د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د سيمو او کليو نومونه او ماناوې

محمود سعيد
14.01.2012

سلامونه ملګرو!
راځئ دلته د خپلو سيمو او کليو داسې نومونه او د هغو ماناوې راغونډې کړو چې تر اوسه ډېر کسان ورسره بلد نه وي.
پيل به زه وکړم.
زموږ په سيمه کې ځينې نومونه پاړسي لړلي دي، ځکه ويل کيږي دلته پخوا هزاره ګانو واکمني درلوده.
چک: ښايي د اوبو د څاڅکي په مانا وي. دا د وردګو ولايت يوه ولسوالي ده.
،اله سنګ: ښايي د لوېې ډبرې په مانا وي، دا د چک يو کلی دی.
انبوخاک: ښايي د خاورې د غونډۍ په مانا وي.
کولک: ويل کيږي چې دا په چت کې د سوري په مانا دی.
ګلی، لوړ، کوډۍ، بمبئ، شېرخانه، پنه، شیخ ياسين، عليشه، بېک سمند، مدو، مداد، عليشنګ، سېبکه، سپين ښار، قربانی، ګلدان، ګرداب، عربان، مجد، سياب، ګوډه ....د چک ولسوالۍ نور مشهور کلي دي.
تاسې ېې هم راسره شريک کړئ.


ډاکتر څپاند
14.01.2012

سلامونه،
دلغمان په ولايت كى هم كلي داسى نومونه لري چى معنى ئي ؟ گرانه ده.
زمور كلى د سيجمان په نامه يادېږيي او په دولتي ژبه كى صاحب جمال ليكل كيري.
زموز د كلي شاوخوا نوركلي د كړاو (په رسمي يا دولتي ژبه كراهو ليكل كيږي)،
بل كلى قلى چاوش(قلعه چاهوش)،گُمكر(گنگ و كر)،دوپي،بيله(كيدى شي دانوم ځكه وركرى شوى وي چه دا كلى د نورو كلو نه بيل يا جدا موقعيت ةلري)،تًېگَري(تيرگري)،گُمين(دپياوري سندرغاري منگل كلى)،كټل،دى زيارت(دهء زيارت چى د ميترلام(مهترلام) زيارت ته قريب دى. 
غونډۍ(دشګو غر)، كلاچه (قلعچه)اليشنگ(علي شنگ)،الينگار(علي نگار)،دكاوون غر ( دستر انقلابي شاعر صديق كاوون نوم لدى ځايه اخيستل شوى دى).
ډير نور داسى مثالونه شته،كه هغه محترم هيوادوال چى پدى برخه كى تخصص يا څانگپوهنه لري، د مهربانى له مخى رڼا واچوي، موږ به د هغو منتبار شو.!


پتوال
14.01.2012

څپاند صيب ښې چارې !
په لغمان کې خو دې خپل کلی معرفي کړ، خو دا وايه چې په المان کې دې په کوم کلی(ښار) خېټه اچولې ده ، څو له نږدې نه سره ملاقات وکړو. درنای


ډاکتر څپاند
14.01.2012

کېدی شي پتنګ صيب ئي ځواب وليکي:
کتل،ليدل،ګورم(ګورم،ګورې،ګورئ،ګوري)او وينم (وينم،ويني،وينئ،ويني) څه مصدر لري؟
زه ئي په استعمال ښه پوهېږم خو هغه څوک چې زما نه مرسته غوړي
پرې پوی نشو٠


محمود سعيد
15.01.2012

يو افغان وګړی چې پر انټرنېټ د جهادي تبليغاتو په خپراوي تورن دی، په جرمني کې محاکمې ته په انتظار دی.
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2012/01/120112_aa_afghan_national_german_trial.shtml
د پتنګ صيب د هم الله مل شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more