د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

يوځل بيا کتنه

پتوال
15.01.2012

په لازمي فعل کې :
دوه ليوان راغلۀ ، که دوه ليوان راغلل ؟؟؟؟؟؟؟؟؟

متعدي فعل کې :
او ډير پسونه يې وخواړۀ که ډير پسونه يې وخوړل ؟؟؟؟
خو په دې لاندې مثال کې معلوميږي چې وشاؤه او وواهه د جمع مفعول له پاره نه کارول کيږي :
دوه پوليسان لاړۀ ، که دوه پوليسان او ډير کسان يې وشاړۀ او وواهۀ
که ډير کسان يې و شړل او ووهل ؟؟؟؟؟؟

نتيجه :
د مفعول ماضي جمع يواځې د مصدر په بڼه ( خوړل - وخوړل، وهل - ووهل، کتل - وکتل ) سم دي .
په لازمي فعلونو کې فاعل ماضي جمع په مصدر جوړل اړين نه دي اودتيروتنې سبب ګرځي ، نو د راغلۀ ، لاړۀ بڼه د راغلل او لاړل
پر ځای کارول سم بريښي !

کومه تيروتنه ؟
ميلمانۀراغلل او چرګان يې وخوړل
داسې فکر کيږي چې دلته وخوړل د فاعل جمع ښيي، خو داسې نه ده :
هغه راغی او زردالان يې وخوړل . دلته فاعل مفرد دی او بيا هم دجمع شکل
خوړل کارول شوی دی چې البته د مفعول جمعې (زردالانو) ته اشاره ده !

نو که د راغلل او لاړل نه تير شو اوتل راغلۀ او لاړۀ وکاروو ، [color=blue:e96f2a8eef]بيا نو له ول او نه ول نه هم ورسره تيرېدل اړين دي راغلي ول او راغلي نه ول به چليپه شي
او راغلي وۀ يا راغلي وو ، تللي وۀ يا تللي وو به ليکو ![/color:e96f2a8eef]


larghonay laraway
07.02.2012

السلام عليکم!
ښاغلی پتوال صيب ستاسو انديښنه پر ځای ده. ځکه (مېلمانه راغلل او چرګان [color=red:ef22d4459e][size=24:ef22d4459e]يې [/size:ef22d4459e][/color:ef22d4459e]وخوړل)، (هغه راغی او زردالان [color=darkred:ef22d4459e]يې [/color:ef22d4459e]وخوړل) ستاسو په نظر د جمعې او مفرد دواړو لپاره (وخوړل) به مغالطه راولي. خو ستونزه دومره جدي نه ده لکه تاسو چې پېچلې کړې ده!که په جمله کې وګورو غټ پټ ضمير ([color=blue:ef22d4459e]يې[/color:ef22d4459e]) ليکل شوی چې ستونزه حل کوي! که عربۍ سره بلد وئ نو هغوی هم داستونزه مطرح کړې ده (اکل کمثری يحيی) دلته نه معلومېږي چې ناشپاتي فاعل دی او که يحيی) خو په پښتو کې (يې)ضمير دا ستونزه حل کړې ده. بله دا چې په عربۍ کې يوه قاعده دا هم ده چې د (سياق او سباق )له مخې پېژندنه! نو که (يې) هم نه وای د سياق او سباق له مخې پېژندل کېږي چې چرګان نه راپورته کېږي څو مېلمانه وخوري! همدا راز زردالان هم د (هغه) د خوړلو فاعل کيدلی نه شي!
بله دا چې (وخواړه او راغله) د (وخوړل او راغلل) لنډون دی! نو که اصل ته مراجعه وشي بېرته همغه وخوړل او راغلل ته رسېږو!
دا چې ځينې خلک (ول) کاروي تېروتنه کوي ځکه ستاسو وروستی وړانديز منل شوی او په کارولو يې هيڅ ستونزه نه رامنځته کېږي . (راغلي وو، راغلی ؤ) کې هيڅ ستونزه نشته او بايد همدا سم وګڼل شي.

ما پخوا د ياګانو په اړه هم د (سياق او سباق) خبره مطرح کړې وه پاړسي ژبي يوه (ی) کاروي خو هيڅکله هم يو پاړسي ژبي دا تېروتنه ونه کړه چې ووايي يو ګيلاس زمری راکړه. ځکه چې دوی د سياق او سباق له مخې (د شېر او شير) توپير کوي.
مننه
ستاسو لاروی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more