د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

The next hundred years کتاب! چې د راتلونکو ۱۰۰ کلونو په هکله تحلیل کوي

ahmad bilal
05.01.2012

د بحث ګډون کوونکیو ته السلام علیکم وړاندی کوم!

د جیورج فرائډمین (George Freidman) یو کتاب (the next hundred years) (راتلونکي سل کلونه) ډیر زیات مشهور او تقریباً په سیاسیاتو کې او کله کله د نړیوالو اړیکو او حالاتو کې یې تذکره او حواله ورکول کیږي. ما هم دغه کتاب لا لوستې نده خو په انټرنیټ کې د لیکوال ویډیوګانې او د کتاب په هکله تبصرې مې وکتلې.

په دغه کتاب کې ښاغلې لیکوال صیب د راروانو سلو کلونو کې د خپلو دلایلو مطابق یو تحلیل کړی چې په راروانو سلو کلونو کې به څه کیږي، زه یې دلته هغه بعضې مهم ټکي راوړم او بیا به په هر یو ټکي خپله خپله تبصره وکړو. مننه!

- په دغه کتاب کې لیکوال د چین رول په راروانو سلو کلونو کې تقریباً ختم کړی(!)
- ترکیه یې د یو قوت سره تشبیه کړی، څوګ به چې بیا وروسته امریکايي مفاداتو ته د خطر زنګ وي!
- اروپايي قوت یې نظرنداز کړی!
- په ډير حیرت سره پولینډ یې د یو قوت سره تشبیه کړی(!)
- امریکا د خپل نظامي او اقتصادي قوت به په دغه پيړۍ کې خپل راج چلوي!!!

-اروپا کې هغه یو داسې هیواد هم نه ویني چې یو د نړیوالو قوت څخه جوړ شي پرته د پولینډ څخه!
-هغه وايي آخر کې به یونان سم شي، خو هسپانیه بچ کیدل مشکل دی!
-په درسته اروپا کې ترکیه یو داسې قوت ده چې هغه به خپل وجود نړیوالو ته وښايي
-روس به هم یو سیمه ایز قوت جوړیږي او خپل هغه کمونستي تیري به بیا پيل کوي

په پیل کې به د امریکایانو د روسیانو سره دویمه سړه جګړه پیل شي خو دغه به امریکایان ختم کړي او بیا به خپل تیارې د ترکیې خلاف پیل کړي

چین به د خپلو داخلي مشکلاتو باوجود په بحران کئ ښکیل شي او میکسیکو به یو د نړی طاقتونو څخه سر راپورته کړي

د دغې پیړۍ په منځ کې به د امریکایانو یوه جګړه د نامعلومو اتحادی سره کیږي (جاپان + ترکیه)

د لویدیځۍ اروپاء او ختیځۍ اروپاء فوځ به ډیر واړه وي نو ځکه به دغه جګړۍ هم لږې خونړۍ وي

او د دغې پیړۍ اخري نیمايي کې به امریکایان یو زرین دور تیر کړي!!!

دلته یې تری خپله واورئ

http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=12eNAovkDTM[url][/url]

څومره تبصرې چې ما پری ولوستلې ، پرته د امریکایانو څخه، نورو د لیوني او احمق په نوم یاد کړی!!

ډیرو خلګو پرې طنزونه هم کړي یو پکې ویل که پولینډ به نړیوال قوت وي
Then why not ZIMBAAAABWEEE!
نو بیا زمبابوی ولې نه!!!!

دغه کتاب ټول د امریکا محور څخه څرخیږي!!

امریکا به څرنګه یو نړیوال قوت جوړ شي چې هغه په ۱۵ ټریلیونو قرض کې ډوب ده!!
لیکوال به څرنګه چین نظرانداز کوي چې د ډیرو لسیزو څخه یې اقتصادي پرمختګ د ۸ او ۱۰ فیصدو څخه زیات ده!
لیکوال به څرنګه چین نظر انداز کوي چې چین سره د امریکا د ۱ ټریلیون څخه زیات بانډونه دي!!
او هغوي یې هر کله خپرولې شي (او که چیری داسې وشول نو بیا دې هغوي د دغو بانډي سونامي څخه دې ځان خلاص کړي)

په لنډو ټکو کې لیکوال په داسې کتاب امریکایان د زوال سره پر مخ حالت کې پام په بله اړوي او د کبابو په بوي ځانونه مړوي..............!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more