د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د طالبانو دنده پای ته ورسېده

محمود سعيد
02.01.2012

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له پرزېدو وروسته په لرې پرتو او ډېرو هغو سيمو کې چې پکې د يرغلګرو او بې امنۍ څرک هم نه ليدل کېده، څو وسله وال به پيدا شول او په شوکمارۍ، لوټ تالان، بېځايه ځورولو او بې امنۍ خپرولو به ېې نه يوازې د رغنيزو کارونو او ښوونيز پرمختګ مخه ډب کوله، بلکې دې سيمو ته به ېې په لوي لاس د بهرنيو يرغلګرو راتګ ته لاره خلاصوله او بيا به هغوي په ځاي پر ځاي کېدو سره د سيمې تاريخي آثار او تر ځمکه لاندې مدنيتونه او کانونه لوټل او دا کار لا همداسې روان دي. که په دې سيمو کې کوم رښتيني مجاهد سر پورته کړي او د يرغلګرو په مخ کې خنډ شي نو په هره بيه چې وي د بهرنيو يرغلګرو او د هغوي د جاسوسانو په مرسته په ډېره بېړه له منځه ځي. په داسې حال کې چې نور هغه کوڅه ډب وسله وال او غله چې له ښکيلاکګرو سره کار نه لري، په ډلو ډلو ګرځي، په غرونو او کليو کې پوستې او ميشت ځايونه لري خو د امريکايي چورلکو چې پر سر ېې يوازې د ديرش متره په لوړوالي سره الوت کوي، له سترګو پټ دي!
په دا ډول کړنو سره د طالبانو په نوم وسله والو کسانو د بهرنيانو لپاره له پخوانۍ بهانې برابرولو پرته چې امريکايان ېې په مرسته افغانستان ته رادننه شول، د هغوي لپاره د نظامي هډو د شتون لاره هم پرانيسته او د امن ټينګولو په نوم ېې پرې زموږ ميليونونه بيوزله وګړي د وږو ليوانو په څير وداړل. همدا اوس په کليوالي سيمو کې هره شپه د چاپې او چاڼيزو عملياتو په نوم زموږ بيګناه هيوادوال کړول کيږي، په نيمه شپه ېې د طالب په نوم مټې ورتړل کيږي، وژل کيږي، کورونه ېې په بمونو الوزول کيږي...او طالب مشران په قطر، کوټه او پيښور کې خپلې سياسي تسپې اړوي.
روانو حالاتو او پرمختګونو ته په کتو څرګنديږي چې له طالبانو سره د امريکايانو او افغان دولت په چلند کې پوره توپيرونه رامنځته شوي دي. په دې وروستيو کې په قطر کې د طالبانو لپاره د سياسي دفتر پرانستل د هغې لړۍ او هڅو يوه ستره برخه جوړوي چې له مخې ېې لويديځوال له طالبانو سره د اړيکو او سولې ته د هغوي د هڅولو لپاره سر ته رسوي خو ښکاري چې د پردې تر شا نور څه روان دي.
په قطر کې د طالب مشرانو لپاره د سياسي دفتر د پر انستلو تر څنګ د هغو طالب مشرانو کورنۍ چې په خبرو کې به برخه اخلي، وار له مخه قطر ته رسول شوې دي او هلته ورته د استوګنې ټولې شونتياوې برابرې شوې دي. د دفتر پرانستلو په لومړي پړاو کې د امريکا له لوري د دې دفتر لپاره سل ميليونه ډالر ځانګړي شوي دي او ويل کيږي چې جرمني، قطر او ځينې نور لويديځ هيوادونه به نورې زياتې پيسې هم د طالب مشرانو په واک کې ورکړي. همدا شان له ګوانتامو څخه د ملافاضل او ملاخيرالله خيرخواه په شان د لوړپوړو طالب مشرانو راخوشي کول او په قطر کې د سولې په خبرو کې ګډون يو بل لوي پرمختګ ګڼل کيږي.
همدا راز د ځينو نورو طالب مشرانو چې په ګوانتامو کې بنديان دي، افغانستان ته د ليږد په اړه هم خبرې اترې روانې دي او زر ده چې ځينې مشران به کابل ته وليږدول شي.
د امريکا د مرکزي اطلاعاتو د ادارې يا (FBI) له تور لست څخه د ملا عمر د نوم ايستل هم په خپل ډول کې يو ستر او ناڅاپي ګام دي، چې له کومې مخکينۍ سريزې پرته دا ډول کړنه يو ډول ګونګه او شکمنه بريښي. که څه هم طالبان پورتنۍ چارې د خپل مقاومت زيږنده بولي خو داسې ښکاري چې مقاومت يوازې د محسوسو او ځانګړو اهدافو لپاره وو او نور نو د مقاومت اړتيا نشته، ځکه له دې مخکې طالبانو په کلکه له افغانستان څخه د بهرنيانو د وتلو تر مخه له خبرو سره مخالفت څرګند کړي وو.
د دې تر څنګ د امريکا د مرستيال ولسمشر جوبايډن هغه خبرې چې ويلي ېې وو (طالبان زموږ دښمنان نه دي) او بيا دا خبرې د افغان ولسمشر له لوري هم له يوه لنډ ځنډ وروسته وستايل شوې، دا څرګندوي چې امريکايان په سيمه کې د يو لوی او ناڅاپي بدلون په هڅه کې دي او په دې ډول غواړي عامه ذهنيتونه له ډول ډول لارو بدل کړي.
ايله څو ورځې وړاندې د سره صليب د نړيوالې ادارې له لوري هغه راپور چې پکې ويل شوي وو (د طالبانو مړي نه خرابيږي)، هم په خپل ډول کې بې ساری او ناڅاپي وو او دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هيڅ رسنۍ او يا بنسټ داسې يو رپوټ چې پکې په ښکاره ډول د طالبانو پلوي شوي وي نشواي خپرولای. دا اداره چې په مستقيم ډول د امريکايي استخباراتي بنسټونو له لوري اداره کيږي، داسې يو رپوټ خپروي چې کيداي شي د فکري جګړې په لار کې د طالبانو په ګټه وګڼل شي.
دا او دې ته ورته پيښې حيرانوونکې نه دي او کيداي شي په ډيرو لنډو راتلونکو ورځو کې دې ته ورته نورې داسې خبرې واورو چې له څو مياشتې وړاندې حالت سره سل په سلو کې په ټکر کې وي.
دلته يوه خبره د يادونې وړ بولم او هغه دا چې د طالبانو د تحريک په د ننه او تر څنګ ځينې په اسلام او هيواد مين رښتيني مجاهدين هم د يرغلګرو پر وړاندې وسله واله او هم سوله ايزه پراخه مبارزه پر مخ بيايي. ځکه نو امريکايان اړ شوي دي چې په يو ډول نه يو ډول خپلو ستونزو ته زر تر زره د پاي ټکي کيږدي. داسې ګونګوسې هم شته چې کيداي شي امريکايي پوځيان له ۲۰۱۴ کال مخکې له افغانستان څخه ووزي او يوه برخه ېې مصؤنو پوځي هډو ته وليږدوي.
دا هر څه له هغه وروسته رامنځته کيږي چې د افغان دولت او امريکايي چارواکو تر منځ د ستراتيژيک تړون پر سر ناندرۍ خپل وروستي پړاو ته رسيدلې دي او کيدای شي د امريکا د نظامي هډو د ځاي پر ځاي کيدو په اړه همغږي د دې تړون په سر کې ځای ولري. ځکه نو څرګنديږي چې طالبانو خپله دنده په ښه ډول تر سره کړې ده او نور ورته د شتون اړتيا نشته.
له پورتنيو پرمختګونو سره ځينو کسانو ته په افغانستان کې د سولې لپاره هيلې پيدا شوې دي، خو دا بايد روښانه شي چې تر څو زموږ ګاونډي هېوادونه او په سر کې پاکستان او ايران له خپلې دوه مخۍ لاس وانخلي نو په افغانستان کې د سولې راتګ يو سراب بريښي. همدا اوس د کوېټې په ښار د افغان يتيمانو په نوم په يوه خوځښت کار روان دی تر څو هغوی په افغانستان کې د جګړو غزولو لپاره په نوې نوم وکارول شي.
د يوه خپلواک، سرلوړي او پرمختللي افغانستان په هيله.


هیښ
04.01.2012

سلامونه
تاسو هم عجیب خلک یاستئ .کله چې طالبان جنګ کوي ،هم اعتراض پرې لرئ او کله چې په مذاکراتو کې برخه اخلي هم په غاښونو مو درد شی او زګیروۍ شروع کړئ.
دا بې مانا او بې مفهومه لیکنې دچا په درد خوري؟
طالبانو خو دومره درته وکړل چې هغه مغرور،کبرجن ،شیطان ،ظالم او وحشي امریکا او ملګري ئې په دې متیقین کړل ،چې افغانستان د اشغالولو اوقابو کولو نه دئ او څوک چې دلته خپل ناولي قدمونه ایږدي ،یا به مرداریږي او یا به ماتې پښې تښتي،ځکه ددې وولس داسې میړني او شجاع بچیان دي ،چې دخپل دین ،ناموس ،وطن او خاورې په دفاع کې دسرو مال نه تیردي او دائې شعار دئ چې یا وطن او یا کفن.
دا خو ډیره ښه خبره ده چې د متجاوزینو سرته عقل ورغلو اوپه دې پوه شول چې کوبائې سلوک په افغانستان کې خریدارنه لري او نه عملی کیږي اوافغانان دزور سره ډیر سخت حساسیت لري ،نو بهتره داده چې دمذاکراتو له لارې یوه داسې طرحه جوړه شي ،چې تللې ابرو ئې تر یوه وخته ددنیا نه پټه پاته شي او دا لاسته راوړنه دقهرمانو ،په دین او وطن مینو دافغانستان دطالبانو داسلامي تحریک د باتورانو د فداکاریو او جانبازیو ثمره ده،چې نړۍ ته ئې وښوده ،چې یووولس که هر څومره غریب ،ضعیف او وروسته پاته وي ،خو چې دایمان او ازادۍ غوښتنې په سلاح مسلح وي ،ددنیا سترطاغوتي طاقت ئې هم نه شي غلام کولئ.
دافغانستان داسلامی تحریک زعامت او پیروان ئې باید دعمل ابتکار په خپل لاس کې ونیسي او دهر ې موضع نه که دجنګ وی او یا دمذاکراتو دخپلو خلکو دعلیا ګټو دپاره اعظمي ګټه پورته کړي او دمبارزې دواړه اړخونه که نظامي دئ او که سیاسي دخپل هدف دلاسته راوړلو له پاره چې دګران افغانستان ازادي او خپلواکی او دتجاوز او اشغال دفع ده خپله تګلاره اوپالیسي وګرزوي.
دافغانستان دطالبانو داسلامي تحریک دنده به هلته ختمه شي ،چې وطن ازاد شی اود تجاوزګرانو او اشغالګرانو زرخریده نوکران ،ملي خائینان ، جنګي جنایتکاران او نور ددین،وطن او وولس په سر سوداګران د عدالت محکمې ته را کش کړي او دخپلو شومو اعمالو په سزا ورسیږي .

مننه


ډاکتر څپاند
04.01.2012

سلامونه،
زموږ يو معلم صاحب به دامتحان په وخت هميشه داشعر زمزمه کوه:

زه يم بيالوژي معلم ** نه غواړمه پړپړې
وليکه خلص مطلب ** در به کمه لس نومرې

[quote:e0588afa80]تاسو هم عجیب خلک یاستئ .کله چې طالبان جنګ کوي ،هم اعتراض پرې لرئ او کله چې په مذاکراتو کې برخه اخلي هم په غاښونو مو درد شی او زګیروۍ شروع کړئ.[/quote:e0588afa80]

خلص مطلب دادی چې دې طالبانو واکمن او ځواکمن مشران (نه عام طالب)
دامرېکې او پاکستان د مشترکو اهدافو وسايل او افزار دي٠
هر څه چې بادار وائي نوکر ئي هماغسې تمثيل کوي٠
په جنګ کې تجاوزګر نه بلکه عمدتا بيګناه خلک او بيخبره په خدای مين او غولول شوی طالب وژل کېږي چې واقعا دخفګان وړ دی٠
په هغه سوله کې چې دې اشغالګرو او پاکستان دګټو د تامين په خاطر رامنځ ته کېږي،او طالب خرڅ شوي مشران(نه عادي طالبان)داشغال دايمي کيدل مني
داشغالګرو په مصرف او دهغو په غيږه کې دقطر په ماڼيو کې په اسطلاح
دسولې خبرې کوي نو په غاښو نه چې په "نشين"به هم دردونه پېداشي٠ 


پتوال
05.01.2012

اټکلونه، وړاندوينې او فرضيې او تش باورونه وړاندې کول نه دي په کار، ښه به داوي چې په شواهدو او فکتونو تکيه وشي .
هغه خپرونه چې سرچينه يې نه وي معلومه خپرول يې نه دي پکار . ښه شوه چې اشغالګر په دا تير پړاو کې بريالي را ونه وتل، اوس چې طالبان
له جنګ لاس اخلي او خبرو ته کښيني دا يو پرمختګ دی ، مهمه داده چې د پاکستان او ايران لاسونه قذع شي ، معلومه ده
چې د جګړې په بهير کې ددوی لاسونه قطع کول ممکن نه دي ، که طالبان ورونه له ملي سياسي بصيرت څخه کار واخلي د پاکستان
لاسونه به د ملي مسايلو څخه قطع کړي او د افغان ملت په وړاندې به خپل مسوليت رفع کړي په حکومت کې به ګډون وکړي
او خپل رغنده رول به له قيد او شرط پرته ولوبوي ! تر کومه چې رغنده ملي او اسلامي رول لوبوي الله دې برياليتوب ور په برخه کړي !
که طالبان د قطر د خبرو له پاره يوۀ کلک او غښتلي ملي استازي ته اړتيا لري صرف غږ دې وکړي چې مرستې ته ورودانګو، د تور سونټو ISI او خړسترګو CIA استازي خوبه
که خدای کول له لاسو پښو څخه ورته وتړم ! ومن الله التوفيق !


عادل عادل
05.01.2012

السلام علیکم

د عزتمندو وروڼو هر یو ښاغلي هیښ صاحب او دروند پتوال صاحب څرګندونې د سروزرو په تول تلم او قدر یې کوم،،، خدای ج مو د خپل وولس، دین او وطن سره همداسې مخلص او مینه ناک لره،،، آمین

له محترم سعید صاحب څخه هم مننه کوم چې د پورته لیکنو بهانه یې راجوړه کړه،، څپاند صاحب به کېدای شي نور افغانستان ته د راستنېدو اراده نلري،،، خو زمونږ خوارانو د نن او سبا ټول سرنوشت له همدې وران او ویجاړ ټاټوبي سره تړلی دی.

له روسي یرغل وروسته دجهادي رهبرانو تر ټولو لویه سادګي او سیاسي جهل همدا وو چې د روسانو له وتلو او شکست سره سم یې خپله دنده پای ته رسېدلې وګڼله،،،ځکه خو د قدرت په فکر کې شول،،،

تېرو ترخو تجربو ته په پام سره ویلای شو چې که یرغلګر ووتل نو زمونږ ګران هېواد به ان شاالله چې حتمي خپلواکی ته رسي او پدې توګه به د باتورو طالبانو دنده به پای ته نه رسي بلکه تازه به پیل شي،،، دا پړسېدلي او د مظلومانو په وینو روږدي جنایتکاران به څوک محکمې ته راکشوي،،، د بیګناه مقتولینو د ورثه وو اواز به څوک اوري،،، په فساد ککړو سره به څوک محاسبه کوي،،، د غاصبینو له مریو څخه به د مظلوم او بیت المال حق څوک راوباسي؟

طالبانو ته ښایي چې د مذاکراتو په صورت کې له یرغلګرو سره دا خبره سپینه کړي چې نړیواله ټولنه به افغاني الاصله بهرني پاسپورټ لرونکي یا تښتېدلي پناه اخستونکي چې په جنګي جنایت، ملي خیانت او د افغانستان په ادارو کې په رشوت او فساد تورن دي،،، د غوښتنې په وخت افغاني عادلانه محاکمو ته سپاري........،،،،


..Ahmadzai
07.01.2012

لا خو دفتر نده خلاص، لا خو رسمي خبرې ندي شروع، ځیني وروڼه مخکې له وخته أټکلونه کوي، تبصرې کوي، نن هم جنګ په همغسې شدت روان دی.

بیا هم که طالبان سیاسي دفتر پرانیستي دا خو ښه خبره ده، چې خپلو فوځي أو میداني شهکاریو ته سیاسي لباس ورواغونځي، أو د جابرانو تر پرونه نا اقرار په اقرار بدلول أوترېنې د خپل ځان تمثیلولو حق په زوره أخیستل أوتسلیمول ، د نړۍ په سیاسي ډګر کې د طالبانو ډیر لوی بری أو کامیابي ده.

کله چې په یوه جګړه کې یو اړخ کمزوری سي، أو نور د مقابلې توان نه ویني، نوره لاره چاره ترې ورکه سي، بیا نو د تفاهم أو د خبرو له لارې د شخړې هوارولو نارې أو زارۍ پورته کوي، نن هم همدغه خبره ده، چې صلیبیان درګده د خبرو أترو مجلسو أو جرګو خبرې أو پیشنهادونه کوي، نور یې زور وتی أو مایوسه دي، غواړي خپل وتل تأمین کړي، پښې سپکې کړي أو په کم تاوان سره ځان د تباهۍ له میدان څخه وباسي، دا د نړۍ له ټولو ستر طاقت چیغې بغارې دې چې د خوارو خو په غیرت سمبالو پښتنو دسختو أو دردونکو ګوزارو نتیجة ده .

ځیني ړانده یې نه ویني ، یایې هم په آګاهانه ډول بل چا ته منسبوي.


khoshalkhan
07.01.2012

دخنداوړ خبره او که پر ځان خلک خندول دي!!
انډيواله په پردي خيرات کې برېتونه تاوول دلېونتوب يوه علا مه ده اوپه اخلاقي
ډول ضعف دی ٠ له پرون ورځې پورې خو دې دطالبا نو مشر تابه د isi ګوډاګيان
بلل او نن ور دانګې ???٠
هغه څوک يې چې چيره وي ، هغوی به يې هم ګنډي !
هوکه په خپلو شاه نامو او شعرونو سيساسي ستړويوته يوتياتر تمسيله
وې نو پرې ورودانګه ! خوله سياسته لرې ګرزه !!!

[quote:01f91aca06="پتوال"] .................................................
که طالبان د قطر د خبرو له پاره يوۀ کلک او غښتلي ملي استازي ته اړتيا لري صرف غږ دې وکړي چې مرستې ته ورودانګو، د تور سونټو ISI او خړسترګو CIA استازي خوبه
که خدای کول له لاسو پښو څخه ورته وتړم ! ومن الله التوفيق ![/quote:01f91aca06]


م . ق
08.01.2012

ښاغلی محمود سعید صاحب،
د تش په نوم طالبانو یوه دنده نه ده چې پایې ته ورسیږي، که یوه دنده یې پایې ته ورسیږي نو بله دنده یې شروع کیږي.
که یوې کړۍ لپاره دنده پایې ته ورسوي نو بیا یې بلې کړۍ ته شروع کوي، ځکه چې ددوي ژوند دندې ته ضرورت لري او باید چې بې دندې پاتې نه شي.
د دندې والا تل په دنده پايي، خواه که هغه هرچا لپاره وي.
خو ګوره دنده دنده ده، چې په هند کې هم ورته دندا وايي چې په هغې کې هریوکار راځي، د مخدراتو او انسانانو د قاچاق نه نیولې تر لویو مافیايي کړونو پورې.

مننه او درنښت
مبارز


حمید هڅــاند
08.01.2012

په طالبانو کې به داسې کړۍ هرو مرو وي چې امریکایانو ته به کار کوي، خو که ددغو خلکو دنده پای ته ورسېږي هم مقاومت به ونه درېږي. حقیقت خو دادی چې له امریکایانو څخه وار له مخه لا کاسه چړپېدلې ده، اوس حالات ددوی په کابو کې نه دي. محمود سعید وروره؛ که یوه ډله طالبان د امریکایانو له خوا تمویلېږې نو څومره نور به د لوبې د نورو لوبغاړو له خوا تموېلېږي؟ اوس که د لومړۍ ډلې طالبانو دنده پای ته رسېږي نو فکر کوم چې د ځینې نورو به تازه پیلېږي.


عادل عادل
08.01.2012

السلام علیکم

زما عقل خو دا نه مني چې طالبان به څو ډلې،، هومره دا او دومره نور، څوک د چا او څوک له نورو څخه تمویلیژي،،، زما د ادعا ثبوت دا دی چې که په طالبانو کې تر یوې زیاتې متعددې ډلې وای نو کم تر کمه خو به یې په دا ۱۶ کلونو کې د یوه ځل لپاره یو د بل پر ضد یا مخالفت یا بیلتون کې د میډیا په مخ حد اقل څو خبرې او یا هم د ځمکې پر سر د پخوانیو سرخوړلو جهادي تنظیمونو په شان پخپلو کې سره خوړلي وو ؟؟؟؟

همدا سبب دی چې زه یې تر واحد قیادت لاندې د یوه صف، یوه فکر او یوه هدف مستحکم غیرمتنازع څښتنان ګڼم،،،،نوش جان یې ،،،،

خو افسوس زمونږ په حال دی چې مېډیایي تبلیغاتو له مونږ څخه پسونه جوړ کړي دي، زمونږ فکري او تحلیلي قوې یې یرغمل کړې دي،،،، د مثال په ډول که لسو جهاتو په لسو لیکنو کې لس ځلې یوه بې اساسه ادعا، خبره یا اصطلاح تکرار کړه،،، په سبا یې زمونږ د ژبو اوتوماتیک ورد جوړیژي او بې دلیله او بې ثبوته یې د طوطیانو په څېر زمزمه کوو،،،، خدای خبر چې دا زمونږ عقلونه به له مونږ څخه څومره خوابدي او شنه زړونه لري،،،،،

اربکیان، ملیشې، د ټلوالې اجیر او فاجر لنډغر او ډالري جواسیس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د دوی په نوم ملي او اسلامي ضد وحشتونه کوي،،، کله هم د طالبانو د صف پر تعدد او ویش باندې نشي قیاس کېدای،،،،،،

همدارنګه د طالبانو د مرستندویو جهاتو او مالي سرچینو احتمالي تعدد هم ددې دلیل نشي کېدای چې دوی دې هم ګواکي متعددې ډلې وي،،،،


حمید هڅــاند
09.01.2012

عادل وروره په خیر راغلې...
طالبان کوم کوم دي او څوک څوک یې تمویلوي، دا به یوې خوا ته پرېږدو خو حقیقتونه څه وایي:
ـــ مشر ملاصیب امر کوي چې د اختر په ورځ به هیڅ ډول داسې تاوتریخوالی نه کېږي چې عوامو ته لږ شانته تاوان هم واوړي؛ خو بیا زما ولسوالۍ ته ځانمرګې ننوزي؛
ـــ په ټول هیواد کې اختر لمانځل کېږې او د اختر په مناسبت طالبان د مبارکۍ پیغام خپروي خو زما په ولسوالې کې اختر نه جوړېږې، سیمه ییزطالبان دلیل وړاندي کوي چې له حکومت سره اختر نه جوړوو؛
ـــ په یوه ولسوالۍ کې سکوټیان نیول کېږي خو طالبان یې بېرته پرېږدي ځکه بنديان ژمنه کوي چې موږ بیا له سکوټیانو سره نه راځو خو په بله کې دد طالب په نوم وسله وال د محصلینو غاړې پرې کوي.
ـــدیوې سیمې طالبان خپلو خلکو ته اجازه ورکوي چې په غیرنظامي دولتي ادارو کې کارکولای شي خو په بله کې ښوونکی له معلمۍ راګرځې؛ او دې ته ورته په سلګونو ورځنۍ پېښې چې یواځې د یوه ټکي څرګندوی دي:
که طالبان په ډلو نه دې وېشل شوي خو بیا هم تر واحد امر لاندي نه دي او کړنې یې له سیمې بلې ته توپیر کوي.

پورتنی حقیقت ته په کتلو سره هرڅوک ددې استدلال کولی شې چې که نن د طالبانو او حکومت ترمینځ خبرې وشي نو بیا به هم مقاومت پای ته ونه رسېږي.


محمود سعيد
09.01.2012

ټولو ته سلامونه!
دا چې طالبان څو ډلې دي او څه کوي، دا خو روښانه ده. ما هم په خپله پورتنۍ ليکنه کې يادونه کړې ده چې د پاکو مجاهدينو لپاره ځای ډېر تنګ دی. د وردګو ولايت د شنيز درې او د جغتو ولسوالۍ تر منځ د ګوربت په نوم يو لوی غر دی. د دې غره په ځينو برخو کې د طالبانو لوېې هډې شتون لري. هلته په لسګونه لوی او کوچني داسې موټر هم شته چې د لوېې لارې پر سر له لوجيستکي کتارونو او يا دولتي کسانو ګرزول شوي دي. دا هډې پوره روښانه هدف دی، خو تر اوسه پرې هېچا هم غوږ نه دی ګرولی. له دې سره دا هم ويلای شو چې د امريکا او انګرېز استخباراتي کړۍ او سيمه ايز چوپړيان د ټولو هغو ډلو د چوپ کولو توان لري چې له آره ېې پنځولي او پانګونه ېې پرې کړې ده.
دا څو ورځې ښکاري چې نور پرمختګونه هم کيږي.
د بګرام په اړه د کرزي توند حکم او يو داسې خبر چې همدا اوس مې وليد:
(طالب سرچينې وايي چې د دوی درې تنه وتلي مشران ملا فاضل، ملا نوري او ملا خيرخواه د ګوانتنامو له زندان څخه د يوه امريکايي سرتېری (رابرټ بګدال) په بدل کې خوشې شوې دي. امريکايي اسير له دريو مياشتو په پکتيکا کې له طالبانو سره اسير و، خو طالب مشران له تېرو لسو کلو په ګوانتنامو زندان کې بنديان وو. له امريکې سره د طالبانو د خبرو يو مهم شرط د پورتنيو طالب مشرانو خوشې کول و. تر اوسه امريکايي چارواکو په رسمي توګه دغه خبر نه دی تصديق کړی.)...
دې ته ورته داسې نورې خبرې او ګونګوسې هم شته چې ښايي په ډېر لنډ وخت کې ېې د ډول ږغ واورو.


م . ق
09.01.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

الله دې د ګوانتانامو په شمول ټول طالب بندیان په خیر او عافیت سره راخوشې کړي، زه د یو افغان او مسلمان په حیث د هر افغان په درد دردیږم.
زه شخصا او قلبا د ګونتانامو د ښاغلو او فاضلو طالب بندیانو په راخلاصیدو سخت زیات خوښ یم، او ټولو مسلمانو افغانانو ته یې دسترې خوشحالۍ یو زیری او مبارکي وایم.

مونږ چې ماشومان وو او د مرحوم مولوي خالص بابا د کیمپ په الهجرة والجهاد مدرسه کې مو درس زده کاوه نو د خطاطۍ استاذ راته یوه ورځ په تخته دا لاندې شعر ولیکلو چې اوس مې هم نه هیریږي، اوچې هر وخت یې یادوم په سترګو کې مې اوښکې راځي.

یتیمه اوښکې پاکوه خله باندې خندا کوه
سوپر دې غلام کړو نور یې تماشا کوه

الله دې د ټولو یتیمانانو، بې وزلانو، کونډو رنډو، بورو، سرتورو او د بې اسرې سپین سرو او سپین ږیرو اوښکې نورې زر تر زره وچې او په خندا بدلې کړي.
آمین

وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد.


محمود سعيد
10.01.2012

[quote:e744952ed3]
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

الله دې د ګوانتانامو په شمول ټول طالب بندیان په خیر او عافیت سره راخوشې کړي، زه د یو افغان او مسلمان په حیث د هر افغان په درد دردیږم.
زه شخصا او قلبا د ګونتانامو د ښاغلو او فاضلو طالب بندیانو په راخلاصیدو سخت زیات خوښ یم، او ټولو مسلمانو افغانانو ته یې دسترې خوشحالۍ یو زیری او مبارکي وایم.

مونږ چې ماشومان وو او د مرحوم مولوي خالص بابا د کیمپ په الهجرة والجهاد مدرسه کې مو درس زده کاوه نو د خطاطۍ استاذ راته یوه ورځ په تخته دا لاندې شعر ولیکلو چې اوس مې هم نه هیریږي، اوچې هر وخت یې یادوم په سترګو کې مې اوښکې راځي.

یتیمه اوښکې پاکوه خله باندې خندا کوه
سوپر دې غلام کړو نور یې تماشا کوه

الله دې د ټولو یتیمانانو، بې وزلانو، کونډو رنډو، بورو، سرتورو او د بې اسرې سپین سرو او سپین ږیرو اوښکې نورې زر تر زره وچې او په خندا بدلې کړي.
آمین

وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد.[/quote:e744952ed3]
همدا دعا او هيله زموږ هم ده. او خدای د وکړي چې بيا ځينې ځانګړې کړۍ زموږ له ښه نيت څخه ګټه پورته نه کړي او د کلونو په هيلو مو خاورې وانه ړوي.


Ghairat
10.01.2012

خوشحالخانه ورور ه د ښاغلي پتوال مطلب ښايي دا شرطونه وي چې که طالبان :

١- يو ملي استازی ورليږل غواړي

٢- اوهر ملي نه، بلکې يو قوي اوکلک ملي استازی غواړي

٣- د آی اس آی لاسونه او پښې تړل غواړي

٤- د سي آی ای لاسونه اوپښې هم تړل غواړي ، چې پکار هم همداسې ده

نو دا به بيا هغه طالبان نه وي چې تر اوسه وو ، ظاهرا ً خو دا امکان نه لري، ولې که ثابته يې کړي چې دا پورتني شرايط پلي کول غواړي نو بيا يې د پتوال
غوندي ملي اسلامي امتواکان هم نه يواځې د قطر د خبرو ملاتړ کوي بلکې عملي مرستو ته به هم وردانګي په هره ملي اسلامي امتواکه عملي برخه کې !
داسې بريښي چې دلته پتوال د عملي مرستو له پاره ځان يو سمبوليک مثال او نمونه ښودلی د ټولو ملي اسلامي امتواکه افغانانو له پاره چې
بآيد صرف او صرف له دغسې طالبانو سره مرستې ته چمتو اوسي او که طالبان دا شرطونه نه مني نو د قطر خبرې به هم
د افغان مؤمن او مسلمان ولس له پاره کوم مثبت زيری له ځانه سره ونه لري !
که د پتوال فرضيه تحقق پيدا کړي څوک
به د طالبانو مرستې ته بيا نه وردانګي ، له مانه نيولې تر هر افغانه پورې چې په ملي چوکاټ کې اسلامي امتواکي پلې کول غواړي ددوی مرستې ته وردانګي !
دا چې آيا طالب او داسې عالی الاعلی لاره خپلول به امکان ولري که نه دا بيا بيله خبره ده چې وخت او تاريخ به پرې قضاوت وکړي !


bazgar
10.01.2012

دلته یوشمېر خلګ داسي فکر کوي چې دوي لوستونکي او لیکونکي نه پیژني.دوي چې دیو چټل رژیم اوڅو چټلو کړیو لپاره دالس کاله بوخت دي کاراوهڅه یې داده،چې ناروا یرغل اوګوډاګیان یې مثبت تمثیل کړي،هغه څوک چې دالس کاله هره ګړۍ دیرغلګرو موزي صفاکوي دهغوي دخوښي لپاره هرې هیواد ضد او ملت ضد پریکړې ته لبيک وایي اوعملا ورسره شپه او ورځ یوځای کارکوی،دوي غواړي چې دغه عناصر اتلان معرفي کړي اوهغه څوک چې دهېواد داذادي لپاره خپل سرونه ورکوي اوپر یرغلګرو یې حشر جوړ کړی ،هغوي غلامان معرفی کړی،دوي لمر په دو ګوتو پټول غواړي چې ناممکنه ده،ددوي ماغزه دیرغلګرو ډالرو دومره ورخراب کړي،چې اوس دومره هم نه پوهیږي،چې نور دابابولالي نه
څوک اوري اونه یې مني،دوي داسي تاثر ورکوي چې ترامریکایي بیرغ لاندي راغلي دهیواد پلرونکې اوغلامان ندي او دیرغل په وړاندي جنګېدونکي غلامان دي...نور دغه سولېدلې اوتکرارې تبلیغاتي لهجه ایکپیرشوې،حقایق رابرسیره کیدونکي دي


ډاکتر څپاند
10.01.2012

څوک وائي چې تاريخ نه تکرارېږي؟

انګريز يو ډير زوړ خو کاري،بريالی موثر او پياوړی چل(چم) لري چې د شيطان
تر چلول ځواکمن اوچلېدونکی دی،خود افغان ولس په شمول،روسته پاتې ملتونه
پرې نه پوهېږي او اوس چې ٢١ زيږديزه ١٢ کلنئ ته رسيدلې،لاهم يوګڼ شمير
خلک پرې تير باسي٠

دا څه چم دی؟؟


bazgar
11.01.2012

ګاش ورباندي پوه شو او ددښمن په سترګه ور ته وګورو،زموږ
ډیری چې ځانونه هوښیارملت پال ګڼي دهمدغه انګریزانو دمخ په حیب کې ناست دي،عمريې ددوي په نوکري کې تیرشو،په یومیز ورسره دمینې جامونه کړنګوي،دوحود دوینې جریان یې ددوي په معاش روان دی ،اشغال اوبریالتوب یې غواړي ددایمي شتون اوباداري لپاره قانوني لاري لټوي،نوریې په دښمني ملامتوي،خوچې دوي به په دې چلونوکې ورسره شریک وي کنه؟مقابل لوري خو دوي په همدي پړ ګڼي..........ږ


ډاکتر څپاند
11.01.2012

bazgar صيب سلامونه،

ډير ښايسته نظر مو ورکړی دی،خو پرون يواځې انګريز سواد او تکنالوژي لرله او نن ورځ ستاسو پشان په هر څه خبر ځوانان کولی شي چې په يوه ثانيه کې خپل پيغام يو ګڼ شمير خلکو ته ورسوي٠

نو ولې لا اوس هم دده ځنګ وهلي او تاريخ وهلي چمونه پر موږ چلېږي؟

زموږ د ضعف ستره نکته څه ده؟
هغه دا ده چې موږ اتفاق او اتحاد نلرو٠
داډول ضعفونه په نورو هېوادو کې هم شتون لري،خو هلته خلک سره په سړه
سينه بحث کوي،يو دبل منطق ته ذير شي او که سره توافق ته و نرسي،تفاهم ته رسي٠
خو د همدې انګريز په لمسون زموږ تر منځ درزونه او اختلافات دومره ژور
شوي دي چې يو بل ته غوږ نږدو٠

پرون که په هندوستان کې انګريز په مسجد کې د قران کريم څيرې شوې پاڼې
او په درمسال کې دغوئي سرغورځاوه،او سهار به هندو-مسلمان جنګېدل او انګريز ئي سيل کاوه،نن بايد دا سې چمونه ونه چليږي٠
خو متاسفان دوې وکړې شول چې په عراق کې سني،شعيه او کرد سره
وجنګوي،که نه نو،ددو بريا هلته ناممکنه وه٠

ځما د ليکنې اصلي مطلب دا وو چې دا دی نن د طالب په "رهبرئ" کې درزونه ليدل کېږي،که انګريز بيا هم بريالی شي چې طالبان پخپل منځ کې وجنګوي نو دا به د زوړ چم تکرار ،مکرر، تکرار وي!!!


bazgar
13.01.2012

درنه ډاکټرصیب سلام اواحترام....
زه ستانظر ترډیره ځایه درسره تایدوم،البته لکه څنګه چې دلېکنې لیکوال فکرکوي:چې طالب استقلال،هویت اوخپل واک نلري،زه له دې سره موافق نه یم،بلکې دا پرشخصي تعصب بنا تبلیغات ګڼم،چې تر ډیره حده ددستوري حلقو کار او روزګار!!! دی،اما ستاسي دا خبره سمه ده چې افغانان باید دانګریزله فریب نه غافله نشي،اونه کومه ډله پرځان غره شي ،رما هم طالبانوته همدا مشوره ده چې په دې اړه دقیق اووسي!!!
ولي زما تصور تر اوسه داده چې طالبان په رآس کې یوداسي لیډرلري ،چې بار بار یې خپلو پیروانوته امتحان ورکړی، هر طالب پوهیږي چې دهغه جګړه او ډایلاک دڅه لپاره دي،ځکه خوزه فکر نکوم چې درز دي پيداشي،انګریزانو بار بار تجربې وکړي خو یوازي دخپلې رسوایی سبب یې شوي،اوس هم په همدې نیت تبلیغات جاري ساتي........


رښتینی
13.01.2012

ښاغلی بزګر صیب باور وکړه چې ددي لیکنې له
عنوان لاندي مې یودوه کرښې ولوستلي نو اسلوب یې
درک راکړ او ستاسو په وینا یوه مکرره بابولاله او سولیدلې
شعارونه مې په زړه باندي د ژلۍ په ځیر راواوریدل او ټوله
لیکنه مې د موږک په خوله ورکړه

په مینه


پتوال
13.01.2012

[quote:82d00ce793]څنګه چې دلېکنې لیکوال فکرکوي:چې طالب استقلال،هویت اوخپل واک نلري،زه له دې سره موافق نه یم،بلکې دا پرشخصي تعصب بنا تبلیغات ګڼم،چې تر ډیره حده ددستوري حلقو کار او روزګار!!! دی[/quote:82d00ce793]

بزګر صيب ستړیمشې او پخير راغلی، سلامونه او هيلې مې ومنئ !
تاسو خو دلته نوي برېښئ، نو طبيعي ده چې پر فکتونو د ولاړ
قضاوت او استدلال هيله به درنه ډيره کيږي ، نه دا چې لوستونکو ته صرف خپل باور او نه باور ، توافق او نه توافق ، ګڼل او نه ګڼل اعلام کړئ
او لوستونکی ترې هېڅ څه بود نکړي . مثلآ ً په دا پورته جمله کې مو دا لاندې پوښتنې راپورته کيږي چې بې ځوابه مو پريښودې دي :

[color=brown:82d00ce793]دلېکنې لیکوال فکرکوي:چې طالب استقلال نلري .[/color:82d00ce793]
نو آيا لري يې ؟ دلرلو ثبوت يې څشی دی ؟؟؟؟

[color=yellow:82d00ce793].... اوخپل واک نلري.[/color:82d00ce793]
نو آيا خپل واک دي ؟ د خپلواکۍ ثٍبوت يې څشی ګڼئ ؟؟؟؟،

[color=brown:82d00ce793]زه له دې سره موافق نه یم [/color:82d00ce793]
ولې ؟ دلايل مو څه دي ؟؟؟؟؟،

[color=yellow:82d00ce793]بلکې دا پرشخصي تعصب بنا تبلیغات ګڼم[/color:82d00ce793]
ولې او به کوم منطقي او فکتي دليلونو ؟؟؟؟ ،

[color=brown:82d00ce793]چې تر ډیره حده ددستوري حلقو کار او روزګار!!! دی ،[/color:82d00ce793]
آيا له ثبوت پرته ليکوال هم ددې حلقو پورې يو تړلي کس بولئ ؟؟؟؟؟ ،

[color=yellow:82d00ce793]که هو، [/color:82d00ce793]ددې شک د لرلو صلاحيت مو څشی دی ؟؟؟؟؟ او بيا ددغسې شک د څرګندولو حق لر ئ ؟؟؟؟؟؟؟؟

دا ټولې پوښتنې سړي ته ستاسې د مېتود له نيمګړتيا څخه پيدا کيږي ، که نه
شخصا ً خو زه نه نوموړی ليکوال او نه تاسې پيژنم ،
کېدایي ستاسې ادعاګانې حقيقت راووځي، خو هغه بيا ستاسو کار نه دی،
نو تش د ادعا ګانو په شکل حقيقت هم څوک بې دليله آو بې ثبوته نه مني او نه يې بايد څوک وړاندې کړي .
په داسې برخو کې مو توجه او کاميابي غواړم . والسلام


bazgar
14.01.2012

نو آيا لري يې ؟ دلرلو ثبوت يې څشی دی ؟؟؟؟
[__________________________________
ولې ؟ دلايل مو څه دي ؟؟؟؟؟،
______________________________________________آيا له ثبوت پرته ليکوال هم ددې حلقو پورې يو تړلي کس بولئ ؟؟؟؟؟
____________________________________________________
که هو، ددې شک د لرلو صلاحيت مو څشی دی ؟؟؟؟؟ او بيا ددغسې شک د څرګندولو حق لر ئ ؟؟؟؟؟؟؟؟

دا ټولې پوښتنې سړي ته ستاسې د مېتود له نيمګړتيا څخه پيدا کيږي ، که نه
شخصا ً خو زه نه نوموړی ليکوال او نه تاسې پيژنم ،
کېدایي ستاسې ادعاګانې حقيقت راووځي، خو هغه بيا ستاسو کار نه دی،
__________________________________________________________________________________________________

پتمن پتوال صیب!سلامونه اوپیرزویني!!!
درنه وروره !نن سبا ددې لرګیني پاڼې په بحث فورم کې زما حاضري په نشت حساب ده.وخت یاري نه کوي دانترنیت اسانتیاوي هم په دې سیمه کې دومره ندي، چې ګرده ورځ یا دوخت یوه لویه برخه دانترنیت سره تیره شي،خصوصا زما لپاره.
،کله ناکله یوازي سر ورښکاره کړم،چې په دې لنډ دیدن کې اکثره دلومړي مخ لیکنې ګورم،پرلومړي مخ دهرلیکوال دلېکنې
سره دهغه دټولو لیکنو سرلیکنو موجود وي،دیوشمیر وروڼوپه لیکنې پسي زه پاڼې واړم،په هره لیکنه کې چې په تشوتوهماتو ،بازاري تبلیغاتو،جعلی خبرو،سپکه لهجه ،هوايي دلایلو،پرڅرګندو واقعتونه سترګي پټولوته بار بار ځاي ورکول شوی وي نو دیوعاقل اوبالغ انسان په توګه هرڅوک په اساني سره پوهيږي،چې ددې کس په ټولو لیکنو کې دسالمې اومدللې څیړنې بوی نه ترستګو کیږي،(چې دابیا یوازي دستوري لیکني وي) زه چې دخپل شخصي توافق اوخپلې شخصي رایې خبره کوم،زما هد ف له هغوخلګو دځان ویستل ديٍ،چې په وچ میدان په هرڅه کې ځان ته دقضاوت حق ورکوي،زه قضاوت نه کوم یوازي خپله رایه وایم،
زما تجربه داده چې په دې بحث فورم اکثر لوستونکې داوږدو پرپړو دلوستلو زغم نلري،ډیرځله له داوږدو لیکنو ورسته دلیکونکو په تبصیره سړی پوه شي چې لیکنه یې ټوله نده لوستي،اوزموږ اکثرو ورڼومعمول داسي ده چې اوږده اومدللـه لیکنه لومړي مخ ته استوي،ماهم دفورم دغه کیفیت ته په کتلو یوڅو مختصر توري لیکلي و،دلیکوال پرهر خبر استدلال ته راسره نه وخت و،اونه مي په فورم کې په دې اړه داوږدې لیکنه اراده وه،؟
البته ستا پوښتنې منطقي دي!!!

دلایل اوثبوتونه هم ډیر زیات ،مکرر اوڅرګند دي،
خوزه به یوعرض وکړم: چې دټولې نړې مجهزه میډیا دیرغلګرو په منګولوکې ده،اوهغوي استخدام کړي اودجګړي په بڼه یې تبلیغات روان کړي،اوددطالب
پرخوله لاس ایښودی شوی،
نو اول بهتره داده چې داپه بې طرفه اونامغرضه فضاکې څوک په ثبوت ورسويٍ،چې طالب ولي خپلواک ندی،البته دامرکا غږو،بي بی سی، اذادی او دکابل دمافیای میدیا پرتبلیغاتوشوخند ونه وهی،بلکې دیوه خپلواک اوناخرڅ شوی افغان په حیث څوک قضاوت وکړي، نوبیا به دطالبانودخپلواکی او خپلواک لرلو دلایلوته هم نوبت ورسیږي اوس خویواږي دیرغلګرو او وطن پلرونکو لهجه تعقیبږي!!!!!!!!!نو مقابل دلایل پې ګټي دي


پتوال
14.01.2012

سلامونه او درناوی !

ټول معذرتونه دې منم ، خو دا يو نه، چې که دوښمن دروغجن تبليغات کوي نو مونږ دې هم په دروغو کې ورسره مقابله وکړو . زمونږ مقابله
ددروغو پر ضد بايد حقيقت وي، که نه د خپل ولس په وړاندې به هم اعتبار له لاسه ورکړو او دا لرګينه برېښنا پاڼه به هم داسې راڅخه خرابه شي
چې له خاورينې به هم بتره شي . هر څومره چې دنيا ددروغو تياره ونيسي همغومره د حقيقت ارزښت لوړيږي او يو څرک يې هم ډير اغيزمن تماميږي !
افغان ملت ته دې الله تعالی توفيق ورکړي چې د حقيقت په وسله او سيله په پنجابي خرۀ ( ISI) سپور دجّال (امريکا) ته ماته ورکړواو
له خره سره يې آرمانونه ګورته وليږو ! په درنښت .


Naeem sadat
14.01.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

پتوال صاحب له تانه می یوه شخصی پوښتنه لرله الله (ج) د وکړی چی په دی پوښتنه را نه خفه نشی

هغه دا چی مخکی ستا له لیکنو سره همیشه یو بل شعار لیدل کیده فکر کوم چی د پاکستان او ایران پرضد وو

خو اوس مو شعار بدل شوی او یا که په بل عبارت ووایو نوی شوی ددی علت څه دی ؟

ما ته داسی فکر را پیدا شو لکه چی تاسی هم خپل شعارونه د امریکا د متحده ایالاتو د سیاستنو مطابق تغیروی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more