د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

حقيقيت - احتمال - افترا

ډاکتر څپاند
13.01.2012

حقيقيت - احتمال - افترا

كله چې د طبيعي علومو،طبابت او حتى سياسي او تولنيزوموضوعاتو په هكله ليكنى كيږي، دا معلومات به :
١ حقيقت ولري اوثابت كړى شوي به وي او دضرورت په وخت كى بيا هم ثابتيدى شي٠
٢ احتمالي او افاقي معلومات چى ثبوت نلري خو دهغو دحقانيت په هکله ځينې شواهد او مدارك شتون لرلی شي٠
٣ اوازى، چا ويل" اوازه هاى سر چوك"
٤ توكى او طنزونه
٥ دروغ او افترا

مثالونه: 
حقيقت:كه وويل شي چى ديوه مړي دبدن غړي  يوه ژوندي انسان ته د پيوند وړ دي ،دا وينا حقيقت لري، ځكه  چې په پر مختللو هيوادونو كې هره ورځ ديوه انسان زړه يا قلب،سږي،بډوډى يا گرده او نور دمړي يا ژوندي نه يوه ژوندي انسان ته پيونديږي.

احتمال :ويل كيري چه په امريكى كى يوه سپي ته پلاستيكي زړه پيوند شوى او نوموړي سپى ددې مثنوعي زړه
په مرسته لا هم دخپل څښتن د كور ساتنه كوي.
هو دا كار كيدى شي خو لا په خورا ابتداىي مرحله كى دى، عموميت نلري.  
اوازه: ويل كيري چى په جاپان كى دټولو سرطاني ناروغيو علاج کيږي٠
ټوكه او طنز: ويل كيري چى بن لادن اوس هم ژوندى دى او په امريكى كى د جورج بوش سره په يوه کور کې ژوند كوي٠
دروغ:غربيان مړي ژوندي كولى شي.

بله بېلګه:

حقيقت: كرزى او دهغه حكومت، غربيانو په مستقيمه توگه قدرت ته ورسول.
دطالبانو بعضى مشران د امريكى سره په مذاكراتو بوخت دي.
دثور كودتا دحفيظ الله امين په قومنده او د نظامي افسرانو په وسيله تر سره شوه.

احتمال:په راتلونكى كى به طالبان دكابل د ادارى سره گډ حكومت جوړ كړي.
 اوازه:دبرلين د روستى غوندي هدف دا وو چه دوستم،محقق او ورته كسان دطالبانو سره په يوې اتلافي اداره كى شامل شي. دا اداره به فدرالي وي،طالبان به جنوب او دا نور به شمال كى حكومت وكړي. پدى توگه به افغانستان او پاكستان تجزيه شي امريكا او انگريز به منځنى اسيا ته ورننوځي.

توكه او طنز:دبرلين جرگه د ISI اوCIA په هدايت جوره شوى وه،پدى جرگه كى بن لادن هم ناست وو.
دروغ او افترا : تول طالبان د ISI غړي دي.
تول خلقيان او پرچميان د روس نوكران وول.
غربيان ددى لپاره افغانستان ته راغلي دي چى زموز هيواد اباد كړي.  

زما هدف ددى ليكنې نه دادى چى ليكونكي،خاصتاً هغوى چى علمي او طبي ليكنې كوي بايد دير دقت وكړي چى افاقي معلومات ترجمه يا را نقل نكړي٠ او که داسې کوي نو بيا دې په مسوليت سره دهغو دحقانيت په هکله فکر او توجه وکړي٠
په غربي بى مسوليته، ازاده او له كنترول نه بهر دموكراسى كى،يوگڼ شمير اخبارونه او ورته نور وسايل،د خلكو د سرگرمى او مصروفيت لپاره داسى افواهات او اوازى نشر ته سپاري چى ظاهراً رښتيا بريښي خو ثبوت ته ندى رسيدلي. 

ستاسو د توجه او دقت نه مننه،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more