د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

غوماشی د هګۍ لپاره د انسان وینې ته اړتیا لري

مساپر
04.01.2012

غوماشى يو داسي الوتونکې حشره ده چې د لكهاو خلكو ژوند اخلي، د غوماشي لويېدنه له څلورو مرحلو تېرېږي، هګۍ، لاروا (د چنجي د ودى لومړۍ دوره)، پيوپا او له دې وروسته غوماشى كېږي، ښځينه غوماشى په ولاړو اوبو لكه د باران، پټيو او داسي نورو كي هګۍ اچوي، له دېنه ماسوا په كورو كي په ډكو لوښو كي هم هګۍ اچوي.
په نړۍ كي ټول 35000 ډوله غوماشي دي، انسانان زيات وخت ښځينه غوماشى چيچي، د حيرانتيا خبره دا ده چي غوماشي ته د انسان د ويني ضرورت نه وي، بلكه د دې هګۍ د انسان په وينه كي له ګډو پروټين او فولادو نه جوړېږي، ښځينه غوماشى له يوه انسانه وينه وزبېښي او هغه بل انسان ته لېږدوي، چي له امله يې ناروغۍ پېلېږي، په نړۍ کې له غوماشي نه ډېري پېښېدونكي ناروغۍ تبه، ملريا، ډينګي او داسي نوري دي.
د غوماشي له چيچلو نه هر كال په افریقا، جنوبي امريكا، مكسيكو، روس او اندونیزیا كي 7 سوه ملیونه خلك ناروغه كېږي، او په هغوى كي په لكهاو خلك له ژونده بې برخي كېږي.


پښتون.
04.01.2012

کوم غوماشی دلته شته چې پرې ناندرﺉ وکړي، :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
مساپر خانه که دا لیکنه دې په هغه مربوطه خونه کې ټومبلې وی نو کیداي شي چې چا دې غوماشو ته وینه ورکړې وی. :lol: :lol: :lol: :lol:یره دا نوم یی هم دیر خطرناکه دی،پدومره کوچنیوالې داسې خطرناکه نوم غوو ماشې. هاهاهاهاها


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more