د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

طالبانو په اله ساى کې د ودونو او کوژدو لپاره نوي اصول ټاکلي

طالب ISI
21.12.2011

باخترساپى on Dec 7, 2011 - 11:11

محمودراقي (پژواک ١٦ لېندۍ ٩٠): د کاپيسا په اله سای ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ودونو او کوژدو لپاره نوي اصول ټاکلي، خو ځيني بيا وايي، چې طالبانو په ځوانانو کې د خپل نفوذ په موخه دغه ګام اخيستى دى. د کاپيسا په اله ساى کې له تېرو دوو اونيو راهيسې وسله والو طالبانو خلکو ته ويلي، چې په ودونو او کوژدو کې د دوى له خوا وضع شوي اصول په پام کې ونيسي.

د اله ساى د سلطان خېلو د کلي اوسېدونکي ٤٢ کلن محمد طارق پژواک اژانس ته وويل، چې د وسله والو طالبانو له خوا دغه ګام پر ځاى دى او د خلکو اقتصادي ستونزې به ورسره تر يوه بريده هوارې شي.

د هغه په وينا، له دې مخکې د دوى په سيمه کې ولور تر پنځه سوه زره افغانۍ پورې و، خو اوس تر ٢٥٠زره افغانيو پورې راټيټ شوى دى.

نوموړي زياته کړه: ((پخوا په دې سيمه کې ولور ډېر لوړ تللی وو، د سيمې خلک غريبان دي او د ولور د پوره کولو لپاره به ډېرى ځوانان ايران او يا نورو هېوادونو ته تلل او په کلونو کلونو به د ولور د پيسو ګټلو لپاره ورک وو.))

د ده په خبره، که څوک د وسله والو طالبانو له دغه امر څخه سرغړونه وکړي، نو د هغو له خوا ورته سزا ټاکل کېږي.

هغه وويل، چې د وسله والو طالبانو د دغه اصولو له پلي کېدو وروسته يې زوى ته کوژده کړې او ډېر خوښ دى.

د همدې ولسوالۍ د سکين د سيمې اوسېدونکی حاجی محمدشاه وايي، چې د ولور د راټيټېدو سره سره وسله والو طالبانو د واده او کوژدې لپاره نور اصول هم ټاکلي دي.

د هغه په وينا، څوک نه شي کولاى، چې خپلې واده کړې خور او لور ته زيات کالي وکړي او د هلک کورنۍ له خوا هم د واده په ورځ پرته له څوتنو څخه زيات کسان د جينۍ کور ته نه شي تللى.

ده زياته کړه:((په واده کې به تويانه د جينۍ پلار ورکوي، يو بل ته د تحفو ورکول منع شوي، د پوښ په مراسمو کې به درې جوړه جامې ناوې ته ور وړل کېږي، که چا له دغو اصولو څخه سرغړونه وکړه،طالبان به ترې پنځوس زره افغانۍ جرمانه اخلي او نوره سزا به هم ورکوي.))

اله سای د کاپيسا يوه غرنۍ ولسوالۍ ده، چې د ولسوالۍ له مرکز پرته په نوره سيمه کې يې د دولت د وسله والو مخالفينو فعاليتونه زيات دي او ځيني خلک يې د پرېکړو په موخه مخالفينو ته مراجعه کوي.

د وسله والو طالبانو له دغه ګام څخه د يادې ولسوالۍ ځوانان هم خوښ ښکاري او د دروند بوج د لري کېدو زېرى يې بولي.

د اله سای د کچا د کلي يو ځوان عبدالله وايي، چې د ولور د ګټلو لپاره يې درې کاله په ايران کې مزدوري کړې وه، خو پوره يې نه کړاى شو.

د هغه په وينا، کله چې د وسله والو طالبانو له دغه قانون څخه خبر شو، سمدلاسه کلي ته راغى او اوس د واده لپاره تيارى نيسي.

ده زياته کړه: ((که چېرې داسې بد او ناوړه رسمونه ورک شي، نه به ځوانان ورک وي او نه به دغه کړاوونه ګالي، کاشکې طالبانو دا کار لږ له وړاندې څخه پيل کړى واى!))

د اله سای ولسوال انجنير ملا محمد هم د دې خبرې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې له تېرو دوو اونيو راهيسې وسله والو د واده او کوژدې لپاره ځانګړي اصول ټاکلي، چې د سيمې خلک هم پرې خوښ دي.

نوموړي ومنله، چې وسله وال طالبان د دې ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو کې ډېر فعال دي او هلته د ولسوالۍ پرسونل په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولاى.

د هغه په وينا، چې په ولسوالۍ کې امنيتي کسان کم دي، نور له همدې امله په لرې پرتو سيمو کې وسله وال ډېر دي او خپل فعاليتونه کوي، خلک يې امرونو ته له وېرې غاړه ږدي.

د غورځنګ ساپي په نوم په سيمه کې د وسله والو طالبانو يوه قوماندان پژواک اژانس ته وويل، چې د سيمې خلک غريبان دي او د زيات ولور وس نه لري.

د هغه په وينا، د زيات ولور د نه پوره کېدو له امله ځوانان په ناوړه کارونو، لکه غلا، قمار، انسان تښتونه او داسې نورو باندې لاس پورې کوي، چې له امله يې دوى ورته نوي اصول رامنځته کړل.

د سياسي چارو پوه استاد حبيب الله رفېع بيا وايي، چې وسله والو طالبانو دغه کار د ځان په ګټه کوي او غواړي، چې له دې لارې د سيمې ځوانان خپلو ليکو ته جذب کړي.

د هغه په وينا، دا د وسله والو طالبانو بل نوى تکتيک دى، چې غواړي په سيمه کې خپل نفوذ زيات کړي او خلک وغولوي.

د يادونې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د ولور کچه لوړه وه او طالبانو په دې برخه کې کوم قانون او يا شرعي حکم نه و جاري کړى.


khoshalkhan
03.01.2012

افرين اود الله رحمت دې وي پر طالبانو !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more