د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

بې خونده خبرې؟

محمود سعيد
09.01.2012

د وسيم سجاد په مستعار نوم يو چا په ټول افغان کې ليکنې کولې.
د ډېرو ليکنو سرليک ېې بې خونده خبرې وو. کله چې د هغه ليکنې ۳۹ شمېرې ته ورسېدې نو بيا بندې شوې او ۳۹ ليکنه ېې چې نه پوهېږم څه ډول به وه، بيا خپره نه شوه.
د يادونې وړ ده چې په ډېرو ليکنو کې ېې ښې سپينې خبرې کړې وې.


عادل عادل
09.01.2012

السلام علیکم

[quote:44a68ebe6d]محمود سعيد
ستوري ****
دغړيتوب نېټه: 28 مارچ 2011
ليکنې: 420

د ليکنې نېټه : ٢ شنبه جنوري 09, 2012 8:48 am عنوان : بې خونده خبرې؟

---------------------------------------------------------

د وسيم سجاد په مستعار نوم يو چا په ټول افغان کې ليکنې کولې.
د ډېرو ليکنو سرليک ېې بې خونده خبرې وو. کله چې د هغه ليکنې ۳۹ شمېرې ته ورسېدې نو بيا بندې شوې او ۳۹ ليکنه ېې چې نه پوهېږم څه ډول به وه، بيا خپره نه شوه.
د يادونې وړ ده چې په ډېرو ليکنو کې ېې ښې سپينې خبرې کړې[/quote:44a68ebe6d]

کېدای شي لیکنه یې لا نه وي بشپړه کړې ځکه په ۳۹ کې به د خدای شمېر خلک راټولوي،،،، خو کله ناکله داسې کیسې کوي چې پېژندګلوی ته یې لار پرانیزي،،، خدای دې یې وساتي تکړه سړی دی،،، په لیکنو کې توله ښه برابره ساتي،،، چې خبره ترې یوې خواته درنه شي نو په دا بل لوري هم ور پړچ وهي:)

او د ټوکې په توګه ستاسو دا پورته لیکنه هم د شمېر او تصادف له مخې د ۳۹ سره په خپلولی کې ۴۲۰ بیست ده،،، مبارکه دې وي:)


Ghairat
11.01.2012

سعيد صاحب سجاد مو څنګه ناڅاپه په زړه را واورېد؟
او د دې موضوع مطرح کولو ته مو دلته څه اړتيا حس کړه ؟؟؟؟
ايا په دې سره مو د ٣٩ عدد په اړه د خپاره شوي افواهاتو او که صرف د سجاد پسې مو د خپل وير لړۍ تازه کوله ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
که نوموړي کومې الحادي يا ضد ملي ليکنې نه وي کړې له ټول افغان څخه به څنګه شړل شوی وای ، او که څه فکر کوئ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


محمود سعيد
12.01.2012

تاسې دواړو ښاغلو ته سلامونه!
او سلام ته مو عليکم سلام.
[quote:b5092a54b8]
کېدای شي لیکنه یې لا نه وي بشپړه کړې ځکه په ۳۹ کې به د خدای شمېر خلک راټولوي،،،، خو کله ناکله داسې کیسې کوي چې پېژندګلوی ته یې لار پرانیزي،،، خدای دې یې وساتي تکړه سړی دی،،، په لیکنو کې توله ښه برابره ساتي،،، چې خبره ترې یوې خواته درنه شي نو په دا بل لوري هم ور پړچ وهي
او د ټوکې په توګه ستاسو دا پورته لیکنه هم د شمېر او تصادف له مخې د ۳۹ سره په خپلولی کې ۴۲۰ بیست ده،،، مبارکه دې وي[/quote:b5092a54b8]
په روهي برېښناپاڼه کې مې د هغه ۳۹ ليکنه وليده. خدای شته ډېر پکې ۳۹ شوی دی. داسې څه ېې ليکلي چې په هېڅ تول د قلم او کلام شرافت او عفت ته نه نږدې کيږي.
[quote:b5092a54b8]سعيد صاحب سجاد مو څنګه ناڅاپه په زړه را واورېد؟
او د دې موضوع مطرح کولو ته مو دلته څه اړتيا حس کړه ؟؟؟؟
ايا په دې سره مو د ٣٩ عدد په اړه د خپاره شوي افواهاتو او که صرف د سجاد پسې مو د خپل وير لړۍ تازه کوله ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
که نوموړي کومې الحادي يا ضد ملي ليکنې نه وي کړې له ټول افغان څخه به څنګه شړل شوی وای ، او که څه فکر کوئ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:b5092a54b8]
هدف مې دا وو چې ولې ېې ليکنې له ۳۹ مخکې نه بندېدلې؟ آيا د ټول افغان چلوونکي خو به له ۳۹ سره حساسيت نه لري؟
په هر حال هغه د دا ډول سپکوونکو ليکنو جرئت همدلته پيدا کړ....


عادل عادل
24.01.2012

السلام علیکم

[quote:d6d770e556]په روهي برېښناپاڼه کې مې د هغه ۳۹ ليکنه وليده. خدای شته ډېر پکې ۳۹ شوی دی. داسې څه ېې ليکلي چې په هېڅ تول د قلم او کلام شرافت او عفت ته نه نږدې کيږي. [/quote:d6d770e556]

روهي برېښناپاڼه نده رامالومه،،، نو که دا هم ووایاست چې په 39 مه لیکنه کې یې دروغ ډېر دي که رښتیا؟

د قلم او کلام تر عفت پورې،،، هغوی پخپله په دې قایل دي چې خبرې یې له یاد عفت سره په تړاو کې بې خونده دي،،، د لیکنو سرلیک یې ښکاره ثبوت دی،،، چې بې خونده خبرې دي.

تر کومه چې د دوی له بې خونده لړی څخه ښکاري،،، ښاغلی وسیم سجاد صیب ،، ظاهرا او احتمالا د ذوق له مخې نه بلکه دمجبوریت له مخې، او ددې لپاره چې د حق او باطل تر منځ ځان ناپېیلی وښیي هر لوری او جهت په یوه سندان باندې د یوه څُټک تر ګوزار لاندې نیسي،،،

مثلا په لیکنه کې راځي او یرغلګر ، جنایتکاره ټلواله او خوار ټکنوکراتان ،،،،،، کما حقهم!!!! ،،،، داسې کوبي او تعریفوي چې د لوستونکي ذهن ته دا رسوي چې دا خو د افغان خپلواکی غوښتونکې ارادې په ګټه ټینګ دریځ لري،،، خو لیرې نه بلکه په ورپسې پراګراف کې به خدای خبر د کوم اجبار او مصلحت له مخې کشر او مشر ملا یا ددوی په اصطلاح طالب جان یا هم تېر تاریخ یا خوار وولس یا افغاني دود او کلتور ،،، تر ورته یا کم تر کمه توهین آمیزه ګوزار لاندې نیسي،،، یانې په یوه تله کې ښه او واښه ټول تلي،،، چې زما په نظر همدا یې د بې خونده خبرو تر ټولو بې خونده ټکی دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more