د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

چاته نجات ورکوي؟

tandar
08.01.2012

چاته نجات ورکوي؟
ځانته؟
اوکه خاوري او ملت ته ؟
او که دخاوري تجزيه غواړي؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
په افغانستان کي د فډرالي سيسټم د رامنځته کېدو په اړه غونډه جوړيږي
خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : لراوبر ډاټ کام - برلين جرمني
نېټه : ١٨ / ١٠ / ١٣٩٠ | 2012-01-08
د جنوري د مياشتي پر نهمه او لسمه نېټه د المان په پلازمېنه برلين کي د يوې غونډي په ترڅ کي په افغانستان کي د فډرالي سيسټم د رامنځته کېدو په اړه بحث او خبري کيږي، په دې اړه په کابل کي يوې لوړ پوړي باوري سرچينې لراوبر ته وويل چي د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم ، د افغانستان د وحدت ګوند مشر محمد محقق او د شمال ټلوالي يو شمېر نور قومندانان په دغه دوه ورځنۍ غونډه کي د افغانستان او افغانانو د استازو په توګه برخه اخلي .

د سياسي چارو څارونکي دغسي نا اعلان سوي غونډي او دافغانانو په استازيتوب د دوستم او محقق غوندي کسانو د نومونو اورېدلو هېښ کړي دي .
بله خوا په جرمني او د اروپا په يو شمېر نورو هيوادونو کي د افغانستان کلتوري ټولنو په دې اړه بېړنۍ غونډي پلان کړيدي، چي د رسمي احتجاجونو په توګه دغه افغان ضد توطيې وغندي اومخه يې ونيسي .د مدني ټولنو استازو په اند په افغانستان کي د فډرالي نظام رامنځته کېدل ديوموټي افغانستان د تجزيې او جنګي جنايتکارانو لخوا دهغوی دګناهونو د پټولو يوه هڅه ده .
ځيني داسي خبرونه هم ترلاسه سوي دي چي ښايي د جنوري پر نهمه او لسمه نېټه د برلين په ښار کي يو شمېر افغانان ددغسي هڅو پر وړاندي د لاريون په توګه راووزي او جرمنيانو ته څرګنده کړي، چي دا هڅي د افغانانو د قاتلانو او جنګي مجرمينو هڅي دي او دغه مجرمين د افغانانو استازي نه دي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more