د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

دپښتو ليک اصلاح

tandar
12.01.2012

دپښتو ليک اصلاح
زه بايد خپله هم کوښښ وکړم چه مراعات ې کړم
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
[color=indigo:6ee4d27236]پښتو يې ګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ )
خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : لراوبر ويبپاڼه
نېټه : ١٥ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-05

د لراوبر يادونه او کور ودانی : راځئ چي پښتو ژبه په داسي ډول وليکو چي نه يې د لوستلو پر وخت ستونزه ولرو او نه د اوريدلو او معنی اخستلو پر مهال . په پښتو ژبه کي دغه پنځه ډوله يې ګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ ) کاريږي چي هره يوه يې خپل ږغ او د کارېدلو ځانګړی ځای لري . که کومه ( يې ) بېځايه وکارول سي نو هم د لوستلو پر مهال ستونزه رامنځته کوي هم ښايي د معنا له مخي ستونزه پېښه کړي د بېلګي په توګه که موږ يوه ځوان ته چي ګلالی نوميږي ليک ليکو او د (ی ) پر ځای ( ۍ ) وکاروو نو هغه ته مو د نارينه ( ګلالی) پر ځای د ښځينه (ګلالۍ ) خطاب کړئ دئ . دې ته ورته ډيري نوري بېلګي هم سته چي که (ی ي ې ۍ ئ) پر خپل ځای ونه کاروو په لوستلو او معنی کي د ستونزو لامل کيږي .

لراوبر ويبپاڼي دپښتو ژبي د استاد، څېړونکي او تاريخپوه ښاغلي محمدمعصوم هوتک څخه د پښتو يې ګانو د استعمال د وخت او ځايونو د بېلګو غوښتنه وکړه ، له نوموړي ډيره مننه کوو چي په لاندنيو بېلګو کي يې موږ ته د پښتو يې ګانو په اړه ساده خو ارزښتناک معلومات وړاندي کړل .

۱ــ بې ټکویې ( ی) ــ په نارینه (مذکر)نومواوصفتواوفعلوکي راځی لکه :
سړی،لرګی،منګی،هراتی،کندهاری،خټکی،دی اونور
ځای،سرای
لوی،خوی،زوی،بوی،دوی،جوی
نری،ګردی،لالی
راغی،ولاړی
دغه رازپه عربي نوموکي دالف مقصوره پرځای لکه موسی،عیسی،معنی .

۲ــ لنډه یې ( ي ) دوه ټکي څنګ پرڅنګ لري په نارینه (مذکر) نومو،صفتواوفعلوکي راځي لکه
سړي،لرګي،سوټي ،منګي
کالي،مالي.ښادي،
ګوري،ښوري،ځي،راځي
نري،ګردي،ګلالي
وروري،خپلوي،دوستي
چي،مي،کي (له لویدیځ ګړدودسره سم) .

۳ــ لکۍ لرونکې (ښځینه) یې( ۍ) . په ښځینه نوموکي راځي لکه
سپوږمۍ،لکۍ،صدرۍ،کوچۍ،نتکۍ
ورورۍ،خپلوۍ،دوستۍ
ګلالۍ،میوندۍ،کابلۍ

۴ـ اوږده (مجهوله) یې( ې ) په ښځینه نومواوصفتوکي راځي لکه
ادې،شلومبې،لندې،اوږدې،ورستې،خوږې،شیدې
چې،مې،کې (له ختیځ ګړدودسره سم) ـ

۵ـ همزه لرونکې ( ئ ) په جمع فعلوکي راځي لکه
خورئ،چښئ،حساب مه منئ،راځئ،ږغ مي اورئ
زه (دئ = است) هم په دغه یې کاږم اودلیل مي دادئ چي له (دی = آنمرد) سره یې توپیر وسي .[/color:6ee4d27236]


Re: دپښتو ليک اصلاح

م . ق
12.01.2012

[quote:6ed79ba462][color=indigo]پښتو يې ګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ )
خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : لراوبر ويبپاڼه
نېټه : ١٥ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-05

د لراوبر يادونه او کور ودانی : راځئ چي پښتو ژبه په داسي ډول وليکو چي نه يې د لوستلو پر وخت ستونزه ولرو او نه د اوريدلو او معنی اخستلو پر مهال . په پښتو ژبه کي دغه پنځه ډوله يې ګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ ) کاريږي چي هره يوه يې خپل ږغ او د کارېدلو ځانګړی ځای لري . که کومه ( يې ) بېځايه وکارول سي نو هم د لوستلو پر مهال ستونزه رامنځته کوي هم ښايي د معنا له مخي ستونزه پېښه کړي د بېلګي په توګه که موږ يوه ځوان ته چي ګلالی نوميږي ليک ليکو او د (ی ) پر ځای ( ۍ ) وکاروو نو هغه ته مو د نارينه ( ګلالی) پر ځای د ښځينه (ګلالۍ ) خطاب کړئ دئ . دې ته ورته ډيري نوري بېلګي هم سته چي که (ی ي ې ۍ ئ) پر خپل ځای ونه کاروو په لوستلو او معنی کي د ستونزو لامل کيږي .

لراوبر ويبپاڼي دپښتو ژبي د استاد، څېړونکي او تاريخپوه ښاغلي محمدمعصوم هوتک څخه د پښتو يې ګانو د استعمال د وخت او ځايونو د بېلګو غوښتنه وکړه ، له نوموړي ډيره مننه کوو چي په لاندنيو بېلګو کي يې موږ ته د پښتو يې ګانو په اړه ساده خو ارزښتناک معلومات وړاندي کړل .

۱ــ بې ټکویې ( ی) ــ په نارینه (مذکر)نومواوصفتواوفعلوکي راځی لکه :
سړی،لرګی،منګی،هراتی،کندهاری،خټکی،دی اونور
ځای،سرای
لوی،خوی،زوی،بوی،دوی،جوی
نری،ګردی،لالی
راغی،ولاړی
دغه رازپه عربي نوموکي دالف مقصوره پرځای لکه موسی،عیسی،معنی .

۲ــ لنډه یې ( ي ) دوه ټکي څنګ پرڅنګ لري په نارینه (مذکر) نومو،صفتواوفعلوکي راځي لکه
سړي،لرګي،سوټي ،منګي
کالي،مالي.ښادي،
ګوري،ښوري،ځي،راځي
نري،ګردي،ګلالي
وروري،خپلوي،دوستي
چي،مي،کي (له لویدیځ ګړدودسره سم) .

۳ــ لکۍ لرونکې (ښځینه) یې( ۍ) . په ښځینه نوموکي راځي لکه
سپوږمۍ،لکۍ،صدرۍ،کوچۍ،نتکۍ
ورورۍ،خپلوۍ،دوستۍ
ګلالۍ،میوندۍ،کابلۍ

۴ـ اوږده (مجهوله) یې( ې ) په ښځینه نومواوصفتوکي راځي لکه
ادې،شلومبې،لندې،اوږدې،ورستې،خوږې،شیدې
چې،مې،کې (له ختیځ ګړدودسره سم) ـ

۵ـ همزه لرونکې ( ئ ) په جمع فعلوکي راځي لکه
خورئ،چښئ،حساب مه منئ،راځئ،ږغ مي اورئ
زه (دئ = است) هم په دغه یې کاږم اودلیل مي دادئ چي له (دی = آنمرد) سره یې توپیر وسي[/quote:6ed79ba462]

السلام علیکم ورحمة الله،
زما په اند دغه لیکنه خپله هم ډیرې نیمګړتیاوې لري او ډیرو اصلاحاتو ته ضرورت لري د املاء او انشاء له مخې، ژبپوهان او د پښتو ادبیاتو څښتنان په کې څه وايي؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more