د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

پاكستان او يوه نوى لوبه

ډاکتر څپاند
21.01.2012

پاكستان او يوه نوى لوبه

هيوادوال په ياد لري چې پاكستان ولې د يوه هيواد په توگه را منځ ته شو؟
هغه څه چې نن سبا په پاكستان او افغانستان كى پيښيږي، د پاكستان د تاريخ او ايجاد سره كلك تړاو لري.
زما په اند، دې افغانستان او پاكستان تاريخ،خصوصاً په تيرو ٤٠ كلونو كې دغرب له خوا ترتيب، تنظيم او پلى كړی شوى دى.
اوس بايد دا ياد را تازه كړو چې غربيان ولى افغانستان ته راغلل؟
كيدى شي يو گن شمير لوستونكي زما سره موافق نه وي خو زه ليكم چى غربيان ځكه افغانستان ته راغلي دي چى نه يواځي ددې هيواد طبيعي زيرمې خپلې كړي بلكه منځنى اسيا هم تر خپلې سلطې لاندى راولي او تر تولو مهمه دا چى په سيمه كى د چين ،روسىي او حتى هنددنفوذ مخنيوى وكړي.
د افغانستان تر ښكيلاك يااشغال روسته كله چى د غربيانو پلانونه ديوشمير خنډونو سره مخامخ شول نو هله ئي تلاش وكړ چې په پاكستان كې گواكې دموكراتيك نظام بيا رامنځ ته كړي. له يوي خوا ئي پرويز مشرف، نظامي واكمن ته هدايت وركړ چې دې پاكستان د عالي محكمى مشر ښاغلى چودري سبكدوش كړي او له بلى خوا ئي شاغلي چودري او دوخت د غوښتنو سره سم د بينظير بوتو تر مشرى لاندى دپاكستان دخلكو گوند او د نواز شريف مسلم ليگ گوند ته لارښونه وكړه چې دې جنرال مشرف په مقابل كې مقاومت وكړي.پايله داشوه چې دې حقوق پوهانو د تظاهراتو په نتيجه كې غربي ميديا شاغلي مشرف ته هدايت ور كړ چې استعفا ور كړي.

بينظيره چى د غرب تر حمايت لاندى ديوه حكومت د جورولو لپاره پاكستان ته راغله، دځيني احساساتي پاكستانيانو ترتاثير لاندى پدى اند شوه چې گواكې دغرب له مرستې بغير كولى شي چې واك ته و رسيږي. كله چى غربيان د بينظيري په اند پوي شول د هغې خوله ئي د تل لپاره وتړله.
دبينظيري ميړه ښاغلى اصف علي زرداري او ورسره يوسف رضا گيلاني حاضر شول چې په خپله وعده وفا وكړي. ټولټاكنى وشوې او له خيره سره زرداري او ګيلاني واك ته ورسيدل.

مگر اوس ولى بيا په پاكستان كى حالات بحراني دي؟
له يوې خوا د ملكي ادارې او نظاميانو تر منځ او له بلى خوا دې قضاىي نظام او ملكي ادارى تر منځ.
دقضئى ظاهري بڼه داسى ده چې گواكې جمهور ريس زرداري دامريكى نه غوښتي ول چى په پاكستان كى د كودتا مخنيوى وكړي نو ځكه دپوځ او ملكي ادارى اړيكى خړ پړ شول.
له بلى خوا بياهم داسى ښكارول كيږي چې گواكى صدر اعظم يوسف گيلاني دجمهور ريس د اختلاص دوسيه
هغه دوسيه چى په ٢٠٠٣ كال د سويس د يوى محكمى لخوا پيشكش شوى، ناليدلې بللې او تعقيب كړې ئي نده.په همدى وجه يوسف رضا گيلاني تيره اوني دپاكستان سترى محكمى ته احضار شو او دمحكمى فيصله ياحكم د فبروري تر لمړى نيټى پورې وځنډول شوه.
هلته ئي دبلوچانو خپلواکې جنبش دلمړي ځل لپاره دنړۍ په سطح رابرسېره کړ٠
تصادفي نه ده چى امريكا خپل نه پخلاكيدونكي دښمن يعنى طالبانو ته په قطر كى دفتر پرانيست او د هغو نمايندگانو او كورنيو ته ئي سلگونه ميلونه ډالره وركړل٠
او بيا هم تصادفي نده چى امريكايان او جرمنان د افغان ولس دشتون د دښمنانو يعنى مسعود، محقق،دوستم او ورته اشخاصو سره په جرمني كى پټې خبرې اترې تر سره كوي.

ددى تولو قضاياو نه يو منطقي نتيجه تر لاسه كيدى شي او هغه دا چې غربيان په سيمه كى ستر او شوم پلانونه لري.
لرې به نه وي چى غربيان وكړی شي چې په پاكستان او افغانستان كى د مزدورو ځواكونو په مرسته يو يا دواړه هيوادونه تجزيه او د سيميي جغرافيه دخپلو استعماري اهدافو سره سم تغير او تنظيم کړي٠


Naeem sadat
21.01.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

څپاند صاحب نتیجه ګیری دی ښه کړی دا یو واقعیت ده


ahmad bilal
21.01.2012

محترم ډاکټر صیب څپاند السلام علیکم! ډیره ښکلې موضوع مو پرانستلي ده...

د یو هیواد منځ ته راتلل او جوړیدل په یو څو شیبو کې نه کیږي! د هیواد په جوړیدلو پس شا ډیر عناصر وي چې دغه هیواد جوړیدلو ته لیار پرانیزي.....

دغه سیمه د پخوا څخه ډیر اهمیت لري.... ځکه خو د نړۍ درست مشهور امپراطوران، فاتحین له دغې سیمې څخه تیر شوي دي، دغه سیمه د نړیوالو طاقتونو د مقابلې سټیج جوړ شوې ده، د دغې سیمې پخواني لیار(ریښمینو لیار) باندې اوس هم بهرني طاقتونه (چین، روس او د هیلري کلینټنې آمریکا) ګرم بحثونه کوي هر یو غواړي ترڅو دغه لیار د خپلو مفاداتو لپاره پخپلو ټاکل شوي لیارو څخه وکښي.....

دلته لومړۍ بهرني طاقت چې خپلې ګوتې وهنې يې پیل کړی هغه د جهانګیر مغولي وخت څخه شروع شوی وايي کله چې هغه ناروغه شو او د هغه علاج څخه د ټول هندوستان حکیمان عاجز راغلل (که څه هم دومره غت مرض یې نه درلود) نو د هغه علاج یو انګریز ډاکټر وکړ، پس د علاجه هغه ورته کړ چې وایه څه غواړې؟ هوښیار ډاکټر ځواب ورکړ، د بمبئ (ویلیم فورټ!) غواړم!
د دغه اجازې اخستلو سره د انګلیس کمپنې هندوستان کې سم مجهز تجارت پیل کړ او ځان سره یې وړوکې فوځ هم راوسته.........
( له دغه ځای څخه د انګلیس سیاسي جګړه پلي کیدل پيل شوه ځکه هغه ډاکټر خو یو تری قلعه واخسته او بل د لږ فوځ راوستلو اجازت یې تری وغوښته چې دا بیا په خپل ځای د انګلیس ډاکټر په سیاسي بصیرت دلالت وایه...)
د وخت سره مغولي سلطنت د خپلو کم فهمو بچیانو کې ویشل کیده او مرکز ورو ورو
کمزورې کیده له دې سره کمپنې هم خپل سیاست پیل کړ.... نو انګلیسي کمپنۍ د خپلو روپیو په مرسته غداران اخستل شروع کړل او دغې ثمره بیا
د کامیاب ۱۷۵۷ء پلاسي جګړۍ څخه کله چې د کمپنې جنرال لارډ کلائډ په سراج الدوله کامیابي حاصله کړه ( که څه هم د میر جعفر د غدارۍ له وجهې) راووتله ... نو هغوي مخې ته یوازې میسور پاتې شو ځکه میسور د هندوستان (مغولي مرکز خوا ته په منځ لاره کې ؤ) نو ځکه هغوي د میسور حیدرعلي خلاف جګړۍ پيل کړې خو حیدرعلی دوه ځله انګریزانو ته غاښ ماتونکي ماتۍ ورکړه... بیا یې ځوی ټیپو سلطان هم په دریمه جګړه کې ماتی ورکړه خو په څلورمه جګړه کې د میر صادق د غدارې له امله نه یوازې ماته وخوړه بلکه په ماته کې یې د اخرت ستره کامیابي، شهادت، ترلاسه کړ!!!
(همدغه وخت کې دغه سیمه د پرتګالیانو، فرانسویانو، زاریانو او انګلیسیانو د مفاداتو د ټکر ترمنځ وه!)

اوس نو انګریز ته ټوله لیاره خلاصه وه ....... د یوې خوا هغوي افغانستان کې څه لیدلي ول او د بلې خوا د چین سره په تجارت کې د انګلیس (balance of payment) په (Deficit ) کې روان ول نو ځکه هغوي په افغانستان لومړۍ یرغل په ۱۸۳۹ کې او په چین کې لومړۍ آپیمي جګړه په ۱۸۵۹ کې پيل کړه.....

افغانستان کې که څه هم جګړه یوازې سټراټیژیکي وه د افغانستان زیرمۍ لا معلومې نه وی! ځکه کله چې پیټر دي ګریټ د ترکۍ له لیارې ځان اوبو ته په رسولو ناکام ولید نو هغوي د یوې بلې سټراتیژیکي له لیارې د افغانستان د شمال له لیاری د هندوستان ګرمو اوبو ته ځان رسول غوښتل.... ځکه انګلیس چې هندوستان ورته د سرو زرو مرغۍ ښکاریدله د ژغورنې په خاطر د افغانستان خوا ته مزل شروع کړ ځکه تر ۱۸۵۷پورې زاري روس تر سمرقنده او د آمو تر سینده پورې رارسیدلي ول....

انګلیس هم نه غوښتل چې دغه ځای دلاسه ورکړي خو بیا هم ترې انډین سب کانټینینټ تقسیم شو!! عوامل یې لاندې بیان شوي دي.

افغانستان : لومړۍ هیواد چې برصغیر ته یې آزادي ورکړه!
د لومړي نړیوال جګړۍ څخه چې کله انګلستان کامیاب راووته نو د افغانستان سره په دریمه اینګلو-افغان جګړه کې ونښت، په دغه جګړه کې انګلستان ډیر اقتصادي او فوځي ماتۍ وخوړلې، او ورسره افغانستان د وزیرستان آزاد خوښیو مالي مرسته هم کوله چې د انګلیسو ملا یې نوره هم پسې ورماته کړه.
(که څه هم په مجموع کې به دا ډيره ونډه ونلري خو یو څه ضرور لري!!)

د هټلر نازي جرمني: دویم هیواد چې برصغیر ته یې آزادي ورکړه!

کله چې هټلر په پولینډ باندې یرغال وکړ او ورسره یې د ونسټن چرچل هغه خبر هم صحیح کړه، کومه چې هغه ډیره پخوا د انګلستان لومړۍ وزیر ته کړې وه، نو د دغه عمل په انعکاس کې انګستان غیر ضروري ودانګل چې په نتیجه کې یې د دویمۍ نړیوالې جګړې په شان شغلې پورته شوې، تر ۱۹۴۴ء پورې جرمنیان د بی جلبه آسپانو په شان په خپل تیز رفتار کې روان ول، او تر دي دمه هغوي په انګریزانو د لندن بلیټز باران کتلې وه!!! خو دغه اسیدي باران د لندن معشیت په خپلو وریدلو سوځولې وه، چې بلاخره یې لندنیان، د معاشیاتو د پیړۍ ستر علامه جان میرډ کینز او د تقریر نابغه ونسټن چرچل دي ته اړ وباسل ترڅو د خپل سوال لمنه د وخت راتلونکۍ استعمار او یو د باې پولر نړۍ طاقت په مخ وغړوي، امریکا!
(وايي دغه وجه هم په دغه بیلتون کې ونډه نلري ځکه انګلیس تر ۱۹۴۶ء پورې نه و تیار ترڅو هندوستان بیل کړي خو .....!)

د روزیولټ امریکا: دریم هیواد چې برصغیر ته یې آزادي ورکړه!

کله چې دویمه نړیواله جګړه د خپل پاې په لور وه، او د فري ماسیون جوړه کیدونکۍ امریکا پکې په ریښتونۍ توګه کامیابه راوتله او ورسره د چرچل او د کلیاتي اقتصاد ستر نابغه، جان میرډ کینز، هیواد پکې اقتصادي او فوځي ماتۍ خوړنه کې راوتل او د هغه انګریز شاعر هغه شعر یې هم صحیح ښوده چې په کامیابۍ کې هم ستره ناکامي! نو انګلستان خپل هر څه د امریکا څخه وتړلې، انګلستان او خاص کر جان میرډ کینز په دې هڅه شول ترڅو د امریکا څخه صفر سودي قرض ترلاسه کړي! خو کله چې د بریټن ووډ معاهده ترسره شوه د جان کینز خوبونه هر څه ویوړل (دلته تاسو کتلې شئ چې سرمایه دارانان هم د صفر شرح سود پسې نښتلي وه او کله چې ورته ورنکړل شو نو جان میرډ کینز ډیر د سختې غصې اظهار کړې و)

دریم هیواد چې برصغیر ته یې آزادي ورکړه هغه روزویلټ یا امریکا و، کله چې په اتلانتیک سمندر کې هغوي په یوه کښتۍ کې د بریټن ووډ په جوړولو مصروف ول، روزیولټ چرچل ته وویل: موږ به درته په یو شرط قرض درکړو که برصغیر ته آزادي ورکړئ!!!!

(له دغه ځایه څخه معلومیږي چې دغه سیمه دواړو هیوادونو لپاره څومره اهمه وه یو هیواد نه غوښتل ترڅو آزادي ورکړي او بل هیواد غوښتل ترڅو بیل یې کړي!!!)

هو! په نړیوال سیاست کې، امریکایانو، چینایانو، روسیانو، منځني ختیځوالو ته دا سیمه ډیره اهمه ده.... ولې؟ ځکه دا سیمه په هر بدلیدونکي حالاتو کې خپل خپل ځانګړتیاوی لري، د مثال په توګه هغه څه داسې چې د سړۍ جګړۍ په دوران کې دغه سیمه په دې توګه استعمال شوه ترڅو منځني ختیځ ته کمونیزم ونه رسوي او یا کمونستان د ګرمو اوبو څخه لیری وساتي او په اوسني وخت کې د چین او بیا سر پورته کونکي روسیې حصار تاوونه وي...... که هغه د هارمز تنګۍ وي او که د افغانستان لرغونه د ریښیمو لیاره، د ناپید کیماوي عنصر کانونه، او بلا ډیر قدرتي معادنونه وي او که د کیسپین سمندر او که د منځني آسیاء او شپږو تانو هیوادونو غازات وي (ځکه د یوې سرچینې مطابق یوازې په کیسپین سمندر کې د منځني ختیځ څخه زیات تیل او د تیلو دور په ختمیدلو امریکایانو ته د غازو ستره اړتیا ده)
او په نړیوال سیاست کې که د روس او چین حصار جوړونه وي او که له دې ځای څخه ټول کنټرولول وي ........ دا سیمه ډیره اهمه وړتیا لري.......

ّځکه خو، اوس د نوي غټۍ لوبې اصطلاح بیا کارول کیږي!!!!

نتیجه ګیري يې چې څه څپاند صیب لیکلي د هم هغه پلو ته که روانیدونکي نه وي ......نو د نړیوالو او سیمه ایزو طاقتونو د ګټو د ټکر له امله حالات خرابیدونکي ضرور دي.....

خو د پاکستان اوسنې اوضاع په هکله زما نظر څه بل شان ده:

مشرف چوهدري ځکه ګوښه کړ ځکه چوهدری په اخر وخت کې د مشرف ډیری پریکړۍ چیلنج کړی د مثال په توګه د پاکستان سټیل میلز خرڅونه... او نور ډیر غیر قانوني مشرفي پریکړۍ....ځکه مشرف هغه ګوښه کړ.... د هغه په ګوښه کیدو یو څو سیاسي ګوندونو دغه دریځ د خپلو سیاسي مفاداتو لپاره استعمال کړ او ورسره وکیلانو یو ډیر تاریخي خوځښت کې ونډه واخسته چې بلاخر هغوي وګټله ....

هو! د مشرف، بی نظیر بهټو او د نوازشریف ترمنځ تفاهم شوې ؤ که څه هم هغه کې ډیر بهرني قوتونه هم شامل ول!!!

د پیپلز ګوند د حکومت راتللو سره هغوي څه داسې کار نده کړی چې هغوي د هغه په نوم راتلونکي انتخاباتو ته ولاړ شي نو ځکه هغوي چې اوس یې د لاسه څه نه کیږي قضاء او فوځ سره ټغره وهل پیل کړی (کله فوځ ته سیکرټري آف ډیفنس لیری کوي او کله په میمو ګیټ کې راګیریږي!) ترڅو دغه حکومت ورته ختم کړي او انتخاباتو کې د تل په شان ووایي مونږ چې کله هم حکومت کولو ته راځو نو مونږ څوک نه پریږدوي!!!

دغه اوضاع به تر نوي انتخاباتو پورې وي، او یا شاید نور هم خراب شي......... او یا بیخي دغه حکومت د منځه ولاړ شي..........

په درنښت
نور بیا........


ډاکتر څپاند
22.01.2012

[quote:539c1c3a44]خو د پاکستان اوسنې اوضاع په هکله زما نظر څه بل شان ده:

مشرف چوهدري ځکه ګوښه کړ ځکه چوهدری په اخر وخت کې د مشرف ډیری پریکړۍ چیلنج کړی د مثال په توګه د پاکستان سټیل میلز خرڅونه... او نور ډیر غیر قانوني مشرفي پریکړۍ....ځکه مشرف هغه ګوښه کړ.... د هغه په ګوښه کیدو یو څو سیاسي ګوندونو دغه دریځ د خپلو سیاسي مفاداتو لپاره استعمال کړ او ورسره وکیلانو یو ډیر تاریخي خوځښت کې ونډه واخسته چې بلاخر هغوي وګټله .... [/quote:539c1c3a44]

داخو يو ظاهري تحليل دی چې پاکستانئ ميډيا او BBCپرې شوخندونه وهل ،مگر تر دى پخوا مشرف بل هيڅ قانون خلاف عمل نه وه كړي؟؟
كله چى مشرف كودتا وكړه ايا دا يو قانوني كار وه؟ او په لسگونو نور داسى مثالونه .
خو تر هغې چې غرب مشرف ته اړتيا لرله ، چودري او غرب دواړه ورته پټه خوله ناست ول مگر كله چى دغرب تصميم بدل شو او د مشرف ماموريت ئي ختم وليد نو چودري ته ئي هدايت وركړ چې د مشرف پريكري چلنج كړي او له بلې خوا ئي مشرف ته شين چراغ وركړ چى چودري برطرف كړي. دغربيانو په لمسون خبره داسې ځي ته ورسيده چى مشرف استعفا ته مجبور شو.

[quote:539c1c3a44]هو! د مشرف، بی نظیر بهټو او د نوازشریف ترمنځ تفاهم شوې ؤ که څه هم هغه کې ډیر بهرني قوتونه هم شامل ول!!!

د پیپلز ګوند د حکومت راتللو سره هغوي څه داسې کار نده کړی چې هغوي د هغه په نوم راتلونکي انتخاباتو ته ولاړ شي نو ځکه هغوي چې اوس یې د لاسه څه نه کیږي قضاء او فوځ سره ټغره وهل پیل کړی (کله فوځ ته سیکرټري آف ډیفنس لیری کوي او کله په میمو ګیټ کې راګیریږي!) ترڅو دغه حکومت ورته ختم کړي او انتخاباتو کې د تل په شان ووایي مونږ چې کله هم حکومت کولو ته راځو نو مونږ څوک نه پریږدوي!!!

دغه اوضاع به تر نوي انتخاباتو پورې وي، او یا شاید نور هم خراب شي......... او یا بیخي دغه حکومت د منځه ولاړ شي.......... [/quote:539c1c3a44]

كيدى شي حوادث همدومره ساده وي او ستاسو دتحليل پر بنياد، ppp به ئي همداسې غواړي.

خو له يوى خوا دافغانستان جگړى،او له بلې خوا په هغى كى د پاكستان نقش ته كتل داسى افاده وركوي چى مسايل دير پيچلى دي. په نړيوال دگر كى د افغانستان او يا پاكستان د تجزيه كولو  پلانونه ، دلته هلته ياديږي نو دپاكستان او افغانستان سياسي پيښي اوتغيرات دومره ساده هم ندي.

زما په اند دافغانستان اشغال يو ساده او تصادفي پيښه نه بلکه لا اقل د پاکستان د ايجاد سره يو ځی پلان شوی وو٠پاکستان ددې پلان په مختلفو مراحلو کې "کليدي" نقش درلود او لري ئي،نوځکه په پاکستان کې سياسي تغيرات دغرب لپاره خورا اهميت لري٠
پاکستان او دهغه سياسي،نظامي او قظائي نظام دانګريز مخلوق او دهغه تر مطلق کنترول لاندې دی٠هر هغه پاکستاني واکدار چې حتی په "خوب او خيال" کې هم دغرب دهداياتو خلاف داقدام تصور وکړي ،د ذولفقار،ضياالحق او بينظيرې په سرنوشت به ګرفتار شي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more