نوم وركړ شوى دى نو دا ځكه isi دخپل ملت له بيرى مجبور دى چى له اسلامي جنبشونونه، خاصتاً پخپل گاوندي هيواد كى حمايت وكړي.
طالبان حق لري چى له هر مسلمان نه مرسته واخلي.
فرضاً كه پاكستان طالبان كاملاً تر كنترول لاندى ولري نو څه؟
دوه اسلامي هيوادونه او دوه ورونه هر يو حق لري چى دبل كور ناسمى ور سمى كړي.
كه نن طالبان په كابل كى واكمن شي صبا له خيره د اسلام اباد نوبت دى.

خلاصه:شف شف نه شفتالو،ښه دی سرخلاس او ځان پری پوی کړه چه طالبان او دپاكستان مسلمان ولس سره ورونه دي. 
داسى ورځ لرى نه ده چى دواړه هيوادونه سره يو شي او بيا ټوله اسلامي نري تر يوه خلافت لاندى راولي٠


م . ق
10.02.2012

[quote:b268d0be8a="ع کريم حليمي"]اول موږ ته دا ووایاست چه دا صلح مشروعیت لري که یا ، دومره خو زه پوهېږم ! هر کله څوک په جنګ کښی فاتح او پیروز وي نو صلح کول ناروا دي ( فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ [color=cyan:b268d0be8a]وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ [/color:b268d0be8a]
که دا ریشتا وي چه امریکايي پر ګونډو وي ، نو داصلح خو حرامه ده ، او که طالبان غالب نه دي نو بیا ښه کار دا دی چه صلح وکړي ، زما پوښتنه دا ده چه طالب په کوم موقف کښی کرار لري ؟ مبارز صاحب ستاسو نظر څه دی
درنښت[/quote:b268d0be8a]
وعليکم السلام ورحمت الله،
زما په فکر د طالبانو او امريکا دواړو موقف په ګټونکي حالت کې قرار نه لري ځکه خو دواړه اړ شول چې يوه بله لاره چاره ولټوي نو پدې اساس صلح جايز ده او کچيرته طالبان غالب وي نو بيا صلح کول د اسلامي اصولو د ملحوظ نظر ساتلو څخه زيات يو سياسي مصلحت دی چې د اسلامي اصولو سره په ټکر کې دی٠
والله اعلم 


پتوال
21.03.2012

ملتوال دوه ګنګې جملې لیکی :
[quote:21be05b59d]د پاکستان لپاره د امریکایانو ماتیدل په افغانسان کی حیاتی موضوع ده [/quote:21be05b59d]
څنګه او په کومه معنی ؟؟؟؟؟ مطلب دې روښانه که!
[quote:21be05b59d]او د پاکستان دولت د خپلی (،،،،) له ډاره له طالبانو سره کومک کوی [/quote:21be05b59d]

(،،،،) یعنې څه ؟؟؟؟ د څشی له ډاره ؟؟؟؟؟ که پاکستان له طالبانو سره مرسته ونکړي په پاکستان څه آسمان رالویږي؟؟؟؟

د بزګر په نوم یو جناب لیکی:

[quote:21be05b59d="bazgar"]مسټر پتوال واه واه څومره ښه !!!
دمذاکراتو دګنګوسو له اولې ورځې دې ....یوې اوبلې خوا هوايي ډزې کولې،ایله نن دکنځلو موقع درپیداشوه!!اوپه پوره عصبانیت دي سترګې پټې اوخوله وازه کړه... داوو ستا میتود(چې تایې دعوه کوله)(له دې نه په زیاته تبصیره نه ارزي)[/quote:21be05b59d]

پتوال نه په دې روان بحث او نه بل چیرې چاته کنځل کړي دي، تا باید هغه ځای دلته را اقتباس کړی وای چې ستا په
فکر خنډ ښکاري ، که مایې درته ځواب نشو ویلای بیا دې حق لاره چې دا پورته تورونه وتپې، اوس تر هغه پورې
چې اړونده کنځل دلته رااقتباس نکړې ستا پورتني تورونه ستا په خپلې غاړې درانده طوقونه دي ګرځوه یې - زه درسره هېڅ مرسته نشم کولی!

احمدځی خان لیکی چې ملت خو د کرزي او ملا عمر پلویان دي، نور ملت نشته ، که وي نو دا ملت څوک دي ؟؟؟؟؟

وروره که داسې وي نو ستا استدلال څه دی چې د ملت څو فیصده د کرزي او څو فیصده یې له ملا عمر سره ولاړ
او یا یې پلویان دي ؟؟؟؟ هله به درته څرګنده شی چې د ملت تر ۷۰٪ پورې نه د یو او نه د بل سره ولاړ دي !

که ملت ته واقعاً د آزادو انتخاباتو چانس ورکړل شي ، نو آیا فکر کوې چې له دوی څخه به یو هم له ۱۰-۱۵ فیصدو څخه زیاتې رایې وګټي ؟؟؟؟؟ خدای خبر که دومره هم وګټي ، والله اعلم !!!!!


khoshalkhan
21.03.2012

[quote:c6889c4b1b]پتوال نه په دې روان بحث او نه بل چیرې چاته کنځل کړي دي، تا باید هغه ځای دلته را اقتباس کړی وای چې ستا په.......[/quote:c6889c4b1b]

واوا! اوس نو پرتوګ هم ر انه باسې !
تاکنځلې ندي کړې خو کنځلماران دې خوشې کړي دي ،څوواره مودرته ليکلي
خودانډيوال کرزي غوندې دې ، خپل څټ مړ اچولی دی اودکنځلمارانوڅخه
غړيتوب نه اخلې ! دغه عمل به دې زوال وي !!!


پتوال
21.03.2012

[quote:c38638eee8="khoshalkhan"][quote:c38638eee8]پتوال نه په دې روان بحث او نه بل چیرې چاته کنځل کړي دي، تا باید هغه ځای دلته را اقتباس کړی وای چې ستا په.......[/quote:c38638eee8]

واوا! اوس نو پرتوګ هم ر انه باسې !
تاکنځلې ندي کړې خو کنځلماران دې خوشې کړي دي ،څوواره مودرته ليکلي
خودانډيوال کرزي غوندې دې ، خپل څټ مړ اچولی دی اودکنځلمارانوڅخه
غړيتوب نه اخلې ! دغه عمل به دې زوال وي !!![/quote:c38638eee8]

[color=red:c38638eee8]زه ورک شه ! بې تمیزه انسانه!! :

که له تانه چا په کنځلو غړیتوب اخیستلای، دالس کاله به دلته څنګه پاتې شوی وې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:c38638eee8]


khoshalkhan
21.03.2012

ياره په تاسوخلکو ولاکه اباده شي ،نه ترپ لرۍ نه خرپ!
کنځلې خوفرق کوي ! ستاخوشې کړي سپي خو دمور او پلار کنځلي کوي !
ته ورشه زما پوچې کنځلې راپه ګوته کړه !
زه خولودګانوته په دليل سره سختې خبرې ليکم خو د کوستېزن ،حرامي .....
اونوروکنځلو کول اويادول يې مااخلاقا په ډارکې اچوي !
بې کفايته انسانه کنځلمارو ته اخطار هم نه ورکوې !
چې نشې يې کولی خوبل چاته دادکرزي پاچايې ورکړه !
ددې مرداري مسئوليت ستاپه غاړه ده اواخلاقي محاکمه يې !

[quote:fa1509c741="پتوال"][quote:fa1509c741="khoshalkhan"][quote:fa1509c741]پتوال نه په دې روان بحث او نه بل چیرې چاته کنځل کړي دي، تا باید هغه ځای دلته را اقتباس کړی وای چې ستا په.......[/quote:fa1509c741]

واوا! اوس نو پرتوګ هم ر انه باسې !
تاکنځلې ندي کړې خو کنځلماران دې خوشې کړي دي ،څوواره مودرته ليکلي
خودانډيوال کرزي غوندې دې ، خپل څټ مړ اچولی دی اودکنځلمارانوڅخه
غړيتوب نه اخلې ! دغه عمل به دې زوال وي !!![/quote:fa1509c741]

[color=red:fa1509c741]زه ورک شه ! بې تمیزه انسانه!! :

که له تانه چا په کنځلو غړیتوب اخیستلای، دالس کاله به دلته څنګه پاتې شوی وې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:fa1509c741][/quote:fa1509c741]


Musaferjan
22.03.2012

پتنګه وروره
سختې خبرې هغه چا ته ليکه چې خاطر پرې لرې۰
په دې پټه نړۍ کې مشر اوکشر معلومول خورا ستونځمن کار دی.۰
بيا نني ځوانانو کې د مشرانو ادب او احترام زښت کم ليدل کيږي۰
يو وخت خو دلته ستميانو اوکمونستانو لیکل کول، ستا غوسه به پرې سړېدله،
اونورو ليکونکو به ترېنه خونداخيست۰
اوس نو ستاسې حوصله ډېره کمه شوې، او بل مصيبت دا دی چې فوروم کې يو عدد
ځوان ليکوالان ستاسو پېښې کوي، چې مساله يې نوره پسې خرابه کړه۰
ډېر د افسوس ځای دی، چې ټول افغان داسې حالت ته رسېدلی، دښمنان ښه پرېمانه
لرو، ټول به را پورې خاندي۰


پتوال
22.03.2012

درنو ورونو السلام علیکم !

خوشاله وروره د نوشیروان عادل هغه کیسه به مو په بادوي چې د ښکار په وخت یې د کباب له پاره خپل یو سرتیری
کلي ته واستاوه چې مالګه راوړي، خو وروسته یې ورپسې غږ وکړ چې مالګه په بیه واخله ، سرتیري په تعجب پوښتنه وکړه
چې ددې مالګې په څه قیمت وي چې زه به یې ورکوم ؟ نوشیروان ورته وویل نه! په هر صورت به قیمت ورکوې، د ظلم
اساس اول ډیر کم و، هر سړي پرې لږ لږ ورزیات کړی چې اوس
د ظلمونو غرونه ولاړ دي!
په ټول افغان بحثفورمونو کې د کنځلو اساس تاسې ایښی !!!
(( لوده)) ویل خو ستا داسې تکیه کلام دی چې هر مشر او کشر ته یې کاروې ، ځان مو له ځوانۍ څخه د بدخُلقه سپبین ږیري
په رول کې زوړ کړ . نو دا پلمې مه کوه چې زما کنڅل ګواکې ښې دي او د نورو بدې دي، هغه بدې هم ستاسې د کنځلو
پایلې دي او د قابیل غوندې چې د هر قتل نیم عذاب یې په برخه دی د ټول افغان د هرې کنڅلی نیمه پړه پر تا پرته ده ،
ځکه چې ته یې موسس يې !!!!

نو لومړی پاسه او د ټولو لوستونکو مخکې غوږونه ونیسه او د هر ډول تعرض ، سپوراو سپک لفط څخه د نر غوندې د پوزې خط وباسه او بیا پر ویستلې توبه هم ټینګ پاتې شه ، نو هله
به په ټول افغان کې کنځل بند ې شي او هر مرتکب به یې اخراجیږي !
که ته په ځان بد لفظونه کارول بند نه کړې
او د ارتکاب په صورت کې د ټول افغان پرېښودلو ته چمتو هم نه یې، نو تر هغه به د نورو له کنځلو ځخه شکایت هم نه کوې !
ولې ؟ ، ځکه چې ستا شکایت د مخالفینو له کنڅلو څخه وي، خو نورو ته د خپل پلویانو له کنځلو څخه دې هېڅکله شکایت ونکړ !
دې ته وايي سیاسی دپړماري ، نه اخلاقي دریځ ، نوځکه پرې څوک غوږ هم نه وړي!

د حل یوه بله لار هم شته: به هغو کې چې ستا په اند سختې رټنې کوي ښايی هم په اداري هم علمی او دینی لحاظ
بیاوړي شخصیتونه هم موجود وي، چې خرپ لري او ترپ ته اړتیا هم ونه لري او مسولیت وروسپارو، نو د ټول مسول
په توګه به رټل او کنځل هم پریږدي او اداري چارې به هم ښه په خرپ او زرپ پر مخ وړي ، بیا نو کنځل خو لا څکی
څکی، که تاغوندې چا بل ته لوده هم وویل له فورمونو څخه به اخراج شوی وي، بیا به نو هيڅوک ګیله نه کوئ ، سمه ده ؟؟؟؟
نور نو ستا خوښه چې لومړی حل منې او که وروستی !

رحمان ښه ویلي :

که چا تله د انصاف په لاس کې درکړه
............................... خپل ټټو او دبل آس به برابر کړې !


پتوال
22.03.2012

یو تن د بزګر په نامه لیکی :

[quote:218543112a]پتوال واه واه څومره ښه !!!..... ایله نن دکنځلو موقع درپیداشوه!!اوپه پوره عصبانیت دي سترګې پټې اوخوله وازه کړه..[/quote:218543112a]
پتوال چاته نه کنځل کوي او نه عصبانیت لري ، خو که تاسې یې د لیکنې اړونده متن را اقتباس کړی وای په استناد سره دې بیا
حق درلود چې څه ووایی او د ځواب تمه یې هم ولرې . دا تش تورونه دې اوس په ځواب نه ارزي!

ملتوال په ګونګه توګه لیکی:
[quote:218543112a]د پاکستان لپاره د امریکایانو ماتیدل په افغانسان کی حیاتی موضوع ده [/quote:218543112a]
څنګه او [color=red:218543112a]د څه لپاره [/color:218543112a]ورته حیاتي موضوع ده ؟؟؟؟ اوس برې څه نشي ویل کزدای چې ستا مطلب څشی دی؟؟؟
[quote:218543112a]
او د پاکستان دولت د خپلی (،،،،) له ډاره له طالبانو سره کومک کوی [/quote:218543112a]
دلته دې هم موخه په (،،،،) پټه پرېښودلې ده ! لیکنه دې ښايي د سنګر وطن له هغې سره ظاهرا ګډ ټکي ولري .

احمدځی لیکي :
[quote:218543112a]دغه ملت چیرې دی، چې هر وخت ستا په خوله وي؟ مونږ خو یې غږ هم وانورید، [/quote:218543112a]
ځوانه آیا ستاسې په فکر به د حکومت یا طالبانو پلویان به له ۱۰-۱۵ فیصدو څخه زیات وي؟؟؟؟ فکر نه کوم چې دغه فیصدي هم ولری،
خو که ویې لري نو دا پاتې ۷۰ فیصده ملت نه دی ؟؟؟؟

سنګر وطن یوه منطقي پوښتنه کړې :
[quote:218543112a]كه په رښتيا سره طالبان دى isi تر كنترول لاندى وي نو بيا ولي او څنگه كيدى شي چى isi دى دخپل ولي نعمت او بادار دشمن يعنى طالب د امريكى او انگليس په مقابل كى تقويه او تجهيز كړي؟؟؟ [/quote:218543112a]

سنګر وطن صیب ددې منطق محدودیت به تاسو ته روښانه شی چې د طالب پرځای صرف د اسامه نوم ولیکئ ، تا او ټولې نړۍ ته
په ډاګه شوه چې اسامه د ISI له سپېږمو څخه راوویستل شو او د هغوی حفاظت تقویې لاندې و، نو :
[color=brown:218543112a]كه په رښتيا سره اسامه د isi تر كنترول لاندى وي نو بيا ولي او څنگه كيدى شي چى isi دى دخپل ولي نعمت او بادار دشمن يعنى اسامه د امريكى او انگليس په مقابل كى تقويه او تجهيز كړي؟؟؟ [/color:218543112a]

[quote:218543112a]اصلي خبره داده چى پاكستانى ولس،کلک مسلمان ولس دى او... isi دخپل ملت له بيرى مجبور دى چى له اسلامي جنبشونونه، خاصتاً پخپل گاوندي هيواد كى حمايت وكړي....فرضاً كه پاكستان طالبان كاملاً تر كنترول لاندى ولري نو څه؟
....كه نن طالبان په كابل كى واكمن شي صبا له خيره د اسلام اباد نوبت دى....داسى ورځ لرى نه ده چى دواړه هيوادونه سره يو شي او بيا ټوله اسلامي نري تر يوه خلافت لاندى راولي٠
په درنښت[/quote:218543112a]

مخکې له دې چې ستا دې مدعا ته ځواب درکړم بری.ده چې ستا خبل ملګري په دې اړه څه نظر ورکوي،
ایا مني یې او که ردوي یې ؟؟؟؟ دوی شاید په تاسې د مجرد او غیر واقعي نظر خاوند وګڼي او زما ځواب ته هډو ضرورت باتې نشي ، که څنګه ؟؟؟؟ والسلام !


پتوال
29.03.2012

سلامونه !
سنګر خان لیکي :
[quote:c4ec9079eb]اصلي خبره داده چى پاكستانى ولس،کلک مسلمان ولس دى او... isi دخپل ملت له بيرى مجبور دى چى له اسلامي جنبشونونه، خاصتاً پخپل گاوندي هيواد كى حمايت وكړي....فرضاً كه پاكستان طالبان كاملاً تر كنترول لاندى ولري نو څه؟ [/quote:c4ec9079eb]
ددې لیکنې په اړه له سنګر پرته نور ټول طالب پلوه ګډون وال چوپ پاتې شول چې نه یې تاییدوي او نه یې ردوي !

چوپ پاتې کزدل یې په دې لوی خیانت او جنایت باندط د رضا نښخه ده، خو څنګه چې یې نشی دفاع کولی اعتذاف پرط هم نشی کولط !
ځکه ،سنګر خانه، که پنجابیان طالبان کاملا د خپل تسلط لاندې ولري او ستا په اعتراف یې لری هم ، نو زما او د بل او بل یې پرې څه،
خدای دې وکړي چې د بن لادن غوندې هر طالب ته
په ایبټ اباد اسلام آباد او ملتان کې ماڼې ورکړي، خو داچې د خبل واک له پاره یې په افغانستان کې واک ته رسول غواړي او د طالب پواسطه پر افغانستان حکومت کوي، او ته دغسې پنجابی حکومت ته اسلامی خلافت وایې او آن تر دې چې په اسلام آباد
د طالبانو حاکمیت یې بولې؟؟؟؟؟ :lol: :lol: :lol: :lol:
نو داسې ولې نه وایی چې په پنجابي پاکوستان کې د افغانستان مدغم کولو او ورئکولو ته اسلامی خلافت یا اسلامي آمارات وایم :

[quote:c4ec9079eb]....كه نن طالبان په كابل كى واكمن شي صبا له خيره د اسلام اباد نوبت دى....داسى ورځ لرى نه ده چى دواړه هيوادونه سره يو شي او بيا ټوله اسلامي نړي تر يوه خلافت لاندى راولي٠
په درنښت[/quote:c4ec9079eb]

دا جمله دا سې ژباړل کیږي چې :
که نن پنجابی مسلم لیګ او ISI د طالبانو په واسطه په کابل مسلط شي ، نوسبا به له اسلام اباد څخه نور ګوندونه هم وکاږي
او دواړه هېوادونه به سره مدغم شي، اول به کوښښ وکړي چې دسیمې اسلامي هیوادونه لاندې کړي او د عربو د غولولو له پاره الظواهري پرې خلیفه وټاکي بیا عربی هیوادونه ورته راوبولي نو د بنجابیانو له خلافت سره به د عربو پترو ډالر هم داسلام آباد به برخه شی بې له دې چې د یو پنجابی په کې پوزه هم وینې شی خو نور مسلمانان به تیره پښتانه به په کې تباه او له مخې لیرې کړي!
بس : توره به لا لا وهي مړۍ به امد لا وهي!
سره له دې چې په جهالت کې هره نخره امکان لري خو آیا د دې ډول خیالپلو په موجودیت به له انپړانو پرته بل څوک هم باور وکړي ؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more