د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دانټرنت سم کارول

أبوخليل قدوسي
18.01.2012

پدې کي څه شک نشته چي انټرنټ ته لاس رسی دعلمي پرمختګ او عصري ټکنالوژي په نتېجه کي دالهي قدرت یوه ستره لورونه ده چي انسانان که يې مثبت وکاروي ورڅخه په بېلابېلو ډګرونو کي دپام وړ جایزه ګټه اخېستلای شي، اوکه يې منفي وکاروي دوخت دضیاع تر څنګ يې شتمنی او ژوند ته کېدای شي ملت او امت ته ستر ګواښونه متوجه کړي .

دلته بېلابېلو شرکتونو او افرادو دمختلفو موخو لپاره په میلیونونو پاڼي جوړي کړي دي او جوړوي يې ، دې وسیلې ته هرڅوک حتی چي دلږ دخل لرونکي کسان هم لاس رسی موندلی شي .

له همدغو پاڼو څخه یوه هم دفیسبوک پاڼه ده چي شهرت او ارزښت يې هله زيات شو کله چي په ۲۰۱۱ کال کي په عربي نړۍ کي دمستبدو واکمنانو او تپل شویو نظامونو په خلاف دولسونو پاڅونونه دعربي پسرلي تر نامه لاندي پیل شول .

عربو ځوانانو او محصلینو دپاڅونونو په پیل او په دوران کي خپل پیغامونه دهمدغي پاڼي له لاري یوبل ته رسول ، دهغوی لاريونو او دمبارزې نظم ونسق دهمدې پاڼي له لاري پرمخ بېول کېدل چي لا يې اوس هم لړۍ روانه ده ، هغوی دالله تعالی په مرسته او دمدبرانه قیادت په مټه وکولای شول د فیسبوک، ټوېټر او یوټیوب په وسیله دتماسونو له لاري په مصر او تونس کي هغه له کلونو کلونو راهېسي داستعمار تپل شوي نظامونه رانسکور کړي چي له مېنځه وړل يې دچا په خوب او خيال کي نه ورګرزېدو .

که مسلطو رژېمونو په ساحه کي دوقایعو او پېښو دمراقبت لپاره په مېډیا او خپلواکو رسنيو پابندي لګوله ، همدغو روزل شویو ځوانانو دا پېښي له همدغي ټکنالوژي څخه په استفادې سره دفیسبوک ټوېټر او یوټیوب له لاري نړۍ والو خبري رسنیو ته رسول او لا يې هم رسوي

خوکه مونږ هغه افغانان چي دې وسلې ته مو لاس رسی موندلی دی خپل کارول تر دقیق غور لاندي ونیسو نو تاسو به راسره ومنئ چي ډېره لږ مثبته ګټه مو ورڅخه اخېستي ده او دا ټکنالوژي مو غالبا منفي کارولي ده .

که یوټیوب ته لاړشو نو هم وبه ګورو چي دمنفي کارولو تله يې درنه ده .
که فیسبوک او دبحث فورمونو ته راشو نو هم ډېري نېمګړتیاوي به ترسترګو شي .

ښکنځلي ، تعصب، کرکه اچونه، شخصیت پرستي ، دځان ستایل، دمقابل لوري ټکول، دخپل نظر په نورو تپل، دنورو په مثبتو کارونو اوهڅو سترګي پټول، دقلم دتقدس پایمالول، سپکي ورکي بد رد ويل، بېځایه تورونه لګول او داسي ‌ډېر څه به ترسترګو شي چي په هېڅ معیار اوبڼه به له یوه هوښیار مسلمان لیکونکي او دقلم له څښتن سره نه ښايي .

يوبې پرې مسلمان لوستونکی چي کله دا ډول لیکني لولي اوګوري داسي فکر کوي لکه چي زمونږ په قاموس کي له سپکو ورکو ویلو اولیکلو پرته بل هېڅ نه وي .

مونږ دا منو چي دلته هېڅ ډول پابندي نشته هرڅوک کولای شي چي څه يې زړه وغواړي هغه وليکي او خپور یې کړي، خو ایا هغه ایماني او اخلاقي رقابت او څارنه چي زمونږ دين ، عقیده او الله تعالی يې راباندي لري ولي مو له پامه غورزولی وي ؟

ایا دعربي نړۍ هغو ځوانانو چي دهمدې پاڼو له لاري يې په خپلو هېوادونو کي چټک او بریالي بدلونونه رواستل هغوی پخپلو هېوادونو کي ډلي ټپلي، بېلابېل افکار، ذاتي غوښتني ، تمایلات او ارزښتونه نلرل ؟

هغوی هم زمونږ غوندي سياسي منسوبیتونه لرل، هریو یې يې خپلي ډلي ، فکر او عقیدې ته هوډمن وو ، خو کله چي دعقیدې وطن او ملت ستري ګټي مطرح شوې خپل ټول بېلتونونه او توپېرونه يې شاته کړل او په یوه خوله او یو غږ يې لارو او کوڅو ته راودانګل هغه وو چي په ډېر لنډ وخت کي يې دسوله اېزو لاریونونو له لاري په مصر او تونس کي دواکمنو رژېمونو ټغرونه ورټول کړل .

مونږ چي مستقیما دصلیبي یرغلګر تر ګوذار لاندي يو ولي داسي احساس نکوو چي هېواد، عقیده ، خپلواکي، اخلاق او ارزښتونه مو له سترو ګواښونو سره مخامخ دي،. دښمن ډېر غدار او فرېبګر دی ، زمونږ هرډول اختلاف دهغوی دیرغل په تداوم او دشومو اهدافو به لاسته راوړلو کي له هغه سره مستقیمه مرسته ده ، باید پدې له کږلېچو ډکه مبارزه کي خپل ټول توپېرونه شاته کړو او دوروڼو په شان یو دبل ترڅنګ ودرېږو او ترڅو چي مو خپله ازادي لاس ته نه وي راوړي کله به هم خپل مسلمان وروڼه له ځانونو نه بېل کړو اونه به یې بېل وګڼو ؟

له دې ډول خواشېنوونکي حالت څخه دوتلو ګودر کوم دی ؟

ترهرڅه دمخه دليکني د خپرولو په وخت زمونږ په فکر او مازغو باید دهېواد دازادي او دمسلمانانو دیووالي او پیوستون عنصر واکمن وي چي په دې ډول احساس کي هم زمونږ دملت او هم داسلامي امت ګټي اوځواکمنتوب، او هم دالله تعالی رضا نغښتي ده .

کله چي زمونږ دیوه مسلمان ورور لیکنه اویا عمل داسلامي وحدت دتحقق په خلاف ووینو، او یا دقلم له تقدس سره ټکر ولري او یا داخلاقو او اجتماعي ادابو په چوکاټ کي نه وي، ددې په ځای چي قهرجن غبرګون ښکاره کړو په کار داده چي هغه ته خپله نېمګړتیا دورورولي په فضا کي په ګوته کړو ، نصېحت ورته وکړو اوخپل ایماني مسئوليت ته يې متوجه کړو .

فرعي اختلافونه، فردي نېمګړتیاوي ، سیاسي کمزورتیاوي او دپه نښه شوي لوري تېروتني باید په داسي ډول مطرح نکړو چي حساسیتونه راوپاروي، نېمګړتیاوي او تېروتني هر انسان لري او پدې باور وساتو چي زمونږ هرډول اختلاف او بېلتون ددښمن په ګټه ده او قرانکریم مونږ ته ددې توصیه کوي چي هروخت او په هرډول چي وي باید مسلمانان خپل منځي وحدت او پیوستون وساتي، زمونږ خپل مېنځي اختلاف زمونږ دناکامي بنیادي عامل جوړېږي .

هغه څوک چي دمسلمانانو دوحدت په خلاف پارونو ته هوا ورکوي باید پوه يې کړو چي له دې ډول عمل څخه لاس واخلي او که بیاهم خپل دې ډول عمل او لیکنو ته دوام ورکوي باید تجرید يې کړو ، له ملګرتیا څخه يې لاس واخلو ، لیکني او حرکتونه یې بې تبصرې پرېږدو او هم یې نورو وروڼو ته وښیو چي ددې شخص ليکني مغرضانه دي اوټول يې باید وپېژني او وروستی درمل داغ اېښودل وي او دا وروستنۍ دخلاصون لاره ده .

دېته هم باید متوجه شو چي ځېني کسان چي هغوی په اوسني اویاتېروخت کي داسلام اوملت په وړاندي دسترو او دنه بښلو وړ جنایاتو مرتکب شوي دي هغوی پوهېږي چي که مسلمانان یولاس شي دهغوی ژوند او کټي له ګواښونو سره مخامخ کېږي ځکه کوشش کوي چي دخپلو ګټو دخوندېتوب او بقا لپاره تل دمسلمانانو وړې تېروتني غټي انځور کړي، نفرتونه او کرکي واچوي، عمومي ذهنیتونه بېلاري کړي ، دځېنو ساده لوجو لوستونکیو احساسات راوپاروي او هغوی دېته اړ کړي چي پوچه ژبه او سپک ویل یا لیکل وکاروي .

زمونږ دعقیدې او هویت ستر دښمن صلېبي یرغلګر هم په دې لټه کي دی چي خپله ماتي دمسلمانانو تر مېنځ ددرز اچوني له لاري جبران کړي، هغوی چي د زور او ځواک له لاري پدې ونه توانېدل چي خپلي شومي موخي لاس ته راوړي غواړي له دې لاري ورته لاره هواره کړي هغوی پدې باور دي چي افغانان په عمومي توګه سیاسي زېرکتیا او وېښتابه نلري یواځی همدغه دتفرقې اچوني وایرس کولای شي دهغوی ټولي هڅي بې ثمرې او خنثی کړي .

هغوی دهمدې کار لپاره په زرهاوو بانفوذه خو دډالرو په بدل کي خرڅ شوي کسان لامخکي اودلس کلن یرغل په مهال روزلي او ګمارلي دي ترڅو دتل لپاره همدغه دنفاق سیاست پر مخ بوزني .

مونږ به ترڅو وېده یو اوکله به راوېښېږو؟

هیله من يم پدې لړ کي ګران لوستونکي خپل ارزښتمن رول ولوبوي اوخپل مثبت نظرونه راسره شریک کړﺉ ستاسي دښو نظرونو په تمه یم په درناوي .
[size=24:a4b66ec365][/size:a4b66ec365][color=red:a4b66ec365][/color:a4b66ec365][size=7:a4b66ec365][/size:a4b66ec365][size=24:a4b66ec365][/size:a4b66ec365]


محمود سعيد
18.01.2012

ښاغلی قدوسي سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ.
يو ځل بيا مو له دې ښکلې ليکنې سره راتګ ته ښه راغلاست وايم.
په دې هيله چې بيا راڅخه خپل ښکلي نظريات او ليکنې ونه سپموئ.


عادل عادل
19.01.2012

السلام علیکم

دښاغلي قدوسي ورور لیکنه مې دلته یو ځل بیا ولوسته،،، خدای ج دې دوی ته مزید اجرونه ورکړي،،،آمین

قدوسي صاحب که له یوې خوا د نیټ د ښې او بدې استفادې په اړه خبرې کړې دي،،، خو د ښې استفادې په د ننه کې یې هغه ټکي هم ښه په ګوته کړي چې د نیټ تر فردي بدې استفادې زیات ټولنیزو بدبینیو او تفرقې ته لار پرانیزي،،، یانې که د نیټ په ښه استفاده کې هم له بشپړ احتیاط او حوصلې او یو تر بله زغم او تېرېدنې څخه کار وانخلو نو په یقیني ډول به بین الاسلامي او بین الافغاني وحدت ته د رسیدو په مخکې پرته او اوږده لاره لا پسې اوږده، کړکیچنه او له ستونزو ډکه کړو،،،

نو څه کول پکار دي،،،، زما په نظر ، اسلام شموله او افغانشموله داسې کړنلاره غوره کول پکار دي چې کله هم د وګړو په لاس جوړو سیاسي او ګروپي مصالحو خیال پکې ونه ساتل شي،،، که د یادو ډلو او سیاسي ګروپونو کړنلارې په خپل ذات کې عملا او شعارا اسلام شموله او افغانشموله وې او تر شخصي، فردي او تنظیمي ګټو یې فوق العاده لوړ اولویت ورکړی وي او فرد فرد یې ورته ژمن هم وي،،، نو په اتومات ډول به زمونږ او تاسو د تایید وړ ګرزي،،، او هغه چې د ملي او اسلامي وحدت اوپه ورته چوکاټونو کې د نظامونو د قیام تر سپېڅلو شعارونو لاندې په ځانپالنه،،، ځان جوړونه،،، ځان مطرح کېدنه او خپلو شخصي او ګروهي مصالحو په پالنه او د ملت په سترګو کې په خاورو اچونه او غولونه لګیا وي،،، د هغوی څېرې به هم که خدای ج غوښتي وي،،، زمونږ او تاسو د سرشاره لیکنو په هنداره کې تر ټولو لومړی دوی او بیا خلکو ته ښکاري،،، خو دا چې څرنګه به هغوی د ځان د اصلاح، حق او ملت او وحدت ته د رجوع په فکر کې کوو،، تر ټولو ستونزمن کار دی چې نرمی، حکمت او ادب ته اړتیا لري،، چې تر ټولو ډېر یې زه د خدای ج بنده محتاج یم،،،،،،،،،،

نور بیا


پتوال
19.01.2012

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
قدوسي صاحب تاسو ډيره ښه ليکنه کړې الله دې اجر درکړي !
عادل صاحب پرې هم د تاييد وړ بشپړونې کړي دي ، نو زه به همدومر ه پرې ورسربېره کړم چې د قول او عمل وحدت د ټولو ښو خبرو ،
ژمنو او څرتياو د ارزښت زړی جوړوي . په دې وحدت کې تر خبرو بيا عمل ځکه مهم دی چې په پرکتيک کې اقوال او آمال ټول سمون ، بشپړاوی
او ټيکاو موندي او له دې کبله د ولس زړونو ته لار پرانيزي . ښايي د عربي ځوانانو د بري راز هم په همدې کې نغښتی وي چې د کلونو
کلونو سياسي زور تپنو، فشارونو او ناخوالو په وړاندې يې د ترخو تجربو او لار لټوئنو ستره عملي پانګه درلودله او د يوې داسې لارې
په خپلو بريالي شول چې د جنګ جګړو ، ورانوئنو او شنډونو ، مرګ ژوبلو، افراطيت او اورپکۍ ، زور زياتي او ترهګرۍ
پر ځآی يې انديزې سوله ييزي سياسي مبارزې ته مخه کړه ، چې اغيزمنتوب يې ترې يو په سله او يوپه زره هم زيات دی ! هغوی له دې نه
مخ واړوۀ چې څوک ، کوم ګوند او کومه ډله او ټپله قدرت ته ورسوي ، ددې پر ځای يې د هدف ، لارې او وسايلو صحت ته ترجيح ورکړه
او تر هرڅه د مخه يې دديکتاتورۍ پر ضد د ولسواکۍ لار ونيوله ، کومه چې نه غربي وه ، نه ليبراله او نه پرديپاله ! بلکې عربي او ملي وه
او تر هرڅه د مخه اسلامي ولسواکي وه ، کومې چې د عربي ځوانانو د بريا راز تِضمين او خوندي کړی دی .
دوی د سمې او صحيحې مبارزې اصولي مزي په لاس کې ونيول او د غزېدلو مزيو او اصولو ترمنځ يې جغونه کلک کړل او د بيلا بيلو ډلو ټپلو
د مشرتابه په څټونو يې کيښول څو په کښولو کې ترې ګټه پورته کړي ولې له تخريبي عمل څخه يې غورځنګ وساتي ،
خو د غورځنګ رهبري تر بريا پورې پخپله د همدغوانقلابي
ځوانانو په لاس کې متمرکزه پاتې شوه.
د خليج د عرب ولسونو موقعيت د آروپا او نورو اسلامي هيوادونو تر منځ له يوې خوا او د يهودي سهيونيزم او امريکايي امپرياليزم
سره مخامختيا له کبله له بلې خواله دوی څخه د همدغسې يوې معقولې ، علمي او عملي سوچه او چاندي لارې د نيولو غوښتنه کوله !
الله دې مونږ ته هم ددې استعداد وسه او توفيق راکړي چې ددوی له تجربو څخه هم د خپلو ملي شرايطو سره سم ګټه پورته کړو ! والسلام !


أبوخليل قدوسي
19.01.2012

ډېره مننه عادل صاحب او پتوال صاحب ښکلی نظرونه مو وړاندي کړی دي په کتابونو کي يوه مقوله ده وايي :

مالایدرک کله لایترک کله .

که ټول لاس ته نه راځي خو څه چي په لاس راځي هغه باید پرې نږدو .

اوس که مونږ دعربو ځوانانو ټول تکتیکونه دلته نشو پلي کولای دلته شرایط بېل دي دومره خو کولای شو چي اقلا دبحث په فورمونو کي دیو اوبل له ټکولو او پرزولو څخه لاس واخلو ، خپلي ليکني ، تنقیدونه او وړاندېزونه له اخلاقي پلوه مؤدبانه او معیاري کړو .

البته که په عقیده او دين باندي ديوچا ليکنه مستقیم ګوذار وي په هغه صورت کي بيا ناقدین او اعتراض کونکي حق لري چي له خپلو معتقداتو څخه په ټېنګه دفاع وکړي .

اوکه يو څوک وايي چي زمونږ دلیکونکیو علمي کچه ټېټه وي نو هغوی دي دنورو ليکني ولولي او خپله علمي پانګه دله دې لاري زياته کړي تر بېکاره لیکنه نه لیکل غوره دی .

رسول الله (ص) فرمايي :
که څوک په الله تعالی او دقیامت په ورځ ایمان لري نو یاخو دي دخیر خبره کوي او یا دپټه خوله واوسي .

که چېرته کوم ورور داسي ليکنه وويني چي لوستونکی په غصه کړي نو دغصې په وخت کي دي ورباندي ځوابي لیکنه نکوي ، سمدلاسه دهغه ليکنه پرېږدي بل وخت چي يې مازغه نورمال وي دادابو په چوکاټ کي دي ورباندي ادیبانه ليکنه وکړي داغوره او ازمویل شوي کړنلاره ده .

الله تعالى فرمايي :

إنما المؤمنون إخوة .

مسلمانان پخپل مېنځ سره وروڼه دي
.
او رسول االه صلی الله علیه وسلم فرمايي :

عن النعمان بن بشير رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
مثل المؤمنين في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم مثل الجسد الواحد إذا اشتكي منه عضو تداعي له سائر الجسد بالسهر والحمى. بخاري ومسلم

مؤمنان یوله بل سره په مېنه، زړسوي او خواخوږي کي دیوه بدن حیثیت لري دبدن چي کله یو غړی وخوږېږي ټول بدن ورسره ناکراره شي او تبه يې ونیسي .

مولانا سعدی رحمه الله فرمايي

بنی ادم اعضای یکدیگرند ................... که درافرینش زیک جوهرند
چو عضوی بدرد اورد روزگار .............. دگر عضوها را نماند قرار

په پای کي يوځل بیا ستاسو ټولو وروڼو له لیکلو زیاته مننه .


وصيل پېروز
20.01.2012

سلامونه او ښې چارې

ښاغلی قدوسي صاحب ! تر ډېر وخت وروسته مو تود هرکلی کوم او هيله لرم چي خپلې علمي او څېړنيزې ليکنې راڅخه ونه سپموئ .

ستاسو ليکنه مي سر تر پايه ولوستله او ډېرو مهمو ټکو ته مو ګوت نيونه کړې وه ، موږ افغانان په هره لار کي افراط او تفريط کوو. انټرنيټ د الله يوه ستره لورينه او فضل دئ چي موږ ته يې په لاس کي راکړی ، د انټرنيټ مثبته کارونه زموږ ډېرو ټپونو ته درمل موندلای شي او د ډېرو ستونو حل لاره پکي موندلای شو خو متاسفانه چي موږ د فيس بوک ، ټويټر ، فيس بوک او ... نورو په څېر ټولنيزې ويب پاڼې د يوه بې ګټې شي په توګه استعمالوو ، زه په خپله په فيس بوک کي ګډون لرم چي تر پنځه سوه زيات ملګري مي دي خو په دې پنځه سوه ملګرو کي له درو يا څلورو کسانو پرته هيڅوک داسي نه دئ موندلی چي څېړنيزې ، ګټورې سياسې او تحقيقي ليکنې وکړي يا هم د بېلابېلو پېښو په اړه رغنده اندونه وړاندي کړي او يا هم د بېلابېلو علومو په اړه خپل معلومات ملګرو ته وړاندي بلکي د دې برعکس شعر او وېډيو هغه څه دي چي د فيس بوک ټول پښتانه ګډونوال يې خوښوي ، مينه ورسره لري او ګوري يې د دې بالعکس که تاسو تحقيقي يا هم علمي ليکنه وکړئ نو هيڅوک ری هم نه پکښي وهي او ان له خوښونې يې لا بې برخې کوي بېخي د يو سړي په زړه کي دا خبره را تېرېږي چي دا کسان بې علمه او بې سواده دي خو که مخامخ چېټ ورسره وکړې کيسه به د دې بالعکس وي ...
له دې هر څه مي هدف دادئ چي زموږ په افغانانو کي شعور او ويښتابه نه شته بلکي زموږ افغانان تر اوسه هم ويده دي ، که څوک د شعور ، احساس او ويښتانه نارې وهي هغوئ لا تر اوسه هم ويده دي . ويښ احساس او شعور يوازې دې ته نه ويل کېږي چي د پاکستان او يو شمېر نورو هيوادو او دلو پر خلاف د بغاوت جنډۍ پورته شي بلکي هله به موږ ويښ شو چي په هر ډګر او هر فن کي د بصيرت ، را يې او نظر وړ خلګ ولرو ، هر څه د يوه بې ګټې شي په څېر استعمال نه کړو او هر څه د معيار په تله کي تر ارزونې وروسته ومنو او استعمال يې کړو مګر تر اوسه هم موږ معيار نه دئ پېژندلی او لا تر اوسه هم موږ له معيار سره په جنګ يو. که دين کوو ، که دنيا ګټو ، که د خپل اند له مخالف لوري سره خبره کوو ، که وسلواله يا سوله ييزه مبارزه کوو هر څه مو له معياره وتلي او بې معياره د خپل هدف پر لور ځغلو چي پايله يې له ترخو پرته هيڅ نه وي .

ښاغلي قدوسي صاحب په خپله ليکنه کي ډېر ګټور موضوعات څېړلي دي خو په څو ټکو کي زه ورسره موافق نه يم ، نوموړی په دې اند دئ چي کوم څوک د عام فکر بر خلاف د يوې رايې څښتن وي نو بايد له اظهار او فعاليته ډډه وکړي . په دې اړه يې هم تر يوه ځايه نظر تائيدوم خو داسي موضوعات چي موږ ته د بريا پر ځای ناکامي راکوی ، موږ د ايمان پر ځای شرک ته را بولي ، موږ له رڼا تيارو ته وباسي ايا بيا هم داسي موضوعات مطرح نه کړو او ايا بيا هم د داسي ناخوالو پر ضد له مبارزې ډډه وکړو؟.

زه په دې اند يم چي څو زموږ د ټولنې هر فرد له تاويل او ما ويل پرته قرآن او سنت ته غاړه نه وي ايښې تر هغو قسم په الله ! که يا هم هيواد اباد کړي او يا هم پکي اسلامي نظام وويني بلکي څه چي اوس پېښ شوي او يا پېښېږي دا هسي په ځمکه کي د را تلونکو پېښو تسلسل نه دئ بلکي پر افغانستان ، عراق او ټوله اسلامي نړۍ د لوېديځوالو يرغل يو الهي قهر دئ ، دا زموږ د بدو کړنو پايله ده ، دا که له يوه لوري مسلمانان د وېښتابه پر لور دعوتوي نو له بل پلوه رښتني مسلمانان پکي ازمويي .
که موږ په صحيح توګه د الله پر رسۍ ( قرآن او سنت ) منګولې ونه لګوو نو تر هغو د بريا لاس ته راوړل يوه ناشونې خبره ده .

موږ په خپله ټولنه او ان همدې بحث فورم کي داسي څېرې لرو چي د يوه بل د مفکورو بر خلاف د يوه بېل نظر څښتنان وي ، د دې خلګو تر منځ تفاهم او يووالی يوه مهمه او پېچلې مسئله ده زما په اند ټول اصلاحيان او سمون پال همدې ټکي ته فکر وړي او د دې ستونزې پر هوار فکر کوي .
خو تر ننه دا اصلاحيان متوجې نه شول چي راځئ د دې ستونزې د هواري په موخه د الله را لېږل شوی کتاب وپلټو ، دا خو ټولو مسلمانانو ته د منلو وړ دئ ، تر دې وروسته حديث ور واړوي چي دا هم په اتفاق سره مسلمانان د قرآن د يو تشريحي سرچينې او د دين د ماخذ په توګه پېژني .
که قرآن ته د دې ستونزې د حل په موخه رجوع وکړو نو قرآن موږ ته يوه فارموله په لاس راکوي :
اختلاف مه کوئ ( ولا تفرقوا )
نو طبعي خبره ده چي اختلاف پېښېږي ، ايا د مخنيوي لاره يې هم شته ؟
قرآن يې د هو ځواب راکوي او راته وايي :
واعتصموا بحبل الله .
تاسو د الله پر رسۍ منګولې ټينګې کړئ ! .
ګورئ ! قرآن موږ يوې ډېري مهمې نکتې ته متوجې کوي ، د قرآن دا ايت په څرګند ډول وايي چي که تاسو د الله رسۍ په ټينګه ونيوله نو اختلاف له منځه ځي او تر دې وروسته اختلاف مه پکي کوئ ، له اختلافه ډډه وکړئ ورسره په څنګ کي د دې پوښتنې ځواب وايي چي اختلاف خو طبعي خبره ده نو بيا څرنګه موږ له دې کاره لرې اوسېدای شو؟.
قرآن موږ ته وايي چي تاسو پر حبل الله منګولې ټينګې کړئ ، د هرې نزاع ، هرې ستونزې ، هر اختلافي ټکي په صورت کي دوو سرچينو ته رجوع کوئ :
الله ، رسول
لکه چي په قرآن کي يو بل ځای زموږ رب وايي :
فان تنازعتم فی شیء فردوه الی الله والرسول .
ژباړه : که مو په يو شي کي تر منځ اختلاف پېښو شو نو د هواري په موخه يې الله او رسول ته رجوع وکړئ ! .
دلته بيا الله موږ ته د اختلافونو د حل سرچينې را ښيي چي که تاسو په خپل منځ کي د اختلاف او تفرقې ښکار ياست نو د دې ستونزو د حل په موخه قرآن او سنت در واخلئ ان شاء الله بری او خوښي به تر لاسه کړئ ! .
خو نن موږ له دې دوو سرچينو لرې شوي يو ، موږ نن د قرآن پر ځای نور کتابونه لولو، نن موږ د بخاري ، مسلم ، ترمذي ، نسايي ، ابوداود ، صحيح ابن خزيمه ، صحيح ابن حبان ، مسند احمد ، مسند شافعي ، موطا امام مالک ، مصنف ابن ابی شيبه او ... پر ځای د خلګو اندونه ، رايې او اجتهادونه دين ګڼو او د خپلو ستونزو د حل په موخه هماغو ته رجوع کوو خو زموږ دا کړنه د دې پر ځای چي موږ له اتحاده برخمن کړي برعکس مو اختلاف او تفرقې ته رابولي ځکه دا کار يوازي د يوه مکتب فکر ته د منلو دئ نور يې منلو ته چمتو نه دي خو که موږ د الله را لېږلې شوې وحې تر منځ قاضي وټاکو نو د هرې ستونزې حل لاره او د هر ټپ درمل پکي تر لاسه کولای شو .

په مينه او درنښت


أبوخليل قدوسي
20.01.2012

وعليكم السلام
ډېره مننه م. وصیل پېروز صاحب
ستاسو په خبرو هېڅوک هم اعتراض نشي کولای داداسي خبري چي ټول مسلمانان ورباندي عقیده لري .
ځما دليکني موخه دا وه چي دسیاسي بحثونو په لړ کي لداسي لیکنو او څرګندونو څخه تل باید ډډه وشي چي اداب او اخلاق پکي مراعات نه وي .
ددعوت په سلسله کي هم ترهرڅه دمخه باید مسلمان داعي دعوت پوهنه یا فقه الدعوة لاسته راوړي ، سمي دين پوهني ته ددعوټ په مهال باید له حکمت او نېکي موعظې څخه کار واخېستل شي نه داچي نېغ په نېغه ردونه وشي ، چي په نتېجه کي يې مقابل لوری دحق د منلو په ځای په باطل او بدعاتو ټېنګ کړی شي.
دوهمه خبره داده چي هرڅه خپل وخت او مقام لري مونږ باید اولویات په پام کي او تر عملي کار لاندي ونیسو .
درېیمه خبره داده چي فقهي اختلافونه د صحابه وو او تابعینو په وخت کي هم وو خو یوه يې هم په مخالف فریق تورونه او ټاپې نه لګولې او دمسایلو څېړل دقران او حدیث په رڼا کي هر لوري له خپلي پوهي او استنباط سره سم کاوه څرنګه چي دهغوی نیتونه داسلام خدمت دکلمې سرلوړي او دالله تعالی رضا وه نو ځکه دهغوی په دور کي څومره چي اسلامي دعوت غوړېدلی علم او پوهني پراختیا موندلي ، داسلامي تاریخ په نورو پړاوونو کي يې ساری نه لېدل کېږي .
بناء ددعوت په لړ کي باید دهغوی په نقش قدم تلل مراعات شي نیتونه للهي شي، او خپله پوهنه په دين کي هماغه معیار ته ورسوو او دتقوا هماغه مقام خپل کړو کوم چي زمونږ سلف صالحین ورباندي فایز وو ترڅو چي ددعوت اهل او وړ جوړ شو بیا به مو دعوت اغېزمن، حتمی بری به مو په برخه او دهرخوځښت پایلي به مو داسلام او اسلامي امت په ګټه وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more